فرشته غنی
فرشته غني د غلام حیدر لور چې په ۱۳۷۵لمریز کال کې د کونړ ولایت اسمارو ولسوالۍ د سیوري کلی کې زیږیدلې ده. په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د قلعه کاشف لیسې څخه له دولسم ټولګي فارغه شوه او په خپلو لوړو زده کړو په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوق او سیاسي علومو په برخه کې بوخته ده. فعالیتونهسمولفرشته غني د پښتو ژبې تکړه شاعره لیکواله او ژورنالیسته ده چې په شعر[۱] ویلو او لیکلو یې د ښوونځی په نهم ټولګي کې پیل وکړ، د شاعری احساس ورسره په اووم ټولګي کې ملګرۍ شو او تر ننه یې د ژوندانه په دې سفر کې ورسره ملتیا کوي، چې ډیری شعرونه یې په مجلو، کتابونو، او ځینو ورځپاڼو کې چاپ شوي دي. فرشته د شاعرۍ تر څنګ د ژوند او ټولنې د ناخوالو په اړه هم لیکنې[۲] کوي، او د لنډو کیسو په لیکلو کې هم لاس برې ده، هغې لومړنۍ لنډه کیسه د وینې په نامه له ډیوې سره مزل کتاب کې چاپ او خپره شوې ده. د پښتون لور یم د چا زوی خو نه یم، د فرشتې هغه لنډه کیسه ده چې د ډیرو پام یې د هغې لیکوالۍ ته واړاوه، په دغه کیسه کې د هغې نجلۍ د ژوند تصویر ښودل شوی چې په پښتنه ټولنه کې د دودونو په نامه په تیاره قفس کې بنده ده. فرشتې غني د خبریالۍ له دندې سره ځښته زیاته مینه ددې سبب شوه، چې هغه اوس په یوه خصوصی رسنۍ کې د خبریالې په توګه کار وکړي، د هغې د ریپوټونو ډیری موضوع ګانې[۳] د افغان ښځو د ژوند په اړه دي. اغلې غني د کلید رادیو ، مرسل اونیزې او موبي ګروپ ته هم د افغان ښځو پر وضعیت ریپوټونه[۴] چمتو کوي چې ډیر کله خپاره شوي دي. فرشته د انسجام، او کرښې اوونیزو سره سره تاند، افغان ملت او داسې نورو بیلابیلو ویبپاڼو ته پر بیلابیلو موضوعاتو لیکنې[۵] کوي. هغه اوس په یوه خصوصی پوهنتون کې د حقوق پوهنځي محصله ده، او ددې ترڅنګ یې د ژورنالیزم په برخه کې ځینې کورسونه، او ورکشاپونه هم تعقیب کړي چې د کار په برخه کې یې ډیره مرسته ورسره کړې ده. فرشته غني په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره هم ځینې مدني فعالینونه پیل کړي دي. جایزېسمول
لیکنېسمول
نورې سرچینېسمول |
- ↑ http://mirmanbaheer.com/%D9%BE%D8%A7%DA%86%D8%A7%D9%87-%D8%AF-%D9%85%D9%84%D8%AA-%D9%81%D8%B1%D8%B4%D8%AA%D9%87-%D8%BA%D9%86%D9%8A/
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑ http://tkg.af/pashto/2016/11/30/%d8%af-%da%89%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%8a-%da%a9%d9%85%d8%b1%d8%a8%d9%86%d8%af%d9%88%d9%86%d9%87%d8%9b-%d8%af-%da%9a%da%81%d9%88-%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7-%da%ab%d9%88%d8%a7/
- ↑ http://tkg.af/pashto/2016/12/07/%d8%b2%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%a7%da%a9%d8%a7%d9%86-%da%9a%da%81%d9%8a%d9%86%d9%87-%d9%81%d8%b9%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%86%db%90-%da%ab%d9%88%d8%a7%da%9a%d9%8a/
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ http://www.zarlakht.net/content.php?id=8017[مړه لينکونه]