ډګر جنرال عبدالقادر

(له عبدالقادر (افغان کمونېست) نه مخ گرځېدلی)

ډګر جنرال عبدالقادر افغان سیاستوال، دیپلومات او د افغانستان د هوايي ځواکونو پخوانی افسر و چې مرسته یې وکړه ولسمشر محمد داوود خان د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې د افغانستان لومړنی جمهوریت رامنځته کړي.

ډګر جنرال عبدالقادر
ډګر جنرال عبدالقادر

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۹۴۴
هرات   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 22 اپرېل 2014 (69–70 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
کابل   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند د خلق ډموکراتيک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکې ژبه پښتو، دري او روسي
پوځي خدمت
برخه د افغانستان هوايي ځواک   ويکيډاټا کې (P241) ځانګړنې بدلې کړئ

کاروونکي ژبي وموندل شو،

هغه د افغان هوايي ځواک قومانداني وکړه او د ثور په انقلاب کې یې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون پر ودانۍ برید وکړ. هغه مهال چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د ولسمشر داوود خان جمهوریت د یوې خونړۍ کودتاه په ترڅ کې له منځه یووړ او د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت اعلان یې وکړ؛ عبدالقادر د دریو ورځو لپاره د دولت د واکیال په توګه دنده ترسره کړه او واک یې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند رهبر نور محمد ترکي ته وسپاره. له دغه مهال وروسته نوموړي دوه ځله، د ۱۹۷۸ زکال له اپرېل میاشتې څخه تر اګست میاشتې پورې د نور محمد ترکي په کابینه او بیا ځلي له ۱۹۸۲ زکال څخه تر ۱۹۸۶ زکال پورې د ببرک کارمل په کابینه کې د دفاع د وزیر په توګه دنده ترسره کړه. د وزارت دویمه دوره یې په افغانستان کې د شوروي له جګړې سره هم مهاله وه.

لومړنی ژوند

سمول

عبدالقادر په ۱۹۴۴ زکال کې د افغانستان د سلطنتي نظام پر مهال د هرات ولایت په هرات ښار کې وزېږېد. نوموړی په خټه په هرات ولایت کې تاجک قوم ته اړوند و. هغه د افغان ملي پوځ له خو اداره کېدونکي حربي ښوونځي ته ولاړ او په شوروي اتحاد کې یې د میګ – ۱۵، میګ -۲۱ او سوخو -۷ الوتکو د مسلکي پیلوټ په توګه زده کړې وکړې. هغه خپلې پوځي زده کړې شوروي اتحاد کې وکړې او هلته له مخکښو زده کړیالانو څخه و. په افغان هوايي ځواک کې د دندې پر مهال د افغانستان له کمونېست ګوند سره مل شو او وروسته یې د دغه ګوند له پرچم ډلې سره لاس یو کړ. [۱][۲]

د ۱۹۷۳ زکال د جمهوریت غوښتونکو انقلاب

سمول

ډګروال عبدالقادر په ۱۹۷۳ زکال کې د پوځ د لوی درستیز جنرال عبدالکریم مستغني په ملاتړ د لومړي وزیر محمد داوود خان په مشرۍ له کودتاه سره مرسته وکړه. ولسمشر داوود خان واک ته له رسېدو وروسته د راډیکال ځمکنیو اصلاحاتو، د ګوندونو د قانوني کېدو او یو شمېر نورو اصلاحاتو ژمنه وکړه. همدارنګه یې پرچم ډلې ته په خپله کابینه کې د څلور وزارت خونو وړاندیز وکړ. قادر د پرچم ډلې د غړي په توګه د افغانستان د هوايي ځواک مرستیال وټاکل شو په داسې حال چې د پرچم بل ملاتړی جګړن ضیا محمدزی د پوځ لوی درستیز وټاکل شو. له دې سره داوود خان په ۱۹۷۴ زکال کې پرچمیانو ته اړوند وزیران او چارواکي له دندو ګوښه یا یې هم جګ پوړې دندې ترې واخیستې. قادر هم یو له دغو کسانو څخه و چې د کابل د پوځي مسلخ ریاست یې ورکړ. د قادر په ګډون د پرچم ډلې ګڼ شمېر ملاتړو خپل لوری بدل کړ او له خلقیانو سره مل شول.

د ۱۹۷۸ زکال په اپرېل میاشت کې ولسمشر داوود خان او د هغه سخت دریځي د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر خان نورستاني د افغانستان د خلق دیموکراتیګ ګوند د ځپلو په موخه شدید اقدامات تر لاس لاندې ونیول. وروسته څرګنده شوه چې دا یوه ناسمه پرېکړه وه. ډګروال قادر او جګړن محمد اسلم وطنجار چې په ملي پوځ کې د یاد ګوند له مخکښانو څخه و په ډېرې سختۍ وتوانېدل وتښتي. همدا و چې حفیظ الله امین د اپرېل د ۲۷مې نېټې سهار وختي په پټه سره د کودتاه د پیلولو امر ورکړ.

د ثور انقلاب

سمول

نوموړي په ارګ او د ولسمشر محمد داوود خان په استوګنځي باندې د برید امر ورکړ. دغه مهال اسلم وطنجار د زرېدارو د قواوو د څلورم کنډک د لومړي ټولي قومانداني کوله. د دوی تر قوماندې لاندې ځواکونو کابل ونیو. حکومت سقوط وکړ او محمد داوود خان شهید کړای شو. [۳]

د اپرېل په ۲۷ مه د ماښام په اوو بجو عبدالقادر د افغانستان راډیو له لارې په دري ژبه اعلان وکړ چې د ده له خوا د وسله والو ځواکونو انقلابي شورا رامنځته شوې او اوس مهال د دولت واک په لاس کې لري. د دغې شورا د لومړنیو اصولو اعلامیه چې د همدغې ورځې په ماښام کې خپره شوه؛ د اسلامی، دیموکراتیکو او بې پلوه آرمانونو بې ژمنې تائید و:

د راډیو له لارې اعلان وشو چې، د لومړي ځل لپاره په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، استبداد وروستني بقایا... پای ته ورسېدل او ټول دولتي واک د افغانستان د ولس لاس ته ورغی.

انقلابي شورا د حفیظ الله امین او جګړن اسلم وطنجار له خوا جوړه شوه او د یو ملکي حکومت د جوړولو تر مهاله یې د هېواد چارې پر غاړه واخیستې. د اپرېل په ۳۰مه د خلق دیموکراتیک ګوند انقلابي شورا (د نورمحمد ترکي او ببرک کارمل په مشرۍ) یو لړ برخلیک ټاکونکي فرمانونه صادر کړل. د لومړي فرمان پر بنسټ په رسمي بڼه پوځي انقلابي شورا لغو شوه. دویم فرمان چې د می میاشتې په لومړۍ صادر شو د کابینې غړي په کې وټاکل شول او قادر د دفاع وزیر شو.

د خلقي حکومت غړیتوب

سمول

نوموړی د ۱۹۷۸ زکال په مۍ میاشت کې د دفاع وزارت پر څوکۍ کېناست او د دریو میاشتو لپاره یې دغه دنده مخته یووړه. د می په ۶ مه قادر له شوروي قوماندانانو څخه د نیول شوو کسانو سره د چلن د ډول اړوند لارښوونه وغوښته. د اګست په ۱۷مه په داسې حال کې چې لا د دفاع وزیر و، په هغه توطئه کې د لاس لرلو له امله ونیول شو چې په ښکاره توګه له هېواده بهر د تبعید شوو پرچمیانو له خوا تنظیم شوې وه. له دې امله چې قادر په پوځ کې پام وړ محبوبیت درلود، ترکي د هغه د وژلو جرائت ونکړ او پر ځای یې نوموړی په ۱۵ کاله بند محکوم کړ. [۴]

د ترکي او حفیظ الله امین دغه سیاست چې غوښتل یې واک په بشپړ ډول ځانونو ته اړوند کړي او د هغو کسانو له شره ځان خلاص کړي چې ګویا نامطلوب دي تر ډېره څرګند شو. لومړي وزیر حفیظ الله امین وروسته وویل: [۵]

ګوند ونشو کولای له قادر څخه یو واقعي مارکسېست – لینېنېست جوړ کړي، هغه چې د هر ډول منفي اغېز پر وړاندې مقاومت ته چمتو و. دا زموږ تېروتنه وه.

د پرچمي حکومت غړیتوب

سمول

وروسته له هغه چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ زکال کې په افغانستان برید وکړ او حفیظ الله امین ووژل شو، قادر د ببرک کارمل د نوي واکمن شوي حکومت له خوا له بنده راخوشی او په ګوند کې هغه سیاسي ځایګی ورکړل شو چې له بندي کېدو وړاندې یې درلود. نوموړي بیا ځلي د ببرک کارمل په کابینه کې د ملي دفاع د وزیر (۱۹۸۲- ۱۹۸۵ زکال) په توګه خدمت وکړ. [۶]

د شوروي له برید وروسته کابل کلابند شو. پلونه وتړل شول، ښار ته په نښلېدونکو ټولو واټونو کې موانع او پټ کمینونه رامنځته شول. قادر دغه مهال د ښار قومانداني کوله. د هېواد په مشرتابه کې د بدلونونو د برخې په توګه هغه د ۱۹۸۵ زکال په نومبر میاشت کې د ګوند له سیاسي کمېټې استعفا ورکړه او راتلونکی کال د ولسمشر ډاکټر نجیب الله له خوا په وارسا، پولنډ کې د افغانستان سفیر وټاکل شو. نوموړی په ۱۹۸۸ زکال کې بېرته افغانستان ته راوغوښتل شو او د پارلمان غړی وټاکل شو. په ۱۹۸۹ زکال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته باور پر دې دی چې هغه بلغاریا ته وتښتېد او هلته یې سیاسي پناه وغوښته. [۷]

د ژوندانه وروستي کلونه او مړینه

سمول

قادر په بلغاریا کې له څو کلونو ژوند وروسته روسیې ته ولاړ چېرې چې د هغه کورنۍ استوګنه وه. په ۲۰۱۱/۲۰۱۲ زکال کې هغه افغانستان ته ولاړ، په کابل کې واوسېد او خپل کتاب یې بشپړ کړ. نوموړی د ۲۰۱۴ زکال د اپرېل په ۲۲ مه د مغزي سکتې له امله د شهید سردادر محمد داوود خان په پوځي روغتون کې ومړ. [۸]

سرچينې

سمول
  1. Adamec, Ludwig W. (2012). Historical Dictionary of Afghanistan (په انګليسي). Scarecrow Press. p. 569. ISBN 9780810878150. نه اخيستل شوی 13 October 2019.
  2. Adamec, Ludwig W. (2012). Historical Dictionary of Afghanistan (په انګليسي). Scarecrow Press. p. 569. ISBN 9780810878150. نه اخيستل شوی 13 October 2019.
  3. Frank Clements and Ludwig W. Adamec (2003-12-31). Conflict in Afghanistan: An Encyclopedia. ABC-CLIO Ltd. p. 207. ISBN 1851094024. نه اخيستل شوی 2009-03-24.
  4. Frank Clements and Ludwig W. Adamec (2003-12-31). Conflict in Afghanistan: An Encyclopedia. ABC-CLIO Ltd. p. 207. ISBN 1851094024. نه اخيستل شوی 2009-03-24.
  5. Vasili Mitrokhin (July 2009). "The KGB in Afghanistan". Woodrow Wilson International Center for Scholars. نه اخيستل شوی 2009-03-24.
  6. Frank Clements and Ludwig W. Adamec (2003-12-31). Conflict in Afghanistan: An Encyclopedia. ABC-CLIO Ltd. p. 207. ISBN 1851094024. نه اخيستل شوی 2009-03-24.
  7. Frank Clements and Ludwig W. Adamec (2003-12-31). Conflict in Afghanistan: An Encyclopedia. ABC-CLIO Ltd. p. 207. ISBN 1851094024. نه اخيستل شوی 2009-03-24.
  8. В Кабуле скончался участник Саурской революции генерал Абдул Кадир Хан [Participant in the Saur Revolution, General Abdul Kadir Khan, died in Kabul], 23 April 2014, نه اخيستل شوی 13 November 2019