غان ریل ګاډی

غان ریل ګاډی (افغان ریل ګاډی) په انګلیسي زوړ نوم The Afghan اوسنی نوم The Ghan) د اسټرالیا هیواد د سویلي اسټرالیا آیالات له ایډلایډ ښار نه د استرالیا شمال داروین ښار پورې غځیدلی ترټولو اوږد د ریل ګاډی خط دی.

دوتنه:The Ghan Railgady.jpg
د غان ریل ګاډی انځور. د ریل ګاډی ترڅنګ د بي بي سي پښتو خبریال داوود اعظمی لیدل کیږي.

غان (ګان) ریل ګاډی د استرالیا په سویل کې د ایډلیډ ښار نه د یاد هیواد شمالی ښار داروین ته د ۳ شپو او ۴ ورځو په مدت کې رسیږي. غان د اسټرالیا د ترټولو پیژندل شوی او تاریخي ریل ګاډی دی، په نوموړی ریل ګاډی کې د مسافرو لپاره سیار رستورانت هم شتون لري.

ګالري

سمول

تاریخچه

سمول
 
د مرکزي اسټرالیا ریل ګاډی

په ۱۸۴۰م کتل کې (چارلز استورټ زوکړه بنګال، هند) بریتانوی څیړن پوه د اسټرالیا د مرکزي برخو د څیړلو لپاره استرالیا ته لاړ ترڅو د یادې لوې وچې په مرکزي برخو څیړنه وکړي، له استوارټ درې کاله وروسته اسکاټلنډی څیړونکی مکدووال استوارټ د یاد هدف په موخه استرالیا ته لاړ، په هغه وخت کې د بریتانویانو لویه ستونزه د لرې واټن په سفرونو کې د آسونو له پښو لویدل وو، د لوی واټن د طې کولو لپاره آسونو ډیر شمیر خواړو او اوبو ته آړتیا لرله، په همدې د لیل په هغه وخت کې بریتانویان د آسونو پرځای د اوښانو څخه د کار اخیستنې په فکر کې شول، له هغې وروسته نوموړو له کندهار او کوټه څخه ګڼ شمیر افغان پښتانه اوښ لرونکي له ځان سره استرالیا یو وړل. د یادو څیړونکو له ډلی د بریتانیا په پوځ کې ویلیام جرویس پوځی انجینر هم وو. نوموړی په ۱۸۷۸ د افغان اوښبه لرونکو په مرسته د استرالیا په مرکزي برخو کې د ریل ګاډی په جوړولو پیل وکړ چې په ۱۸۸۱م کال کې د پروژې لومړنې برخه پای ته ورسیده. جروویس غوښتل د استرالیا په سویل کې ددې هیواد اډلیډ ښار د یاد هیواد په شمال کې د پروت داروین ښار سره د ریل ګاډی له لارې ونښلوي، اما په ۱۸۸۳م کال کې جروویس د نیوزیلنډ عمومي قمندان په ټاکلو سره د ژوند ترپایه ونشوه کولای خپله پروژه سرته ورسوي. په ۱۸۹۱م کال کې له کورن ریل ګاډی تمځای نه اودناتا ته لومړنی ریل ګاډی ورسید، ویل کیږي په هغه وخت ۱۵۰ افغان اوښبه وو په یاده پروژه کې کار کوه.

د ریل ګاډی افغان نومول

سمول
 
د نيو ساوت وېلز په باورک مړيستون کې د يوه افغان اوښبه ظريف خان هديره (۱۸۷۱ ز،-۱۹۰۳ ز،)

د لومړنی ریل ګاډی د عملی سفر نه وروسته د افغان اوښبه وو د کار نه د مننې په خاطر یاد ریل ګاډی په هغه وخت کې د (افغان اکسپرس) په نوم ونومول شو، اما له هغې ورسته یاد نوم دوه ځلي تغیر موم چې لومړی (غان اکسپرس) او اوس هم (غان/The Ghan) په نوم پیژندل کیږي. افغان اوښبه د اډلیډ په ۷۰۰ کیلومترې کې په مري(Marree) ښار کې میشت وو، له زیات وخت وروسته چې د لومړنیو اوښبه وو ترڅنګ ګڼ شمیر نور هم استرالیا ته د کار په خاطر بلل شوي وو ګڼ شمیر له ودونو وروسته هلته میشت شول، د وخت له تیریدو وروسته افغانانو د ځان لپاره په کوچینی ماري ښار کې مسجد جوړ کړ، له هغې وروسته په ۱۸۸۹م کال په اډلیډ ښار کې بل مسجد جوړ شو چې لا تراوسه فعال دی. د ریل ګاډی د پروژی وروسته یو شمیر افغانان بیاځلي افغانستان ته ستانه شول اما ګڼ شمیر د کورنیو په جوړولو سره په ماري کې میشت شول، اوس هم په ماري ښار کې د یادو افغانانو لمسي په ماري ښار کې د اوښانو د ځغاستې او سپریدلو کلنۍ لوبه ترسره کوي، ماري ته د ورتګ سره د (بی جا درویش)(دوست محمد خان) (شمروز خان) او (ظریف خان) کورني نومونه لا اوس هم د هغوې له لمسیانو له نومونو سره اوریدل کیږي. (درویش بی جا) په هغه وخت کې یو له پیژندل شوو افغانانو څخه وو، نوموړی په ۱۹۵۷م کال کې په (پورټ آګوستا) ښار کې ومړ. مشهور اسټرالیایی شاعر (داګلاس اسټوارټ) په خپل یوه شعر کې له درویش بی جا څخه یادونه کړې.

د جک اکبر عشق

سمول

يادونه

دا برخه بايد په افغانان (آسټراليا) کي ځای پر ځای دي!'


 
لالی او جک اکبر. افغان اوښبه او بومي استرالیایي میرمن یې.

اوس هم په اسټرالیا کې د افغان اوښبه وو په اړه ګڼ شمیر قیصې اوریدل کیږي، د یادو اوښبه وو د قیصو له ډلې یوه هم د (اکبر با) د زوی عاشقانه قیصه ده، اکبر بای چې د خپل زوی سره استرالیا ته راعلی وو دده له مړینې وروسته د نوموړی زوی چې اوسمهال د (جک اکبر) په نوم پیژندل کیږي لومړی د اوښبه او وروسته هم د (کالسکه ران سیمه کې د حکومتي پست چي په خیص په کار مشعولیږي، جک اکبر لویدیځی استرالیا ته د سفر پر مهال له یوې بومي استرالیایي جلۍ د (لالی متبار) په نوم سره آشنا کیږي. نوموړي د یوبل له پیژند ګلوې وروسته سره په یوبل عاشقیږي، بلاخره له یوبل سره د واده تصمیم نسئ. اما د استرالیا د ۱۹۰۵م کال قانون له مخې د استرالیایي بومیانو سره د غېرې بومیانو د واده اجازه نه ور کوي، له دی سره سره اکبر جک او لالی د استرالیا سویلي اډلیډ ښار ته تښتي او هلته په یو دولتي دفتر کې له یوبل سره واده کوي او په هماغه ښار کې میشتیږي. اما د نوموړو واده لا هم غېرې قانوني بلل کیږي بلاخره د ایډلیډ پولیس ددوې د نیولو وروسته دواړه لویدیځې استرالیا ته انتقالوي ترڅو له یو بل څخه بیل ژوند غوره کړي، د جک اکبر د څو کلونو بی نتیجې شکایتونو وروسته د لویدیځې استرالیا لویې څارنوالې دواړه د ګډ ژوند د کولو په خاطر بل آیالات ته تبعید کړل، د محکمې د پریکړې وروسته نوموړي ایډلیډ کې میشت شول، جک اکبر او لالی په ایډلیډ کې د خپل ګډ ژوند د تیرولو پرمهال د دوه زامنو او لوڼو خاوندان شول. د لالی او اکبر له قانون نه د سرغړونې دوسیه په ۱۹۷۰م کال کې د حکومت لخوا وتړل شوه.

د ریل ګاډي ترڅنګ نورې پروژې

سمول

د ریل ګاډی د پټلې د جوړولو ترڅنګ په نورو ګڼ شمیر پروژو کې افغانانو ونډه لرله چې یوه له هغوې څخه د مرکزي استرالیا تلګراف خط پروژه وه.

د اوښانو اوسنی حال

سمول

   

د ریل ګاډی او مرکزي تلګراف د پروژو وروسته افغان اوښبه وو خپل اوښان د استرالیا په دښتو کې پریښودل چې اوسمهال په استرالیا کې د نړۍ د اوښانو ترټولو ډیر له یو میلیون څخه زیات اوښان شتون لري.

ستاینه

سمول
 
له ۱۸۴۰ تر ۱۹۶۰م کلنو پورې په اسټرالیا کې د افغان اوښبه وو د یاد ګار لپاره د د استرالیا حکومت د یاد هیواد په ضراپخونه کې دوه ډوله سکې د افغان اوښبه وو په نوم و نومولې.

ددې ترڅنګ په ۲۰۲۰ په وروستیو کې د استرالیایي سینما لخوا په نوموړو اوښبه وو پښتنو د The Furnace) په نوم یو سینمایي فیلم هم جوړ شوی دی.

 
په افغان اوښبه وو د جوړ شوی The Furnace (کوره) نومي فیلم اړوند آنځور.

سرچینه

سمول

بي بي سي پښتو https://www.bbc.com/pashto/afghanis[مړه لينکونه] tan/2016/06/160625_gn_afghan_cameleers_australia.amp او اس بي اس پښتو راډیو

https://www.sbs.com.au/language/pashto/audio/did-you-know-afghan-cameleer-mirza-khan-was-exporting-sheep-to-other-countries