عبدالكريم رسوا

عبدالكريم رسوا (زوکړه ۱۳۰۳ لمريز لېږدي کال، د کندهار ښار - مړینه؟) د افغانستان يو پښتو ژبی يو ولسي شاعر وو.

مخينه سمول

عبدالكريم رسوا د بهادر خان زوى، پر ۱۳۰۳ لمريز لېږدي كال د كندهار د شاه بازار د سدوزو دانې په عليزو كوڅه كې په خپل پلرني ټاټوبي كې زېږېدلى دى. زده كړې يې نه دي كړې، خو بيا يې هم له اته كلنۍ څخه شعر ويل پيل كړی او تر ۱۵ كلنۍ وروسته يې د شعر ويلو له كبله د كندهار په گوټ گوټ او كلي په كلي كې داسې شهرت خپل كړ، چې هر چا به هغه او د هغه هنر ته درناوى كاوه. دغه هڅونې د هغه لپاره د لا پرمختگ زمينه برابره كړه. نوموړى د خپلې كمزورې وټې (اقتصاد) او بېوسۍ له كبله نه دى توانېدلى چې خپل اثار چاپ او تر خپلو وگړو يې ورسوي. هغه يو شمېر شعري ټولگې لري چې تر اوسه لا ناچاپه پاتې دي.

پر دې سربېره يې گڼو سندرغاړو ته هم شعرونه كښلي، چې لاندېنيو هنرمندانو يې شعرونه د ترنم له خوږو سره تر اورېدونكو رسولي دي. لكه ارواښاد عبيد الله جان کندهاری، سيد محمد، ولي محمد، اغا محمد، صالح محمد او نورو.

په پخوانيو شاعرانو كې يې مير يحيى ډېر خوښېده او ډېری مهال به يې د نوموړي ارواښاد شعرونه لوستل. په نويو هغو كې يې ارواښاد گلبويدار د خوښې وړ شاعر وو. كه څه هم زده كړې يې نه وې كړې، خو بيا هم د ښه فهم، ذهن او سليقې خاوند وو.

عبدالكريم رسوا په خپل فقيرانه او ملنگانه ژوند كې د سرو او سپينو له نشت سره مخ وو، خو د هنر له مخې شتمن وو، چې خپل هر مينه وال ته به يې خپل شعرونه په داسې لهجه او بڼه اورول، چې د شعر خوند يې دوه گرايه كاوه. نوموړى د كندهار له هغو گوته په شمار ولسي شاعرانو څخه دى، چې خپل مينه وال لري او دا هم بايد زياته كړو، چې د شعر زيات مينه وال يې نالوستي كسان دي.

د شعر بېلگه يې سمول

ښايست دې په گلشن او لاله زار اور لگوي بیشکه په گلانو د گلزار اور لگوي
تاقت دې د ښايسټ لري باغ حرم عشاق یې لیوني کړه، وار په وار اور لگوي
گلشن او گلستان یې په جمال گټلی دی دا سرو زیبایي په جلوه دار اور لگوي
افتاب او مهتاب دواړه خجل سول و رڼا ته دلکشه زما یار دی، په سینگار اور لگوي
حضور یې وگټی د پاک الله رب المنان دا فضل د رب گوره یار په یار اور لگوي
عبدالکریم رسوا یم دا یې نلرم جواب یوازی به زه نه یم، په اشعار اور لکوي

ليکلي نښيرونه يې سمول

۱- بهار روحاني (شعري ټولگه).

۲- گلزار بوستاني.

۳- مناكب الاوليا.

۴- د گېلانيانو باغ.

۵- سيف الاسلام.

۶- د طالبانو كاروان.

۷- غيبي خزانه.

سرچینې سمول

کينډۍ:تړنه پکار ده