ماکسين واټرس

ماکسين مور واټرس چې کورنی نوم يې کار “Carr” دی او د ۱۹۳۸ ز کال د اګسټ پر ۱۵ نېټه زېږېدلې ده، يوه امريکايۍ سياستپوه ده، چې له ۱۹۹۱ ز کال راهيسې د کليفورنيا د ۴۳ پارلماني سيمې لپاره د متحده ايالتونو د استازې په توګه خدمت کوي. ياده سيمه له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د ۲۹ ټاکنيزې سېمې او له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۱۳ ز کال پورې د ۳۵ ټاکنيزې حوزې يا سيمې په توګه ګڼل کېږي، د د سويلي لاس انجلس زياته برخه او همدارنګه د ګاردينا “Gardena”، انګلووډ “Inglewood” او تورنس “Torrance” ځينې برخې رانغاړي.

ماکسين واټرس
ماکسين واټرس
ماکسين واټرس

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۱۵ اگسټ ۱۹۳۸[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل افريقايي امريکنۍ [۲][۳]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
دين عيسويت [۴]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند [۵]  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۵]،  ښوونکی ،  ميوزيشن [۶]،  سندرغاړي [۶]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه ټنګټکور [۶]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه[۷]  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

واټرس د ديموکراتيک ګوند د غړې په توګه په خپله ۱۵ پارلماني دوره کې ده. نوموړې د هغو دولس تور پوستو ښځو تر ټولو مشره ده، چې په کانګرس کې خدمت کوي او له ۱۹۹۷ څخه تر ۱۹۹۹ ز کال پورې يې د کانګرس د تور پوستو ډلې مشري وکړه. هغه له نانسي پلوسي “Nancy Pelosi” څخه وروسته د کليفورنيا د پارلماني استازولۍ دويمه لوړ پوړې غړې ده. ماکسين د جرګې د مالي خدمتونو کمېټې مشري کوي. [۸]

واټرس د متحده ايالتونو له استازې کېدلو څخه مخکې د کليفورنيا په ايالتي جرګه “California state Assembly” کې خدمت وکړ، چې په لومړي ځل ورته په ۱۹۷۶ ز کال کې وټاکل شوه. د جرګې د ښځينه غړې په توګه يې د سويلي افريقا له توکمپال نظام څخه د پانګونې د کمښت ګټندويي يا ننګه وکړه. نوموړې په کانګرس کې د عراق جګړې ښکاره مخالفه وه او پر ولسمشر جورج ايچ ډبليو بوش “George H. W. Bush"، جورج ډبليو بوش “George W. Bush” ، بارک اوباما “Barack Obama” او ډونالډ ټرمپ “’Donald Trump” باندې يې سختې نيوکې وکړې. [۹][۱۰]

واټرس د ټايم “Time” مجلې د ۲۰۱۸ ز کال د ۱۰۰ تر ټولو اغېزناکو خلکو په لېست کې وه. [۱۱]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې

سمول

ماکسين واټرز په ۱۹۳۸ ز کال د ميسوري په سينټ لويس “Saint Louis, Missouri” کې زېږېدلې ده، چې د ريمس کار “Remus Carr” او ويلما لي “Velma Lee” (کورنی نوم: مور “Moore”) لور ده. واټرز د ۱۳ ماشومانو له ډلې پينځمه ماشومه وه، چې د دوه کلنۍ په عمر يې پلار د دوی کورنۍ پرېښوده او يوازينۍ مور يې پالنه وکړه. نوموړې په ۱۹۶۱ ز کال کې لاس انجلس ته د خپل کورنۍ له تګ څخه وړاندې، په سينټ لويس کې له واشون عالي ښوونځي “Vashon High School” څخه فارغه شوه. ماکسين مخکې له دې چې په ۱۹۶۶ ز کال په واټس “Watts” کې له “Head Start” خپرونې سره د مرستيال ښوونکې په توګه وګومارل شي، د جامو په يوه چارځای (فابریکه) کې او د ټيليفون اداره کوونکې په توګه يې کار وکړ. نوموړې وروسته د لاس انجلس په دولتي پوهنځي (چې اوس د لاس انجلس د کليفورنيا دولتي پوهنتون دی) کې شامله شوه، چې په ۱۹۷۱ ز کال يې په ټولنپوهنه کې ترېنه د لېسانس بری ليک تر لاسه کړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ښاري جرګې د غړ

سمول

واټرس په ۱۹۷۳ ز کال کې د ښاري جرګې د غړي مشر ډيويډ اس کنينګم “David s. Cunningham, Jr” د مرستيال رئيسې په توګه کار کولو ته لاړه. نوموړې په ۱۹۷۶ زکال د کليفورنيا ايالتي جرګې ته وټاکل شوه. په جرګه کې يې په سويلي افريقا کې له هر ډول فعالو سوداګريو څخه د دولتي تقاعد د مالي پانګو د پانګونې د کمښت لپاره کار وکړ او د پانګونې د کمښت مبارزې د سليوان اصولو “Sullivan Principles” په لارښوونو کې يې د قانون په تصويب کې مرسته وکړه. سويلي افريقا هغه هېواد و، چې هغه وخت يې د نژاد يا توکمپالنې سياست پلی کاوه. ماکسين واټرس د جرګې لپاره د ديموکراتيک ګوند د غړو رئيسه شوه. [۱۶][۱۷]

د متحده ايالتونو د استازو مجلس

سمول

ټاکنې

سمول

په ۱۹۹۰ ز کال کې د اګسټس اف هاوکېنس “Augustus F. Hawkins” له تقاعد څخه وروسته ماکسين واټرس له ٪۷۹ څخه د زياتې رايې په درلودلو سره د کليفورنيا د ۲۹ پارلماني سيمې لپاره د متحده ايالتونو د استازو مجلس ته وټاکل شوه. نوموړې د لږ تر لږه ٪۷۰ رايې په درلودلو سره له دې سيمې څخه په پرله پسې ډول د استازې په توګه وټاکل شوه، چې په ۱۹۹۲ ز کال کې د سيمې نوم ۳۵ تاکنيزې حوزې يا سيمې او په ۲۰۱۲ کې ۴۳ ټاکنيزې سيمې ته بدل شو.

واټرس د سويلي مرکزي لاس انجلس د لويې برخې او د لاس انجلس د ويستچيسټر “Westchester” او پلايا ډيل ري “Playa Del Rey” ساحلي ټولنو او همدرانګه د ټورنس “Torrance”، ګاردينا “Gardena”، هاوتورن “Hawthorne”، انګلووډ “Inglewood” او لاونډېل “Lawndale” ښارونو استازيتوب کړی دی.

کاري دوره

سمول

ماکسين د ۱۹۹۴ ز کال د جولای پر ۲۹ نېټه هغه مهال د خلکو پاملرنه ځانته کړه، چې په پرله پسې ډول يې د استازي پيټر کېنګ “Peter King” وينا پرې کړه. لوړپوړي مشر کاري ميک “Carrie Meek” د نوموړې چلند د «ناقانونه او سرکښه» په توګه ډلبندي کړ او ګواښ يې وکړ، چې د په لښکري خدمت کې ډلګی مشر دې هغه د استازو د جرګې واک ته وړاندې کړي (کټ مټ د لاس اخېستنې په موخه د يوې رسمې خبرتيا غوندې). تر ۲۰۱۷ ز کال پورې دا د استازو جرګې د واک تر ټولو وروستۍ بېلګه ده، چې د انضباطي موخې لپاره ګومارل کېږي. په پای کې د ورځې د پاتې برخې لپاره مجلس ته د واټرس تګ وځنډول شو. له کېنګ سره شخړې له تېرې ورځې څخه راپورته شو. دوی دواړه د مجلس د بانکدارۍ کمېټه کې وو او د وايټ واتر د شخړې “Whitewater controversy” په اړه يې اورېدل. واټرس احساس وکړ چې له کېنګ څخه د ماګي ويليمس “Maggie Williams” (د هيلري کلېنټن د کاري ډلې مشر) په اړه پوښتل خورا سخت وو او وروسته يې د يو بل پر وړاندې دښمنانه الفاظ وکارول. [۱۸][۱۹][۲۰]

واټرس له ۱۹۹۷ څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پورې د کانګرس د تورپوستو استازو د مشرې په توګه خدمت وکړ. نوموړې په ۲۰۱۵ ز کال کې «د ګټې لپاره زده کړو کې د درغلۍ ضد فدرالي قوانينو د پلي کولو:Enforcement of Federal Anti-Fraud Laws in  For-Profit Education» په اړه د زده کړې او کاري ځواک په اړه د متحده ايالتونو د مجلس کمېټې “U. S. House Committee on Education and the Workforce” په ناستو کې ګواهي ورکړه او د طبي ټيکنالوژۍ امريکايي پوهنځی “American College of Medical Technology” يې د خپلې سيمې د «ستونزه ښوونځي» په توګه ياد کړ. ماکسين واټرس په ۲۰۰۶ ز کال کې د پاچا ډريو طبي مرکز “King Drew Medical Center” پر سر بحث کې هم ښکېل وه. نوموړې د روغتون په اړه د رسنۍ پوښښ باندې نيوکه وکړه او د فدرالي اړيکو (مخابراتو) له کمېسېون “Federal Communications Commission “FCC”” څخه يې وغوښتل، چې د صليب ملکيت د بنديز تېرېدنه يا ابراء ليک او په همدې دليل د KTLA تلوېزيوني تمځای يا سټېشن (چې د لاس انجلس ټايمز ملکيت دی) د کاري جواز له نوي کولو څخه ډډه وکړي. نوموړې وويل چې لاس انجلس ټايمز پر عامه نظر باندې نابرابره يا افراطي اغېزه لرلې ده او له همدې څخه يې په ځانګړو بېلګو کې ځايي ټولنې ته د زيان رسولو په موخه ګټه اخېستې ده. هغې وړانديز وکړ، چې “FCC” دې ورځپاڼه اړ کړي، چې خپل تلوېزيوني تمځای وپلوري او يا دې د دوی د خپرونې حق له ګواښ سره مخامخ کړي. د “Broadcasting & Cable” په وينا «يادې ننګونې د سټېشن درلودلو څخه د دفاع په موخه د لوړ بيه حقوقي شخړو بڼه غوره کړه. لږ تر لږه د يو پر وړاندې دفاع به د وکيلانو په مزد يا فيسونو کې لس ګونه زره لګښت ولري او ښايي د جواز نوي کول نږدې درې مياشتې وځنډېږي». د واټرس غوښتنه بريالۍ نه وه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

واټرس په کانګرس کې د ديموکراتيک استازې په توګه د ۲۰۰۸ ز کال د ديموکراتيک ملي کنوانسيون لپاره يوه غوره استازې وه. نوموړې د ۲۰۰۸ ز کال د جنوري په وروستيو کې د ګوند د نوماندۍ لپاره د متحده ايالتونو ديموکرات سناتوره هيلري کلېنټن تاييد کړه او په ملي کچه يې د هغې ملاتړ وکړ، چې ځينو وړانديز وکړ چې «[دا ملاتړ به] لويې څپې جوړې کړي». کله چې د لومړنيو رايو ورکولو پر وروستۍ ورځ د ژمن استازي په شمېر کې د متحده ايالتونو د سناتور بارک اوباما مشري نه لاندې کېدونکې (بريالۍ) شوه، ماکسين واټرس خپل تاييد هغه ته واړوه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

واټرس په ۲۰۰۹ ز کال کې د متحده ايالتونو د تخصيص په کمېټه کې د يوې ځانګړې اندازې په اړه له استازي ډېو اوبي “Dave Obey” سره مخالفت درلود. د تمويل غوښتنه په لاس انجلس کې د يو دولتي ښوونځي د ګورمانې روزنيز مرکز لپاره وه، چې د ماکسين واټرس په نوم نومول شوی و. نوموړې په ۲۰۱۱ ز کال کې د ۲۰۱۲ مالي کال لپاره د ملي دفاعي واک ورکولو قانون په خلاف رايه وکاروله. ياد قانون په هغه کړکېچې مقررې پورې اړه درلوده، چې حکومت او فوځ ته له محکمې څخه پرته په نامعلوم ډول د امريکايي اتباعو د نيولو اجازه ورکوي. [۲۹][۳۰]

په ۲۰۱۲ ز کال کې له دندې څخه د بارني فرانک “Barney Frank” په لاس اخېستنې سره، واټرس د مجلس د مالي خدمتونو کمېټې د رتبې غړې شوه. د ۲۰۱۳ ز کال د جولای پر ۲۴ نېټه يې د ۲۰۱۴ ز کال د دفاعي تخصيصونو قانون په H.R 2397 څانګه کې د ۱۰۰ سمون يا تعديل په ګټه رايه وکاروله. ياد سمون د کورنۍ څارنې اوړ په ځانګړي ډول هغه فعاليتونه په نښه کړل، چې د ملي امنيت استازولۍ “National Security Agency” اړوند وو او ښايي د متحده ايالتونو د اتباعو په اړه د بنسټيزو يا پراخه معلوماتو په موخه به يې له قانون څخه د ناسا د ژباړې نرمي (د بدلون ځانګړتيا) محدوده کړې وي. ۱۰۰ سمون ۲۰۵ – ۲۱۷ ونه منل شو.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې

سمول
  1. subject named as: Maxine Waters — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=28355 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۱۶ مې ۲۰۲۰ — خپرولونېټه: ۷ مې ۲۰۲۰
  3. Script error: The function "Lang" does not exist. — ليکوال: Jessie Carney Smith — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  4. Script error: The function "Lang" does not exist. — خپور کړی: GitHub
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ https://www.workwithdata.com/person/maxine-waters-1938 — خپرېدونېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0205386 — خپرېدونېټه: ۴ اکتوبر ۲۰۲۳
  7. https://github.com/unitedstates/congress-legislators
  8. "Membership". Congressional Black Caucus. بياځلي په 7 March 2018.
  9. Gstalter, Morgan (2019-05-29). "Maxine Waters: Trump should resign and 'free us' from impeachment proceedings". The Hill. بياځلي په 2019-05-31.
  10. Williams, Joseph Williams (October 20, 2011), " Obama learns perils of roiling Waters", Politico, October 20, 2011.
  11. "Maxine Waters: The World's 100 Most Influential People". Time (in American English). بياځلي په 2020-09-23.
  12. "Next up for House Ethics trial: St. Louis native Maxine Waters". stltoday. November 19, 2010. بياځلي په April 2, 2011.
  13. "Waters, Maxine". Contemporary Black Biography. Encyclopedia.com. 2008. بياځلي په February 7, 2015.
  14. Brownstein, Ronald (March 5, 1989). "The Two Worlds of Maxine Waters". Los Angeles Times Magazine. بياځلي په December 18, 2014.
  15. "Public Affairs Office - Who's Who of Cal State L.A. Alumni". Cal State LA. October 22, 2013.
  16. French, Howard W. (February 9, 1987). "Slash Ties, Apartheid Foes Urge". The New York Times. p. D1. بياځلي په March 13, 2009. Maxine Waters, a member of the California Assembly who helped frame her state's pension fund divestment bill, has promised to work overtime to insure that our legislation reflects these guidelines and continues to target any and all U.S. companies that are doing business in or with South Africa.
  17. "About Congresswoman Maxine Waters: Representing the 35th District of California". خوندي شوی له the original on March 1, 2009. بياځلي په March 13, 2009. During 14 years in the California State Assembly, she rose to the powerful position of Democratic Caucus Chair. She was responsible for some of the boldest legislation California has ever seen: the largest divestment of state pension funds from South Africa; landmark affirmative action legislation; the nation's first statewide Child Abuse Prevention Training Program; the prohibition of police strip searches for nonviolent misdemeanors; and the introduction of the nation's first plant closure law.
  18. Manegold, Catherine S. (July 30, 1994). "Sometimes the Order of the Day Is Just Maintaining Order". The New York Times. بياځلي په 3 May 2021.
  19. Hawthorne, California; C-SPAN [۱] What is the staff with an eagle on top they keep moving around in the House? What is it used for? March 5, 2000 Archived May 9, 2008, at the Wayback Machine.
  20. "Whitewater Controversy House Floor, Jul 29 1994 | Video | C-SPAN.org". www.c-span.org (in American English). بياځلي په 2019-01-22.
  21. "Testimony of the Honorable Maxine Waters". House. خوندي شوی له the original on ډيسمبر 13, 2016. بياځلي په مارچ 1, 2017.
  22. "Station Search Details". Federal Communications Commission. بياځلي په March 13, 2009. Call Sign: KTLA... Channel: 5... Lic Expir: 12/01/2014{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  23. McConnell, Bill (September 19, 2004). "Your Money or Your License". Broadcasting & Cable. بياځلي په March 13, 2009.
  24. Waters, Maxine (November 1, 2006). "Petition to Deny Request for Renewal of Broadcast License". خوندي شوی له the original on March 3, 2009. بياځلي په March 13, 2009. Tribune influenced public opinion in the Los Angeles DMA to harm its residents and one of its most critical public health facilities – the Martin Luther King/Drew Medical Center (King/Drew).
  25. "The endorsements that would make huge waves". The Hill. December 6, 2007. بياځلي په March 13, 2009. Rep. Maxine Waters (D-Calif.). The outspoken anti-war liberal, who campaigned for Ned Lamont (D) over U.S. Senator Joe Lieberman (I) from Connecticut last year, has not picked a favorite.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  26. Bombardieri, Marcella (January 29, 2008). "Maxine Waters for Clinton – 2008 Presidential Campaign Blog – Political Intelligence". Boston Globe. بياځلي په March 14, 2009.
  27. Bombardieri, Marcella (January 29, 2008). "Maxine Waters for Clinton". The Boston Globe.
  28. Bosman, Julie (جون 3, 2008). "The Superdelegate Tally". The New York Times. خوندي شوی له the original on جون 6, 2008. بياځلي په مې 12, 2010.
  29. Allen, Jared; Soraghan, Mike (June 25, 2009). "Obey, Waters in noisy floor fight". The Hill. بياځلي په June 26, 2009.
  30. Sheets, Connor. "NDAA Bill: How Did Your Congress Member Vote?". International Business Times.
  31. Becker, Bernie; Schroeder, Peter (November 28, 2011). "Maxine Waters in line to take over from Frank on Financial Services Committee". The Hill. بياځلي په December 7, 2011.
  32. Crittenden, Michael R (December 4, 2012). "Maxine Waters to Succeed Barney Frank on Banking Panel". WSJ Blog Washington Wire. بياځلي په May 23, 2013.
  33. "Final Vote Results For Roll Call 412". US House of Representatives.
  34. "Why The NSA and President Bush Got The FISA Court to Reinterpret The Law in Order To Collect Tons Of Data". Tech Dirt.