عبدالخالق اخلاص

عبدالخالق اخلاص (زوکړه ۱۲۷۶ لمريز لېږدي کال - مړینه د ۱۳۶۶ ل ل کال وږی) د افغانستان د ملي شورا وکيل، يو افغان پښتو ژبی ليکوال، شاعر او څېړونکی وو.

مخينه

عبدالخالق اخلاص د ملا جان آخندزاده زوی و. هغه په خټه ساپی او د هوز په کلي کې زېږېدلی و. پلار يې مخور ديني عالم و.

زده کړې

د خپل وخت ديني زده کړو تر څنگ يې عربي او فارسي له خپل پلاره لوستي وه. د احاديث او تفاسير زده کړې يې له يو بل ځای ترلاسه کړي وې.

دندې

لومړنۍ دنده يې په ۱۳۰۳ ل. کې له سرکاري ملازمته پيل کړې چې د نظامي کنډک کاتب او بيا پسې د کنډکمشرۍ رتبې ته ورسېد. په ۱۳۱۰ ل. کال کې د ملي شورا وکيل وټاکل شو. درې کاله په همدې دندې پاتې شو. په ۱۳۱۶ ل. کال کې د پښتو ټولنې رسمي غړی شو چې په دې وخت کې يې د مشرقي اتحاد ورځپاڼې مرستيال و. د ورځپاڼې د مرستيالۍ تر دندې وروسته د پښتو ټولنې د لغاتو د څانگې مدير شو.

ليکلي آثار

  1. گلشن رنگين - د پښتنو پاچايانو لنډ تاريخ چې په لاهور کې چاپ شوی.
  2. تصحيح التلاوت في علم القرائت
  3. نهضت پښتو
  4. لوی خويونه - ناچاپه اثر
  5. د نورستان حالات
  6. نورستان يا جديد الاسلام - د ۱۳۱۸ ل. کال په کالنۍ کې خپور شوی.
  7. استقلال د افغانستان منظوم تاريخ - ۱۳۶۵ ل. کال
  8. د استقلال څلورمه جبهه - ۱۳۶۵ ل. کال
  9. سيف الامان - ناچاپه اثر

باندنۍ تړنې

سرچينې

۱- http://kunar.gov.af/ps/page/10561/11363[مړه لينکونه]

۲-