قره قل
قره په تورکي ژبې کې توررنگ او قل يا کُل د اوبو ډنډ ته وايي. د تاجکستان خوا د پامير په غرونو کې د اوبو يو ډنډ او د سنگکيانگ د چيني تاشقرغان نه وړاندې يوجهيل قراقل نومېږي. د ازبکستان د بخارا ولايت يو ښار هم قراقل نومېږي چې ښايي په لومړي ځل يې د پسونو ( گډانو) دا ډول پوستين توليد کړ. د بخارا په دې دشته کې په ۱۴۰۰ ق م کې د پسونو څخه د وړۍ اخيستو لرغوني شواهد موندل شوي دي. دا د مېږو ( گډورو) هغه ځانگړی نسل دی، چې په تودې هوا او دښتو کې ژوندي پاتې کيدی شي. دا پسونه د کمو خواړو له کبله خپله ټوله انرژي په ” لم” کې ساتي.
و قرقل ويي (لغط) مخينه
سمولپه عربي ژبې کې ” ابن حوقل” په لومړي ځل د قره قل نوم په ۹۷۸ م کې وليکه. د بخارا د دې کلي څخه په تيار شوي پوستين نورو ملکونو ته وړل کيدل او زيات وخت به ترېنه ټوپۍ (پَپخې خولۍ) جوړيدې. تر شلمې پېړۍ د بخارا امير د قراقل پسونه به ډېر خوندي ساتل او هغې سيمې ته به يې بهرنيان هم نه پرېښودل چې څوک مېږې غلا نکړي. د ده لپاره د قراقل حېثيت هم هغه و لکه د چين لپاره د ورېښمو. د بخارا قراقل د “وولگا” سيند پر غاړه اباد ښار استرخان او بيا د هغه ځای څخه سوداگرانو د ايران له لارې نورې نړۍ ته وړل. هغه وخت په اروپايي ملکونو کې قراقل د ” استرخان” په نوم ياديده. يو ځلې څو کسانو قراقل د امير د اجازې څخه پرته د قاچاق هڅه وکړه او چې وينول شول نو ځای پر ځای يې ووژل. په ۱۹۰۷ م زېږیز کې د بخارا امير يوه داسې اشتباه وکړه لکه چې څوک پخپله پښه په تبر ووهي. هغه د بريطانيې سفير ته د قراقل پسونه په تحفه کې ورکړل. انگرېزانو دا پسونه سمدلاسه په جنوبي افريقا کې خپلې يوې مستمرې ” نيميبيا” ته ورواستول چې هلته يې روزنه وشي. له هغه وخته راهيسې دغه نسل د ” سواکاره” په نوم وپېژندل شو چې مانا يې سوېل لوېديځه افريقايي قره قل دی. په ۱۹۲۰ م کې کله چې په روس کې د بالشويک انقلاب راغلو نو د بخارا امير افغانستان ته وتښتيدو. هغه له ځانه سره غوره چاڼ قراقل پسونه هم يوړل او د افغانستان په شمال کې د قراقل توليد پېل شو. د بخارا نه راغليو شپنو او د قراقل توليدونکو لپاره د کشمير او د نېپال په شان نوي بازارونه پېدا شول. ورو ورو د خلکو نه د بخارا قراقل هېر شول او د افغاني قراقل نوم مشهور شو. تر ۱۹۴۰ م پورې د افغانستان قراقل ښه بازار لرلو خو هغه وخت روسانو او جنوبي افريقه دا بازار ترې ونيولو. په ۱۹۳۰ م کې حکومت د اصل قراقل پسونو د روزنې او د توليد مرکز په سمرکند کې جوړ کړو چې ۲۸ ډوله قراقل پکې جوړېږي. دا انسټيتوټ په ټول مرکزي ايشيا او د قفقاز په ملکونو کې څانگې لري. هلته د بخمل په شان نرم او بېلا بېلو رنگونو له کبله دوي ته خپل نومونه ورکړې شول، لکه د شمع رڼا، زرد الو گل، دوبېدونکې لمر او داسې نور. د ۱۹۷۰ م راهيسې شا و خوا يو ميلين قراقل د کال ، د شوروي، نيميبيا او افغانستان نه په ټولې نړۍ کې پلورل کيده. په ۱۹۹۱ م کې د شوروي اتحاد د ړنگيدو سره د قراقل بازار هم سوړ شو او په راتلونکو لسو کالو کې د ازبکستان قراقل د ورکيدو په حال شو. د قراقل توليد اسانه کار نه دی او کله چې د ميږې ماشوم ووشي نو په هم هغه ورځ يې وژني. کله کله يې زيږېدو ته نه پرېږدي او د مور له خيټې يې ووباسي. کله چې د ماشوم څرمنه ليرې کړې نو لومړې يې په لاسونو پاکوي او بيا يې د مالگې په اوبو کې خيشته کړي. تر يوې اوونۍ چې د څرمنې نه وينه او وازده په اوبو کې ووينځل شي نو دا پوټکې وچېدو ته غوړوي. بيا د وربشو اوړه په تړمو اوبو کې گډ کړي او په يو لوې ډرم کې د پوست سره يوې او بلې خوا ته اړوي. په څلورمې مرحلې کې دا پوټکې ووينځې او د وچيدو نه وروستو يې د رنگ او نرمښت په معيار د دې بيه ټاکل کېږي. په پېل کې قره قل په تور او خړ (فولادي) رنگونو کې به راتلو او هم هغه اصل قره قل دي. وروستو دا په طلايي او نسواري رنگونو کې هم توليد شول. د هسپانيې په مشهورې لوبې کې هغه کس چې د غويي سره جنگ کوي، په سر يې ” مونټېرا” خولۍ د تور قراقل نه جوړ وي. په مرکزي او جنوبي اېشيا کې کوم سړي چې قراقل ټوپۍ په سروله، هغه به ولوستې او شته من گڼل کيدو. په افغاني باچاهانو کې قراقل په لومړي ځل د امير شېرعلي خان په سر وليدل شو چې جوړښت يې روسي ډوله و. په هند کې مسلمانانو به قراقل په سروو او په پښتونخوا کې د واده د شاه ځلمي لپاره به دا ارو مرو جوړيده چې ورباندې د گلونو څېره وتړي. د پلار قراقل به زوې ته ساتل کيدو او دا به د وياړ نښه وه. په نېپال کې د قراقل توپۍ پخپل ديزاين جوړېږي او شته من خلک يې په سروي. د شوروي اتحاد د کميونسټ گوند د مشرانو او د پوځ د جنرالانو لپاره د قراقل په سرول يوه د وياړ نښه شوه. په روس او اروپا کې دا د ښځو د کوټ کالر لپاره هم کاريدو. په نړۍ کې اوس هم د نيميبيا قراقل تر ټولو گرانه بيه خرڅېږي او سبب يې دا دی چې خپل معيار يې لوړ ساتلې دی. د افغانستان د قراقل مرکز په ۱۹۶۶ م کې جوړ شو چې هدف يې د دې ومعيار لوړ ساتل او د تجارت لپاره اسانتياوې برابرول وو. په ۲۰۰۲ م کې د افغانستان صدر حامد کرزي په سرد قراقل په ليدو، د اروپا او امريکا د فېشن نړۍ ورته پام شو. د ازبکستان د مړ ژواندې قراقلي کې ساه پېدا شوه خو اوس بازار د افغانستان په لاس کې دی. ازبکستان اوس په دوېم نمبر کې ورسره سيالي کوي. په ۲۰۰۸ م کې د روسي صدر ولادي مير پوتين له خوا د پوځ لپاره خولۍ او د کوټ کالر د قراقل نه د جوړولو امر وشو. ښايي د ازبکستان قراقل بيا په نړۍ کې لومړې نمبر شي. په ځناورو د ظلم مخ نيوي سازمانونه د قراقل توليد يو ظالمانه کار گڼي. نور بيا د دې توليد د څاروو نه د غوښې، شيدې او د اگۍ اخيستو او خوړلو په شان گڼي.