لویېس سیسارس
laterwork وموندل شو،
Louis Faidherbe | |
---|---|
Louis Léon César Faidherbe
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۳ June ۱۸۱۸ Lille, France |
مړینه | ۲۹ سېپتمبر ۱۸۸۹ (۷۱ کال کلن) Paris, France |
تابعیت | فرانسه |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [۱]، پوځي افسر |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکې ژبه | فرانسوي ژبه [۲] |
پوځي خدمت | |
وفاداري | France |
مقام | Général de division |
مشرتوب | Army of the North |
جګړه/جګړې | Franco-Prussian War |
جايزې | |
Grand Cross of the Légion d'honneur | |
سمول |
لویېس سیسار فېدېرب د فرانسوي سېنېگال والي(په فرانسوي: Louis Léon César Faidherbe - Louis Faidherbe - Governor of French Senega ) لویي سیسار فېدېرب د جون په ۳ نېټه کال ۱۸۱۸ کې د فرانسې په لیل ښار کې زېږېدلی او د سپتمبر په ۲۹ کال ۱۸۸۹ کې د فرانسې په پاریس ښار کې مړ شوی. لویي دفرانسوي سېنېگال له ۱۸۵۴ نه تر ۱۸۶۱ پورې والي یا حاکم وو، له ۱۸۶۳ تر ۱۸۵۶ پورې د فرانسوی امپراطوري موسس په افریقا کې، په افریقا کې ېې ډاکار تاسیس کړ چې وروسته د فرانسوی غربي افریقا په مرکز بدل شو. لوېې په کال ۱۸۴۰ که له پولي تخنیک نه فارغ شو، په پوځ کې ېې د انجینري بخش کې کار پېل کړ، له ۱۸۴۳ تر ۱۸۴۶ پورې ېې په الجیریا کې دنده تر سره کړه، وروسته د گوادلوپ ټاپو ته واستول شو خو په کال ۱۸۴۹ کې بیا الجیریا ته راستون شو او دلته ېې اولنی مستقل حکم صادر کړ چې دې حکم ته تر اوسه په فرانس کې د قدر په سترگه کتل کېږي او ستایل کېږي. وروسته ېې په قبایلو کې دنده تر سره کړه چې د افتخار مډال او نوم ېې هم وگټه. په ۱۸۵۲ کې سېنېگال ته ولاړ او هلته د پوځ د انجینرانو د بخش مدیر وټاکل شو چې دلته له دوه کاله دندې وروسته ترفېع ورکړل شوه او دفرانسوي سېنېگال والي شو. په دې وخت کې لویي ته خبر ورکړل شو چې د سېنېگال په سرحداتو کې د اسلامي ډلې چې مشر ېې عمر تال وو د ودې په حال کې ده او لويي باید د احتیاط له پالیسي لاس په سر شي، په دې وخت کې لویي په ټولو هغو ډلو حمله کوي چې د فرانسې د گټو مخنیوي کې ښکېلې وي. د موریش قوم ېې مطیع کړ او عمر تال ډله ېې د سېنېگال له سیند هاخوا پسې واخیسته او د فرانسې کالونی ېې په کال ۱۸۶۱ کې تر گامبیا پراخه کړه.
په کالونیو کې د لويي پالیسي
سموللویي په کالونیو کې د ظلم کولو خلاف وو، او له خلکو سره ېې خاص همدردي لرله، د هر ډول غلامي انعطاف ناپذیره دشمن وو، د خلکو د رفاه لپاره ېې ډېرې هلې ځلې کولې، ډېره هڅه ېې دا وه چې په افریقا کې د ځایي خلکو ټولنه جوړه کړي، کله ېې چې تولنه جوړه کړه د دوي مشرانو باندې ېې د فرانسې د گټو ساتنه زدکړه او حتی داسې یو بنسټ ېې کېښود چې د دوي بچي چې وروسته به قدرت ته رسېږي د فرانسې گټو ته وفاداره پاتې کېږي. لویي کوښښ وکړ چې سېنېگال داسې یوه بنسټیزه زاویه کړي له کوم ځای چې ټولې فرانسوی کالونی یا مستعمرې کنټرول کېدای شي.
وروسته کړنې
سموللويي په کال ۱۸۶۵ کې سېنېگال نه بیا الجیریا ته ولاړ. په دې وخت کې د فرانسې د جرمني له فرانسویانو چې فرانکو جرمن ورته وایی او دا جنگ هم دفرانکو جرمن ور په نامه یاديږي فرانسې ته وغوښتل شو. په ۱۸۷۰ کې د فرانسې په شمال کې د پوځ قومندان وټاکل شو. په کال ۱۸۷۱ کې ېې ځان د ملي شورا مجلس ته کاندید کړ خو ډېر ژر ېې له خپلې دندې استعفا وکړه او د استعفا وجه ېې په ملي شورا کې د جمهوري خواهانو ضد کړنې او خوځښت وو. په کال ۱۸۷۶ کې ېې بیا ځان کاندید کړ خو انتخابات ېې وبایلل. خو په کال ۱۸۸۸ کې ېې د جمهوري خواهانو د حزب لخوا د فرانسې د شمال د استازي په حیث د سنا مجلس ته ځان کاندید کړ.
تړلې لیکنې
سمولدا هم وگورئ
سمولبهرنۍ تړنې
سمولExternal links
سمول- Robinne, Christophe. "Louis-Léon-César Faidherbe" (in French). École Supérieure de Guerre.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)
سرچینې
سمول- ↑ senat.fr ID: https://www.senat.fr/senateur-3eme-republique/faidherbe_louis1391r3.html — خپرېدونېټه: ۲۳ اپرېل ۲۰۲۲
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb126049796 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License