ليو انډريس سيلومي

ليو انډريس سيلومي
ليو انډريس سيلومي
ليو انډريس سيلومي

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ فبروري ۱۸۶۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
سینټ پیټرزبورګ[۹][۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 5 فبروري 1937 (76 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاذہ سېګمونډ فرايډ (۱۹۱۲–۱۹۱۳)[۱۰]  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده ليکوال[۲]
فیلسوف[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي[۲]
فرانسوي[۲]
آلماني ژبه[۱۲][۲][۱۳]
نېدرلنډي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات فرېدرېک وېلهېلم نېتشي[۱۰]
سېګمونډ فرايډ[۱۰]
باروچ سپینوزا[۱۰]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ليو انډريس سيلومي
ليو انډريس سيلومي

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ليو انډريس سيلومي (د زېږېدو نوم يې Louise von Salomé  يا Luíza Gustavovna Salomé او يا Lioulia von Salomé دی؛ ۱۲ فبروري ۱۸۶۱ – ۵ فبروري ۱۹۳۷ز کلونه) يوه روسي الاصله روانپوهه او ډېره ګرځېدلې ليکواله، روايتګره او مقاله ليکونکې وه، د کورنۍ نسب يې روسي-الماني  و. د مختلفو فکري لېوالتياوو له امله هغې د پياوړو مفکرينو له يوې اوږدې لړۍ سره ملګرتيا پيدا کړه چې په هغوی کې «Friedrich Nietzsche, Sigmund Freud, Paul Rée» او «Rainer Maria Rilke» شامل وو.[۱۴][۱۵]

ژوند سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

ليو سيلومي په «سن پيټرسبرګ» کې د «ګوستاف لوډوينګ ون سلومي» (۱۸۰۷-۱۸۷۸ز کلونه) او لويس ون سيلومي (née Wilm) (۱۸۲۳-۱۹۱۳ز کلونه) کره زېږېدلې وه. ليو د دوی يواځينۍ لور وه؛ دوی پنځه زامن درلودل. که څه هم وروسته نازيانو په هغې د يوې فنلنډۍ يهودۍ په نوم بريد وکړ، د هغې مور او پلار په حقيقت کې فرانسوي هوګونانت او شمالي المان له نسب څخه وو. هغه چې په شپږو ماشومانو کې تر ټولو کشره وه، په شتمن او باکلتوره کور کې ستره شوه چې ټولو ماشومانو روسي، الماني او فرانسوي ژبې زده کړې وې؛ سيلومي ته اجازه وه چې د خپلو وروڼو ټولګيو ته ورشي.[۱۶][۱۷]

هغه په یوه سخته پروټسټانټ کورنۍ کې زېږېدلې وه، سيلومي د اصلاح شوې کليسا او د ارتودکس پروټسټان پادري «هرمن ډالټون» څخه خپه وه. نوموړې د ډالټون له خوا له تايید څخه انکار وکړ او په رسمي ډول يې په شپاړس کلنۍ کې کليسا خوشې کړه، خو د فلسفې، ادب او مذهب په برخو کې يې له فکري فعاليت سره بيا هم مينه په خپل ځای پاتې شوه.

په حقيقت کې هغه د هالنډي پادري «هينريک ګيلوټ» د تبليغ مينه واله وه، څوک چې په سن پيټرسبرګ کې د ډالټون په مخالفت پېژندل کېدو. ګيلوټ له هغې پنځه ويشت کاله مشر و، هغه يې د زده کوونکې په توګه ومنله، له هغې سره د الاهياتو، د نړۍ د دينونو، فرانسوي او الماني ادبياتو په برخو کې همکاري وکړه. دوی په شريکه د ګڼو ليکوالانو، فيلسوفانو، الاهياتو او مذهي مضامين ولوستل او د دې پراخې لړۍ مطالعاتو د هغه وخت له ډېرو مشهورو مفکرينو سره د هغې د فکري ټکر لپاره زمينه برابره کړه. ګيلوټ له سلومي څخه دومره اغېزمن شو چې هغه غوښتل خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي او خپلې ځوانې شاګردې سره واده وکړی. سيلومي دا چاره رد کړه، ځکه هغې له واده او جنسي اړيکو سره کومه مينه نه درلوده. که څه هم له دې پرمختګ څخه ناهيلې شوې او صدمه يې ليدلې وه، بيا يې هم ګيلوټ سره ملګرتيا په خپل ځای پاتې شوه.

په ۱۸۷۹ز کال کې د هغې د پلار له مړينې وروسته، سيلومي اود هغې مور «زيوريخ» ته ولاړې، تر څو سيلومي وکولای شي، د مېلمه محصلې په توګه د پوهنتون زده کړې تر لاسه کړي. په زيوريخ پوهنتون کې د يو کال تېرولو پر مهال- کوم چې يو له هغو ښوونځيو څخه و چې ښځينه محصلين يې منل – سيلومي د فلسفې (منطق، د فلسفې تاريخ، لرغونې فلسفه او روانپېژندنه) او الاهياتو (اصول پالنه) په درسونو کې حاضره شوه. دا مهال د سږو د ناروغۍ له امله د سيلومي فزيکي روغتيا مخ په خرابېدو وه او په ټوخي کې يې وينه ګرځوله. له همدې امله هغې ته سپارښتنه شوې وه چې په تود اقليم کې ښه شي، په همدې بنسټ د ۱۸۸۲ز کال د فبرورۍ په مياشت کې، سيلومي او د هغې مور روم ته ولاړل.

ری او نيچه او د ژوند وروستي کلونه سمول

کله چې سيلومي يو وېشت کلنه وه، مور يې روم ته بوتله. د ښار په يو ادبي تالار کې سيلومي د ليکوال «پال ری» سره بلدتيا پيدا کړه. ری هغې ته د واده وړانديز وکړ، خو نوموړې د دې پر ځای د دې وړانديز وکړ چې دوی به د يو بل سړي سره د ملګرتيا لپاره د خور او ورور په توګه يو ځای ژوند او زده کړه وکړي اوپه دې ډول به يوه علمي ټولنه او مېشت ځای منځ ته راوړي (commune په فکري لحاظ د همغاړو څو تنو په يو ځای کې اوسېدل او خواله کول). ری دا نظريه ومنله او وړانديز يې وکړ چې له دوی سره به د هغه ملګری «فريډريک نيچه» ملګری شي. دوی دواړو په ۱۸۸۲ز کال کې په روم کې له نيچه سره وليدل او باور کېږي چې نيچه په سملاسي ډول د سيلومي په مينه کې ګرفتار شوی و، لکه چې ری له دې مخکې په هغې مين شوی و. نيچه له ری وغوښتل چې د هغه لپاره سيلومي ته د واده وړانديز وکړي، کوم وړانديز چې هغې رد کړ. هغې د يو ملګري په توګه له نيچه سره لېوالتيا درلوده، نه د يو مېړه په توګه. له دې سره سره نيچه موافق و چې د ری او سيلومي سره د سويټزلينډ او ايټاليې په سفر کې ملګری شي چې د خپلې ټولنې لپاره يې طرحه جوړوله. د مۍ په ديارلسمه نېټه، په «لوسرن» کې، کله چې نيچه له سيلومي سره يواځې و، هغه يو ځل بيا په جديت سره هغې ته د واده وړانديز وکړ چې هغې يو ځل بیا رد کړ. هغه خوشحاله و چې د يوې علمې ټولنې لپاره طرحې جوړولو ته دوام ورکړي. کله چې د نيچه خور اليزابت له دې حالت څخه خبره شوه، هغې پرېکړه وکړه چې نيچه له دې ښځې لرې وساتې، کومه چې هغې يوه بداخلاقه ښځه بللې وه. دوی درېیواړو د سيلومی له مور سره ايټاليا ته سفر وکړ او په دې اړوند يې فکر کاوه چې خپله « Winterplan» ټولنه چېرته جوړه کړي. نيت دا و چې دا ټولنه په يوه شاړه خانقا کې جوړه شي، خو له دې امله چې کوم مناسب ځای ونه موندل شو، دا طرحه پرېښودل شوه.[۱۸][۱۹]

د ۱۸۸۲ز کال په اکتوبر کې «ليپزیګ» ته په رسېدو سره، دې درېیواړو څو اونۍ يو ځای تېرې کړې. خو راتلونتکې مياشت ری او سيلومي د نیچه ملګرتيا پرېښوده او د بيا ليدنو له کوم پروګرام پرته «سټيبي» ته ولاړل. نيچه ډېر ژر د خپګان په يو پړاو کې کېوت، که څه هم هغه ری ته د ليکنو لړۍ جاري وساتله، له هغه يې پوښتنه کوله چې «موږ به وخت په وخت له يو بل سره ګورو، ايا نه به وينو؟» په وروستيو تورونو کې، نيچه د سيلومي په چمتو کولو کې د خپلو هڅو د ناکامۍ تور په سيلومي، ری او د خپلې خور په دسيسو پورې کړ (چا چې د سيلومي او ری کورنيو ته ليکونه استولي وو، تر څو د ټولنې د جوړولو لپاره د دوی طرحې ګډې وډې کړی). نيچه په ۱۸۸۳ز کال کې د دې اړيکه په اړه وليکل چې ،هغه له خپلې خور څخه د واقعي کرکې احساس کاوه.[۲۰]

سيلومي وروسته (۱۸۹۴ز کال) کې د « Friedrich Nietzsche in seinen Werken  » (فريډريک نيچه په خپلوآثارو کې) په عنوان يوه څېړنه وليکله چې د نيچه د شخصيت او فلسفې په اړوند وه. [۲۱]

په ۱۸۸۴ز کال کې سيلومي له «هيلين ون ډرسکوټز» سره بلده شوه، څوک چې په زوريخ کې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاسه کوونکې دويمه ښځه وه. داسې اوازې هم شته چې سيلومي وروسته له «زيګونډ فرويد» سره عاشقانه اړيکه درلوده.[۲۲]

واده او اړيکې سمول

سيلومي او ري برلين ته ولاړل او د ژبو د يو عالم «بريډريک کارل انډرياس» سره د بې جنسي اړیکو له واده تر څو کاله مخکې پورې يو ځای و اوسېدل. سره له دې چې هغه د واده مخالفه وه او له نورو نارينه وو سره يې پرانيستې اړيکې درلودې، سيلومي او انډرياس له ۱۸۸۷ز کال څخه په ۱۹۳۰ز کال کې د انډرياس تر مړينې پورې د دوی واده پر ځای پاتې شو.[۲۳]

له انډرياس سره د سيلومي د يو ځای اوسېدو له امله د ناهيلۍ ښکار شوی ري د سيلومي د ډاډګيرنې سره سره د هغې له ژوند څخه ورک شو. د هغې د واده د ژوندانه په اوږدو کې، د نورو تر څنګ نوموړې د الماني ژورنالست او سياستوال «جورج ليډيبور»، د اطريشي شاعر «رينر ماريا ريلکي» سره د چا په اړه چې هغې يو تحليلي يادښت ولیکه، د روانپوه زيګومنډ فرويد او ويکټور ټاسک سره په اړيکه کې پاتې شوه اوهم  يې له دوی سره ليکونه تبادله کول. د دې اړیکو روايتونه د هغې په کتاب « Lebensrückblick» کې ورکړل شوي دي. سره له دې چې د دوی د عاشقانه ښکېلتيا په اړه اوازې وې، بيا هم له فرويد سره د هغې اړيکه تر يو بريده فکري وه. په يو لیک کې فرويد د خلکو په اړه د سيلومي د ژور پوهاوي ستاينه کړې، ان تر دې چې هغه باور درلود، نوموړې خلک دومره ښه پېژني چې هغوی خپل ځان هم هومره نه پېژني. دې دواړو به ډېر ځله ليکونه سره تبادله کول.[۲۴][۲۵]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118502921  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ پیوستون : 118502921  — دوتنه: Paul de Roux — سرليک: Nouveau Dictionnaire des œuvres de tous les temps et tous les pays — نسخهدوهم — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 95 — خپرونکی: Éditions Robert Laffont — ISBN 978-2-221-06888-5
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10911953 — subject named as: Lou Andreás Salomé — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/3567096 — subject named as: Lou Andreas-Salomé — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/andreas-salome-lou — subject named as: Lou Andreas-Salomé — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0003899.xml — subject named as: Lou Andreas-Salomé — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/8630 — subject named as: Lou Andreas-Salomé — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ د ټولټال کار کتنه په: https://lavkapisateley.spb.ru/enciklopediya/ — سمونګر: Olga Bogdanova — سرليک: Литераторы Санкт-Петербурга. ХХ век
  9. پیوستون : 118502921  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ دوتنه: Diané Collinson — سرليک: Biographical Dictionary of Twentieth-Century PhilosophersISBN 978-0-415-06043-1
  11. https://www.babelio.com/livres/Andreas-Salome-Friedrich-Nietzsche-a-travers-ses-oeuvres/367284 — د نشر نېټه: ۱۹ جون ۲۰۱۹
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11888806j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/39447907
  14. "Lou Andreas-Salome biography". Encyclopædia Britannica. 
  15. . Lou Andreas-Salome | German writer. Encyclopædia Britannica.
  16. Young, Julian. Friedrich Nietzsche: A Philosophical Biography. Cambridge University Press (2010) p. 553. کينډۍ:ISBN
  17. Powell, Anthony (1994). Under Review: Further Writings on Writers, 1946–1990. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 440. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-67712-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Nietzsche: The Man and his Philosophy, by R.J. Hollingdale (Cambridge University Press 1999), page 149
  19. Nietzsche: The Man and his Philosophy, by R.J. Hollingdale (Cambridge University Press 1999), page 151
  20. Nietzsche: The Man and his Philosophy, by R.J. Hollingdale (Cambridge University Press 1999), page 152
  21. Salomé, 2001
  22. Borossa, Julia; Rooney, Caroline. "Suffering, Transience and Immortal Longings Salomé Between Neitzsche and Freud". The Gale Group. Sage Publications. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Mark M. Anderson, "The Poet and the Muse", The Nation, 3 July 2006, pp. 40–41.
  24. Andreas-Salomé, 2003
  25. Borossa, Julia; Rooney, Caroline. "Suffering, Transience and Immortal Longings Salome Between Nietzsche and Freud". The Gale Group. Sage Publications. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)