عبدالرحيم هاتف (۱۹۲۷ - ۲۰۱۳ ز کال د اگسټ ۱۹) (۱۳۰۶ لمريز کال کندهار ، دويمه ناحيه-د ۱۳۹۲ ل ل کال د زمري ۲۸ هالنډ) د افغانستان ټولنيز ، سياسي شخصیت ، او ليکوال وو . دی دډاکتر نجيب الله ولسمشرۍ پر وخت د لويې جرگې مشر او دده د واکمنۍ په وروستۍ موده کې مرستيال ولسمشر او بيا چې کله ډاکټر نجيب د ۱۹۹۲ ز. کال اپرېل کې استعفا ورکړه، هاتف يې پر ځای شاوخوا دوه اوونۍ ولسمشر پاتې شو.

مخينه

عبدالرحیم هاتف د مولوي محمد ويس کاکړ زوی د ۱۳۰۶ ل ل کال د کندهار په دويمه ناحيه کې زېږېدلی دی . د ده د پلار او مور له خوا ډېری نيکونه پوهان او شاعران تېر شوي دي . د ده د پلار مولوي محمد ويس کاکړ په اړه عبدالروف بېنوا په اوسني ليکول کې هم یادونه کړې او دده یو نظم یې راوړی دی .

زده کړې

عبدالرحيم هاتف لومړنۍ زده کړې په کندهار کې وکړې او بيا په حبيبيه لېسه کې له زده کړو وروسته د ادبياتو پوهنځي کې زده کړې کړې وې.

دندې

ښاغلی هاتف د پاچا ظاهر شاه واکمنۍ لسيزې پر مهال په افغان ولسي جرگه کې له کندهاره استازی غوره شوی وو. نوموړی څه موده په کندهار کې د ميرويس نيکه په لېسه کې مرستيال مدير وو، وروسته يې بيا د احمد شاه بابا په لېسه کې د ښوونکي دنده درلوده ، تر دې وروسته يې د پوهنې وزارت څخه بهر اداري کارونه ترسره کول . عبدالرحيم هاتف په څلورو ژبو پوهېده ، پر هغو یې ليکل او له يوې څخه بلې ته ژباړه هم کولی شوای .

له هېواده کډوالېدل

چاپ شوي اثار

  1. د حمید ماشوخېل احوال او اشعار (څېړنيز اثر)
  2. ابن سینا بین الدین والفلسفه (له عربي څخه پارسي ته ژباړه)
  3. تنقید شعرالعجم (له اردو څخه فارسي ته ژباړه)

ناچاپه اثار

مړينه

عبدالرحیم هاتف د ۱۳۹۲ لمريز کال د زمري مياشتې پر ۲۸ د ۸۶ کلو په عمر په هالېنډ کې ومړ .

سرچينې

http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2013/08/130825_aa-pilwazai-a-hatef-art.shtml

  1. http://www.taand.com/?p=7564