محمد امين خوگياڼی

محمد امین خوگیاڼی (۱۲۷۸ لېږديز لمريز کال، د ننگرهار ولايت- د ۱۳۶۴ ل ل کال مرغومی = (د ۱۹۰۰ زېږديز کال د جنوري لومړۍ -د ۱۹۸۵ ز کال ډيسمبر ۱۹۸۵) د افغانستان يو ټولنيز شخصيت او ليکوال وو.

محمد امین خوگیاڼی
محمد امین خوگیاڼی

مخينه

محمد امین خوگیاڼی پر ۱۲۷۸ لېږديز لمريز کال (۱۳۱۷ هجری قمری) کې د روژې پر دويمه، چی د ۱۹۰۰ زېږديز کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، د افغانستان د ننگرهار ولایت د خوگیاڼيو ولسوالۍ د کین آباد کلي په یوه فاضله او عالمه کورنۍ کی زیږېدلی دی.

محمد امین خوگیاڼی خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار محمد اسرائيل خان نه او بيا په پېنڅه كلنۍ کې د غله ډير په مدني ښوونځي کې وکړې. دا ښونځي په آره د ده د پلار د زحماتو او پام په بنسټ جوړ شوي وو. څلور كا له يې په دغه ښوونځي كې د پوهنې په خپلولو تير كړل او تر دې وروسته پر ١٩٠٩ ز كال د طورو د ماهيار په مدني ښونځي کې شامل شو. دغه ښوونځي ته د هند او بخارا نه هم د علم طالبان راتلل او خپلې زده کړې به يې هلته بشپړولې. د طورو مدني ښوونځی د میر عالم خان بن عنایت خان بن بهادرخان ‫(‬د محمد اسرائیل خان ترورزی‫)‬ په لاس پر ۱۸۶۳ ز کال، چې د اعليحضرت امیر شیرعلیخان د واکمنۍ لومړی کال وو، پرانتيستل شوی وو. د خوگیاڼي صاحب په یادښتونو کې دا يادونه هم شوې چې په پېنځم ټولگي کې یو مضمون د طب وقایوي انساني او حیواني په نامه هم وو‫. ‬ كله چې محمد امین خوگیاڼی خوگياڼو ته ستون شو، نو د ده مجاهد پلار لالا غلام قادر اكبر پوري خوگیاڼو ته د یو کال لپاره را دعوت کړلو. ‫(‬لالا غلام قادر اكبر پوري ‬په طورو کې پر ۱۸۹۱ ز کال‬ د محمد اسرائیل خان شاگرد ‫‫او تر ۱۹۱۱ ز کاله پورې يانې شل کاله له ده سره همرکابه وو). دا بلنه يې ددې لپاره وه چې ده ته د صرف او نحو په څانگه کې لوړې زړه کړې ورکړي. ددغو زده کړو تر بشړولو وروسته محمد امين خان په ژمي کې بیا اكبر پوري ته ولاړ او هلته يې د لالا غلام قادر د مشر ورور حكيم غلام حسين اكبر پوري سره د طب او ریاضي په څانگو کې زده کړې وكړې. ا و د هغي نه ورو سته ئی د خپلو اقاربو د ليدو لپاره  طورو ته لاړو او هلته ئي د خپل پلار په هدايت د خپلو ترونو علامه عبدالجميل او علامه محمداسمعيل طوروي سره د فقه او منطق عالي تعليما ت وكړل او په همدي دوران كي ئي  تحفته المتين كتاب د خپل تره مولوي عبدالجميل په هدایت په دری ژبه تر جمه كړلو او د هغي په تصحيح كي مولوي عبدالجميل يوازي دوي كلمې غلطي ونيولې. محمد امین خوگیاڼي په عربي، پښتو او دري ژبو کې د مروجو علومو لکه صرف نحو، منطق، مناظره، اصول، تفسیر، حدیث، عروض، فلسفه، طب او ریاضي پوره حاکمیت درلود او هم يې له تورکي او انگریزي ژبو سره اشنايي درلوده.

‎محمد امين خان د خپل شوق له مخې، چې له انگريزي او توركي ژبو سره يې درلوده، پر ١٩١٤ ز د لاهور نعمانيه اسلاميه دارالعلوم كې شامل شو او يو كال يې هلته زده کړه وکړه. په دې زده کړيزه دوره کې يې پر مدني او شرعي علومو سربېره له انگريزي او توركي ژبو سره هم اشنايي پيدا كړه. تر دې وروسته يې د پېېښور په اسلاميه كالج كې د عربي ژبې او اسلامي علومو د کانکور ازموينه ورکړه. دا ازموينه يې په بري سره ورکړه او ددغه کالج بری ليک يې ترلاسه کړ‫.‬ پر --‬ ۱۹ ز کال ښاغلي خوگیاڼي ته د کابل د قضاتو د مکتب له خوا د مولوی عبدالواسع خان د اماني دورې قاضي القضات او د قضاتو د مکتب سردبیر له خوا د قضايي او اسلامي علومو د پوهې افتخاري شهادتنامه ورکړل شوه. ښاغلي خوگیاڼي د مرگ تر ورځی پوری د علم او تعلیم څخه موړ نه شو او هیڅ مهال يې له قلم او کاغذ څخه لاس وانخست.


دندې

د محمد امین خوگیاڼی رسمي دنده څلور کاله په ښوونه او روزنه کې له کار کولو او ښوونځيو له جوړولو څخه پيل شوې ده. تر دې وروسته يې ۲۱ کاله د افغانستان د ژورنالیزم په څانگه او د افغان ولس د ودې او پرمختگ په لاره کې کار کړی دی. تر دې وروسته يې ۲۵ کاله د هېواد په قضايي او عدالتي ادارو کې خدمت کړی دی.

محمد امین خوگیاڼي ځان د سیاست له ډگره تل لري ساتلی وو او هیڅ مهال يې په هغه کې د داخلیدو لېوالتيا ونه ښوده. خو سیاستوال يې روزلي او هم يې ورته لارښوونې کړې دی. محمد امین خوگیاڼی د خپل پلار علامه محمداسرائیل د شهادت نه وروسته خپل قلمی او تبلیغي جهاد ته د خپل پلار په ډول د افغانستان نه د انگریزانو د ایستلو لپاره په مشرقي کې دوام ورکړو. هغه طبعتاً يو ټولنيز، اشناپرور، د لوی زړه او حوصلې خاوند وو. لمونځ او عبادت هم يې هیڅ وخت نه هیراوه. محمد امین خوگیاڼی د اعليحضرت امان الله خان له زده کړيزو او فرهنگي پروگرامونو سره هم مفکوره وو او هماغه وو چې د اماني دولت له خوا د ۱۲۹۹ ل ل کال کې د لمړني مدني ښوونځي د پرانستلو لپاره په مشرقي کی موظف شو او دا مدني ښوونځي يې په بري سره پرانيست. خوگياڼي د خپل عمر تر لايه ویل چی بې له مدني علومو هیڅ دیني عالم، عالم نه دی او تل يې دا هيله وه چې کاشکې ده کولای شوای چی د وطن ټولو ملایانو او د جوماتونو خطیبانو ته، چی د عامه خلکو روزمره مربیان دي، ته د منطق، فلسفی او مدني پوهنو تعلیم ورکړلای شي.


 
پدې انځور کې محمد امين خوگياڼی لسم کس دی.

د لومړني مدني ښونځي پرانيسته او د هغه سر معلمي د ۱۲۹۹ ل ل کال د چنگاښ له ۱۳، د ۱۳۰۳ ل ل کال د وږي تر ۱۲ (۱۹۲۰-۱۹۲۴ ز کلونه).

د شجاعت ښوونځي پرانيستل، چې د مشرقي لومړنی مدني ښوونځی وو او په لومړیو وختو کې يې زده کړيزه دوره پېنځه کاله وه. همدغه ښوونځی په راوروسته کلو کې لیسې ته ارتقاع وکړه او پر ۱۹۷۸ ز کال پرې د ملکیار هوتک نوم کېښودل شو.

کله چې په مشرقي کې د ښوونځيو شمیر په زیاتیدو شو، نو د مدني ښوونې او روزنې له اړتياوو سره سم ښوونکيو ته هم ضرورت په زیاتیدو شو. هغه وو چې محمد امین خوگیاڼي ددې ضرورت د رفع کولو لپاره په دغه ښوونځي کې د ښوونکيو د روزنې لپاره یو لڼد کورس پيل کړ او په ډېرې چټکۍ سره یې همدغه فارغان د مشرقي نورو ښوونځيو ته د ښوونکیو په توگه لېږل.

د همدغه لومړني ښوونځي له فارغانو څخه په افغانستان کې د هېواد ډیر لوی لوی خدمتگاران جوړ شول. د شجاعت ښوونځي تر پرانيستې وروسته په همدغه کال کې په جلال آباد ښار کې د مشرقي دويم مدني ښوونځی د همت ښوونخي په نامه پرانيستل شو. دا ښوونځی د مشرقي ریس تنظیمه سردار نادر خان په لاس په سردار طره باز خان جومات کې (د وزیر محمد اکبر خان کلا په منځ کې) پرانيستل شو. پر همدغه يانې ۱۲۹۹ ل ل کال کی د ښاغلي خوگیاڼي د زيار او زحمت له برکت شپږ مدني او په ۱۳۰۰ ل ل کال کې څوارلس نور مدني ښونځي پرانيستل شول.

په مشرقي کې د لومړني ښوونځي پرانيسته او نورې دندې

کله چی پر ۱۹۱۹ زېږديز کال غازي امان الله خان زموږ د هېواد افغانستان خپلواکي اعلان کړه، لومړی ځل وو چې د اماني حکومت له خوا ۱۹ کلن محمد امین خوگیاڼي ته هدایت وشو، چې دی باید د هغه تجربې پز بنسټ چې ده د خپلو زده کړو او ژوند له برکته خپله کړې او هم له خپل پلار څخه ورته پاتې ده، ده ته يې دنده وسپارله چې په مشرقي کې د افغانستان لومړنی مدني ښوونځی پرانيزي. دا سپارښتنه د سردار نادر خان او سردار هاشم خان له خوا ده ته وشوه. د دې دندې سپارل ده ته داسی بیان شوی وو چې ستا د پلار علامه محمد اسرائیل خان کورنی گرانښت د مشرقي د خلکو په منځ کې ډېر دی، ځکه چې په دغه سيمه کی هیچا د ده د جهادي او تبلیغي پرېکړو سره مخالفت نه وو ښکاره کړی. ددغې کورنۍ نامتووالی هم په مشرقي کې ډېرو خلکو ته مالوم وو. کله چی په غله ډیر کې د مدني ښوونځي په پرانيسته کې محمد اسرائیل خان خپله همکاري کوله، نو د ښوونې او روزنې ډېرو مخالفینو ته يې قناعت ورکړی وو چې مدني ښوونه او روزنه کوم غیر اسلامي کار نه دی. د همدغه دلیل په بنسټ اماني حکومت او اړوند چاروکي پر دې ډاډمن وو چې ددې کورنۍ هر غړی چې په دغه سيمه کې مخکې شي، نو خلک يې د پرېکړې مخالفت نه کوي. د دوی دا فکر سم وو، نو کله چې محمد امین خان پر ۱۲۹۹ ل ل (۱۹۲۱ ز) کال کې د خوگیاڼو په زاړه ښار کږه کې د شجاعت په نامه ښوونځی پرانيست نو هیچا يې مخالفت ونه کړ، بلکې برعکس گڼ شمېر کورنیو د هغې ملاتړ وکړ. دغه مدني ښوونځی د افغانستان په ختيځ کې لومړنی مدنی ښوونځی وو او په ټول افغانستان کې دويم ښوونځی گڼل کېده. د حبیبیې ښوونځی په افغانستان کې لومړنی مدني ښوونځی گڼل کېږي چې د امير حبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی او پر ۱۹۰۴ ز کال د هندي مهاجرو په مرسته پرانيستل شوی وو.

محمد امین خوگیاڼی د ۱۳۰۳ ل ل کال د وږي په ۱۳ د مشرقي ولایت (اوسنی ننگرهار، لغمان، کونړ او نورستان) د ښوونې او روزنې د مرستيال په توگه وگومارل شو او د ۱۳۰۵ ل ل کال تر غبرگولي مياشتې پورې يې دغې دندې ته دوام ورکړ. (۱۹۲۴-۱۹۲۵). نوموړی پر همدغه کال د ښوونې او روزنې د مدیر په توگه وگومارل شو او په همدغه دوره کی يې په لغمان (چارباغ صفا ښونځی) او په کامه کې مدني ښوونځي پرانيستل.

خوگیاڼی صاجب د ۱۳۰۴ ل ل کال د تلې مياشتې پر ۱۵ د ننگرهار ولايت د مطبوعاتو د مرستيال په توگه وگومارل شو او د ۱۳۰۵ ل ل کال د غبرگولي تر ۱۸ نېټې يې دا دنده درلوده. د ۱۳۰۵ ل ل کال د غبرگولي پر ۱۸ يې د ننگرهار ولايت د مطبوعاتو د مديريت او هممهال يې د «اتحاد مشرقي» مهالنۍ د پازوال چلوونکي دنده تر لاسه کړه او د ۱۳۰۸ ل ل کال تر مرغومي میاشتې پورې پر دغو دندو بوخت وو. (۱۹۲۶-جنوری ۱۹۳۰).

د محمد امین خوگیاڼي ښه کار او خدمت اماني حکومت او اړوندو چارواکيو ته مالوم ول او هغوی غوښتل چې د ده له کاري وړتيا څخه د افغانستان په نورو سيمو کې هم کار واخلي. هغه وو چې د ښوونې او روزنې په څانگه کې تر دندو وروسته د ننگرهار د مطبوعاتو او اتحاد مشرقي مهالنۍ د مرستيالۍ او ژباړن په حیث تعین شو. تر دې وروسته نوموړی د اتحاد مشرقي د مطبع او مطبوعاتو د سر محرر په توگه وگومارل شو او د اماني دورې تر وروستيو پورې يې دا دنده درلوده. (د سقاوي اړودوړو پوری). دده د مدیریت او سر محررۍ په دوره کی د اتحاد مشرقي مهالنۍ، چې په میاشت کې یو ځل په پارسي ژبه خپرېده، دده د مدیریت په دوران کی په اونيزه بدله شوه او د لومړي ځل لپاره يې یو مخ په پښتو ژبه خبرونو ته ځانگړی شو.

دغې جریدې د اعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ د لومړي کال له لمانځلو سره سره سم د اتحاد مشرقي د جرگې (چې نوم يې د هغې نه اخستی وو) نه وروسته د ۱۲۹۸ ل ل کال د کب په لسمه د جمعې په ورځ په خپرونو پيل وکړ او لومړۍ گڼه يې د شاهرخ خان کلشی (شاهرخ خان د علامه محمد اسرائیل خان شاگرد وو) په مدیریت چاپ شوه. په دغه گڼه د مشرقي جرگې په اړه خبرونه او هم د سپه سالار نادر خان عکس، چې د جرگې د ډلې سره اخستی وو، چاپ شو. د دغې مهالنۍ کلنۍ گډون ونډه دوه نیمې افغانۍ وه. د دغې جریدې د اماني دورې لومړنی سرمحرر د محمد اسرائیل خان شاگرد شاهرخ خان او وروستنی سرمحرر يې د ده زوی ښاغلی خوگیاڼی وو. دا هم باید وويل شي چې ددغې مهالنۍ لومړنی سرمحرر ميرزا شاهرخ خان کاشي ملقب په چترالي، دويم سرمحرر برهان الدين کشککي او دریم سرمحرر يې محمد بشیر منشي زاده وو.

محمد امین خوگیاڼی د اعليحضرت امان الله خان په سپارښتنه په ۱۳۰۷/۸/۱۲ نېټه د شينوارو د ناارامۍ جرگه کې گډون وکړ او له هغې څخه په بري سره راستون شو. همدا راز نوموړي په ۱۳۰۷/۱۲/۵ نېټه د هډې په لويه جرگه کې گډون درلود. ددغو جرگو په اړه مالومات د خوگیاڼي صاحب د سوانح په کتاب کې په تفصيل سره راغلي دی.

تر سقاوي کودتاه وروسته

محمد امین خوگیاڼی د سقاوي دورې پر مهال پر ۱۳۰۸/۱۰/۱۸ (د ۱۹۳۰ ز کال چنوري) نېټه «د اصلاح ورځپاڼې» د پازوال چلوونکي يا مدير په توگه وگومارل شو او تر ۱۳۱۰ ل ل کاله پورې يې دا دنده درلوده. وروسته دا ورځپاڼه د پاچا نادر شاه له خوا د نیمه رسمي دولتي ورځپاڼې په توگه اعلان شوه. محمد امین خوگیاڼي د دغې ورځپاڼې اداره د افغانستان د ملت د استقرار او آرامۍ لپاره د ۱۹۳۲ ز کال د مارچ تر میاشتی پورې په بري سره پر مخ بوتله. د اصلاح ورځپاڼې خپراوی لومړی ځل په سقاوي پړاو کې د سردار نادر شاه په هدایت په جنوبي کې په خپراوي پيل وکړ او لومړی سرمحرر يې محمد حسن سلیمي وو. تر ده وروسته يې نه پازوال مدیر برهان الدین کشکي وټاکل شوو.

محمد امین خوگیاڼی په ۱۳۱۰/۱۲/۱۲ نېټه د انیس مهالنۍ د مدیر په توگه وگومارل شو او تر ۱۳۱۹/۱۰/۱ نېټې پورې يې دا دندده پر غاړه وه؛ ویلای شو چې دی ددې ورځپاڼې تر نورو مديرانو اوږده موده دا دنده پر غاړه دلوده. انیس مهالنۍ د دوی د مدیریت په دوره کې خپلې لوړترينې کچې ته ورسیده. لومړی ځل وو چې ورځپاڼه مصوره شوه. هغه مهال انيس مهالنۍ په میاشت کې دوه ځله چاپیده. د خوگیاڼي صاحب د مديريت پر مهال اونیزه شوه او هم يې په هغې کې د پښتو ژبې مضامین ورشامل کړل، په دې ډول چې ۵۰ سلنه مضامین به يې په پښتو ژبه خپرېدل.

د ده د مدیریت په دوره کی د کلیز واقعاتو کتاب (سالنامه)، او د هر کال اخباري کلکسینونه چاپیدل چې تر اوسه يې کاپي په کتابخانو کې پیدا کېږي. د دې اخبار موسس او سرمحرر مرحوم محي الدین انیس وو، چې لومړی ځل يې د انیس اخبار په ۱۳۰۶ ل ل کال کې خپور کړ. کله چې محي الدین انیس بندي شو نو ښاغلی سرور جویا ددې اخبار سرمحرري د یوې لڼدې دورې لپاره په غاړه لرله او بیا د دې دوهم سرمحرر محمد هاشم میوندوال او دریم مدیر يې محمد امین خوگیاڼی وو.

محمد امین خوگیاڼی په ۱۳۱۹ ل ل کال کی د انیس اخبار تر مدیریت وروسته پر ۱۳۱۹/۱۰/۱۱ نېټه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د مستقل رياست د سلاکار په توگه وگومارل شو او تر ۱۳۲۵ ل ل کاله پورې يې دا دنده پر غاړه وه. د لوستونکو د معلوماتو لپاره باید ووایم چې خوگیاڼی صاحب په خپلو یادښتونو کې دا يادونه کړې چې زما د دې مقررۍ خبر ماته زما دوست جناب صلاح الدین سلجوقي راوړلو.

محمد امین خوگیاڼی له ۱۳۲۵/۱/۱ څخه تر ۱۳۲۵/۳/۳۲، (جون ۱۹۴۶-مارچ ۱۹۴۸) نېټې پورې د عدليې وزارت د مرستيال په توگه دنده درلوده. کله چی نوموړي دا دنده تر لاسه کړه نو خپلو ټولو لاس لاندې کارکونکيو ته هدایت وکړلو چې زما د دفتر دروازه ټولو عاریضونو ته خلاصه ساتي او دغه توقع ستاسو ټولو نه هم لرم چې خپل ټول رسمي وخت خپلو وطندارانو ته په صادقانه توگه ځانگړی کړﺉ. له دې سره سم يې ډیرو مامورینو ته دنده ورکړه چې ټولې ځنډېدلې دوسیې او عریضې په چټکۍ سره مکملې کړي. تر ده وروسته د عدلیې وزارت مرستيالي میر سید قاسم خان ته وسپارل شو او بیا وروسته د هماغه وزارت وزیر هم شو.


د ۱۳۲۷ ل ل کال په وري میاشت يانې پر ۱۳۲۷/۱/۱ نېټه خوگياڼي ته د افغانستان د لوی قاضي ریاست تمیز (قاضی القضات) دنده وسپارل شوه. خوگیاڼی صاحب په دې دوره کی بیا خپل بیطرفه عدالت ته دوام ورکړ او په زرگونه خلک دده له عدالت او قضاوت څخه راضي او دده دوعا گویان ول.

خوگياڼی صاحب ۱۳۲۹/۷/۷ تر ۱۳۴۴ کاله پورې د اعيانو د لوړ مجلس غړی وو. له ۱۳۴۴/۷/۲۲ نېټې تر ۱۳۴۹/۷/۲۲ نېټې پورې د مشرانو جرگې سناتور وو. هغه پر ۱۳۴۹/۷/۲۲ نېټه تقاعد شو.

مړينه

محمد امین خوگیاڼي د ۱۳۶۴ ل ل کال د مرغومي په پېنځمه نیټه(د ۱۹۸۵ ز کال ډيسمبر) د شپې پر ۹ بجو د شپږ اتیا ۸۶ کلو په عمر د کابل په علي آباد روغتون کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې.


ليکلي اثار يې

  1. حیات سید جمال الدین افغان د ۱۳۱۸ ل ل کال کابل چاپ.
  2. تتمة البیان فی تاریخ الافغان دري ژباړه د ۱۳۱۸ ل ل کال چاپ. دا کتاب خپله سید جمال الدین په عربی ژبه په مصر کې لیکلی وو او بیا په ۱۳ کې په تورکیه کی د …. په عربي ژبه چاپ شوی وو. [۱]
  3. حیات سید علي ترمزي پیر بابائی بنیری د ۱۳۱۸ کال چاپ.
  4. د قضا تاریخ (پشتو ژبه).
  5. د پښتونولۍ څلی.
  6. تاریخ قضا (دري ژبه). ‬
  7. خوشال خان خټک (ناچاپ).

سربېره پر دې خوگیاڼي صاحب د شپږ سوو (۶۰۰) نه زیاتې مقالې لیکلې دي. ځينې مشهورې يې: ۱- همکاري برای فعالیت های برادران مسلمان ترکستان چیني سنکیانک از ۱۳۰۸ تا ۱۳۱۰ در روزنامه اصلاح. ‬ ‫۲ - تاسیس مکاتب خانگي در سرحدات ازاد در مهمند‬ و باجاور از ۱۳۱۱ تا عقرب ۱۳۱۲ . ۳ ‫-‬ راپور مکمل جرگه اعلحضرت امان الله خان در سراج العمارت شهر جلال آباد و بحث قانون اساسي.


سرچینې

  1. http://archive.org/details/TatimmatUl-bayanFeTarikhAl-afghan