علامه حبيب الله کندهاری (حبو اخوندزاده)

علامه حبيب الله کندهاری (حبو اخندزاده) د ملا فيض الله زوی دئ چي په معقولو او منقولو علومو کي د تبحر درجې ته رسېدلی وو. دعلم او فضليت انګازې تر هيواد دباندي ملکونو (ايران، هند او حجاز) ته رسېدلي وې او په بهر کي ئې د پوهانو له خوا د (محقق کندهاري)، (فاضل کندهاري) لقبونه ګټلي وه، د خپل هيواد په علمي حلقو کي په (حبو اخندزاده) باندي مشهور وو.

علامه حبيب الله کندهاری د (۱۲۱۳ هـ.ق.=۱۷۹۸ ع.) کال د کندهار ښار باميزو په کوڅه کي پيدا سو. لومړنۍ زده کړي ئې د خپل فاضل پلار تر لارښووني لاندي د کورنۍ له غړو څخه وکړې. په ځواني کي ئې د خپل عصر مروج علوم (صرف، نحوه، بلاغت، تفسير، حديث، فقه، اخلاقيات) ولوستل، پر دې سربېره ئې په رياضي او نجوم کي هم ژوري مطالعې وکړې. د علامه حبيب الله کندهاري په استادانو کي د دوو تنو نومونه ياد سوي دي، يو د احمدشاهي کندهار قاضي القضات ملا احمد الکوزی او بل ملا فرح الدين اخند ئې پر استادۍ سربېره، روحاني مرشد هم وو.

علامه حبيب الله په عربي، فارسي او پښتو کي زيات کتابونه تاليف کړي دي چي شمېر ئې تر ديرشو اوړي. په همدغه درو ژبو کي ئې شعر هم وايه.

علامه حبو اخندازاده د حج فريضه ادا کړې وه. تر وفات وروسته ئې پر مېنه درې زامن پاته سول.

د کندهار ښار د ډنډ چوک په ختيځ کي د کندهار هرات پر لويه لار پروت منځنی ښوونځی د فاضل کندهاري په نامه نومول سوی وو.[۱]

  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.