يونسيف(د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق يا (UNICEF) یو نړیوال سازمان دی چې د ملګرو ملتونو يو مرستندويه بنسټ بلل کيږي. دا په ملګرو ملتونو کې د ډېسمبر په 11، 1946 کې تاسیس شو. په هغه وخت کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو په نوم یوه ورته موسسه هم فعالیت درلود او تر رسمي تاسیس وروسته یې نوم هم بدل شو. په 1953 کې د دې سازمان له نوم څخه د بیړني حالت کلمه حذف شوه او دا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف په نوم ونومول شو. د یونیسف مرکزي دفتر د امریکا په نیویارک ښار کې موقعيت لري او دا اداره په ټوله نړۍ کې د میندو او ماشومانو د روغتیا او هوساینې لپاره کار کوي. د دې ادارې لپاره تمویل د مختلفو حکومتونو او مخورو لخوا چمتو کیږي. اوس مهال دغه سازمان د نړۍ په نږدې ټولو هېوادونو کې فعالیت کوي.

يونسيف ( د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق )
ډېسمبر 1946ز
جوړوونکيملګري ملتونه
مرکزنیویارک ښار
بنیادي تنظیم
ملګري ملتونه
وېبپانهد يونسيف وېبپاڼه

موخې سمول

يونسيف اوسمهال لاندې پنځو برخو کې خدمت کوي:

  • د ماشوم روغتیا او پرمختګ
  • بنسټیزه زده کړه او د جنسیت مساوات
  • د ماشومانو د حقونو ساتنه
  • مرستې
  • د مور او ماشوم روغتیا او تغذیه

د دې څانګو تر څنګ، د مرستندویه څانګو په چوکاټ کې د ماشومانو لپاره د کورنۍ ساتنې، سپورت او پرمختیایي پروژو جوړول هم شامل دي. یونیسف له ۶۰ کلونو راهيسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کار کوي. په 1965 کې، دې ادارې ته د نوبل د سولې جایزه هم ورکړل شوه. خو د دې ادارې پر کار څو ځله د نړۍ د حکومتونو او خلکو له خوا نیوکې هم شوې دي. د دې سازمان پر کړنو تل انتقادونه شوي، خو دا لا هم د نړۍ د ماشومانو د حقونو تر ټولو لوی سازمان دی. اوسمهال دغه سازمان د نړۍ په ۱۶۴ هېوادونو کې فعالیت کوي.

تړنې سمول

نور وګوره سمول

  • د نوبل د سولې جایزه

سرچينه سمول