کاپیسا

د افغانستان ولایت
(له كاپيسا نه مخ گرځېدلی)

کاپیسا ولایت د افغانستان د مركزي ولايتونو په لړۍ كې راځي. په تاريخي كتابونو كې د كاپيسا يادونه همدې ته ورته نومونو شوې ده. د كاپيسا مركز محمودراقي دى، ولسوالۍ يې په دې ډول دي: اوله حصه، نجراب، تګاب. كاپيسا دوه علاقه دارۍ لري: يوه كوه بند او بله آله سای. د كاپيسا ولايت ټول مساحت ۱۸۷ كيلو متره دى. چې په ۱۳۵۹ كال كې يې د خلكو شمېره ۲۵۶۲۳۲ تنه ثبت شوي او په ۱۳۷۹ كې ۳۷۴۰۹۸ اټكل شوى.

کاپيسا ولايت
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۳۹۹٬۵۰۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱٬۸۴۲ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۵°۰۰′شمال ۶۹°۴۲′ختیځ / 35°شمال 69.7°ختيځ / 35; 69.7 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

كاپيسا ډېره ښه هوا لري، واوره په كې اوري. اوړى يې تود او ژمى يې سوړ دى. پخوانيو پاچاهانو به د محمود راقي او نجراب له غونډيو څخه د اوړي په موسم كې د تفريح ځايونو په توگه كار اخيست. له همدغو غونډيو څخه تاريخي اثار هم لاس ته راغلي دي. د كاپيسا زيات وگړي په مالداري، كرنه او بڼوالۍ بوخت دي. پخوا وختونو كې د نساجي فابريكې په دغه ولايت كې زياتو خلكو ته كار موندلى وو او هلته په دندو بوخت وو. د كاپيسا د تگاب انار ډېر مشهور دى، هلته د انارو ښايسته او گڼ باغونو دي، چې سودا گر يې د هېواد بېلا بېلو سيمو ته پر لېږلو سربېره بهرنيو هېوادونو ته هم صادروي. د نجراب ستوان (تلخان) او پنېر ډېر مشهور دي او خلك يې ډېر زيات خوښوي. د دغه ولايت د اوبو سرچينې د تگاب، پنجشېر او نجراب سيندونه دي. په تگاب او نجراب درو كې يو شمېر كارېزونه هم شته چې د ځمكو په خړوبولو كې ترې كار اخيستل كېږي. د كاپيسا ولايت خلك پوهه پالونكي اوعلم دوسته خلك دي. په ډېرو ولسواليو اوعلاقه داريو كې ښه د حساب وړ شمېر ښوونځي لري، په تېره بيا په دې وروستيو دوو كلونوكې هلته د لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى.

تصویرونه

سمول

  د کاپیسا ولایت صیاد سیمه.

سیندونه

سمول

په کاپیسا ولایت کې ډیر شمیر غټ او واړه سیندونه بهیږی چې د هغې جملی نه د پنجشیر تګاب او نجراب سیندونه یې مشهور دي. تګاب سیند د آلاسای ولسوالۍ څخه سرچینه اخلې او په نغلو بند کې بهیږې یاد سیند د کال په اتو میاشتو کې اوبه لرې او پاتی څلور میاشتی وچ وي.

تاریخ

سمول

مذهب

سمول

کاپیسا ولایت د تاریخ په اوږدو کې د ګڼ شمیر حکمتونو او دینونو کوربه وو چې اوس مهال په یاد ولایت کې ترډیره مسلمان سني او کم شمیر شیعه هم ژوند کوي.

کلتور

سمول

وګړي

سمول

په کاپیسا ولایت کې ګڼ شمیر قومونه لکه پښتانه تاجک پشه يي فراچي چې له دی ډلې نه یې ۵۶ سلنه پښتانه او پاتی نور یي نور قومونه جوړوي.چې تګاب خلک ټول پښتانه دي ،اله سای پشه یان او پښتانه ، نجراب کې تاجکان، پښتانه پراچیان او پشه یان ،محمودراقی کې پښتانه ،پشه یان ، تاجکان او د یادول وړ ده چې د محمود راقي يا مرکز خلک پخوا وخت کامل پښتانه وو او په قوم صافیان وو یو تعداد پښتنو خپله پښتو ژبه یې له لاسه ورکړې خو اوس هم صافی تخلص کوی دا خلک په کوهستان او مرکز کې اوسيږي لکه اقبال صافی،محفوظ صافی چې وکیلان وو، کوه بند کې پشه یان او په کوهستان کې تاجکان ژوند کوي.[۲]

پوهنه

سمول

مشهوري میوي

سمول

انار د کاپیسا ولایت تکاب ولسوالۍ مشهوره میوه ده. د انارو ترڅنګ په یاد ولایت کېآنګور الیب خواره ( توره میوه) او غوزان هم ډیر کیږي.

د کاپیسا ولایت ایداري وېش

سمول

کاپیسا په ټوله کې په وو ۷ ولسوالیو ویشل شوې.

  1. تګاب ولسوالۍ (کاپيسا)
  2. نجراب ولسوالۍ
  3. حصه اول کوهستان ولسوالۍ
  4. حصه دوم کوهستان ولسوالۍ
  5. محمود راقي ولسوالۍ
  6. آلاسای ولسوالۍ
  7. کوه بند ولسوالۍ
  1. سرچينې تړی: http://www.cso.gov.af/demography/population.html. Archive URL: https://web.archive.org/web/20100128120310/http://www.cso.gov.af/demography/population.html. Archive date: ۲۸ جنوري ۲۰۱۰.
  2. پټه خزانه, افغانستان معلومات. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)