سېندي خواړه

بریاني، د سرسۍ يا کاهو سبزي، پلاو مچھلي او بهجي چاول په سېندي خوړو کې خورا مشهور دي.

سېندي خواړه
د سېندي خولۍ ترڅنګ، سېندي بيجي خواړه چې د سېندي کلتور ښکارندويي کوي.
ډولسابه
د خوړو وختاصلي خواړه
ار هېوادسېندي خواړه، پاکستان
سیمه او ایالتسوېلي اسيا
اړونده ملي خواړهپاکستاني خواړه
بنسټيز توکيدال، پالک، شنه سبزي او نور سبزيجات
عمومي کارتوکيبېلابېلې مسالې (مصالحه جات)
دې ته ورته خواړهسېندي سابه

د ځانګړو مراسمو خواړه سمول

ځینې ځانګړي خواړه په ځانګړو مواردو کې پخيږي لکه بهي (سبزي ډېش) چې د چي کني په نوم یادیږی، د اوو سبزیجاتو څخه جوړيږي. سېندي کلتور د "میتو لولو" جوړولو دود لري او دا هغه وخت عملي کيږي، کله چې یو څوک د شری (ناروغۍ) څخه په بشپړ ډول روغ شي. دا یو خوږ رنګ لرونکی فلیټ ډوډۍ ده چې د غنمو له اوړو څخه جوړه شوې ده. غوړي (تېل) او د شکرې شربت او لاچي يا اېل په دې کې اضافه کیږي. [۱]

بهجي چاول سمول

بهجي چاول د سېند یو ډول مشهور خواړه دي چې د سپینو جوش شويو وریجو څخه جوړ شوي چې د پالک، روميانو، پیاز او هوږې سره يو ځای پخيږي او خوړل کيږي.

کوکي [۲] سمول

کوکي یو بل مشهور سېندي فلیټ ډوډۍ ده، کوکي د وربشو یا غنمو له اوړو څخه جوړیږي او د هر ډول دال، سبزیجاتو یا غوړ یا چای سره يو ځای خوړل کيږي.

سويا سمول

معمولا د خوږو (کله ناکله شیدو څخه جوړ شوي) ډوډۍ په توګه کارول کیږي چې مشهوره ده، خلک د لوی اختر او د کوچني اختر په ورځو کې د خوږو سویو ډوډۍ تياروي.

پلا ماچي سمول

پلا مچھلی یو ډول مشهور سېندي خواړه دي، پلاومچلي په ډېرو ډولونو تياريږي. دا د ژورو غوړیو پیازو او محلي مصالحو سره پخيږي، دا د پیاز او کچالو سره د ماهي دودیز موسم کې پخيږي. ماهي ډېری وغوړ لري چې په سندي کې "آني" نومیږي.

سندي بیاجي بهاجي سمول

د لوټس ریښه د سېند په شمال کې کرل کیږي چې بیا د خټو په کڅوړه کې د مختلفو مصالحو سره پخیږي، چې په پایله کې یې په ټول پاکستان کې مشهور دی.

سندی بریاني سمول

سېندي بریاني مشهوره ده د سند خلک سندي بریاني په ډېر شوق سره خوري. د دې نه علاوه دال، اوړه، اچار، دانه او نور هم استعمالیږي.

نور سندي خواړه سمول

نور سېندي خواړه په لاندې ډول دي

  • سندی کري
  • سبو دال چاول (ژېړ دال د وريجو سره)
  • سای بهجی

مشروبات سمول

  • تهډال (د بادامو او کوکنارو له تخمونو څخه جوړ شوی یو مشهور سندی څښاک - خکسخ [۳]
  • کهرني (د شیدو څخه جوړ شوی ګرم څښاک، د الائچی او زعفرانو سره خوندور)
  • شربت (څښاک د ګلابو ګلابو یا صندل لرګي څخه جوړ شوی)
  • فلاوده (د آیس کریم په سر کې خواږه)
  • یو دودیز څښاک چې د لسی (یوګور) پر بنسټ والړ دی.


حوالې سمول

  1. "Various Sindhi recipes". www.simplysindhirecipes.com. WordPress. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. https://sindhirasoi.com/2008/05/sindhi-koki/
  3. Sindhi Drinks https://pandareviewz.com/sindhi-food-cuisine/