شمالي ایرلنډ

 

شمالي ایرلنډ چې د متحدې پاچاهۍ یا بریتانیا برخه دی د ایرلنډ د ټاپو شمال ختیځه برخه ده چې د یو هېواد، ولایت او سیمې په بېلابېلو ډولونو توصیف کیږي. شمالي ایرلنډ په سوېلي او لویدیځ اړخ کې د ایرلنډ له جمهوریت سره پرانیستې پوله لري. د ۲۰۲۱ زکال کې سرشمېرنې د شمالي ایرلنډ د وګړو شمېر ۱۹۰۳۱۷۵ تنه وښود چې د بریتانیا د ټولو نفوسو ۳٪ برخه او د ایرلنډ د ټاپو ۲۷٪ برخه جوړوي. د شمالي ایرلنډ شورا ۱۹۹۸ زکال ته اړوند د شمالي ایرلنډ د قانون له مخې جوړه شوې چې د اړوندو سیاستونو په برخه کې د ګڼ شمېر مسایلو مسئولیت پر غاړه لري؛ په داسې حال کې چې نورې چارې یې د بریتانیا دولت ته اړوندېږي. د شمالي ایرلنډ حکومت په څو برخو کې د بلفاسټ د هوکړې له مخې د ایرلنډ له حکومت سره همکاري لري. د ایرلنډ جمهوریت هم د بریتانیا او ایرلنډ د بین الحکومتي غونډې پر بنسټ د یو لړ نه سپارل شوو دولتي مسایلو په برخه کې مشورتي رول لري. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

شمالي ایرلنډ
شمالي ایرلنډ
شمالي ایرلنډ
بیرغ

شمالي ایرلنډ
شمالي ایرلنډ

ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۵۴°۳۶′۲۷″شمال ۶°۴۱′۳۳″لويديځ / 54.6075°شمال 6.6925°لويديځ / 54.6075; -6.6925   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 14130 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه بلفاست [۲]  ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې انګليسي ژبه ،  ايرلينډي ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
قانون جوړونه شمالی آئرلینڈ اسمبلی   ويکيډاټا کې (P194) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۸ مې ۱۹۲۱[۳]  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
نور مالومات
رسمي وېبپاڼه ‌‌‌‌‌‌‌‌
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +35348،  +4428  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

شمالي ایرلنډ په ۱۹۲۱ زکال کې جوړ شو، هغه مهال چې ایرلنډ د ۱۹۲۰ زکال د ایرلنډ د حکومت د قانون له مخې ووېشل شو او د شمال ختیځو شپږو ښارګوټو لپاره یې تفویض کړی حکومت رامنځته کړ. دغه چاره په وېسټ مېنسټر کې اتحادیه پالونکو او د دوی ملاتړو ترسره کړه ځکه چې د شمالي ایرلنډ ډیری برخه وګړي اتحاد غوښتونکي و او غوښتل یې په متحده پاچاهۍ کې شامل پاتې شي؛ دوی تر ډېره د بریتانوي پروتستانت مستعمره چیانو له نسب څخه و. ورته مهال د سویلي ایرلنډ اکثریت وګړو (چې په ۱۹۲۲ زکال کې یې د آیرلنډ آزاد دولت جوړ کړ) او د شمالي ایرلنډ یو پام وړ اقلیت چې ایرلنډي ملت پالونکي و (تر ډېره کاتولیکان و)؛ د یو واحد او خپلواک ایرلنډ غوښتنه یې لرله. نن ورځ لومړني یې ځان تر ډېره بریتانویان بولي خو دویمي بیا ځانونه جلا ایرلنډي هویت لرونکي بولي، په داسې حال کې چې دواړو خواوو ته اړوند یو پام وړ اقلیت بیا د شمالي ایرلنډي یا اولسټر هویت د لرلو ادعا کوي. [۱۲][۱۳][۱۴]

د شمالي ایرلنډ جوړېدل هم په دفاع او هم د وېش په برخه کې له تاوتریخوالو سره مل وو. د ۱۹۲۰ – ۱۹۲۲ زکال په نښته کې پلازمینه بلفاسټ د ټولیزو تاوتریخوالو شاهده وه؛ دغه تاوتریخوالي تر ډېره پورې د پروتستانت اتحادیه پالونکو او ملت پاله کاتولیکانو ترمنځ وو. په دغو تاوتریخوالو کې ۵۰۰ کسان ووژل شول او له ۱۰۰۰۰ څخه زیات چې ډېری یې کاتولیکان و کډوال شول. له دې وروسته په راتلونکو پنځوسو کلونو کې شمالي ایرلنډ په پرله پسې ډول د اتحادیه پالونکي ګوند د حکومت شاهد و. دغه مهال په دواړو ټولنو کې متقابل غیر رسمي جلاتوب شتون درلود او سربېره پر دې اتحادیه پالونکی دولت هم د ملت پاله او کاتولیک ایرلنډي اقلیت پر وړاندې په تبعیض تورن کېده. د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې د کاتولیکانو او ملت پالو پر وړاندې د تبعیض د پای ته رسولو مبارزې د اتحادیه غوښتونکو له مخالفت سره مخ شوې او دا یې جمهوري غوښتونکې جبهه ته اړوندې وبللې. دغه چارې یوې دېرش کلنۍ نارامۍ ته لمن ووهله او له امله یې د جمهوري غوښتونکو ملیشه وسله والو او دولت ته د وفاداره ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ۳۵۰۰ کسان مړه او ۵۰ زره نور هم ټپیان شول. په ۱۹۹۸ زکال کې د غوره جمعې هوکړه د بې وسلې کولو او د امنیت د راوستو په ګډون د سولې په بهیر کې لوی ګام و؛ له دې سره چې ډل پالنه او جلاتوب لا هم له لویو ټولنیزو ستونزو څخه وو او خال خال تاوتریخوالو دوام درلود. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د شمالي ایرلنډ اقتصاد د وېش پر مهال په پریمانه کچی یو صنعتي اقتصاد و، خو ډېر ژر د زوال پر لور شو او همدارنګه یې د سیاسي او ټولنیزو ګډوډیو له امله ستونزې لا زیاتې شوې. د شمالي ایرلنډ اقتصاد یوځل بیا د ۱۹۹۰مې لسیزې له وروستیو څخه راوروسته پام وړ وده وکړه. د بېکارۍ کچه یې په ۱۹۸۶ زکال کې ۱۷.۲٪ وه او په ۲۰۱۰زکال کې ۱۰٪ ته کښته شوه؛ دا د پاتې بریتانیا له کچې سره یو ډول وه. د پاتې ایرلنډ او بریتانیا سره د شمالي ایرلنډ کلتوري اړیکې پېچلې دي په داسې ډول چې شمالي ایرلنډ د ایرلنډ او بریتانیا له دواړو کلتورونو څخه په مشترک ډول ګټنه کوي. په ډېری لوبو کې د بشپړ ټاپو لپاره یو حاکم پلاوی یا سراسري ټیم شتون لري؛ په دغو کې تر ټولو پام وړ استثنا د فوټبال ټولنه ده. د همګټو هېوادونو د لوبو په سیالیو کې شمالي ایرلنډ په جلا توګه ونډه اخلي، خو په اولمپیک لوبو کې یې بیا لوبغاړي کولای شي د لویې بریتانیا او یا هم ایرلنډ په ګټه سیالۍ وکړي.[۲۲][۲۳][۲۴]

سیاستونه

سمول

مخینه

سمول

په شمالي ایرلنډ کې اصلي سیاسي ستونزه د اتحادیه پالونکو او ملت پالو ترمنځ ده چې یو لوری د بریتانیا د برخې په توګه د پاتې کېدو غوښتونکی دی، خو بل یې بیا غواړي شمالي ایرلنډ له بریتانیا څخه په خپلواکه بڼه د ایرلنډ له جمهوریت سره یوځای کړي. دغه دوې نظریې له ژورو کلتوري توپیرونو سره اړیکه لري. اتحادیه غوښتونکي تر ډېره اولسټر پروتستانتان او تر ډېره د سکاټلنډي، انګلیسي او هوګڼوټي کډوالو او همدارنګه د ګائل وګړو له اولادې څخه دي چې وروسته پروتستانت عیسویت ته واوښتل. ډیری ملت پالان بیا کاتولیکان دي چې له ډېرې مودې راهیسې دلته استوګن دي؛ ورته مهال د سکاټلنډ د لوړو څوکو لږکي وګړي او همدارنګه له پروتستانتېزم څخه اوښتي وګړي هم په کې شامل دي. بل پلو د سټورمونټ حکومت (۱۹۲۱ – ۱۹۷۲ زکال) له خوا د ملت پالو پر وړاندې تبعیض په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د مدني حقونو د خوځښت د جوړېدو لامل وګرځېد. [۲۵]

په داسې حال کې چې یو شمېر اتحادیه پالونکي استدلال کوي چې تبعیض یوازې د مذهبي یا سیاسي تعصب له مخې نه دی بلکې له پېچلو ټولنیزو – اقتصادي، ټولنیزو – سیاسي او جغرافیایي عواملو او همدارنګه د ملت پالونکو د غصې او هغه ډول چلن څخه سرچینه اخلي چې د ستونزو د جوړېدو اصلي عامل هم دی. په شمالي ایرلنډ کې د سیاسي نارامیو له تاوتریخوالي څخه تر ټولو ډکه دوره د ۱۹۶۸ او ۱۹۹۴ زکلونو ترمنځ وه. [۲۶][۲۷]

په ۲۰۰۷ زکال کې ۳۶٪ وګړو ځانونه د اتحادیه پالونکو، ۲۴٪ د ملت پالو او ۴۰٪ نورو هم له دغو جلا تعریف کړل. په ۲۰۱۵ زکال کې د یوې نظرپوښتنې له مخې ۷۰٪ وګړو غوره بللې وه چې شمالي ایرلنډ د بریتانیا برخه وي (دا چې په مستقیم ډول د هغو د حکومت لاندې وي او یا هم کورواکه دولت جوړ کړي) په داسې حال کې چې ۱۴٪ بیا د ایرلنډ له جمهوریت سره یوځای کېدل غوره بلل. [۲۸][۲۹][۳۰]

د رایو رسمي شمېرې چې د دغې «ملي مسئلې» او همدارنګه د نوماندۍ، جغرافیا، شخصي وفادارۍ او د تاریخي رایو ورکولو د نمونو مسایلو ته اړوندېږي ښيي چې د شمالي ایرلنډ ۵۴٪ رایه ورکوونکي اتحادیه پالونکو ګوندونو، ۴۲٪ ملت پاله ګوندونو او ۴٪ نور هم نورو ته رایه ورکوي. نظرپوښتنو تل دا ښوولې چې د ټاکنو پایلې تر ډېره پورې د شمالي ایرلنډ د اساسي قانون د وضعیت اړوند د رایو ورکوونکو دریځ نه څرګندوي. د شمالي ایرلنډ ډیری وګړي حد اقل په اسمي ډول عیسویان دي او اکثریت ډلې هم په کې رومن کاتولیک او پروتستانت ډلې دي. ډیری رایه ورکوونکي (مذهبي اړوندتیا ته له پام پرته) د اتحادیه پالونکو محافظه کارو سیاستونو له خوا جذب کیږي په داسې حال کې چې نور بیا په سنتي ډول د کین اړخو شین فین او SDLP ډلو څخه ملاتړ کوي چې ګوندي جوړښتونه یې سوسیالېستي دیموکراتیک او ټولنیزې دیموکراسۍ ته اړوند دي. [۳۱]

په ۱۹۹۸ زکال کې د غوره جمعې هوکړه د شمالي ایرلنډ لپاره د ډي فکټو اساسي قانون رول لوبوي. له ۲۰۱۵ زکال راهیسې د شمالي ایرلنډ سیمه ئیز حکومت د محدودو صلاحیت لرونکو ۱۱ شوراګانو ترمنځ وېشل شوی دی. د شمالي ایرلنډ لومړی وزیر او مرستیال لومړی وزیر په ګډه سره د شمالي ایرلنډ د حکومت مشري کوي.[۳۲]

سرچينې

سمول
  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/nordirland — د نشر نېټه: ۳۱ مې ۲۰۲۱
  3. https://www.rte.ie/news/2021/0503/1213418-northern-ireland-100/
  4. Tuaisceart Éireann. Archived 15 August 2021 at the Wayback Machine.. DFA.ie. Retrieved 27 March 2016.
  5. "A Beginners Guide to UK Geography (2023)". Open Geography Portal. Office for National Statistics. 24 August 2023. نه اخيستل شوی 9 December 2023.
  6. "Standard: ISO 3166 — Codes for the representation of names of countries and their subdivisions". ISO. نه اخيستل شوی 16 January 2024.
  7. Dunn, S.; H. Dawson (2000), An Alphabetical Listing of Word, Name and Place in Northern Ireland and the Living Language of Conflict, Lewiston, New York: Edwin Mellen Press, One specific problem – in both general and particular senses – is to know what to call Northern Ireland itself: in the general sense, it is not a country, or a province, or a state – although some refer to it contemptuously as a statelet: the least controversial word appears to be jurisdiction, but this might change.
  8. Whyte, J.; G. FitzGerald (1991), Interpreting Northern Ireland, Oxford: Oxford University Press, One problem must be adverted to in writing about Northern Ireland. This is the question of what name to give to the various geographical entities. These names can be controversial, with the choice often revealing one's political preferences. ... some refer to Northern Ireland as a 'province'. That usage can arouse irritation particularly among nationalists, who claim the title 'province' should be properly reserved to the four historic provinces of Ireland-Ulster, Leinster, Munster, and Connacht. If I want to a label to apply to Northern Ireland I shall call it a 'region'. Unionists should find that title as acceptable as 'province': Northern Ireland appears as a region in the regional statistics of the United Kingdom published by the British government.
  9. Murphy, D. (1979), A Place Apart, London: Penguin Books, Next – what noun is appropriate to Northern Ireland? 'Province' won't do since one-third of the province is on the wrong side of the border. 'State' implies more self-determination than Northern Ireland has ever had and 'country' or 'nation' are blatantly absurd. 'Colony' has overtones that would be resented by both communities and 'statelet' sounds too patronizing, though outsiders might consider it more precise than anything else; so one is left with the unsatisfactory word 'region'.
  10. Government of the United Kingdom of Great Britain and Northern Ireland; Government of Ireland (1998), Northern Ireland Peace Agreement (The Good Friday Agreement), archived from the original on 21 February 2013, نه اخيستل شوی 3 June 2013
  11. Forde, Eoin (2020). "Constitutional Models of a United Ireland". Academia: 16–17. Archived from the original on 4 April 2023. نه اخيستل شوی 27 January 2023.
  12. David McKittrick & David McVea. Making Sense of the Troubles. New Amsterdam Books, 2002. p.5
  13. Richard Jenkin, 1997, Rethinking ethnicity: arguments and explorations, SAGE Publications: London: "In Northern Ireland the objectives of contemporary nationalists are the reunification of Ireland and the removal of British government."; Peter Dorey, 1995, British politics since 1945, Blackwell Publishers: Oxford: "Just as some Nationalists have been prepared to use violence in order to secure Irish reunification, so some Unionists have been prepared to use violence in order to oppose it."; "Strategy Framework Document: Reunification through Planned Integration: Sinn Féin's All Ireland Agenda". Archived from the original on 16 July 2006. Sinn Féin. Retrieved 2 August 2008.; "Policy Summaries: Constitutional Issues". Social Democratic and Labour Party. Archived from the original on 18 June 2009. نه اخيستل شوی 2 August 2008.
  14. "Which of these best describes the way you think of yourself?". Northern Ireland Life and Times Survey. 2014. Archived from the original on 24 February 2021. نه اخيستل شوی 24 March 2016.
  15. David McKittrick & David McVea. Making Sense of the Troubles. New Amsterdam Books, 2002. p.6
  16. McKittrick & McVea, p.18
  17. Gallagher, Tom. Contemporary Irish Studies. Manchester University Press, 1983. pp.29–32
  18. Maney, Gregory. "The Paradox of Reform: The Civil Rights Movement in Northern Ireland", in Nonviolent Conflict and Civil Resistance. Emerald Group Publishing, 2012. p.15
  19. "CAIN: Sutton Index of Deaths". cain.ulster.ac.uk. Archived from the original on 18 November 2018. نه اخيستل شوی 25 January 2021.
  20. "CAIN: Northern Ireland Society – Security and Defence". cain.ulster.ac.uk. Archived from the original on 26 February 2019. نه اخيستل شوی 25 January 2021.
  21. "The troubles were over, but the killing continued. Some of the heirs to Ireland's violent traditions refused to give up their inheritance." Jack Holland: Hope against History: The Course of Conflict in Northern Ireland. Henry Holt & Company, 1999, p. 221; ISBN 0-8050-6087-1
  22. McCourt, Malachy (2004). History of Ireland. New York: MJF Books, Fine Communications. p. 324. ISBN 978-1-60671-037-1.
  23. Department of Enterprise, Trade, and Investment: Full Economic Overview, 15 October 2014 Archived 7 November 2014 at the Wayback Machine.
  24. Larry Elliott (17 September 2014). "UK unemployment rate falls to lowest level since 2008 financial crisis". The Guardian. Archived from the original on 15 August 2021. نه اخيستل شوی 12 December 2016.
  25. "Professor John H. Whyte paper on discrimination in Northern Ireland". Cain.ulst.ac.uk. Archived from the original on 14 May 2011. نه اخيستل شوی 16 June 2010.
  26. "CAIN website key issues discrimination summary". Cain.ulst.ac.uk. 5 October 1968. Archived from the original on 29 July 2010. نه اخيستل شوی 16 June 2010.
  27. Lord Scarman, "Violence and Civil Disturbances in Northern Ireland in 1969: Report of Tribunal of Inquiry" Belfast: HMSO, Cmd 566 (known as the Scarman Report).
  28. "Ark survey, 2007. Answer to the question "Generally speaking, do you think of yourself as a unionist, a nationalist or neither?"". Ark.ac.uk. 17 May 2007. Archived from the original on 10 June 2011. نه اخيستل شوی 16 June 2010.
  29. Answers to the question "Do you think the long-term policy for Northern Ireland should be for it (one of the following) Archived 3 July 2016 at the Wayback Machine."
  30. NILT survey, 2015 Archived 3 July 2016 at the Wayback Machine.. Answers to the question "Do you think the long-term policy for Northern Ireland should be for it to [one of the following"], ark.ac.uk; accessed 27 May 2015.
  31. "NI Life and Times Survey – 2009: NIRELND2". Ark.ac.uk. 2009. Archived from the original on 10 October 2017. نه اخيستل شوی 13 July 2010.
  32. "NI election results 2022: The assembly poll in maps and charts". BBC News. 8 May 2022. Archived from the original on 8 May 2022. نه اخيستل شوی 9 May 2022.