عبدالخالق صادق

عبدالخالق صادق يا سيد عبدالخالق صادق (۱۳۲۰ - ۱۳۸۰) (ځينې سرچينې يې د مړينې کال ۱۳۸۴ لمريز ښيي) د افغانستان د کندهار يو پښتو ژبی ولسي شاعر وو .

مخينه سمول

عبدالخالق صادق پر ۱۳۲۰ ل کال په کندهار کې د ميرا اّغا په کور کې دې نړۍ ته سترگې پرانیستلې وې . ده د کندهار په بیلا بیلو ښوونځیو کې تر دولسم ټولگي پورې زده کړې وکړې او دوديزاسلامي علوم يې د كندهار په جوماتونو او ديني مدرسو كې ترسره كړل. ده د اته كلنۍ نه د شعرونو په لیکلو پیل وکړ او په ټولو پښتنو سیمو، په تیره بیا په کندهار ،هېلمند، روزگان، زابل او سویلي پښتونخوا کې يې د شعرونو لیوالان ډېر پيدا شول .

د مهال په تېرېدو سره د عبدالخالق صادق شعرونه داسې سيمه يزو سندرغاړو په خپلو سندرو کې زمزمه کړل لکه شاه محمد کندهاري، عبدالروف کندهاري، عبیدالله جان کندهاري، نعمت الله کندهاري، همدا راز د کندهار او سویلي پښتونخوا نورو ډیرو نامتو سندرغاړو . د ده ځينو داسې شعرونو لکه «ستا په لاس کې جام جام - خدای دې راپوخلا کړه» او «سترگې راپورته کړه اشنایه ماذديگر دی»، چې د سندرغاړو له خوا کمپوز شوی، د اورېدونکو په زړونو کې ځانگړی ځای نيولی دی .

عبدالخاالق صادق د ۱۳۴۰ او ۱۳۵۰ لمريزو کلونو تر مینځ د قادري بس ټرانسپورټ کې موټروان وو او دا بسونه به د کابل - کندهار او هرات تر مینځ لارو کې چلېدل او مساپر به يې وړل راوړل . د ده شعري دیوان د سویلي پښتونخوا په مرکز کوئيټه کې د مذهبي کتابخانې د مشر عبدالاحد همنوا له خوا چاپ شوى او خپور شوى دى. دا دیوان ٣١٤ مخونه لري چې پکې د سید عبدالخالق صادق آغا ټول شعرونه چي زیاتره يې سيمه ييزو سندرغاړو هم ويلي وو راټول شوي دي. سید عبدالخالق صادق دنگه ونه، ښایسته څیره او ږیره درلوده.

چاپ شوي نښيرونه سمول

  1. د عبدالخالق صادق دېوان، د ۲۰۰۸ ز کال چاپ، ۳۱۴ مخونه، کوټه .

د شعر څو بېلگې سمول

دا لاندې د ده یو له هغو شعرونو څخه دی چې سندرغاړي شاه محمد کندهاري په خپل خوږ غږ کې ویلی دی :

سترگې راپورته که آشنایه مازدیگر دی - ناوخته سو سبا به راسم

یا اجازه وکړه چې ځم په لویدو لمر دی - دورځې په رڼا به راسم

که ژوند باقي و سبا بیا راځم وتاته - نن دې ځواني ده که رخصت راکړې وماته

غني بادار مې نن د زړه په حال خبر دی - چاره نه لرم بیا به راسم

په تاپسې مې یاره پښې شولې تڼاکې - بس ده دا ستا په لمن ته اوښکې راپاکې

د یارۍ راز به پټ ساتو دا يې هنر دی - مجبوره یم په غلا به راسم

کله به وکم شکر خواب پر سپین مړوند ستا - ژاړم سید عبدالخالق یم نظربند ستا

د مازدیگر موسم که وخت ستا د چکر دی - سبا ماسپښین قضا به راسم

سرچينې سمول

  1. http://www.larawbar.net/1214.html Archived 2021-05-17 at the Wayback Machine.
  2. https://www.facebook.com/permalink.php?id=183921278322479&story_fbid=746737848707483
  3. پوهاند مجاور احمد زيار، پښتو بدلمېچ، يا پښتو شعر څنگه جوړیږي، د ۱۳۸۹ ل (۲۰۱۰ زېږدي) کال چاپ، ۲۰۲ مخ .
  4. http://pa.azadiradio.org/content/transcript/24636639.html