عبدالکريم سروش
حسین حاج فرج دباغ[۸] (زادهٔ ۱۳۲۴) چې د عبدالکریم سروش نوم یې ځانته غوره کړې، یو ایراني دیني مفکر، متکلم (دې خپل اندو اند د نوي کلام کلام جدید یادوي او خپل کلامي تگلاره نو معتزلي)، فیلسوف، شاعر او ایرانی ژباړن دی. دې له ۱۳۷۸ز کال راهیسې د هارورډ پوهنتون او پرېنسټون پوهنتون کې (۱۳۸۱-۱۳۸۰) بوخت و. او په هغه درې ورځیني کانفرانس کې چې د ستمبرمیاشت، کال ۲۰۰۷ز د مولوي په اړه مرېلېنډ پوهنتون کې ترسره شو هم خپله وینا اورولې و. ژوندلیکعبدالکریم سروش په ۱۳۲۴ز د تهران په ښار کې دې نړۍ ته سترگې راغړولې دي. منځنۍ زده کړې یې په علوي ښوونځي کې ترسره او لوړې زده کړې یې د تهران پوهنتون په درملجوړونې پوهنځي کې ترسره کړې. دې د لمریزکال په ۵۰مه لسیزه کې د لندن ته وخوځېد، او د تجزیې کیمیا په څنگ کې یې لویدیزه فلسفه هم زده کړه، او د آیتالله بهشتي په استازیتوب یې د شیعه گانو په اسلامي مرکزونو په ځانگړې توگه «امام باړه» (چې د ایراني شیعه انقلاب څخه وروسته د ایراني دولت لخوا اخیستل شوې او د کانون توحید په نامه نومول شوې وو) برخه اخیسته. ډاکټر سروش په انگلېستان کې دوه تحلیلي برخو کې زده کړې وکړې، یوه په تحلیلي کیمیا کې او بله هم په تحلیلي فلسفه کې. کېمیا کې یې د نااوبلنو محصلولاتو کې زده کړه وکړه.[۹] اندواندسروش او فرهنگي انقلابنیوکېځینو شیعه سرچینو په ډاکټر سروش نیوکې کړي او ورڅخه یې غوښتي چې توبه وکاږي. ایت الله ناصر مکارم شیرازی په خپلو کلکو نیوکو کې د سروش له ځینو آندواند چې دې یې د قرآن کریم په اړه لري رټلې او ورڅخه یې غوښتي چې توبه دې وکړي..[۱۰] آیت الله جعفر سبحانی هم د سروش په اړه یوه انتقادي لیکنه خپره کړه، چې دا لیکنه ددې دواړو ترمنځ د قرآن په اړه د یو لړ مباحثو پیل وگرځېد.[۱۱] لیکنې یې
د شعر بېلگې یېغزل واره پایان دیوان نبوت
له کروبي څخه ملاتړدا هم وگورﺉسرچینې
بهرنۍ تړنې |