صربستان او مونتينېګرو
صربیا او مونتینېګرو (په صربي ژبه: Cрбија и Црна Гора, Srbija i Crna Gora)، په رسمي ډول د صربستان او مونتینېګرو د دولتي اتحادیې په نوم پېژندل کېږي (چې په صربي ژبه: Државна Заједница Србија и Црна Гора, Državna Zajednica Srbija i Crna Gora) په بالکان کې پروت د ختيځې اروپا یو هېواد و چې له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې موجود و، د یوګوسلاویا د فېدرال سوسیالیستي جمهوریت تر لهمنځه تللو وروسته له منځه لاړ، چې له شمال څخه له مجارستان، له شمال ختيځ څخه له رومانیا، له سویل ختيځ څخه له بلغاریا، له سویل څخه له مقدونیې له لويديځ څخه له کرواتیا او بوسنیا او هرزګووینا او له سویل لویديځ څخه له البانیا سره ګاونډۍ و. دا هېواد د ۱۹۹۰ کال د اپرېل په ۲۷مه د یوګوسلاویا د فېدرالي جمهوریت چې د یوګوسلاویا د FR یا هم په ساده ډول د یوګوسلایا په نوم مشهور و او د صربیا او مونتینېګرو جمهویت پهکې شامل و رامنځته شو. په ۲۰۰۳ کال کې یوګوسلاویا له یو فېدرال جمهوریت څخه په یوه سیاسي ټولنه بدله شوه تر هغه چې د ۲۰۰۶ کال په جون کې مونتینېګرو له دې اتحادیې څخه بېله شوه او د صربیا او مونتینېګرو د خپلواکۍ لامل شوه.
Državna zajednica Srbija i Crna Gora (کينډۍ:ISO 639 name sr-latn)
پلازمېنه |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر | |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
د حکومت مشر | |
وګړنوم | |
غړی د | |
هېواد | |
ځایناستی د | |
ځایناستی |
د ړنګېدو وخت |
---|
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۷۷۷ پرېکرهلیک تر تصویب وروسته چې د یوګوسلاویا جمهوریت لهمنځه تلل يې تصویب کړل، ملګرو ملتونو دا د یوګوسلاويا SFR د یوازیني قانوني ځایناستي په توګه په رسمیت وپېژانده. د یوګوسلاویا فېدرال جمهوریت یو نوی هېواد و. ټولو پخوانیو جمهوریتونو د ځایناستۍ حق درلود حال دا چې هېڅ یوه هم د يوګوسلاویا د SFR نړیوال حقوقي شخصیت ته دوام ورنهکړ. په هر حال د سلوبوډان مېلاسوېچ (Slobodan Milošević) دولت له دغه ډول ادعاګانو سره مخالفت وکړ او له همدې امله FR یوګوسلاویا د ملګرو ملتونو له سازمان سره د یوځای کېدو اجازه نه درلوده. [۱]
د یوګوسلاویا فېدرالي جمهوریت (FR) له نړیوالې ټولنې سره لانجمنې اړیکې لرلې، ځکه د یوګوسلاویا او کوزوو د جګړې په بهیر کې اقتصادي بندیزونه وضع شول. چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۴ کلونو تر منځ د شدید انفلاسیون /تورم لامل هم شو. د یوګوسلاویا په جګړو کې د FR یوګوسلاویا ګډون د ډېټون له پرېکړهلیک سره پای ته ورسېده، چې د کرواسي، سلووېنیا او بوسني او هرزګوینا خپلواکي يې په رسمیت وپېژندله او همدارنګه یې د دولتونو تر منځ ديپلوماتیکې اړیکې جوړې او د صربیايي نفوس رول یې د بوسنیا په سیاست کې تضمین کړ. وروسته د کوزوو په خپلسري ولایت او د صربستان متوهیجا سیمه کې چې په شدید ډول له نژادي البانویانو سره ګڼنفوسه ده، د کوزوو د ازادۍ غوښتنې پوځ چې یوه البانیايي جلاغوښتونکې ډله وه د بلوا لامل شو. د کوزوو د جګړې پيل د لویديځ بندیزونه او همدارنګه د لویدځ وروستۍ لاسوهنه له سره کړه. دا نښته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۴۴ پرېکړهلیک له تصویب سره پای ته ورسېده. چې د FR یوګوسلاویا څخه یې د کوزوو اقتصادي او سیاسي بېلوالی تضمیناوه او د ملګرو ملتونو سازمان تر اداره لاندې راتله. کوزوو په ۲۰۰۸ کال کې خپله خپلواکي اعلان کړه. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]
اقتصادي ستونزې او جګړه د سلوبودان مېلاسوېچ دولت او د هغه له متحدینو څخه د ډېرېدونکې نارضایتۍ لامل شوه چې صربستان او مونتینېګرو یې د یو اغېزمن دیکتاتور په توګه اداره کوله. په پای کې دا د بولډوزر په انقلاب کې راټولیږي چې د هغه د دولت د نسکورېدو شاهد و او د یو صریبیايي او ووجېلسلاو کوستونیکا د دیموکراتیک اوپوزېسیون لهخوا يې مشري وشوه چې د ملګرو ملتونو له سازمان سره هم یوځای شو. [۸][۹][۱۰]
د یوګوسلاویا فېدرال جمهوریت په ۲۰۰۳ کال کې د صربستان او مونینېګرو د اساسي قانون د منشور له تصویب سره چې د صربستان او مونتینېګرو دولتي ټولنه یې رامنځته کړه د یوګوسلاویا د فېدرال اسامبلې تر رایې ورکونې وروسته پای ته ورسېد. په دې توګه د یوګوسلاویا نوم تاریخ ته پرېښودل شو. په مونتینېګرو کې د مایلو ډي کانوېچ په مشرۍ زیاتېدونکې جلاغوښتنه پهدې معنا وه چې د صربستان او مونتینېګرو په اساسي قانون کې داسې مصرې شاملې دي چې د مونتینېګرو د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنې ته يې د درې کلنې دورې تر تېرېدو وروسته اجازه ورکوله. په ۲۰۰۶ کال کې ټولپوښتنه مطرح شوه او له لږ اختلاف سره تصویب شوه. دا چاره د صربیا او مونتینېګرو د دولتي ټولنې د انحلال لامل شوه او په وچه کې د پرتو هېوادونو په توګه یې د صربستان او مونتینېګرو خپلواک جمهوریتونه رامنځته کړل. دا هغه وروستی ګام ګڼل کېږي چې د یوګوسلاویا انحلال ته یې د پای ټکی کېښود. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
نوم
سمولد هېواد رسمي نوم د «یوګوسلاویا فېدرالي جمهوریت»، (Савезна Република Југославија / Savezna Republika Jugoslavija) یا په اختصاري ډول د یوګوسلاویا FR و. د یوګوسلاویا د انګلیسي لیکدود بڼه Jugoslavija یوه مرکبه کلیمه ده چې له ('yug') [انګلیسي تلفظ يې د 'y' توری ] او slavija کلیمو څخه جوړ شوی. د jug یوګوسلاویایي کلیمه د «سویل» په معنا ده حال دا چې slavija (سلاویا) د سلاویایانو د خارې په معنا ده؛ په دې توګه به د یوګوسلاویا / " Jugoslavija" کلیمې ژباړه سویلي-سلاویا یا د سویلي سلاویایانو خاوره وي. دلیل یې دا دی چې د یوګوسلاویا لومړنۍ نظریه؛ د سویلي سلاویایانو یو دولت و چې د بهرنیو امپراتوریو پر وړاندې یې له خپل ځان څخه دفاع کولی شوی. د یوګوسلاویا لرغونی نوم په هېواد کې دننه په ټولو سویلي سلاویايي ژبو کې یو ډول پاتې شوی. [۱۶]
ان هغه مهال چې صربستان او مونتینېګرو د یوګوسلاویا د فېدرال جمهوریت یا په اختصاري ډول د یوګوسلاویا په توګه په رسمیت پېژندل شوی و د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو او متحده ایالاتو په ګډون ځينې هېوادونو هغه د صربستان او مونتینېګرو په نوم یادوه. ځکه د هغوی دولتونو د یوګوسلاویا د ځایناستۍ ادعا ناروا بلله. د ۲۰۰۳ کال اساسي قانون دا روښانه کړه چې د دې هېواد نوم یوازې «صربستان او مونتینېګرو» دی. [۱۷][۱۸][۱۹]
تاريخ
سمولپه ۱۹۹۰ لسیزه کې د یوګوسلاویا د SFR تر نسکورېدو وروسته د صربیا او مونتینېګرو دوه لویو جمهوریتونو سره هوکړه وکړه چې د یوګوسلاویا په توګه پاتې شي او په ۱۹۹۲ کال کې يې نوی اساسي قانون رامنځته کړ چې په بنسټیز ډول یې د یوګوسلاویا فېدرال جمهوریت د یو کوچني هېواد په توګه چې ډېری وګړي يې صربیان وو رامنځته کړ. نوي دولت د کمونیست نظام پاتېشوني پرېښودل: له ملي بیرغ څخه سره ستوري لرې شول او د صربستان او مونتینېګرو په استازیتوب يې د کمونیست نوی نښان پر ځای وټاکل شو. نوي دولت د ولسمشر دفتر هم رامنځته کړ چې د یو واحد کس لهخوا اداره کېده او لومړی د صربستان او مونتینېګرو جمهوریتونو له هوکړې سره تر ۱۹۹۷ کال پورې تصویب شو او وروسته ولسمشر په دیموکراتیک ډول وټاکل شو. د یوګوسلاویا ولسمشر د صربستان او مونتینېګرو د ولسمشرانو تر څنګ فعالیت کاوه. په لومړیو کې درېواړه دفترونه د سلوبوډان مېلوسوېچ د متحدانو او د صربستان د ملتپال ګوند تر ولکې لاندې و. [۲۰]
سرچينې
سمول- ↑ Murphy, Sean D. (2002). United States Practice in International Law: 1999–2001. Vol. 1. Cambridge University Press. p. 130. ISBN 978-0-521-75070-7.
- ↑ Lewis, Paul (29 October 1992). "Yugoslavs Face Hard Winter as the Blockade Bites". The New York Times.
- ↑ "The World's Greatest Unreported Hyperinflation". Cato Institute. 7 May 2007.
- ↑ "Summary of the Dayton Peace Agreement on Bosnia-Herzegovina". hrlibrary.umn.edu.
- ↑ Ozerdem, Alpaslan (27 July 2003). "From a 'terrorist' group to a 'civil defence' corps: The 'transformation' of the Kosovo Liberation Army". International Peacekeeping. 10 (3): 79–101. doi:10.1080/13533310308559337. S2CID 144017700 – via pureportal.coventry.ac.uk.
- ↑ "Kosovo Liberation Army | History & Facts". Encyclopedia Britannica.
- ↑ "S/RES/1244(1999) - E - S/RES/1244(1999)". undocs.org.
- ↑ "Slobodan Milosevic – The Dictator". BalkanInsight. 5 October 2010. بياځلي په 22 June 2021.
- ↑ Sudetic, Chuck (24 September 1992). "U.N. Expulsion of Yugoslavia Breeds Defiance and Finger-Pointing". The New York Times.
- ↑ "A Different Yugoslavia, 8 Years Later, Takes Its Seat at the U.N." The New York Times. Associated Press. 2 November 2000.
- ↑ "Yugoslavia consigned to history". BBC News. 4 February 2003.
- ↑ "Priželjkivao sam da na čelu Srbije bude – Srbijanac". Vreme.com (in Bosnian). 5 July 2012. بياځلي په 22 June 2021.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ "Министарство спољних послова Републике Србије". mfa.gov.rs.
- ↑ "Montenegro declares independence". BBC News. 4 June 2006.
- ↑ "Recount call in Montenegro vote". BBC News. 22 May 2006.
- ↑ "Yugoslavia | International Encyclopedia of the First World War (WW1)". encyclopedia.1914-1918-online.net.
- ↑ 1999 CIA World Factbook: Serbia and Montenegro Archived 2011-09-17 at the Wayback Machine.
- ↑ "Serbia and Montenegro". The World Factbook 1999. Virginia: Central Intelligence Agency. 16 August 2000. خوندي شوی له the original on 16 August 2000.
- ↑ "Constitutional Charter of the State Union of Serbia and Montenegro" (PDF). 2003. خوندي شوی له the original (PDF) on 26 February 2009. بياځلي په 26 February 2009.
The name of the state union shall be Serbia and Montenegro.
- ↑ Press, Central European University (1 January 2000). The Road to War in Serbia: Trauma and Catharsis. Central European University Press. ISBN 9789639116566 – via Google Books.