كلات ښار
قلات ښار Qalati Ghilji) یا د غلجيو قلات د افغانستان په سویل کي د کابل، کندهار په لویه لاره پروت د زابل ولايت مرکز او لوی ښار دی. له جغرافیایي اړخه دا ښار دختيځ طول البلد په ۶۶ــ ۶۷ درجو، ۲۰ــ ۲۳ دقيقو ۷- ۲۳ ثانيو او شمالي عرض البلد په ۳۱ــ ۳۲ درجو، ۵۲ــ ۵۵ د قیقو، ۸ــ ۱۲ ثانيو کي شتون لري.
قلات | |
---|---|
کلات غِلزایي | |
قلات | |
د قلات انځور
| |
کورډېناټونه: ۳۲°۰۶′۲۲″شمال ۶۶°۵۴′۲۵″ختیځ / 32.106111111111°شمال 66.906944444444°ختيځ | |
بنسټ | ١١٥٣ ھ.ق |
اداري وېش | |
هیواد | افغانستان |
ولایت | زابل ولايت |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• ښاروال | انجنیر طیب |
پراخوالی | |
لوړوالی | ۵٬۰۹۰ فوټ (۱٬۵۵۰ ميټره) |
نفوس شمېرنه (٢۰١٥) | |
• ښار | ٩,٩۰۰ [۱] |
• ښاري سیمه | ۴٩,١٥٨ [۲] |
وروستي مالومات | |
وخت زون | یو ټي سي۴:۳۰+ |
جيو کوډ | 1130131[۳] |
سمول |
نوم
سمولکلات د (ک) په زور باندي د غره تپې او غونډۍ پرسر ابادي او جوړي کلاته وايي.
په څرګنډ ډول دلرغوني کلات پخوانۍ بڼه (کلاک) وه چي دهيواد په تاريخ کي دکلا په ډول راغلې ده، او عربي بڼه يې (قلعه) راځي. همداسي دپاچاهانو قصر چي شاوخوا يې کورونه جوړ وي هم کلات ورته ويل کيږي.
جغرافیه
سمولد افغانستان جغرافيايي قاموس په ۴ ټوک کي راغلي دي : قلات غليزايې (غلجی کلات) يوه کلاده چي د زابل ولايت د شنکۍ څخه شمال لويديځ لور ته ۵۸ کيلو متره ليري د ختيځ طول البلد په ۶۶ درجو، ۵۴ دقيقو ۲۴ ثانيو او شمالي عرض البلد په ۲۳ درجو، ۶ دقيقو او ۳۶ ثانيو کي پرته ده.
د قلات ښار چي اوس وخت د زابل ولایت مرکز ګڼل کیږي، د افغانستان له کندهار ولایت څخه 133 او پلازمیني کابل څخه 363 کیلومتره فاصله لري، چي د یادو ولایتونو ترمنځ پر لویه لاره باندي پروت دی.[۴]
- ↑ "The State of Afghan Cities Report 2015". Archived from the original on 31 October 2015. نه اخيستل شوی 22 October 2015.
- ↑ "The State of Afghan Cities Report 2015". Archived from the original on 31 October 2015. نه اخيستل شوی 22 October 2015.
- ↑ پیوستون : 1130131 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
- ↑ https://www.distancesfrom.com/af/distance-from-KANDAHAR-to-QALAT-zabul/DistanceHistory/7131289.aspx