لیونل مېسي

لیونل مېسي
(هسپانوي: Lionel Messi د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لیونل مېسي
لیونل مېسي

د شخص معلومات
زیږون نوم (هسپانوي: Lionel Andrés Messi Cuccitini)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۴ جون ۱۹۸۷[۲][۳][۴][۵][۶][۷]
استوګنځای بارسلونا (۲۰۰۰–۲۰۲۱)
پاريس (۲۰۲۱–۲۰۲۳)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ارجنټاین (۱۹۸۷–)
اسپانیا (۲۰۰۵–)[۸]
اېټاليا[۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 170 سانتي متره[۱۰]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 72 کيلوګرامه[۱۰]  د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 3 [۱۱]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
مورنۍ ژبه هسپاني  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فوټبال[۱۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی يونسيف(د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق)
د بارسلونا فوټبال کلب (۲۰۰۵–۲۰۲۱)  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوبه فوټبال[۱۵]  د (P641) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د لوبې هيواد ارجنټاین[۱۶]  د (P1532) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لیونل مېسي
لیونل مېسي

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (هسپاني، انگليسي او Catalan)
د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لیونل اندرس مېسي چې د ۱۹۸۷ ز کال د جون میاشتې په ۲۴مه نېټه زېږېدلی او په لیو مېسي هم مشهور دی، یو ارجنټاینی مسلکي فوټبالېست دی چې په لیګ ۱ سیالیو کې د پاریسن جرمن کلب لپاره د بریدګر په توګه او د ارجنټاین ملي لوبډلې لپاره د کپتان په توګه لوبېږي. مېسي چې د نړۍ او فوټبال د تاریخ تر ټولو ښه لوبغاړی بلل کېږي، د ریکارډ په ډول یې د طلايي توپونو او د اروپا د طلایي بوټونو شپږ شپږ جایزې ګټلې دي او همدا راز په ۲۰۲۰ ز کال کې د طلايي توپ ارماني لوبډلې ته انتخاب شو. مېسي په ۲۰۲۱ ز کال کې د بارسلونا کلب تر پرېښودو وړاندې خپله ټوله مسلکي مخینه په دغه کلب کې تېره کړې وه، چې د کلب په کچه یې د ۳۵ جامونو د ګټلو ریکارډ خپل کړ؛ په دغو جامونو کې د لالیګا لس اتلولۍ، د کوپا دل رې اووه اتلولۍ او د اروپا د اتلانو لیګ څلور اتلولۍ شاملې دي. مېسي یو بریالی ګول ‌وهونکی او خلاق پلې مېکر (Playmaker) دی، ځینې ریکارډونه یې جوړ کړي چې په لالیګا کې تر ټولو ډېر (۴۷۴) ګولونه، د لالیګا او اروپا لیګ په یوه فصل کې (۵۰) ګولونه، په لالیګا کې تر ټولو ډېر (۳۶) او د اروپا د اتلانو په لیګ کې (۸) هېټریکونه، په لالیګا کې د ګول تر ټولو ډېر (۱۹۲) پاسونه او د لالیګا او کوپا امریکا په یوه یوه فصل کې (۲۱) او (۱۷) پاسونه دي. همدا راز دی د سویلي امریکا د یوه نرینه لوبغاړي په توګه د تر ټولو ډېرو (۸۰) نړیوالو ګولونو ریکارډ هم لري. مېسي په خپله مسلکي مخینه کې د خپل کلب او هېواد لپاره تر ۷۵۰ ډېر ګولونه وهلي او د یوه کلب لپاره د یوه لوبغاړي په توګه تر ټولو ډېر ګولونه لري.

مېسي په مرکزي ارجنټاین کې وزېږېد او لوی شو، په ۱۳ کلنۍ کې اسپانیا ته لاړ، تر څو له بارسلونا سره یوځای شي او د ۲۰۰۴ ز کال په اکتوبر میاشت کې یې د دغه کلب لپاره د ۱۷ کلنۍ په عمر خپله لومړۍ لوبه وکړه. ده په راتلونکو درېیو کلونو کې د دغه کلب لپاره ځان یو نه بېلېدونکی لوبغاړی ثابت کړ او په ۲۰۰۸-۲۰۰۹ ز کلونو کې یې په خپل لومړني بې‌وقفې فصل کې له بارسلونا سره مرسته وکړه چې د اسپانیا د فوټبال لومړنۍ درې‌ګونې [یا په یوه فصل کې د درېیو بېلابېلو جامونو اتلولۍ] وګټي. مېسي پر هغه کال د ۲۲ کلنۍ په عمر کې خپل لومړنی طلایي توپ وګاټه. مېسي د درېیو بریالیو فصلونو په دوام د څلورو پرله‌پسې طلايي توپونو په ګټلو سره لومړنی لوبغاړی شو، چې څلور ځله او په پرله‌پسې ډول دغه جایزه ګټي. د ۲۰۱۱-۲۰۱۲ فصل په لړ کې یې د لالیګا او اروپا په یوه فصل کې د ډېرو ګولونو د وهلو ریکارډ په خپل نوم کړ او په عین حال کې یې ځان د بارسلونا د تاریخ تر ټولو ښه ګول ‌وهونکی ثابت کړ. په را وروسته دوو فصلونو کې مېسي د طلايي توپ لپاره تر (خپل مسلکي سیال) کرستیانو رونالدو وروسته دویم شو، تر دې وړاندې چې په ۲۰۱۴-۲۰۱۵ ز فصل کې خپل تر ټولو ښه فرم بیا ومومي، د لالیګا د تاریخ تر ټولو ښه ګول‌ وهونکی شو او بارسلونا ته یې دویمه تاریخي درې‌ګونې وګټله، تر هغه وروسته یې په ۲۰۱۵ ز کال کې خپل پنځم طلايي توپ ترلاسه کړ. مېسي په ۲۰۱۸ ز کال کې د بارسلونا کپتاني پر غاړه واخیسته او په ۲۰۱۹ز کال کې یې شپږم طلايي توپ ترلاسه کړ.[۱۷]

د ارجنټاین د ملي لوبغاړي په توګه مېسي د خپل هېواد لپاره تر ټولو ډېر ځلېدلی او همدا راز، د تاریخ تر ټولو ډېر ګول‌ وهونکی لوبغاړی دی. د ځوانانو په کچه یې په ۲۰۰۵ ز کال کې د فیفا د ځوانانو نړیواله اتلولي وګټله، دغه لوبې یې د طلايي توپ او طلايي بوټونو په اخیستلو سره پای ته ورسولې او د ۲۰۰۸ ز کال په اوړنیو المپیک سیالیو کې یې هم د المپیک یو طلايي مډال وګاټه. په کېڼه پښه د یوه کوچني درېبل ‌وهونکي (dribbler) په توګه د مېسي د لوبې ډول د دې لامل شو، چې له خپل وطنوال ډیګو مارادونا سره پرتله شي، دا په داسې حال کې ده ،چې هغه مېسي خپل ځای‌ناستی بللی و. مېسي په ۲۰۰۵ ز کال کې د سېنیرانو یا مشرانو په کچه کې تر خپلې لومړۍ لوبې وروسته تر ټولو ځوان ارجنټاینی لوبغاړی شو، چې د ۲۰۰۶ ز کال د فوټبال په نړیوال جام کې ولوبېد او ګول یې وواهه، همدا راز، د ۲۰۰۷ ز کال د کوپا امریکا جام پایلوبې ته ورسېد او هلته د ټورنمنټ تر ټولو ځوان لوبغاړی ونومول شو. مېسي د ۲۰۱۱ ز کال له اګسټ میاشتې راهیسې د لوبډلې د کپتان په توګه ارجنټاین درې ځله پرله‌پسې پایلوبو ته ورساوه: لومړی د ۲۰۱۴ ز کال د فوټبال نړیوال جام و چې د هغه لپاره یې د طلا توپ هم وګاټه او بیا یې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ ز کلونو کې هم خپل هېواد د کوپا امریکا جام پایلوبې ته ورساوه. همدا راز په ۲۰۱۵ ز کال کې یې بل طلايي توپ هم وګاټه. په ۲۰۱۶ز کال کې یې له نړیوالو لوبو څخه تر تقاعد اعلانولو وروسته، بېرته خپله پریکړه بدله کړه او خپل هېواد یې د ۲۰۱۸ ز کال نړیوال جام ته د لارموندنې پړاو ته ورساوه، د ۲۰۱۹ ز کال په کوپا امریکا جام کې یې درېیم مقام ورته وګاټه او په ۲۰۲۱ ز کال کې یې د کوپا امریکا جام سیالیو اتلولي ورته وګټله، په داسې حال کې چې په وروستي ځل یې د طلايي توپ او طلايي بوټونو جایزه هم واخیسته.

مېسي له ۲۰۰۶ ز کال راهیسې د ورزشي جامو د کمپنۍ اډیډاس (Adidas) د جامو پر شا خپل لاسلیک پرېښی دی. د فرانس فوټبال د راپور له مخې، مېسي له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۴ز  کال پورې د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکی فوټبالېست و او په ۲۰۱۹ ز کال کې د فوربس مجلې د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکی ورزشکار وباله. مېسي په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زکلونو کې په نړیواله کچه د ټایم ۱۰۰ په ډېرو اغېزناکو شخصیتونو کې شامل و. د ۲۰۲۰ ز کال په فبرورۍ کې یې د کال د تر ټولو غوره نارینه لوبغاړي په توګه لوریوس جایزه وګټله، په دې توګه دی لومړنی فوټبالیسټ او لومړنی ټیمي ورزشکار و، چې دغه جایزه یې وګټله. وروسته پرهمدغه کال مېسي دویم فوټبالیسټ (او دویم ټیمي ورزشکار) شو، چې خپل مسلکي عاید یې تر یو میلیارد ډالرو لوړ شو.

د ژوند لومړي وختونه سمول

مېسي د ۱۹۸۷ ز کال د جون میاشتې په ۲۴مه نېټه د سانټافه ولایت په روساریو ښار کې زیږېدلی. پلار یې «جورج مېسي» د اوسپنې د یوې فابریکې مدیر و او مور یې «سلیا کوچیټيني» د اهنربا د تولید د یوې کارخونې کارکوونکې وه. مېسي یې د څلورو بچیانو په ډله کې درېیم اولاد دی. د پلار له خوا په اصل کې  ایټالیایی او اسپانیایی او د هغو کډوالو لمسی دی چې د ایټالیا او کتلونیا له مرکزي شمالي اډریاټیک مارکه سیمې څخه ارجنټاین ته راغلي و او د مور له لوري یې نیکونه تر ډېره ایټالیایان دي. "لیو" چې په ګڼه او پر فوټبال مَینه کورنۍ کې لوی شو، له ماشومتوبه یې له دغه ورزش سره ډېره مینه پیدا شوه او په پر له پسې ډول یې له خپلو مشرانو وروڼو «روډریګو» او «ماتیاس»؛ همدا راز د تره له زامنو «ماکسیمیلیانو» او «امانوېل بیانکوکي» سره لوبه کوله، چې د تره دواړه زامن یې هم مسلکي فوټبالیسټان شول. په څلور کلنۍ کې یې د ګرانډولي په ځايي کلب کې لوبه پیل کړه، چې هلته به یې پلار روزنه ورکوله، که څه هم د لوبغاړي په توګه یې لومړنۍ اغېزه له مورنۍ نیا څخه واخیسته، چې دی به یې تمریناتو او لوبو ته ورسره بېوه. مېسي تر یوولس کلنۍ لږ وړاندې د خپلې دغې نیا مرګ سخت متأثره کړ. تر هغه را وروسته د یوه کلک کاتولیک په توګه د خپلې نیا د درناوي ادا کولو لپاره د ګول وهلو پر مهال پورته ګوري او اسمان ته اشاره کوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

مېسي چې د نیویلز اولډ بویز کلب دایمي ملاتړی و، په شپږ کلنۍ کې له روساریو کلب سره یوځای شو. د شپږو کلونو په لړ کې یې چې د نیویلز لپاره لوبه وکړه، د «۸۷ ماشین» غړي په توګه یې نږدې۵۰۰ ګولونه ووهل، ۸۷ شمېره یې د زیږېدنې له کال څخه اخیستل شوې ده. همدا راز، ده به د لومړۍ لوبډلې د کورنیو لوبو په هره نیمايي کې په منظم ډول د توپ په حرکاتو سره ننداره‌چیان خوشحالول. له دې سره سره، کله چې په لس کلنۍ کې د ودې د هورمون له کموالي سره مخامخ شو، د یوه مسلکي لوبغاړي په توګه یې راتلونکی له ګواښ سره مخامخ و. دا چې د پلار روغتیايي بیمې یې یوازې دوه کاله د ودې د هورمون درملنه وکړای شوه، چې هره میاشت یې لږ تر لږه ۱۰۰۰ ډالره لګښت درلود، نیویلز هوکړه وکړه چې، همکاري وکړي، خو وروسته له خپلې وعدې په شا شول. ریور پلاټه کلب چې پلې مېکر یې پابلو ایمار و، د مېسي پرمختګ ته لېوالتیا وښوده، خو د ارجنټاین د اقتصادي ماتې له امله یې د درملنې لګښت ورنه‌کړای شو. د زلمیتوب په دوران کې یې ایډیال ګول‌ وهونکی «رونالډو لوئیز» و ،چې ده یې په اړه ویلي وو: "هغه تر ټولو ښه بریدګر لوبغاړی دی، چې تر اوسه مې لیدلی".[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Lionel Andrés Messi Cuccitini stats — د نشر نېټه: ۱۳ جنوري ۲۰۲۴
  2. پیوستون : 137928408  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/messi-lionel-andres — subject named as: Lionel Andrés Messi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/messi-lionel-andres — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. FBref player ID: https://fbref.com/en/players/d70ce98e/ — subject named as: Lionel Messi
  6. BDFA player ID: https://bdfa.com.ar/jugador.asp?codigo=34986 — subject named as: LIONEL ANDRES MESSI
  7. AS.com athlete ID: https://resultados.as.com/resultados/ficha/deportista/messi/15167 — subject named as: Lionel Andrés Messi Cuccitini — سرليک: As — خپرونکی: Grupo PRISA
  8. Messi obtiene la nacionalidad española — آرشيف اصل په ۱۳ جولای ۲۰۱۵ — د خپرولو نیټه: ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۵
  9. Messi è residente a Recanati: il Comune gli manda il certificato elettorale — آرشيف اصل په ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۲ — خپرونکی: RCS MediaGroup — د خپرولو نیټه: ۳ مې ۲۰۱۹
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://www.fcbarcelona.com/football/first-team/staff/players/2018-2019/messi
  11. https://www.vogue.mx/estilo-de-vida/articulo/antonela-roccuzzo-biografia
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb165415605 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=hka2011631656 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  14. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=hka2011631656 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  15. BDFutbol player ID: https://www.bdfutbol.com/en/j/j1753.html — د نشر نېټه: ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲
  16. ISBN 978-65-5516-143-4
  17. "Messi makes it four FIFA Ballon d'Or wins in a row". UEFA. 7 January 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Messi | Ficha del jugador 20/21 | Delantero". FC Barcelona (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 27 March 2010 باندې). Lionel Messi: Magic in His Feet.
  20. (په 11 July 2014 باندې). Lionel Messi: The World at His Feet.
  21. Balagué 2013، صص. 44–45.
  22. Caioli 2012، صص. 9–10.
  23. Balagué 2013، صص. 32–37.
  24. Thompson, Wright (22 October 2012). "Here and Gone: The Strange Relationship between Lionel Messi and His Hometown in Argentina". ESPN. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. . Messi: Brazil striker Ronaldo my hero. FourFourTwo.
  26. (په 20 April 2008 باندې). Lionel Messi on a Mission.
  27. (په 16 July 2015 باندې). Pablo Aimar: The Argentinian Wizard Admired by Maradona and Messi.
  28. (په 15 November 2008 باندې). Leo Messi: La Légende d'El Enano.
  29. Caioli 2012، صص. 31–35.