نو زوکړو کوشنیانو پېښلیک او کتنه

دنووزيږيدلوکوچنيانو تاريخچې او معاينات History and Examination of the Newborn د ماشوم د مور د حمل د دوران بشپړه تاريخچې بايد واخستل شي يعنې د مور هره ناروغې په ماشوم کې د خاصو امراضو لامل گر ځي او لاندې فايدې لري.

  1. داکتر ته يو نظريه پيداکېدای شي د مثال په ډول که د ماشوم مور په Hypotension اخته وي نو اکثرا ماشومان AGA راځي او که د ماشوم مور DM ولري ماشوم به اکثرا L.G.A وي او هم ماشوم ته د Hypoglycemia خطره ده .
  2. د ماشوم مور او پلار ته د ماشوم د اينده ستونځو په باب يو څه نظر ورکولی شو چې دا به د ماشوم د Gestation Age، weight او نورو په باب تخميني معلومات د ماشوم مور او پلار ته ورکړئ چې ماشوم به يا Mental retardation او يا نور ولري .

(A د زېږېدنې څخه مخکې تاريخچې (Antenatal History) سمول

I. د ميندو عمر (maternal age) بايد ثبت شي. الف: ځکه هغه ميندې چې عمر يې د ۴۰ کلونو څخه زيات وي په دوی کـې سقطونه زيات او هم د کروموزمونو انومالي او ولادي نيمگړتياوې په کې موجودې وي. II. parity (زيږيدنه يا ولادت) (Primigravida & grand multipara) 1) پهPrimigravida کې لنگون سخت ،ځنډنی ، ماشومان وړوکې او تر ضيضاتو سره ډير مخامخ کېږي. 2) دGrand Multipara ميندوکوچنيان بېا SGA او د کم وزن لرونکې وي . III. ړومبی د ولادت څخه د ناروغيو موجوديت (Pre- pregnancy Medical illness)

  1. لکه په Hypertension ميندو کې د SGA , Still birth ، Prematurity، او Asphyxia پېښې زياتې دي.
  2. په Diabetic ميندو کــــــــــــــــــــــې د Prematurity ، Still birth , RDS, congenital anomalies , LGA پېښې زياتې دي.
  3. په Nephritisاو د زړه ناروغۍ لرونکو ميندو کې SGA پېښې زياتې واقع کېږي .
  4. په توبرکلوزيک ميندو کې SGA, Intrauterine infection ډير ليدل کېږي .
  5. په UTI او انتاني اخته ميندو کې Premature birth , SGA, Sepsis ډير ليدل کېږي .
  6. هغه ميندې چې Thrombocytopenia ولــــري د Anemia Thrombocytopenia , Still birth پېښې زياتې دي او د درقيه غدې ناروغۍ لرونکو ميندو کې Hypothyroidism او Hyperthyroidism پېښې زياتې دي. .

د خاصو پوښتنو په لړ کې د مور د عادت او نورو په باره کې پوښتنه وشي لکه هغه مورگاني چې Vegetarian او يا تمباکو استعمالوي نو ممکن ماشومان يې SGA وزېږېږي .

(B د زېږېدنې تاريخچه (Natal History) سمول

  1. د اميدوارۍ موده

چې مونږ سره دPremature او post mature په معلومولو کې مرسته کوي .

  1. Amniotic fluid:

د Oligohydramnios په پيښوکې داخـل رحمي مـړينه ، maturity post اوRenal agenesis رامنځته کېدای شي. برعکس که چېرې د polyhydramnios تاريخچې موجوده وي ښايي نوی زيږيدلی کوچنی په Anencephaly ، د مکزي عصبي سيستم په مل فورميشن ، ديافراگماتيک هرنيا، Omphalocele او قلبي عدم کفايې اخته شي . همدغه راز که چېرې مور د بدبويه امنيوتيک مايع تاريخچې ولري نو کوچنې به يې په Sepsis اخته وي . که نوموړې مايع کې ميکونيم وليدل شي نو د Mecunium aspiration اوAsphyxia ته بايد فکر وشي . ۳ : prolonged Rupture of Membrane (PROM): که چېرې د Amniotic غشا د څيرې کېدو څخه وروسته د ۱۸ ساعتو څخه زيات وخت تير شي او بېا ولادت صورت ونيسي نو ورته PROM وايي چې په کوچني کې دSepsis خطر زياتوي. ۴: ولادت (Labour) هغه ولادت چې ځنډنى شي نو ممکن دStill birth , Asphyxia اوMecunium aspiration پېښې زياتې کړي . ۵: Umbical cord که چېرې د نامه رسۍ د کوچني د غاړې څخه تاوه شوې وي نو دAsphyxia birthلامل گرځي .

۱۱ـ شکل ښي چې د نوم رسۍ د کوچني په غاړه کې تاوه شــــوې ماشوم cyanotic معلومېږي او د ماشوم دAsphyxia birth لامل گرځي . ۶: Presentation (vertex, breech or face) په Vertex اعتلان کې اختلاطات کم په presentation Breach کې دHip joint خلع او د فخذ کسر پيداکېدای شي . او په وجهى اعتلان کې د مخ ترضيض او سترگو کې هيموراژ منځ ته راوړی شي . ۷: د زيږيدنې طريقه forceps, cesarean Section ,Spontaneous vaginal د Spontaneous vaginal delivery انزار ښـه وي ، دforceps د استعمال په واسطه دFacial nerve palsy اود vacuum په واسطه د cephalo hematoma خطرات موجود وي . هغه کوچنيان چې دcesarean Section په واسطه پيــــــــــــــــــــــــــــــــداشوي وي د TTN(Transient tachypnea of newborn),RDS (Respiratory distress syndrome ) او Aspiration خطراتو سره مخ کېږي . ۸: د زيږيدنې په وخت کې ميندو ته دAnesthesia او ارامونکو درملو ورکړه د زيږيدنې په وخت کې ميندو ته د مورفين اوpethedine استعمال په کوچني کې د تنفسي انحطاط لامل گرځي . دcesarean Section په وخت کـــــــــــــــــــــــــــــــې د Anesthesia General استعمال د نوو زيږيدلو کوچنيانو د تنفسي انحطاط ،hypotension او hypothermia لامل گرځېدای شي . د موضعي انيستيزيا د استعمال په وخت کې که چېرې نوموړې درمل د وينې جريان ته داخل شي نو کوچني کې به bradicardia , hypotonia ,اختلاجات او متوسع حدقې رامنځته کړي .

C: د زېږېدنې څخه وروسته تاريخچې (Postnatal History) سمول

د کوچني د ژړا په هکله ژر او يا وروسته ( ژړانه کول پهAsphyxia او Sedation دلالت کوي) APGAR score د زېږېدنې څخه وروسته يو دقيقه او ۵ دقيقو APGAR score د ميندو څخه پوښتنه کېږي. د ولادت څخه وروسته د ژيړي ( ژېړی په هيمولايزس دلالـــــــت کوي ) , distress respiratory ، apnea او شديد خسافت پوښتنه بايد وشي .

D: د مخکېنى اميدوارۍ تاريخچې (Past Obstetric History) سمول

د مخکېنيو حملونو ، ژوندي ولادتونو ، سقطونو ، still birth او نورو پوښتنه وشي . E: History of Sibling د کورنۍ د مخکينيو کوچنيانو ( Sibling previus ) د ولادي نيمگړتياوو، دماغي تاخر، زيړی , exchange blood transfusion , او نورو په باب پوښتنه معلومات حاصل شي . F: family history ايا په کور کې د کومې مزمنې او يا حادې ناروغۍ او کوم مړ ماشوم تاريخچې شته او که څنگه .

G: ټولنيز او اقتصادي وضيعت (Socio Economic History) سمول

دمور او پلار عايدات او وظيفې دمور او پلار تعليم د اوسيدو د ځای په برخه کې معلومات ثبت شي .

دا هم وگورئ سمول

سرچینې سمول