شاغاسي
شاغاسي، سراج یا هم طلایي د افغان شاهي کورنۍ یوه مشهوره او پیاوړې څانګه وه. دوی د دراني ټبر په زیرک څانګي پوري اړه لري، او په دودیزه توګه د کندهار په شاوخوا کي مېشت دي. شاغاسيان د مرکزي افغانستان په نورو ولایتونو کي هم موندل کیږي. [۱]
شاغاسيانو د افغانستان د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ او د افغانستان امیر امان الله خان (۲۸ فبروري ۱۹۱۹ – ۱۹۲۶) د واکمنۍ پر مهال د محمدزیو په پرتله زیات نفوذ درلود. دوی په بارکزيو کي له امان الله خان سره نږدې کورنۍ اړیکې لرلې. ملکه سرور سلطانه بیګم د شاغاسي لویناب شیردل خان چي د بلخ والي وو لور او د پاچا امان الله خان مور وه. [۲]
علي احمد خان شاغاسي (۱۸۸۳-۱۹۲۹) بیا چي د لویناب خوشدل خان زوی وو، په ۱۹۲۹ کال کي د کابل او کندهار والي وو. د نوموړي مېرمن ساهره بېګم د امیر المومنین امیر الکبیر دوست محمد خان لور وه. د علي احمد خان خور علیا مخدره زرین جان بیګم د حمیرا بیګم چي د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه میرمن وه، مور کېدل. [۲] [۳]
- ↑ Target Audiences of Afghan Narratives and Stories
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Hotak, Muḥammad Maʻṣūme (2008). Afghan Shaghasis (in English). Kandahar: Allama Rashad Publication Institute.
{{cite book}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Sistani, M. Azam (2012). Three Research Articles about the Three Historical Families of Kandahar (in Dari). Sweden: Ameri Publications. pp. 183–185.