فرانز الت (ریاضی¬ پوه)

فرانز لیوپولد الت (۳۰ نومبر ۱۹۱۰ – ۲۱ جولای ۲۰۱۱ ز کال) په اتریش کې زېږېدلی امریکايي ریاضي پوه و، چې د کمپیوټر ساینس په لومړنیو پرمختیاوو کې یې پام وړ ونډه لرلې. هغه له دې امله چې د حساب کوونکو ماشینونو د ټولنې یو له بنسټ اېښودونکو څخه و، ډېر مشهور شو، هغه له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۵۲ ز کال پورې د دغې ټولنې د مشر په توګه خدمت وکړ.

فرانز الت (ریاضی¬ پوه)
د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ نومبر ۱۹۱۰ او ۱۹۱۰[۱]
وين   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 21 جولای 2011 (101 کاله)[۲] او 21 جولای کال 2011 (100–101 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای وين (۱۹۱۰–۱۹۳۸)
نيويارک   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات (۱۹۴۴–)
اتريش   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۳]
انگليسي [۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شمېرپوهنه [۴]
اقتصاد سنجونه [۴]
سولګرپوهنه [۴]
سولګرپوهنه [۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د متحده ایالاتو فدرالي حکومت   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویانا سمول

الت د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ۱۹۹۰ ز کال د نومبر په ۳۰ مه نېټه په یوې سیکولار کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. هغه په ۱۹۳۲ ز کال کې د ریاضي په څانګه کې د ویانا له پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه کړ، د هغه د رسالې عنوان د یوې منحني له انحنا څخه متریکي تعریف (Metrische Definition der Krümmung einer Kurve) و. د هغه اصلي ښوونکي هانس هان او کارل منګر و. هغه د منګر د ریاضي په اړه د خبرو اترو په غونډو کې دایمي او فعال ونډه وال و. [وروستۍ خبره، کارلر منگر، Ergebnisse eines Mathematischen Kolloquiums، Springer-Verlag/Wien، 1998 ز کال] الت د ټولګو د نظري توپولوژي او د هندسې د منطقي بنسټونو په اړه په څېړنو بوخت شو.

له دې سربېره، څو کاله وروسته نوموړي له اقتصادي محاسبې سره لیوالتیا پیدا کړه، په الت کې دغه انګېزه د ویانا پوهنتون چې وروسته یې نوم د پرینستون پوهنتون ته واوښت د اقتصاد ښوونکي پروفیسور اسکار مورګنشترن له خوا رامنځته شوې وه. په ۱۹۳۶ ز کال کې، الت د اقتصادي مفاهیمو طبیعي بنسټونو ته پراختیا ورکړه او د "Ueber die Messbarkeit des Nutzens," تر عنوان لاندې مقاله کې یې هغه تشرېح کړل، وروسته له دې نوموړي دغه مقاله په اوسلو کې د ریاضي پوهانو په نړیواله کنګره کې وړاندې کړه (د اقتصاد په ژورنال کې (Zeitschrift für Nationalökonomie)، VII/2، چې په ۱۹۳۶ ز کال کې په آلماني ژبه چاپ شو). د دغې مقالې انګلیسي ژباړه د "مطلوبیت د اندازه ګیري اړوند" عنوان لاندې د لومړیتوبونو، مطلوبیت او تقاضا اړوند چاپ شوه: په مینه سوتا کې سمپوزیم (هارکورت بریس جوانویچ، ۱۹۷۱ ز کال).

نیویارک سمول

الت د نازي آلمان له خوا د اتریش تر نیولو وروسته په ۱۹۳۸ ز کال کې د خپلې مېرمنې آلیس مدرن سره د نیویارک ښار ته راغی، هغوی د ویانا له پرېښېدو څخه لږ وړاندې واده کړی وو. د راتلونکو څو کلونو لپاره د هغوی لومړنی لومړیتوب د هغه خپلوانو او ملګرو ژغورنه وه چې په اتریش او آلمان کې د نازیانو له خوا د ترور له ګواښ سره مخ وو. د دوی په هڅو کې د هغو امریکايي وګړو موندل و چې کولای یې شول د کډوالۍ وېزو لپاره د مالي ملاتړ کوونکي (سپانسر) رول ولوبوي، هغوی وکولای شول د نږدې ۳۰ لویانو او ماشومانو تېښتې ته لار برابره کړي.

الت له ۱۹۳۸ ز کال څخه تر ۱۹۴۶ ز کال پورې د شپږو کلونو لپاره د نیویارک ښار د اقتصادي محاسبې په انستیتیوت کې کار وکړ، د ده دغه کار په پوځ کې د دوه کلن خدمت له امله له وقفې سره مخ شو. هغه مهال چې نوموړی د اقتصادي محاسبې په انستیتیوت کې و، د اصلي څېړونکي او د څېړونکو د برخې د مرستیال په توګه یې خدمت کاوه او د څو ګونو یو بل سره تړلو لارو چارو په کارونه د اکانومېک ټایم مقالو په تحلیل بوخت و، چې د سوداګریزې وړاندوینې په موخه کارول کېدلې. د ده په چارو کې په ټولیز ډول د سوداګرۍ د وضعیت او په ځانګړي ډول د صنایعو، توکو، او ارزښتناکه پاڼو د بازار اړوند ارزونو په برخه کې له ریاضیکي لارو چارو کار اخیستل شاملېږي. یو له هغو پېرودونکو څخه چې الت به مشوره ورکوله د جنرال موتورز شرکت (General Motors Corporation) و.

پوځ – په ابردین کې مسئوله لسمه غرنۍ فرقه سمول

په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا د متحده ایالاتو د ورګډ کېدو پر مهال، الت د نظامي خدمت لپاره دواطلب شو، لومړی له دې امله چې پردی و وه نه منل شو؛ هغه په ۱۹۴۳ ز کال کې په پوځ کې شامل شو. (د امریکا د متحده ایالاتو تابعیت په ۱۹۴۴ ز کال کې ورکړل شو). له هغه وروسته الت په لسمه غرنۍ فرقه کې چې یوه مخکښه فرقه وه چې د سکي/ښویدنې، ډبرو ختنې او غرنۍ جګړې لپاره روزل شوي و، خدمت وکړ. د اونیو په پای کې د الت خوښېدله چې یوازې او یا هم له ملګرو سره صحرایي سکي ته لاړ شي او یا هم د هیل کمپ ته څېرمه غونډیو باندې وخېژي؛ له اراضي څخه د هغو یاددښت چې په ډبرو باندې له درې ځله ختلو وروسته یې راغونډ کړی و د ۲۰۱۴ ز کال په اوړي/مني کې د غرونو کلب ته اړوند ژورنال "آپالاچیا" کې خپور شو. د جنګ پای ته نږدې هغه د دوهم بریدمن په رتبه د افسرۍ له زده کړو فارغ شو.

په پوځ کې د خدمت پر مهال، نوموړی په ۱۹۴۵ ز کال کې په آبردین پروو ګروند کې د برېښنايي محاسبې لپاره د طرحې جوړولو مسئول وټاکل شو. له پوځ څخه له ترخیص وروسته، هغه بیاځلي د اقتصادي محاسبې انستیتیوت ته لاړ. د یو غیر نظامي په توګه هغه بیا ځلي له ۱۹۴۶ ز کال څخه تر ۱۹۴۸ ز کال پورې آبردین ته لاړ او د محاسبې د ازمېښت ځای لوړ پوړی مرستیال شو. دغه ازمېښت ځای د ریاضیکي خدمتونو هر اړخیزه سازمان و، چې د انالوګ او ډیجیټل محاسبې په لویو ماشینونو، پنچ کاردونو په نصب او د معلوماتو د راکمولو په خدمتونو یې کار کاوه.

د معیارونو ملي اداره، واشنګټن، ډي سي سمول

الت هغه مهال (۱۹۴۸-۱۹۵۲ ز کال) چې د محاسباتي ازمېښت ځای یا لابراتوار لوی مرستیال و او وروسته (۱۹۵۲-۱۹۶۷ ز کال) پورې د کارېدونکې ریاضي لوی مرستیال و، د ملي سټنډرډ یا معیارونو په لویه اداره او نورو فدرال حکومتي ادارو کې یې له کمپیوټر څخه ابتدايي استفاده رواج کړه، نوموړي همدارنګه د عددي تحلیل، احصایوي انجینري او د کارېدونکې ریاضي په نورو برخو کې څېړنې وکړې. له ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۶۱ ز کال پورې هغه د سټنډرډ د ملی ادارې د څېړنیز ژورنال اصلاح کوونکی یا اېډېټور و.

نوموړی د څو کلونو لپاره د سټنډرډ د ملي ادارې د پروګرامونو د مسئول په توګه چې د فیزیک او کیمیا په برخه کې د څېړنو لپاره مالي مرستې ورکول کېدلې په هند، پاکستان او اسرائیلو کې خدمت وکړ، دغه مهال بهرني اسعار (PL 480) د دغو موخو لپاره د دغې ملي ادراې په واک کې ورکړل شوي و.

دغه مهال، هغه همدارنګه د اتومات ژباړې په برخه کې له کمپیوټر څخه استفادې ته لیوالتیا پیدا کړه. د ده دغه لیوالتیا د محسباتي ژبو د ټولنې او په جاپان کې له یوې بلې ورته ډلې سره د دوه نړیوالو مشترکو ناستو لامل وګرځېده، چې یوه ناسته یې په واشنګټن ډي سي او بله یې په توکیو کې ترسره شوه.

د حساب کوونکو ماشینونو ټولنه – ACM سمول

الت د حساب کوونکو ماشینونو له ټولنې سره چې د ACM په لنډیز پېژندل کېږي، اوږده تاریخچه لري. هغه د دغې ټولنې یو له بنسټګرو او همدارنګه یې دریم رئیس و (۱۹۵۰-۱۹۵۲ ز کال). نوموړی د دغې ټولنې د ژورنال اېډېټور هم و (۱۹۵۴-۱۹۵۸ ز کال). الت له دغې ټولنې د بېلابېلو خدمتونو د جایزې (۱۹۷۰ ز کال) ترلاسه کوونکی و. په ۱۹۹۴ ز کال کې د لومړنۍ هغې ډلې غړی و چې د ACM د غړي په توګه وټاکل شو. الت له ۱۹۶۱ ز کال څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د ACM په استازولۍ د څېړنو په ملي شورا کې ګډون کاوه. نوموړی همدارنګه د امریکا د ریاضیکي ټولنې غړی، د امریکايي احصایوي ټولنې، د احصایوي ریاضي د انستیتوت، د اقصادي محاسبې د ټولنې او د محاسباتي ژبو د ټولنې پخوانی غړی و.

الت څو ځله د ACM د تاریخچې په اړه ولیکل او له هغه سره په دې اړه مرکې هم شوې دي. هغه د " ACM پنځلس کلني ولیکله: د ACM د پراختیا کلونه، هغه ډول چې د بنسټ اېښودونکو غړو او پخواني مشر فرانز ال. الت له خوا څرګنده شوې، د رول لوبوونکو او سازماني پراختیا د بهیر څرګندونکی دی چې د محاسباتي پوهې او وړتیاوو شریکولو ته ژمن دي" ( د ACM ارتباطات، جون ۱۹۶۲، ۵ ټوک، ۶ ګڼه، بیاځلي چاپ ۱۹۸۷ اکتوبر، ۳۰ ټوک، لسمه ګڼه).

اتا سی. مرزباچ په ۱۹۶۹ ز کال کې له الت سره د امریکا د تاریخ په ملي موزیم کې د کمپیوټر د شفاهي تاریخچې اړوند مرکه وکړه (https://web.archive.org/web/20100807021724/http://invention.smithsonian.org//downloads/fa_cohc_tr_alt690224.pdf). د دغې شفاهي تاریخچې متن د امریکا د فزیک په انستیتیوت کې د نیلز بوهر په ارشیف کې د ۱۹۶۹ ز کال د فبروري په ۲۴ مه او د مارچ په ۱۳ مه د لاسرسي وړ وګرځېد.

د حساب کوونکو ماشینونو ټولنې (ACM) الت ته په ۱۹۷۰ ز کال کې د توپیرلرونکو خدمتونو لومړنۍ جایزه ورکړه.

الت د ACM د بنسټ اېښودو په ۲۵ مه کلیزه کې "د کمپیوټرونو لرغون پېژندنه: خاطرات، ۱۹۴۵- ۱۹۴۷" (ارتباطات ACM، جولای ۱۹۷۲، ۱۵ ټوک، اومه ګڼه ) کې داسې لیکلي:

موږ بریالي شوي و چې جان فون نومان د اصلي ویناوال په توګه [د ACM د لومړۍ ناستې لپاره] وټاکو. هغه د برېښنايي محاسبې لپاره په اړتیا او د هغو په احتمالي اغېزو بحث وکړ. نوموړي د انیاک (محاسبه کوونکي او د برېښنايي عددي یوځای کوونکي) " د پروګرام جوړنې نوې لارې چارې " یادې کړې او زیاته یې کړه چې دغه لغت پاڼه په ښکاره ډول ډېره کوچنۍ خو په واقعیت کې ډېره پراخه وه؛ دا چې راتلونکي کمپیوټرونه، چې هغه مهال د طراحۍ په پړاو کې یې ځای درلود، په لسګونو مختلفې لارې چارې به له ځان سره ولري او دا د ټولو ریاضیاتو د څرګندولو لپاره کافي نه ګڼل کېږي... فون نومان زیاته کړه او وه یې ویل چې انسان باید له دغه کوچنۍ شمېرې حیران شي، ځکه انګېرل کېدله چې یوازې ۱۰۰۰ کلمې د واقعي ژوند د ټولو حالتونو لپاره بسنه کوي او ریاضي د ژوندانه یوه کوچنۍ برخه وه له همدې امله یې په دې ۱۰۰۰ کلمو کې ډېره کمه ونډه لرله. دغو خبرو تر ډېره د مخاطبینو ترمنځ خوشحالي او غږونه رامنځ ته کړل او فون نومان یې د دغه ویلو ته تشویق کړ چې :  "که چېرې خلک باور نلري، چې ریاضي څومره ساده ده، دا یوازې له دې خاطره ده چې هغوی نه پوهېږي ژوند څومره پېچلی دی".

جنیت بینتون په ۱۹۹۵ ز کال کې له الت سره مرکه وکړه (په دې نقل قول چې "فرانز الت د محاسبې لومړي کلونه او د ACM جوړښت په یاد لري"، ضمیمه ACMMemberNet له ACM ارتباطاتو سره، فبروري ۱۹۹۶، ۳۹ ټوک، ګڼه ۲).

هغه د ACM د ژورنال په ۵۰ کالیزه کې، د " ACM ژورنال – پیل" مقاله ولیکله ( د ACM ژورنال، جنوري ۲۰۰۳، ۵۰ ټوک، لومړۍ ګڼه).

ACM له پخوانیو مشرانو سره مرکه کړې، له دې ډلې په ۲۰۰۶ ز کال کې د اتشوشي اکیرا له خوا له الت سره مرکه؛ دغې مرکې او د الت اړوند د ACM منابعو ته د لاسرسي په موخه acm.org ته لاړ شۍ او «فرانز ال. الت» ولټوۍ.

د امریکا د فیزیک انستیتیوت، نیویارک سمول

هغه چې له ویتنام جګړې نا راحته شوی و، په ۱۹۶۷ ز کال کې یې د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت رسمي دریځ پرېښود او د معلوماتو د برخې د عمومي مرستیال په توګه په نیویارک کې د فیزیک انستیتیوت ته لاړ، هغه هلته د فیزیک د ژورنال په ادبیاتو کې د شته مقالو لپاره د معلوماتو د کمپیوټري سیستم په جوړولو کې اساسي رول درلود، له دې ډلې د مراتبو د سلسلې له مخې طبقه بندي، د موضوعاتو لپاره د نوملړ جوړولو او یو استنادي نوملړ په جوړلو کې.

تقاعد سمول

هغه په ۱۹۷۳ ز کال کې له تقاعد وروسته، په داوطلبانه ډول له هغو سازمانونو سره چې د سولې او عدالت په برخه کې یې کار کاوه، کار وکړ. د هغه چارې تر ډېره د آسیا په سوېل ختیځ کې پر سولې او د اټومي وسلو پر ضد فعالیتونو تمرکز درلود، په ځانګړې توګه له هغو روحاني او غیر روحاني سازمانونو سره چې د ویتنام په جګړه یې تمرکز درلود (۱۹۷۶-۱۹۹۱ ز کال) [شیلا کولینز، "د ټولو موسمونو سړی: له فرانز آلت ستاینه، " د CALC راپور، اکتوبر ۱۹۸۸ ز کال]. هغه په خپل ژوند کې په خپلو دایمي تفرېحي چارو قدم وهنې، غره ختنې او سکي/ ښویېدنې ته دوام ورکړ. همدارنګه یې په مجلسي موسیقي کې ویلون او ویلا هم غږول. جنیت هیز له هغه سره " په نیویارک کې متقاعد شۍ – آن که بډایه نه یاست" په نوم کتاب اړوند مرکه وکړه، (شیکاګو، بونس بکس، ۲۰۰۲). نوموړی د ۲۰۱۰ ز کال په نومبر کې، ۱۰۰ کلن شو.[۶]

ستاینې سمول

رینهارد سیګموند – سکالتز له الت سره د هغو آلماني او اتریشي ریاضي پوهانو د تاریخچې په اړه چې له هېټلر تښتېدلي و مرکه وکړه. هغه ریاضي پوهان چې له نازي آلمان تښتېدلي و: فردي برخلیک او نړیوال اغېز (د پرینستون پوهنتون نشریه، ۲۰۰۹ ز کال) (Mathematiker auf der Flucht vor Hitler: Quellen und Studien zur Emigration einer Wissenschaft, (Deutsche Mathematiker-Vereinigung, 1998)).

الت په ۱۹۹۸ ز کال کې په برلېن کې د ریاضي پوهانو په نړیوال کانګرس کې د المان د ریاضي ټولنې (Deutsche Mathematiker-) د مېلمه په توګه ګډون وکړ، څو خپل کار "ترور او تبعید: د ۱۹۳۳-۱۹۴۵ ز کلونو ترمنځ له برلین څخه د ریاضي پوهانو ویستل او پر هغو ظلم " نندارې ته وړاندې کړي.

د اتریش د ریاضي ټولنې (Oesterreichische Mathematische Gesellschaft) هغه ته بلنه ورکړه، څو د آلمان او اتریش د ریاضي ټولنو په ګډه ناسته کې ګډون وکړي او خپل کار "ویانا په ۱۹۳۸ ز کال کې او د ریاضي پوهانو وتل" نندارې ته وړاندې کړي. هغه د دغه علمي نندارتون په ترڅ کې، د خپلو خاطراتو په اړه خبرې وکړې، [«شخصي خاطرات 1938 (Personliche Erinnerungen)» د ریاضي نړیوال خبرونه (Internationale Mathematische Nachrichten,)، ګڼه 188 (2001)، 1–7 www.oemg.ac.at/IMN/imn188.pdf][۷]

د اتریش لومړي وزیر الفرد ګوزنباور د ۲۰۰۷ ز کال په مۍ میاشت کې، د «Ehrenkreuz fuer Wissenschaft und Kunst I. Klasse» جایزه الت ته ورکړه، چې په اتریش کې د علومو او هنر په برخه کې تر ټولو لوړ نښان دی. ډاکټر کارل سیګموند، د ویانا پوهنتون د ریاضي پروفیسور، په یوه علمي غونډه کې د جګړې پر مهال د ویانا د ریاضي په تاریخ کې د الت د ځایګي په اړه خبرې وکړې.[۸]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk20211117757 — د نشر نېټه: ۲۲ جون ۲۰۲۱
  2. http://www.legacy.com/obituaries/nytimes/obituary.aspx?n=franz-l-alt&pid=152715888
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk20211117757 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk20211117757 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk20211117757 — د نشر نېټه: ۵ ډيسمبر ۲۰۲۳
  6. (په 2010-12-10 باندې). Fit in the City – Fitness secrets of a 100-year-old man.
  7. "Personliche Erinnerungen an 1938," Internationale Mathematische Nachrichten, Nr. 188 (2001), 1–7 www.oemg.ac.at/IMN/imn188.pdf
  8. SAA [Standards Alumni Association] Newsletter, June 2007, p. 19