عبدالستار نیازی

پوهنوال ډاکتر عبدالستار نيازی (۱۳۳۷ ل. - ) (په انگرېزي: Abdul Sattar Niazi) د شهيد عبدالغفار زوی د لغمان ولايت د علينگار ولسوالۍ د شوراباد د کلي اوسيدونکی دی. په ۳۷ ۱۳ لمريز کال کې زيږيدلی ، په ۵۵ ۱۳ لمريز کال د علينگار ولسوالی د شيخ محمد حسين د ليسې څخه په اعلی درجه فارغ او بيا د کانکور ازموينې د بريالۍ نتيجې څخه وروسته په ۱۳۵۵ لمر يز کال د ننگرهار پوهنتون د طب په پوهنځۍ کې شامل شو. چې په ۱۳۶۲-۱۳۶۱ هجري لمريز کال له طب پوهنځې څخه په اعلی درجه فارغ او بيا د روسانو د يرغل له کبله دخپلې کورنۍ سره گډوالۍ ته اړ او پاکستان ته کډوال شو. د هجرت په ديار کې د چين د ولسي جمهوريت په University Hospital Shanghai کې عملي او نظري لوړې زده کړې کړي دي ، او هم يې د شهيد ډاکتر محمد عمر ، شهيد داکتر عبدالشکور او د افغان سرجکل په روغتونونو کي د نورو ډاکتر صاحبانو سره يوځای د مجاهدينو او مهاجرينو په درملنه کي نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړې دي.


کله چي گران هيواد افغانستان د روسانو د يرغل څخه ازاد شو نو ښاغلی داکتر عبدالستار بيرته خپل هيواد ته د خپلې کورنۍ سره راستون شو او په ۸ /۱۰/ ۱۳۷۶هجري لمريز کال د ننگرهار د طب پوهنځي د اطفالو په څانگه کې د کدر د ازموينې څخه وروسته د استاذ په توگه مقرر شو. محترم پوهنوال ډاکتر عبدالستار ( نيازی ) د ۱۳۷۸ څخه تر ۱۳۸۱ نېټې پورې د پوهنتون روغتون سرطبيب و. پوهنوال ډاکتر عبدالستار ( نيازی ) د خپل سرطبابت په دوره کې د پوهنتون په روغتون کې د ټولو امکاناتو سره د نيونتولوژي څانگې بنسټ کښيښود، او هم يې د TFC څانگه فعاله کړه . چې په همدې دوره کې يې درې دورې ډاکترانو او نرسانوته په خپل ابتکار سره د شپږ شپږ مياشتو لپاره د خيبر ټيچينک هسپتال د نيونتولوژي په څانگه کې د ترېننگ زمينه برابره کړه. د پوهنتون روغتون د وينې بانک يې جوړ کړ، او د WHO, UNICEF، HNI او د وخت د نورو NGOs په مرسته يې د ډاکترانو ، نرسانو او د لب تکنيشنانو د علمي لوړتيا لپاره يې لوی او واړه طبي ، علمي ، مسلکي او روزنيز پروگرومونه دا ير کړي وو. چې په همدې روغتون کې د ډاکتر محمد هاشم ( وهاج ) له خوا د التراسونوگرافي د کورس د دوه دورو نارينوو او ښځينوو ډاکترانو فراغت يې لويه بيلگه ده . په ساختماني برخه کې د محترم ډاکتر صاحب د سرطبابت په دوره کې دده په هلو ځلو د پوهنتون روغتون د اوبو دوه لويې ذخيرې د ۸۰۰۰۰ ليترو په ظرفيت ، د ماشومانو الحاقيه تعمير چې اوس پکې د ماشومانو سوتغذي ماشومان او عاجل ناروغان بستر دي او هم د ولادي نسايي څانگې پولي کلينيک ساختمان په اساسي ډول جوړ شوي دي. پوهنوال ډاکتر عبدالستار ( نيازی ) تر اوسه پورې د طب پوهنځۍ د ماشومانو په څانگه کې د خپلو هيواد والو د بچيانو په طبي روزنه او هم د پوهنتون روغتون د ماشومانو په څانگه کې د خپلو هيواد والو د کوچنيانو په درملنه بوخت دی .

چاپ شوي علمي اثار

  1. د AFP سندروم د لاملونو د پيښو څيړنه
  2. په نوو زيږيدلو ماشومانو کې د تيتانوس د پيښو څيړنه
  3. د Beta thalssemia ناروِغانو د درملنې او وقايې اغيزمنې لارې او thalssemia کنترول پروگرام
  4. په ملاريا اخته ماشومانو کې د غوړلرونکو پروتينو د سويې د معلومولو څيړنه
  5. په غيراختلاطي PF ملاريا ناروغانو باندې دfansidar + chloroquine او artesunate fansidar + درملو د اغيزو پرتليزه څيړنه
  6. د نوو زيږيدلو ماشومانو د ژيړي د لاملونو فيصدي معلومول
  7. د سوتغذي ناروغانو د مهمو لاملونو فيصدي معلومول
  8. د نوو زيږيدلو ماشومانو په ژيړي باندې د معمولي او زرورق لرونکې فوتو تراپي پرتليزه څيړنه
  9. د ماشومانو د حاد نس ناستې په درملنه د Zinc او Vitamin A د اغيزو څيړنه
  10. د ماشومانو په بولي انتاناتو باندې د nitrofurantoin , gentamycine, nigram او ciprofloxacin د رملو د اغيزو څيړنه
  11. په نوو زيږيدلو ماشومانو کې د دتخرگ او مقعد د تودوخې د فرق پرتليزه څيړنه

د لیکوال لیکنې

  1. تغذیه
  2. د ټولیزو مايعاتو اړتياوې
  3. نو زوکړو کوشنیانو پېښلیک او کتنه
  4. د نيونيټل ماشومانو لپاره دالکتروليتونو اړتیا