فریدریک باستیا

کلود فریدریک باستیا (په فرانسوي ژبه: [klod fʁedeʁik bastja]؛ ۳۰ جون ۱۸۰۱ – ۲۴ ډسمبر ۱۸۵۰ زکال) فرانسوي اقتصاد پوه، لیکوال او د فرانسې د لیبرال مکتب دایمي غړی و. [۱۴]

فریدریک باستیا
(فرانسیسی: Frédéric Bastiat د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فریدریک باستیا
فریدریک باستیا

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Claude Frédéric Bastiat د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳۰ جون ۱۸۰۱[۱][۲]
مړینه 24 ډيسمبر 1850 (49 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روم   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ [۹]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
سياستوال
ليکوال [۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۱][۱۱][۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست [۱۳]
وټپوهنه [۱۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

باستیا د فرانسې د ملي اسمبلۍ د غړي په توګه د فرصت د لګښت (opportunity cost) مفهوم ته وده ورکړه او د ویجاړې شوې کړکۍ نمونه (parable of the broken window) یې وړاندې کړه. اقتصادي نظریه ورکوونکي ژوزف شومپیتر نوموړی «د نړۍ د ځیرک اقتصادي ژورنالیست» په توګه توصیف کړی.[۱۵][۱۶]

د کلاسیک اقتصاد او د آدم سمیت د اقتصاد د ملاتړي په توګه د هغه نظریاتو د آزاد بازار ملاتړ کاوه او اطریشي مکتب یې تر خپل اغېز لاندې راوستی و. نوموړی د قانون (The Law) په نامه خپل کتاب له مخې ډېر پېژندل کېږي؛ هغه کتاب چې په کې یې استدلال کړی؛ چې قانون باید د نورو د اموالو د غارت کولو پر ځای له خصوصي مالیکت څخه ملاتړ وکړي.  [۱۷]

بیوګرافي سمول

باستیا د ۱۸۰۱ زکال د جون میاشتې په ۲۹ مه نېته د فرانسې په سویل کې د بایون، اکیتن بندري ښار په بیسکای خلیج کې وزېږېد. پلار یې پیر باستیا په ښار کې له مخکښو سوداګرو څخه و. مور یې په ۱۸۰۸ زکال کې هغه مهال چې باستیا اووه کلن و؛ مړه شوه. پلار یې موګرون ښار ته کډه وکړه او باستیا هم له ځنډ پرته همالته لاړ. په موګرون کې باستیا خپل املاک د فرانسې د انقلاب پر مهال ترلاسه کړي و چې وړاندې مارکوئیز پویان ته اړوند و. پیر باستیا په ۱۸۱۰ زکال کې ومړ او فریدریک یتیم پاتې شو. هغه د خپل پلرني نیکه او د جاسټین باستیا په نامه مجردې عمه له خوا را لوی شو. هغه په بایون کې په یو ښوونځي کې شامل شو، عمه یې له دې امله چې چندان اهمیت یې ورته نه درلود هغه یې د سنت سور په ښوونځي کې شامل کړ. په ۱۷ کلنۍ کې یې ښوونځی پرېښود څو له خپل کاکا سره په کورنۍ سوداګرۍ کې کار وکړي. دا هماغه شرکت و چې پلار یې په کې ونډه لرله.[۱۸]

باستیا له دې امله چې نور یې نه غوښتل له خپل کاکا سره کاروکړي په پاریس کې یې له رسمي زده کړو سره فکري لیوالتیا پیدا کړه. د هغه دغه هیله پوره نه شوه ځکه نیکه یې له اقتصادي پلوه کمزوری شوی و او غوښتل یې په موګرون کې خپل جایداد ته لاړ شي. باستیا د هغه ملاتیا وکړه او د هغه پالنه به یې کوله. یو کال وروسته هغه مهال چې باستیا ۲۴ کلن و نیکه یې وکړ او کورني جایدادونه یې ده ته پاته شول؛ همدا و چې هغه د خپلو نظري څېړنو په موخه یو شمېر امکانات برابر کړل. باستیا د فلسفې، تاریخ، سیاست، دین، سفر، شاعرۍ، سیاسي اقتصاد او ژوند لیک لیکلو په ګډون په بېلابېلو برخو کې خپلو افکارو ته وده وکړه. په ۱۸۳۰ زکال کې د منځنۍ طبقې له انقلاب وروسته باستیا سیاسي فعال شو له دې وروسته په ۱۸۳۱ زکال کې د موګرون د سولې قاضي شو او په ۱۸۳۲ زکال کې یې د لندز د عمومي شورا (د ښاري کچې شورا) غړیتوب ترلاسه کړ.باستیا د ۱۸۴۸ زکال د فرانسې له انقلاب وروسته ملي قانون جوړونکې شورا ته لار ومونده.[۱۸]

د یو اقتصاد پوه په توګه د نوموړي عمومي فعالیت په ۱۸۴۴ زکال کې هغه مهال چې د نوموړي لومړنۍ مقاله په des économistes مجله کې د همدغه کال په اکتوبر میاشت کې خپره شوه؛ پیل شو او په ۱۸۵۰ زکال کې د هغه په ناڅاپي مړینې پای ته ورسېد. په ډېر احتمال سره باستیا په ټوله فرانسه کې د خپلو نظریاتو د ترویج کولو په موخه د سفرونو له امله په توبرکلوز ناروغۍ اخته شو او دغې ناروغۍ بالاخره د هغه د لا زیاتو ویناوو (په ځانګړې توګه په قانون جوړونکې جرګه کې چې په ۱۸۴۸ او ۱۸۴۹ زکال کې هغو ته ټاکل شوی و) مخه ونیوله او د هغه ژوند ته یې پای ټکی کېښود. د قانون په نامه خپل کتاب کې هغه لیکي: «زما د مړینې تر ورځې پورې به زه دغه اصل د خپلو رګونو په ټول ځواک سره اعلان کوم چې (افسوس! دا ټول کافي نه دي)». [۱۸]

مفسرین د هغه دغه وروستۍ کرښه د توبرکلوز ناروغۍ ته اړونده بولي. د ۱۸۵۰ زکال په مني کې د هغه ډاکټرانو نوموړی ایټالیا ته ولېږه؛ هغه لومړی پیسا او بیا روم ته سفر وکړ. د ۱۸۵۰ زکال د ډسمبر په ۲۴ مه باستیا هغه کسان چې له ده سره و خپل تخت نه نږدې وروغوښتل او په ۴۹ کلنۍ کې یې له مړینې وړاندې دوه ځلې د «حقیقت» (the truth) کلمه تکرار کړه. [۱۸]

آثار سمول

باستیا د اقتصاد او سیاسي اقتصاد په برخو کې د ګڼ شمېر اثارو لیکوال و چې په ټولیز ډول د واضح مدیریت، قوي استدلال او تند شوخ طبیعت له مخې ځانګړي کېږي. اقتصاد پوه موري روثبار لیکي چې «باستیا په واقعیت کې یو عالي او روڼ اندی لیکوال و، چې د هغه ځلاندې او ځیرکانه مقالې او افسانې تر نن ورځې پورې د اقتصادي ملاتړ پالې تګلارې او هر ډول دولتي کنټرول او سبسایډي پام وړ تخریب کوونکې دي. هغه په واقعي ډول د یو نامحدود ازاد بازار له ځلانده مدافعینو څخه و». په داسې حال کې چې خپله باستیا څرګنده کړې چې سبسایډي باید شتون ولري، خو په یو شمېر فوق العاده شرایطو کې باید محدوده شي، هغه زیاتوي: [۱۹]

«په فوق العاده شرایطو او یو شمېر عاجلو پېښو کې دولت باید له یو شمېر بدبختو کسانو سره د مرستې په موخه منابع ځانګړي کړي، څو له هغوی سره مرسته وکړي چې له بدلېدونکو شرایطو سره ځان برابر کړي». [۲۰]

د هغه د ډېرو پېژندل شوو اثارو څخه یو هم د اقتصادي ناروا څرګندونو (Economic Sophisms) په نوم د مقالاتو هغه ټولګه ده چې په des économistes مجله کې خپرې شوې، چې په کې یې له ازادې سوداګرۍ ملاتړ کړی. باستیا خپل دغه اثر هغه مهال چې په انګلستان کې یې ژوند کاوه؛ د فرانسې د جمهوریت رامنځته کوونکو ته یې له یو شمېر ګواښونو څخه د ډډه کولو په موخه د لارښونې په توګه لیکلی. یاد اثر په ۱۸۶۷ زکال کې امریکایي لوستونکو ته د امیل والټر په مستعار نوم د امریکايي اقتصاد پوه او د پیسو د تاریخ لیکونکي الکساندر دل مار له خوا  له ژباړې وروسته وړاندې شو. [۲۱][۲۲]

لیدلوري سمول

باستیا ټینګار کاوه چې د دولت یوازنۍ موخه د ژوندانه، ازادۍ او ملکیت په برخه کې د یو کس د حق خوندیتوب دی او په نورو شخصي موضوعاتو کې د دولت مداخله ګواښوونکې او یوه اخلاقي تېروتنه ده. له همدې امله باستیا دې نتیجې ته رسېدلی و چې دولت نه شي کولای د ژوندانه، ازادۍ او ملکیت له حقونو دفاع وکړي او یا هم داسې قوانین ترویج یا داسې چارې قانوني کړي چې له یوه کس څخه نورو کسانو ته د توکو د اخیستلو په موخه له دولتي زور یا قانون ګټنه وکړي. [۲۳]

هغه په خپل کتاب قانون کې څرګندوي چې که چېرې مخکښې طبقې یا سوسیالیستان له دولت څه د قانوني غارت په موخه ګټنه وکړي، دغه چاره د دې لامل کېږي چې بله اقتصادي – ټولنیزه ډله هم له قانوني غارت څخه ګټنه وکړي نو له همدې امله د سوسیالېستانو لپاره سم اقدام دا دی چې قانونی غارت ته پای ټکی کېږدي. نوموړی په خپل دغه اثر کې څرګندوي چې که چېرې قانون سوسیالېستي سیاستونه ترویج کړي؛ نه شي کولای له ژوندانه، ازادۍ او مالکیت دفاع وکړی. [۲۳]

باستیا د آزادې سوداګرۍ یو له پیاوړو ملاتړ څخه دی چې له ریچارد کوبدن او له انګلیسي Anti-Corn Law ډلې څخه یې الهام اخیستی چې په معمول ډول یې له هغو سره لیکونه تبادله کول او همدارنګه یې په فرانسه کې د ازادې سوداګرۍ له ټولنو سره کار کاوه. [۲۴]

د باستیا مقبره سمول

باستیا په روم کې ومړ او د ښار په منځ کې په سان لویدیجي ډي فرانسي کلیسا کې خښ شو. هغه د خپلې مړینې پر مهال اعلان وکړ چې د هغه ملګری ګوستاو دو مولیناری (په ۱۸۵۰ زکال کې د باستیا د قانون نومي کتاب خپرونکی) د هغه معنوي وارث دی.

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118905060 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Claude, Frédéric Bastiat — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/9865 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zs2wkk — subject named as: Frédéric Bastiat — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bastiat-frederic — subject named as: Frédéric Bastiat
  5. Médias 19 ID: http://www.medias19.org/index.php?id=14177 — subject named as: Frédéric Bastiat — دوتنه: Guillaume Pinson او Marie-Ève Thérenty — سرليک: Médias 19 — منښتلیک: Creative Commons Attribution-NonCommercial-NoDerivatives
  6. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/11293 — subject named as: Claude-Frédéric Bastiat — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  7. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=6196 — subject named as: Claude Frédéric Bastiat — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. subject named as: Frédéric Bastiat — CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=115176 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  9. https://books.google.com/books?id=YVMalkRzqMgC&pg=PT9
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700125 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  12. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/199596899
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700125 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  14. "Frederic Bastiat". Encyclopædia Britannica. (2 July 2019). 
  15. Initiated in 1820 at "La Zélée" lodge in Bayonne (La Franc-maçonnerie à Bayonne, 1980).
  16. "Frederic Bastiat". Encyclopædia Britannica. (2 July 2019). 
  17. Thornton, Mark (11 April 2011) "Why Bastiat Is Still Great" Archived 2014-09-14 at the Wayback Machine.. Mises Institute. Retrieved 1 August 2019.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ Roche III, George Charles (1971). Frédéric Bastiat: A Man Alone. New Rochelle, NY: Arlington House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0870001161. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Thornton, Mark (11 April 2011) "Why Bastiat Is Still Great" Archived 2014-09-14 at the Wayback Machine.. Mises Institute. Retrieved 1 August 2019.
  20. "Justice and fraternity" (15 June 1848). Journal des Économistes. p. 313.
  21. Bastiat, Frédéric [1845] (1996). "Economic Sophisms". Goddard, A. (trans.). Irvington-on-Hudson, New York: The Foundation for Economic Education. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Walter, Emile (del Mar, Alexander, pseud.) (1867). What is free trade? An adaptation of Frederick Bastiat's "Sophismes economiques". New York: G.P. Putnam and Son, repr. Dodo Press. کينډۍ:ISBN.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Bastiat, Frédéric. The Law. Ludwig von Mises Institute, 2007.
  24. Thornton, Mark (11 April 2011) "Why Bastiat Is Still Great" Archived 2014-09-14 at the Wayback Machine.. Mises Institute. Retrieved 1 August 2019.