عباس ۱
ستر عباس | |
---|---|
زېږېدنه | ۱۵۷۱ |
مړينه | ۱۶۲۹ |
کوړنی | صفوی کرنی (ترک) |
مخکنی حکمران | سلطان محمد خدابنده |
پیرو | شاه صفی |
عباس ۱ یا ستر عباس (په فارسی: عباس بزرگ) د صفوی کورنی څخه یو مشهور ترک شاه (پاچا) وو چی د ۱۵۸۷ کال څخه تر ۱۶۲۹ کال پورې یی په پارس (( اوسني ایران )) کي حکومت کاوه.
عباس د خراسان د ولایت یو والی (حکمران) وو چی په ۱۵۸۷ کال کی د کودتاه په مرسته د پارس شاه (پاچا) سو.
د عباس حکومت
کله چی عباس ۱ د شاهی پر تخت کښیناست نو خپل پلازمینه یې د قزوین څخه اصفهان ته نقل کړ او ایران په پراخه کولو یی پیل وکړ. نوموړي تر ټولو دمخه د ازبکی خانانو په خلاف جگړه پیل کړه او په لنډ وخت کي یې کندهار ونیوی. د ازبکانو تر ماتي وروسته ده د عثماني واکمنۍ د ناتوانه کولو لپاره د انگلستان او نورو اروپایی هېوادونو سره دیپلوماتیکي اړیکي ټینګي کړې او په ۱۶۰۲ کال کي یې د عثمانی امپراطوری په خلاف جگړه ترسره کړه چي په پایله کي یې تبریز، ایروان او کارس اشغال او د ترکانو له لاسه وویستل.
په ۱۶۰۶ کال کي عباس د انگریز په مرسته خپل لښکر عصری کړ او د سیس د ښار په جگړه کی یي عثمانی پوځ ته ماته ور کړه، چي په ترڅ کي یې آذربیجان، کردستان، موصل او بغداد لاس ته ورغلل. عباس د انگریز جنگي مرستو دومره ځواکمن کړ چي وروسته یې د پرتگال مستعمره (هرمز) هم ونیوی، او ورپسې یې د مغولو پر واکمنۍ په برید کولو سره د افغانستان خاوره تر اباسین پوري اشغال کړه.