محمد انعام واک
انجنير محمد انعام واک (زوکړه د ۱۳۳۳ ل ل کال ليندۍ، د ننگرهار ولايت)، د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او څېړونکی دی.
مخينه
محمد انعام واک د محمداجان زوی د ١٣٣٣ لمريز کال په ليندۍ (١٩٥٤ ډسمبر) مياشت کې د ننگرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
زده کړي
- د ١٩٦١ څخه تر ١٩٧٢ زېږديز کال پورې يې لومړنۍ زده کړې د لېسې تر کچې بشپړې کړې دي.
- له ١٩٧٣ تر ١٩٧٧ ز کاله د کابل پوهنتون د طبيعي علومو د پوهنځي د ځمکپوهنې د ليسانس دوره.
- ١٩٧٧ – ١٩٧٧ ز کال شپږ مياشتينی پوځي خدمت (تعليمي غنډ – ننگرهار).
- له ١٩٨٧ تر ١٩٨٨ ز کاله د کمپيوټر زده کړه پېښور.
- له ٢٠٠٢ تر ٢٠٠٤ ز کاله د ناروېژي ژبې زده کړه، د اوسلو پوهنتون د تاريخ او فلسفې د پوهنځي د ناروېژي ژبې کورس، اوسلو.
- ٢٠٠٣ ز کال د انگريزي ژبې ازموينه د لورنسکوگ عالي لېسه، ناروي.
- ٢٠٠٤ ز کال د اوسلو پوهنتون د ټولنيزې وگړپوهنې Social Anthropology د څانگې زده کړيال.
علمي او څېړنيز کارونه
په ټولنيزه او سياسي برخه کې:
- په ختيځ نورستان کې د اپيني نشه يانو سروې، واک فونډېشن، ( د ORA International چاپ ١٩٩٨ پېښور ) .
- ١٩٩٤ زېږديز کال د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ کې د اپينو د توليد د کموالي سروې (واک فونډېشن، ننگرهار.)
- ١٩٩٤ زېږديز کال په ننگرهار او لغمان کې د اپيني نشه يانو سروې (واک فونډېشن).
- ١٩٩٥ زېږديز کال (اسلامي بنسټ پالنه) ناچاپ څېړنه.
- (١٩٩٦ – ١٩٩٨ ز) (پښتونولي او اسلام) يوه ناچاپ څېړنه.
دندې
ښاغلی واک په ١٩٨٢ زېږديز کال کې پاکستان ته مهاجر شو.
- ( ١٩٧٨ – ١٩٨٢ زېږديز کالونه) د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت جيولوجيست.
- ( ١٩٨٨ – ١٩٨٩ زېږديز کالونه) له افغان کډوالو سره د ډنمارک د ( DACAAR) کمېټې د اوبو لگولو د څانگې مسلکي ساحوي کارکوونکی.
- ( ١٩٨٨ – ١٩٩٣ زېږديز کالونه) په پېښور کې د ( افغان ملت ) د جريدې مسول مدير.
- ( ١٩٩٨ – ١٩٩٠ زېږديز کالونه) د افغان نادولتي موسسې ( AAA ) د بياودانولو د برخې مسول.
- ١٩٩٠ زېږديز کال د افغان نادولتي موسسې ( AAA) مشر.
- ( ١٩٩١ – ١٩٩٦ زېږديز کالونه ) د افغانستان لپاره د واک فونډېشن (د افغانستان قومي جوړښت The Ethnic Composition of Afghanistan ) د شپږ کلنې پروژې مشر.
- ( ١٩٩٤ – ١٩٩٧ زېږديز کالونه ) د افغانستان د بيا ودانولو د افغان غير دولتي موسسې ARDP لپاره د ملگرو ملتونو د انکشافي پروگرام UNDP/ OPS سره په خوست ولايت کې د اوبو لگولو د يوې پروژې د تړون لاسليک کوونکی او مشر.
- ( ١٩٩٠ – ١٩٩٤ زېږديز کالونه) د ARDP مشر او بنسټ اېښودونکی.
- ( ١٩٩٤ – ١٩٩٥ زېږديز کالونه ) د افغانستان لپاره د واک فونډېشن د خپرونکي اورگان ( مخدرات The Drugs ) مياشتنۍ جريدې مسول مدير.
- ١٩٩٩ زېږديز کالونه، د افغانستان لپاره د واک فونډېشن د ( طالبان څوک دي Who are the Taliban ) د سروې او څېړنې د پروژې مشر.
- ١٩٩٩ ز کال د افغانستان لپاره د واک فونډېشن د (افغان نظرياتو د سروې Afghan Opinion survey ) د پروژې مشر.
په ايران کې
- ( ١٩٨٣ – ١٩٨٦ ز ) د ايران د بوشهر او اصفهان په ولايتونو کې د ايران د بيارغونې وزارت د کانونو او اوبو د کميټو انجنير.
په ناروې کې
- ( ١٩٨٨ – تر اوسه (٢٠٠٥ ) ز کال ) د افغانستان لپاره د واک فونډېشن بنسټ اېښودونکی او مشر.
- ( سپټمبر ٢٠٠٢ – جولای ٢٠٠٤ ز کال ) د ناروې د اکه شوس په ايالت کي د افغان ماشومانو له پاره د مورنۍ ژبي (پښتو) ښوونکی.
چاپ شوي اثار
- افغانستان اسلامي بنسټپالنه او افغاني ناسيوناليزم، په انگريزي ژبه، د ۱۹۹۹ ز کال پېښور چاپ.
- افغانستان درېيم قوت، په پښتو ژبه، د ۱۹۹۹ ز کال پېښور چاپ.
- د افغانستان قومي جوړښت، د ۱۹۹۸ ز کال پېښور چاپ.
- د افغانستان قومي جوړښت، په انگريزي ژبه، د KOR له خوا د ۱۹۹۹ ز کال پېښور چاپ.
- افغانستان: فډرالي سيسټم؟، په پښتو ژبه، د ۱۹۹۹ ز کال پېښور چاپ.
- د شومه دم انگازې، پښتو شعري ټولگه، د ۱۹۹۳ ز کال پېښور چاپ.
- د شعر په برخه کې د (مور) د جايزې گټونکی ( ١٩٧٥ زېږديز کال- کابل).
- د بوشهر د کانونو پېژندنه، جنوبي ايران په فارسي ژبه، د ۱۹۸۵ ز کال ايران چاپ.
- په مرکزي ايران کې د غير فلزي مينرالونو لومړنی راپور، په فارسي ژبه، د ۱۹۸۶ ز کال ايران چاپ.
- خان او کميسار، پښتو ناول، د ۲۰۱۳ ز کال چاپ.
مقالې
په کلتوري ، ټولنيزو اوسياسي برخو کي ديو شمېر مقالو ليکونکی .
سيمينارونه
ښاغلي واک د ( ١٩٨٣څخه تر ٢٠٠٥ ) کال پوري په هيواد کي دننه او بهر په يو شمېر علمي سيمينارونو کي د گډون تر څنگ په ناروې کي د دوو علمي سيمينارونو جوړونکی دی:
- په افغانستان کي دسولي او دموکراسۍ لرليد ( د ٢٠٠٣ زېږديز کال د سپټمبر اتمه نېټۀ - ناروې )
- دنوميالي نارويژي ختيځ پوه اوپښتو ژبپوهاند ( گيورگ مارگن سټېرن ) سيمينار د ٢٠٠٤ کال د می دمياشتي پر اته ويشتمه .
- ( په افغانستان کي دملت جوړوني د لرليد ) د ۲۰۰۵ کال د نومبر پر اتلسمه نېټه د ناروې د ليلستروم په ښار کي جوړ شو .
باندنۍ تړنې
- په ويکي شعرونه کې د محمد انعام واک شعرونه Archived 2016-03-11 at the Wayback Machine.