محمد صابر خويشکي

پوهاند محمد صابر خويشکي (۱۳۲۳ لمريز لېږدي کال، د پروان ولايت، غوربند سياگرد ولسوالي) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او د کابل پوهنتون ښووند (استاد) دی.

مخينه سمول

پوهاند محمد صابر خويشکي پر ۱۳۲۳ ل ل کال د پروان ولایت د غوربند سیاگرد ولسوالۍ اړوند د خوېشکو (خېشکو) په سمسوره او ښکلې دره کې زېږېدلی دی. استاد خوېشکي په یوه داسې کورنۍ پورې اړه لري چې غورنیکه یې د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې د غوربند درې او سیمې قاضي وو. له همدې لامله د هغه کورنۍ د قاضي خېلو په نامه شهرت لري چې له نیکه مرغه د دوی د کورنۍ ډېری غړي د زده کړې له نعمته برخمن او د قلم له بلانده مشعل سره د ملگرتیا مزي لري.

استاد محمد صابر خوېشکی خپلې لومړنۍ زده کړې په غوربند دره کې پای ته ورسولې او تر دې وروسته د منځنيو زده کړو لپاره د رحمان بابا په عالي لېسه کې شامل شو. نوموړې له دغې ليسې څخه په عالي درجه فارغ او تر فراغت وروسته يې د کانکور ازموینه ورکړه؛ استاد تر بريالۍ ازموينې وروسته د هغه وخت د ادبیاتو او ټولنیزو علومو پوهنځي ته بريالی شو او په همدې پوهنځي کې یې پښتو څانگه ولوستله.

استاد د خپلې هغې مینې او وړتیا له مخې، چې له استادۍ سره یې درلوده، په همدې پوهنځي کې د علمي کدر او استاد په توگه ومنل شو. پر استادۍ سربېره یې د همدغه پوهنځي د تدریسي مديریت چارې هم پرمخ وړلې.

د استاد قلم او ذهن هیڅکله ستړیا نه ده احساس کړې او دا یې د ځان رسالت بللی چې خپلې ټولنې ته به ډېر څه کوي. له نیکه مرغه استاد په دې بڼ کې د خپل زړه په وینو داسې گلان وروزل، چې په غوړېدو به یې د پښتو ادب گلبڼ ښکلی او لا سمسور شي. استاد چې په هره اداره کې کار کړی، یوه الگو پاتې شوی دی.

دندې سمول

  • د کابل مجلې د مسول مدیر په توگه.
  • د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مرستیال.
  • د ژبو او ادبیاتو پوهنځي منتخب ریس.
  • د لوړو زده کړو وزارت اداري مرستيال.

پوهاند خوېشکي شپه او ورځ نه ده کتلې او تل یې خپلو زده کړيالو ته په خوشاله زړه او ورین تندي زده کړه ورکړې ده. که له استاد سره په ورځو ورځو کینې هېڅکله به د ستړیا احساس ونه کړې؛ نرم مزاج، خوږې خبرې، تشویق او هڅونه یې د فطري اخلاقو نښه ده. هغه تل هڅه کړې چې خپلو زده کړيالو ته داسې درسي مواد برابر کړي چې د هغوي د علمي کچې په لوړولو کې رغنده او اساسي رول ولوبوي .

هغه وخت چې دی پکې باید آرام وکړي د شنه چای ډکه پیاله او څېړنه ده تر څو د ادب مینه والو تنده پرې خړوبه کړي.

کورنۍ سمول

پوهاند خويشکي شپږ زامن لري چې څلورو یې د ماسترۍ، یوه یې د دوکتورا تر درجې پورې زده کړې کړې، او یو بل یې د لېسانس دوره پای ته رسولې ده.

چاپ شوي ثار يې سمول

تر دې دمه د پوهاند محمد صابر خويشکي دا لاندې نښيرونه د چاپ په گاڼه پسولل شوي او ځینې نور یې چاپ ته چمتو دي:

۱- پښتو فونولوژي او مورفولوژي.

۲- پښتو منثور متون.

۳- په پښتو لهجو کې فشار.

۴- په پښتو ادبیاتو کې د ریاليستیکو افکارو وده (د ماسترۍ تېزس).

۵- په پښتو ژبه کې اوښتونکي نومونه، نومځري او صفتونه.

۶- د فعل اوړون.

۷- پښتو او اوېستا (د فوق لیسانس لپاره).

۸- پښتو او لرغونې ژبه (سانسکریت، باختري، ساکي او زړه فارسي).

۹- پښتو معاصر گرامر (د فوق لېسانس دورې لپاره).

ناچاپ اثار يې سمول

۱۰- پښتو تاریخي گرامر.

همدارنګه د پوهاند خویشکي ۳۶ علمي مقالي د هېواد په اکاډمیکو مجلو کې لکه کابل مجله، وږمه د کابل پوهنتون خپرونه، دانش مجله، خپلواکي مجله او په دې وروستیو کې د شمشاد په اکاډمیکه مجله کې خپرې شوې دي.

سرچينې سمول

  1. http://khostai.blogfa.com/1396/07/2
  2. http://ku.edu.af/ps/page/social-science/881/9455 Archived 2019-10-03 at the Wayback Machine.