محمد اقبال وزيري

محمد اقبال وزيري (د ۱۳۲۶ لمريز کال زوکړه) د افغانستان یو سیاستوال او پښتو ژبی ليکوال دی.

مخینه سمول

محمد اقبال وزيري پر ۱۳۲۶ لمريز کال پـه سـوويلي وزيرسـتان کـې زېږېدلی دی. دی پر ۱۳۳۵ ل کال د خوشحال خان لېسـې په درېیم ټولگي کې شامل او پر ۱۳۴۴ ل کال له دغې ليسې څخه فـارغ شـو. پر ۱۳۴۵ ل کال د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې شامل شو. پر همدې کال د لوړو زده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل شو. پر ۱۳۵۲ ل کـال يې خپلـې زده کړې د مسکو په دولتي پوهنتون کې د فيلولوژۍ په څانگه کې پـای تـه ورسولې، د ماسټرۍ ډيپلوم يې تر لاسه کړ او پر همدې کال يې د کابـل په پوليتخنيک انستيتوت کې د روسي ژبې د استاد په توگه دنده پيل کړه.

وزيري پر ۱۳۵۵ ل کال د محمد داود د واکمنۍ پـر مهـال د سـياسي فعاليـت لـه کبله بندي شو. پر ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي د پاڅون تر بريـاليتوب وروسـته پـر همدغه کـال د دهمزنگ له زندان نــه خوشــي شــو او د افغانســتان د وســله وال پــوځ د سـياسي چــارو د لوی ريــيس پـه توگه وټاکـل شــو. پـر همــدې کــال د افغانستان د خلـک ډموکراتيـک گونـد د مرکـزي کـومېټې او د افغانسـتان د ډموکراتيک جمهوريت د انقلابي شورا غړی شـو. سربېره پـر دې د وطـن د دفاع د عالي شورا غړي، دافغانسـتان د خلـک ډموکراتیـک گوند د مرکـزي کومېټې د تیوري د کمیسيون غړی او د افغانستان د خلک ډموکراتیک گوند د مرکزي کومېټې د عدل د څانگې پازوال هم وو.

محمد اقبال وزيري د ۱۳۵۸ ل کال د مرغومي پر ۶ نېټه پـر افغانسـتان بانـدې د شـوروي اتحاد له يرغـل سره جوخـت بيـا بنـدي شـو او د لسـو کـالو او درې مياشـتې بنـد تر تېرولـو وروسته د څرخي پله له زندانه خوشي شو. نوموړی اوسمهال د هالېنډ هېـواد په دوردرېخت ښار کې له خپلې کورنۍ سره يو ځای ژوند کوي.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

تر دې مهاله يې دا لاندې نښيرونه چاپ شوي:

  1. د ثور پاڅون، د کې جې بې دسيسې او شوروي يرغل، د ۱۳۸۶ لمريز (د ۲۰۰۷ ز) کال پېښور چاپ.
  2. د باچا خان اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه.
  3. د انتون چېخوف داستانونه (ژباړه)، د ۱۳۹۰ لمريز (۲۰۱۱ ز) کال پېښور چاپ.
  4. د ادبياتو تيوري .
  5. پښتو د تاریخ په بهير کې (يوه لنډه سروې)، د ۱۳۹۴ لمريز(۲۰۱۵ ز) کال چاپ.

سرچينې سمول

  1. http://www.ketabton.com/media/books/549_Final-FVersion-Pashto-Da-Tarikh-Pa-Bahir-Ki-_Waziri-Sib_-Designed-30-6-2015.pdf[مړه لينکونه]
  2. http://puka.cs.waikato.ac.nz/cgi-bin/library?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-1l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00&a=d&c=areu&cl=CL5.24&d=HASH9e309056143950b4edbcce&l=prs&nl=1 Archived 2016-03-05 at the Wayback Machine.
  3. http://kitabtoon.com/kitabona/waagawfalsafa/author/225