تاريخچه: د هيل څخه د سانسكريت په Kautilya's Arthashasthra او Taitirriya Samhita رسالو كي له ميلاد څخه څلور پيړي مخكي يادونه شویده او هلته ويل شوي چي له هيل څخه په نمانځنو كي كار اخيستل كيدو. همدارنگه يونانيانو هيل له شرق څخه صادرولو او په هغه وخت كي د amomon او kardamomon په نوم ياديدو. هيل د يونانيانو د تجارت يو توكي څلور پيړي مخكي د عيسي (ع) له ميلاد څخه يو مهم توكي وو. په لومړي عيسوي پيړي كي روميانو د هيل واردول له هند څخه شروع كړ، او په رومي خوړو كي له هغه څخه گټه اخيستل كيده. داسي ويل كيږي چي د سكندر پوځونو هيل له خپل ټاټوبي هند څخه اروپا ته په ۳۲۵ كاله مخكي له عيسي (ع) له ميلاد څخه ، انتقال كړل. د ايران، چين،مصر، بين النهرين (Mesopotamia) خلك له ۵۰۰۰ كلونو را په دي خوا د هيل څخه په طبي، اشپزي ا و همدارنگه په مذهبي مراسمو كي گټه اخلي. په چين كي به كله چي د دولت لوړ رتبه مامورين د Son of Heaven امپراتور په مخ كي حاضريدل، نو دوي به هيل ژول، تر څو په امپراتور ددوي د خولي بوي بد اثر و نكړي. هيل له ډيرو پخوانيو پيړيو څخه را په دي خوا د نړي په ځيني هيوادونو كي كرل كيږي او استعماليږي، پخوانيو مصريانو او يونانيانو د هيل څخه د تنفسي سيستم ناروغيو په تداوي كي او همدارنگه د غاښونو په سپينولو كي گټه اخيسته، همدارنگه د هند Ayurvidic په ليكنو كي ۲۰۰۰ كلونه پخوا د پوستكي د ناروغيو د تداوي لپاره د هيل استعمال ياد شوي دي، د عربو په کلتور کى هيل د ميلمه پالني نښه گنل کيده، او همدارنگه د جنسي خواحشاتو د ويښولو لپاره شهرت لري او د مينځني ختيځ خلک اوس هم د هيل په دې خواصو يقين لري، همدارنگه هيل ۷۲۰ كاله د حضرت عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي د بابليون د بادشاه په باغچو كي كرل كيدو. هندوانو ۱۰۰۰ كاله د حضرت عيسي (ع) له ميلاد څخه مخكي د هيل څخه د ناروغيو په تداوي كي گټه اخيسته.د هيل له طلا څخه جوړي شوي داني، چي زرگونه كلونه تاريخ لري او په هند كي لاس ته راغلي

Cardamom True Cardamom (Elettaria cardamomum) Scientificclassification

Kingdom: Plantae

(unranked): Angiosperms

(unranked): Monocots

(unranked): Commelinids

Order: Zingiberales

Family: Zingiberaceae

Genera • Amomum • Elettaria


  د هيل د نوم ريښه: په نړي كي دوه عمده ډولونه د هيل شتون لري چي عبارت دي له: Small green cardamom (Eletteria cardamomum) Large red/black cardamom (Amomum subulatumRoxb) او همدارنگه هيل د يوه با ارزښته تجارتي توكي په ډول پخواني يونان ته سلگونه پيړي پخوا و پيژندل شو او په يونان كي د kardamomon په نامه ياد شو ، ددي نوم معني نده معلومه شوي خو دا يو بل عنصر ته په يونان كي چي cinnamon (kinnamomon او amomon چي يوه بوي لرونكي ماده ده او هيل ته ورته ده ، يو شان نوم دي. همدا رنگه رومي منابع د دوه ډوله هيل يعني Amomum او Cardamomum يادونه كوي چي دا دواړه شرقي منبع لري، ځيني دا گومان كوي چي دا دواړه يو شان دي ، مگر دا بيلي ورايتي د Cardamom (هيل) دي، Amomum د هيل يوه ورايتي ده چي Black Cardamom يا تور هيل ورته ويل كيږي، ددي دواړو ورايتيو نومونو ريښه نده پيژندل شوي. په (New Testament) انجيل كي چي په يونان كي په پراخه توگه ليكل شوي د amomon نوم ديوه بوي لرونكي بوټي Aromatic Plant په بڼه ښودل شوي. په ځينو كتابونو كي راغلي چي دCardamom كلمه amomos له صفت څخه اخيستل شوي دي چي په معني د بي گناه او بي عيبه “blameless, without reproach” دي. دElettaria نوم د جنوبي اسيا له محلي ژبو څخه اخيستل شوي، لكه په هند كي هيل ته Ilaychi په پنجاب كي ilaichi [ [green cardamomپه نيپال كي alaichi (تور هيل) ورته ويل كيږي. د هيل د اوسني نوم (Ellateria)تر ټولو عمده منبع سانسكريت ژبه ده چي هيل ته ela ياellka چي دا توري په Dravidian ژبو پوري اړه لري ( Dravidian يوه Endo-European ژبه ده چي عموما په جڼوبي هند Sri Lanka ,Tamil, Telugu, Kannada, Malayalam, Pakistan, Brahui. كي خبري پري كيږي) د Dravidian مكاتبي ĒL پوري اړه لري، او د هيل عمده نومونه له Dravidian ژبي څخه اخيستل شوي دى او بل دا چي Kai په معني د ميوه ده.

د هيل نباتي ځانگړتياوي: هيل څو كلن بوټي دي چي ۲-۴ متره ارتفاع لري، پاڼي يي اوږدي نري او متناوبي دي ، د پاڼو اوږدوالي ۴۰-۶۰ سانتي مترو ته رسيږي چي د كوچنيو داغونو درلودونكي دي. د هيل د بوټي گلان سپين بنفش ته ورته رنگ لري، ميوه يي دري اړخيزه ده او كپسول شكل لري چي ۱-۲ سانتي متره اوږدوالي لري او همدارنگه د محافظوي پوښ درلودونكي دي چي په منځ كي يي۱۵-۲۰ تور تخمونه شتون لري. د هيل ميوه د ۳-۴ مياشتو په اوږدو كي پخيږي، چي د پخوالي په وخت كي په روښانه شنه رنگ بدليږي. په ښه محيطي شرايطو کى يو ښه روغ رسيدلى بوټي په کال کى نږدې ۲۰۰۰ capsules توليدوي چې د شنه وزن سره ۹۰۰ گرامه کيږي ليکن د وچولو وروسته ۲۰۰ گرامه وزن تشکيلوي، تازه ميوه يي ٪۸۵-۷۲رطوبت او د وچولو وروسته ٪۱۲-۱۰ رطوبت لري د هيل نبات سطحي ريښي توليدوي چه د اصلي ساقى (Rhizome) څخه وده کوي ، Rhizome سور رنگ لري، او په پسرلي كي گلان د Rhizome له قاعدي څخه شنه كيږي ، او د گلانو كړل د سپرلي څخه د اوړيي تر نيمايي دوام کوي. د هيل د گل تازه والي تر يوي مياشتي دوام مومي،د هيل بوټي ۶،۸-۴،۲ pH درلودونكي طبيعى تيزابى خاورو ته اړتيا لري هيل په غير زوجي شكل د Rhizome او Sucker په وسيله تكثر كوي او همدارنگه په زوجي ډول د تخم (Seed) او نيالگيو Seedling په وسيله تكثر كوي. په غيرى زوجى تکثرکى له هغه Rhizomes څخه استفاده کيږى چه ددريوڅخه کمى نودې ونه لرى گټه يى داده چه دتخم دتکثيرڅخه يوکال مخکى ميوه نيسى يعنى په حاصل باندى راځى . ليکن نقص يى دادى چه د katte دوايروسى نارغى دخپريدلو ويره وي دتخم په واسطه تکثر ښه نتيجه ورکوى دجسمى ودى په حال کى دهيل bulb ۳-۵ چه ۰،۵-۲ کلن وى کرل کيږى چه دروغو بوټوڅخه چه زيات حاصل ورکوى لاسته راغلى وى د يوځاي شويو ساقو(clumps) جدا کول چه د1-2suckers ولري او 2-3 نودې ولري بيا د 45x45x30 په فاصله کرل کيږي. د هيل توليدونكي هيوادونه: هيل په نيپال، ويتنام، تايلند، او مركزي امريكا كي كرل كيږي، د هند Skim او Kerala ايالتونه د هيل عمده توليدونكي دي. او همدرانگه هيل ته د انواعو ملكه (Queen of Species) هم ويل كيږي. داسي ويل كيږي چي هيل د ارزښت او قيمت له مخي د زعفران او وانيلا څخه وروسته په دريم كتار كي راځي. په چين، لاوس ويتنام كي هغه بزگران چي د بحر څخه په لوړو سطحو كي ژوند كوي د هيل دوه نوعو Amomum Villsum او Amomum Tsaka څخه ښه عايد لاس ته راوړي. په اوسنيو وختونو كي نيپال او گواتيمالا د نړي لوي د هيل توليدونكي او صادرونكي هيوادونه دي او په ۲۰۰۷ كال كي نيپال ۱۳۷.۲ ميليونو ډالرو په ارزښت هيل صادر كړي دي. همدارنگه هند هم ډير لوي توليدونكي هيواد گڼل كيږي ، خو ډيره برخه هيل د هند د ننه په مصرف رسيږي، خو بيا هم نړيوال ۶۰% تجارت يي تشكيل كړي دي، په دي وروستيو كلونو كي هند ۲۳۰۰-۲۸۰۰ ټنه هيل په كال كي توليدول او همدارنگه په كال كي ۲۵۰۰۰۰ پونډه هيل د انگلستان بازارونو ته صادروي. ، له تيرو زرگونو كلونو را پدي خوا كله چي په عربو كي د هيل څخه په پراخه پيمانه استفاده وشوه، د هيل تجارت د سهيلي اسيا او عربو تر منځ پيل شو. د نړي تقريبا ۶۰% هيل عربي هيوادونو ، جنوب غرب او شمالي افريقا ته صادريږي او عموما په عربو كي په قهوه كي كار ځيني اخيستل كيږي. دهيل عمده واردونكي د عربو متحده امارات، افغانستان، امريكا،سعودي عرب، اروپا،جنوبي چين، پاكستان او سنگاپور هيوادونه دي استعمال: د هيل څخه په ډيرو اسيايي او اروپايي خوراكونو كي گټه اخيستل كيږي، هيل د ډيرو هندي خوړو تركيب دي په منځني ختيځ، ايران او افغانستان كي په چاي او قهوه كي استعماليږي. تر ټولو قيمته هيل هغه دي جي نن ورځ مونږ هيل Cardamom ورته وايو. د هيل د بوټي د استعمال برخه د هيل داني دي ، ددي لپاره چي داني خپل بوي له لاسه ورنكړي ، نو د پوښ(Capsule) سره يو ځاي خرڅيږي د هيل له دواړو ډولونو(تور او شين هيل) څخه د خوراك او يا څښاك د خوشمزه كولو لپاره پكار وړل كيږي او همدارنگه ددوا په جوړولو كي هم گټه ځني اخيستل كيږي. همدارنگه د Endocita Hosei شاپركو (Math) د لاروا په وسيله د غذايي موادو په ډول استعماليږي. د تور هيل بوي نعنا ته ورته دي او له دواړو (تور او شين ) ډولونو څخه گټه اخيستل كيږي، په منځني ختيځ او عربي هيوادونو كي هيل او قهوه دواړه يوځاي په هاون كي ميده كيږي او وروسته يوځاي ايشول كيږي تر څو داسي تركيب منځ ته راوړي چي په هغه كي ۶۰ سلنه هيل وي. تور هيل په هند كي د بسمتي وريجو(Basmati Rice) سره يو ځاي اچول كيږي ، په شمالي اروپا كي د خوړو او كلچو سره يو ځاي پكار وړل كيږي. په عربي هيوادونو كي هغه قهوه چي هيل ولري د ميلمه پالني يوه بيلگه گڼل كيږي او په عربي قهوه العربيه بلل كيږي، دا قهوه داسي جوړيږي چي د قهوي داني او هيل سره يوځاي په هاون كي ميده كيږي او وروسته د بوري سره يو ځاي په يوه لوښي كي چي ابريق ورته ويل كيږي ايشول كيږي، او په ځانگړو پيالو كي چي فنجان بلل كيږي څښل كيږي. عربي كوچيان (بدويان) داسي چاينكي د قهوي لپاره استعمالوي چي هيل يوازي دهغه په څښكوري كي اچول كيږي او د قهوي د اچولو په وخت كي هيل د هغه سره په تماس كي واقع كيږي. په ايتوپيا كي دهيل لرونكي قهوي جوړول يوه مذهبي كړنه بلل كيږي چي هغه ته د قهوي جشن ويل كيږي، ايتوپيايان د قهوي داني او هيل لومړي سري كوي او وروسته دوي په هاون كي ميده كوي او قهوه ځيني جوړوي او همدارنگه د ډير خوند لپاره د Rue بوتي تازه پاڼي ورسره اچول كيږي. په عربي هيوادونو كي ټول هيل په قهوه كي نه كارول كيږي ، همدارنگه په ځينو خوړو لكه Turkish Pilav, Kabasah او Majbos خوړو كي استعماليږي. په جنوب شرق اسيا كي هيل د Betel د بوټي له پاڼو سره يوځاي كيږي او د ژاولو په څير ژول كيږي، په غرب كي د هيل څخه عطر لاسته راوړي.

د هيل طبي گټې: په جنوبي اسيا كي د شنه هيل (Green Cardamom) څخه په پراخه توگه د غاښونو په تداوي، د ستوني په ناروغيو كي، Palmonary Tuberclusis ، د سترگو په ناروغيو او د هضم په ښه والي كي گټه اخيستل كيږي، او داسي هم ويل كيږي چي د مار او لړم د چيچلو د ز هرو د ضد (Amtidote) په ډول هم كارول كيږي. په چين، لاوس او ويتنام كي دنورو نوعو تر څنگ د Amomum Villosun نوعي كرل كيږي او د گيډي په دردونو، Constipation، او خوني اسهال په مخنيوي او نورو هضمي ناروغيو كي كارول كيږي. د هيل په تيلو کى د Monoterpenes ماده شته چه Antibacteria, Antimycotic (Anti fungus), حواص لري هيل د عضلاتو د ښه فعاليت لپاره اغيزمن دى او هم د باد، ټوخى او د سږو د مرض لپاره گټوردى په هند کى خلک د غاښونود مكروبونو د لرې کولو، د تنفس، ستوني او سږو د صفا کولولپاره گټه اخلي ، او همدارنگه هيل د تبى ،سترگو پړسوب،د هاضمې سيستم د گډوډى د کنترول لپاره گټور دي ويل کيږي چه د تورهيل په هندي او چينايي دواگانو کى استعماليږي چى د معدې درد،د کولمودرد،دپيچش او د هاضمي د سيستم د نورو ستونــزو دتداوي لپاره گټور گنل کيږي د يو بل خبر په اساس د هيل تيل د Antiseptic خواص لري ، او همدارنگه د عضلاتو ښه فعاليت،دباد او گيس کنترول ،سردرد تداوي او د معدې فعالونکى او جوړونكي (Tonic) خاصيتونه لري ، هيل د حامله ښځواو هغه ناروغانو لپاره چى د تريخي کاڼي(Gall stones) ولري گټور ندي. دهيل عمده اجزاوي: د هيل د تيلو اندازه د هيل د زخيري په څرنگوالي اړه لري، خو كيداي شي چي هيل تر ۸% تيل ولري همدا رنگه د هيل په تيلو كي لاندي مركبات شتون لري: α-terpineol 45%, myrcene 27%, limonene 8%, menthone 6%, β-phellandrene 3%, 1,8-cineol 2%, sabinene 2% heptane 2% . (Phytochemistry, 26, 207, 1987) ځينو منابعو ددي مركباتو د شتون راپور هم وركړي: 1,8-cineol (20 to 50%), α-terpenylacetate (30%), sabinene, limonene (2 to 14%) او borneol. د جاوا د هيلو په تخم كي د تيلو اندازه د ۲-۴% پوري ده او همدارنگه په تيلو كي يي1,8 cineol (up to 70%) plus β-pinene (16%); furthermore, α-pinene, α-terpineol او humulene شتون لري. همدارنگه د هيل له تيلو څخه په سگرتو كي كار اخيستل كيږي د هيل د بيلا بيلو برخو اجزاوي

دهيل كرونده د هيل كرل: د هيل ريښي سطحي دي نو ښو زهكشي شويو او ډيرو عضوي موادو درلودونكيو خاور ته اړتيا لري، په هوارو ځمكو كي هيل بايد په 2m x 2.5m فاصله وكرل شي او په نا هموارو ځمكو د 2m x 1.8m په فاصله وكرل شي چي دا فاصله به په يوه هكتار كي ۲۵۰۰-۲۸۰۰ بوټو ته ضرورت لري. په هغه سيمو كي چي اورښت اندازه لوړه وي (له ۱۸۰۰ ملي مترو څخه په كال كي ډيره) د 45 x 45 x 45 سانتي مترو په اندازه كندي ايستل كيږي او هغه له ښو خاورو څخه ډكيږي، په هغه سيمو كي چي د اورښت اندازه لږ وي يعني (په كال كي ۱۸۰۰-۱۲۰۰ ملي متره) د 60 x 60x 45 cm په اندازه كندي ايستل كيږي او دهغه ۳\۱ برخه له حيواني سري او ۳\۲ برخه له ښو خاورو څخه ډكيږي او د سپرلي د اورښت په موسم نهالي په دي كيندل شويو كندو كي كرل كيږي. كله چي بوټي وركرل شول دبوټي بيخونه د د پاڼو او وښو په وسيله ملچ كيږي تر څو د رطوبت له تبخير او همدارنگه په ناهموارو سيمو كي د خاوري له تخريب څخه مخنيوي وشي. د هيل بوټي 40-60% سيوري ته ضرورت لري. دقوريى ساحه ښه زهکشى شوى اوداوبومنابعوته نږدى وى انتخابيږى، د قوريي د ټاکلو څخه وروسته د قوريي سطحي خاوره دحيواني سرې،لرگيودايرې،کمپوست سره د گډولو په واسطه نيالگو وده زياتيدلاى شي تخمونه په بسترکى په قطار کرل کيږى ديو متر مربع ساحى لپاره 10gr تخم ته ضرورت دى، تخمونه په بستر کې د 1–2 cm په فاصله او د قطارونو تر منځ فاصله د 10-20CM وې کرل کيږي دتخم دکرلووروسته په ورځ کى دوه ځلى سهاراوماښام اوبه وركول كيږي ،دقوري بستردوچو وښو Patha Grass)) په واسطه ملچ کيږى ، دتيغ دښکاره کيدلوسره بايدملچ لرى شى ددې لپاره چه نيالگى دلمرمستقيم وړانگوڅخه وساتل شى بايددکوچينونيالگيودپاسه سيورى جوړشى اومنظم ابيارى ،خشاوه ،اودامراضواوافاتوڅخه مخنيوى بايد تر سره شي. تيغ وهنه 20-25 ورځوکى ښکاره اوتر30-40ورځوپورى جريان مومى دJune اوJuly مياشتوپه اوږدو کى كله چي نيالگى ۳-۴ پاڼي منځ ته راوړي دوهمى کوريي ته انتقاليږي. دوهمي قورې بستربايد 30 cm ژور 1mپراخ او 2–3 cm ځنگلي سطحې خاورې په واسطه وپوښل شي د بستر لپاره formalin 2% (10 lit/Bed) استعمال شي د وچو مياشتو په موده کې منظم آبيارې ،خيشاوه ،سرې استعمال د امراضو او افاتو کنترولول او ملچ د دوهمي قورې د ضرورياتوڅخه گنل کيږي د دوهمي قورې ته د نيالگيو د انتقال څخه يو مياشت مخکې د ښه بوټي منځ ته راتگ لپاره(Tillering) بايد سيوري لرې شي دا ضرورې ده چي د لومړي او دوهمي قورې خاوره د formalin 2% محلول په واسطه معامله) (Treat شي او د دريو ورځو لپاره د پلاستيك) (polyethen sheet په واسطه و پوښل شي. دنيالگيو انتقال يا د تخم کرل د معاملې څخه 15ورځې وروسته صورت نيسي ترڅو د خاوري زهري اغيزي کمې شي يعنې د نباتاتو په وړاندې د خاورې زهري اغيزې Phytotoxicity)) کمې شي. اقلیم هيل (Elettaria) د Cardamom يو يا دوه جنسه دي چي د اسيا په جنوب شرق، له هند څخه بيا تر سريلانكا ، ماليزيا، اندونيزيا پوري اړه لري او په گرمو او باران لرونكو ځنگلونو كي كرل كيږي. هيل ډيرو اوبو ته اړتيا لري او ريښي يي بايد په دومدار ډول نم ولري. د هيل بوټي لپاره ښه د حرارت درجه د ۱۰-۲۲ درجي د سانتي گريد دي. د هيل بوټي د بحر له سطحي څخه په ۶۰۰ متره ارتفاع كي ښه وده كړي، لكه څرنگه چي دا بوټي سيوري ته ضرورت لري نو په ځنگلونو كي كرل كيږي.د اورښت اندازه په کال کي يي ۱۲ نه تر ۱۸۰۰ ملي متره پوري او یا لږ څه زیاته وي د تخم انتخاب او ټولول: هغه ورايتي چه لوړحاصل ورکوى اودښه جنسيت لرونکى وى دSeptember او October مياشتوکى د هغوي تخم راټوليږى. انتخاب شوى بوټى بايد دامراضوڅخه پاک اومکمل ډول پاخه وى، کپسولونه بايد په اوبوکي واچول شى اوبياوروفشارورکړل شى چه ترڅوتخمونه تري ووځى داتخمونه بايد په يخواوبوکى پريمنځل شى وروسته داتخمونه دايرو سره گډ شى اوسيورى کى 2-3 ورځولپاره وچ شى . البته دتخمونودتيغ وهلوفيصدى دزياتولولپاره بايد د دوو دقيقو څخه کم وخت لپاره دغليظ (H2So4)Sulforicacidيا (HNo3 د 2.5% محلول سره معامله شي ترڅو Scarification صورت ونيسي . د سري استعمال: د هيل بوټي لاندي سرو ته اړتيا لري: Components Parts by weight Nutrients in the Mixture Urea (46% N) Rock Phosphate (28% P2O5) Muriate of Potash (60% K2O) Kieserite (24% MgO) 2 2 3 1/3 13% N 8% P2O5 25% K2O 1% MgO

د هيل په كرونده كي د سري استعمال اندازه او وخت د نبات عمر په آبي ځمكو کى د سرې مقدار Kg/H په للمي ځمكو کى د سرې مقدار Kg/H د کرلو لومړى کال N: 25 P: 25 K:50 په دوه جدا پړاونو N:25 P:25 K: 50 په دوه جدا پړاونو د کرلو دويم کال N:60 P:60 K:80 په دوه جدا پړاونو N:40 P:40 K:80 په دوه جدا پړاونو د کرلو دريم کال N:125 P:125 K:250 په دوه جداپړاونو N:75 P:75 K:150 په دوه جدا پړاونو

د NPK د سري پهSeptember/October كي استعماليږي

د حاصل ټولول: د 19 ميلادي پيړۍ نه مخکى دهيل توليد او تجارت د وحشى انواعو څخه ؤ ليکن د 19 پيړ‌ى نه وروسته د هيل کرنه رسمي او علمي شکل پيداکړ اود هيل ډيري ورايټي منځ ته راغلي هيل وروسته له كرلو په دريم كال په حاصل شروع كوي،د هيل د حاصل ټولول د پخوالي په اصلي پړاو كي ډير ضروري دي، تر څو چي و كولاي شو ښه با كيفيته حاصل لاس ته راوړو. همدارنگه د حاصل د ډيروالي لپاره د مچيو دروزلو د هيل په كروندو كي سپارښتنه كيږي. د هيل ميوه وروسته له گل كړلو څخه د ۳-۴ مياشتو په اوږدو كي پخيږي او په ښو شرايطو كي د هيل يو بوټي كولاي شي چي ۲۰۰۰ كپسولونه توليد كړي. د هيل بوټي له پنځم كال څخه كولاي شي چي په يوه هكتار كي ۵۰۰۰-۲۵۰۰ كيلو گرام شين هيل او يا ۱۰۰۰-۵۰۰ كيلو گرامه پروسس شوي هيل توليد كړي. د هيل ونه وروسته له ۲-۳ كلونو څخه په حاصل كړلو شروع كوي، د هيل ونه په April, May كي په گل كړلو شروع كوي او تر July/August پوري ادامه پيدا كوي. گل کول د April او Mayڅخه شروع او تر August-Sep حتى له دې وروسته هم دوام مومي چه د هوا دحالاتو سره فرق کوي دا 3-4 مياشت وخت نيسي چه ميوه ورڅخه په لاس راشي يعني ميوه يي د 3-4 مياشتو کي په لاس راځي حاصل يي د 30-40 ورځو په اوږدو کى راټوليږي، په اکثرو سيمو کى حاصل د October-November مياشتو کې د پخوالي په موده کپسول د Peduncle سره يوځاى راټوليږي پخه ميوه دوچولو په وخت کى په فرش باندې جداکيږي لپکن خامه ميوه د وچولو په وخت كي راغونجنيږي. د هيل شنه ميوه د مکمل پخوالي څخه لږ مخکى د شنه رنگ د ساتلو لپاره راټوليږي عموما د هيل نبات په دريم کال په حاصل راځى اوحاصل د 30 ورځو په اوږدو کى راټوليږى راټول شوى هيل بيا پروسس کيږى د هيل شين رنگ په خارجى مارکيټونو کى ښه نرخ ټاکى نوداچى په پروسس او د ذخيرى په دوران کى شين رنگ ساتل زيات د اهميت وړ دى . د هيل داني په خپل پوست كي ښي ساتل كيږي، كه چيري د خپل پوست څخه وايستل شي نو ډير ژر خپل بوي او تيل له لاسه وركوي. د هيل ميوي ټولول تر ټولو ډيرو كارگرانو ته ضرورت لري او ميوه د څو مياشتو په اوږدوكي مخكي له دي چي په پوره ډول پخه شي د بوټي څخه په لاس ټوليږي د كلونو په اساس د هيل حاصلات 6 onwards 5 4 3 2 1 Year 250 225 150 75 - - Yield (Kg/h).

کنترول : Copper oxy chloride 0.2 % محلول 2-3 lit/plant استعماليږى . د هيل پاكول: لومړي ټول شوي هيل له ډوړو او نورو اجزاوو څخه د ځانگړو ټوكريو په وسيله پاكيږي، يو كارگر كولاي شي چي په ۸ ساعتونو كي ۱۰۰ كيلو گرامه هيل پاك كړي، وروسته پاك شوي هيل د اوبو په وسيله مينځل كيږي او بيا د هيل كوچني بندك د لاس په وسيله پاكيږي، ددي لپاره چي د هيل شين رنگ وساتلي شي ، د هيل كپسولونه د sodium bicarbonate (2-5%) محلول كي د لسو دقيقو لپاره اچوو ( د ۲۰گرامه Sodium Bicarbonate (2-5%) محلول په يوه ليتر اوبو كي اچول كيږي) وچول Drying: وچول د هيل اخرني او تر ټولو مهم پړاو دي، د وچولو حرارت بايد له ۵۰ درجو د سناتي گريد څخه ډير نه وي ځكه چي داد هيل خوند او رنگ زيانمنوي. د تازه هيل رطوبت 80 فيصده وي او دا رطوبت بايد 10 فيصدو ته ورسيږي. د هيل د وچولو ډيري طريقي شتون لري چي نظر د هيل حجم او اندازي ته توپير لري. 1. د لمر د مستقيمو وړانگو په وسيله د هيل وچول: دهيل کپسولونه مستقيما د لمر وړانگوته د5-6 ورځوپورى وچيږى داطريقه د هيل دکپسول د سطحى د روښنايي دلاسه ورکولو سبب گرځى.داطريقه د هغه ورايتي د حاصلاتو لپاره استعاليږى چى د ميوى حاصل يي دټولولوته د اماده کيدو له مخه زيړ اوړى اوهم داطريقه په هغه صورت کى ترسره كيږي چى د شين رنگ ساتل ممکن نه وى. هيل د كانكريټي فرش باندي اچول كيږي تر څو د لمر د وړانگو په ذريعه وچ شي،په دي طريقه كي هيل بايد د لمر د مستقيمو وړانگو څخه لري وساتل شي تر څو چي د هيل شنه رنگ ته زيان ونه رسيږي. دا تر ټولو ساده او ارزانه لاره ده خو په دي طريقه د ښه كيفيت درلودونكي هيل لاسته نه راځي. دا يوازي په هغه سيمو كي چيري چي محيط گرم او وچ وي كارول كيږي. او په دي طريقه د هيل وچول شايدد خاورو په وسيله د هيل د ككړتيا سبب وگرځي. 2. د لمر د انرژي Solar په وسيله د هيل وچول: په دي طريقه هيل په ښه كيفيت او پاك ډول وچيږي، دا طريقه ډيره عامه نده ځكه چي هيل شين رنگ له لاسه وركوي، د Solar Dryer په واسطه د هيل وچول يوازي په گرم او لمريز محيط كي كارول كيږي، د هيل كپسولونه بايد په Solar Dryer كي كيښودل شي او همدارنگه دلمر له مستقيمي وړانگو څخه وساتل شي تر هغه چي د هيل رطوبت له ۸۰فيصده څخه ۱۰ فيصدو ته راټيټ شي. په هغه حالت كي چي رطوبت ډير وي نو د سولر سره يوځاي (extractor fan) پكي هم كارول كيږي، تر څو چي رطوبت له منځه يوسي. د لرگيو د اور په واسطه د هيل وچول: په هند كي په عمومي بڼه هيل په اوچولو خونو( Curing Houses) كي هيل وچيږي، چي په هغه كي له لرگيو څخه گټه اخيستل كيږي ترڅو چي حرارت منځ ته راوړي، په دي طريقه كي يو مقدار هيل په يوه لوي ظرف كي د اور دپاسه ايښودل كيږي، او د اور لوگي كيداي شي چي هيل ته د لوگي خوند وركړي، او په دي طريقه كي هغه هيل چي د اور سره په تماس كي دي هغه بايد له سوځيدو څخه وساتل شي، هغه هيل چي په دي طريقه وچيږي هغه د ښه كيفيت درلودونكي نه وي. د هيل وچول د لرگيو په واسطه د ۱:۴ تناسب ته اړتيا لري يعني 800 kg/h لرگيو ته اړتيا ده تر څو چي 200 kg/h هيل وچ شي. د بريښنا يا گازپه وسيله د هيل وچول: د بريښنا يا گازه وسيله د هيل وچول يه پرمختللي طريقه نظر د د لرگيو داور يا تيلو په وسيله وچولو څخه ده، او همدارنگه په دي طريقه كولاي شو چي ډيره پيمانه هيل وچ كړو او په ځانگړي توگه په هغه وخت كي چي د وچولو په موسم كي اورښت را منځ ته شي، دا تر ټولو قيمته طريقه ده، خو ددي طريقي په وسيله كولاي شو چي دښه كيفيت هيل لاس تهراوړو. په دي طريقه د حرارت درجه له ۵۰ درجو د سانتي گريد څخه نه لوړيږي. د رطوبت كنترولونكي خونو په وسيله د هيل و چول: هيل بايد دټولولو څخه 24-36 ساعتو ورسته پروسس شى ترڅو دهيل دخرابيدو مخه ونيول شى . دCuring پواسطه په متوسطه تودوخه کى دهيل رطوبت د 8-12% ته ښکته کيږى په نتيجه کى د هيل شين رنگ په مکمل ډول ساتل کيږى. دا طريقه په مخصوصوجوړشومحفوظو خونو کي ترسره كيږي، لمړى کپسولونه مينځل کيږى کپسولونه په جال ډوله واير لرونکى سطحه باندى خپريږى په محفوظ خونه کى د کپسول د وچولو لپاره د اوسپنې د تنور(Iron Kiln) کى دسوخت لرگى سوځول کيږي ترڅو د ضرورت وړ حرارت توليدکړي، توليد شوي حرارت د زنگ (Zn) پوش لرونکي اوسپنې پايپونو په واسطه تيريږي او خپريږى، د وچولو دا ډول پروسه د 18-24 ساعتو پورې وخت نيسي داسي خونو ته انكشاف وركړل شي چي دهغه په وسيله وكولاي شى چي د ښه رنگ او كيفيت درلودونكي هيل لاس ته راوړل، د هيل كپسولونه د وچولو په خونه (Drying Chamber) كي ايښودل كيږي ، په دي خونه كي د حرارت درجه له ۵۰ درجو د سانتي گريد څخه نه لوړيږي، د وچولو په لومړي دوو ساعتونو كي د رطوبت اندازه د كوټي د ننه لوړيږي، چي په دي طريقه هيل پخيږي او هغه انزايم له منځه وړي كوم چي د كلوروفيل ماتونكي دي (كلوروفيل د شنه رنگ توليدونكي دي)، دوچولو خوني ته روښنايي نه پريښول كيږي. وروسته له دوو گړيو رطوبت له خوني ايستل كيږي او رطوبت كميږي، د هيل كپسولونه تر هغه په خونه كي ايښودل كيږي تر څو چي د هغه رطوبت ۱۰ فيَدو ته راټيټ شي. د Biomass Gasifiers په وسيله د هيل وچول: پطرول او liquefied petroleum gas (LPG) گاز د هيل د وچولو لپاره پاكه او اسانه طريق ده، خو د كليوالو لپاره دا طريقه قيمته ده، د لرگيو او يا وچو پاڼو داور په وسيله د هيل وچول د هيل د بوي اخيستو سبب كيږي. Gaisfire يوه وسيله ده چي په دي وروستيو كي د TERI يعني(The Tata Energy Research Institute in India) د هيل د وچولو لپاره جوړه شوي، په دي ډول وسيلو كي يو ډول خښتي چي د لرگيو او Biomass څخه جوړي شوي وي بي له دود څخه سوځول كيږي. دد ي وسيله گټه دا ده چي له تيلوڅخه ارزانه ده.

د هيل درجه بندي: دهيل درجه بندي د لاس په وسيله تر سره كيږي هيل وروسته له وچولودجسامت په اساس د غلبيل په وسيله د7mm-6.5mm-6mm په اندازو سره درجه بندي کيږي درجه بندي شوې محصول په پلاستيكي (Poly ethane) كڅوړکى اچول کيږي ترڅو دذخيرې په جريان کې شين رنگ له لاسه ورنكړي اوهم د رطوبت د اخيستلوڅخه مخنيوي وشى د شنه هيل هغه کپسولونه چى رنگ يي دلاسه ورکړى وي اويامختلف رنگونه ولري نود رنگ د يوشان کولو (Uniformity) لپاره لمر ته د چولووروسته د سلفر د سوځولو په واسطه ياکپسولونه دPotassium metha bisulphite د رقيق دمحلول کى لنديږى ترڅو رنگ يي سپين او يو شان شى د هيل د بوټي ناروغي: ١- Shoot borer :) (ConogethusPuntriferalis دا يوډول چينجى د ي چي د هيل ساقه سورى کوى او داخلى محتوياتوڅخه تغذيه کوى په نتيجه کى ساقه اوحجرات يي له منځه ځي . کنترول : دCorboryl 1% محلول يا د Dimethoate 0.05% محلول. ٢- Nematodes : په هيل کى نيماتود يو مضرافت دى چى دهيل دکوچنى نيالگى ريښي دRoot Knot Nematode پوسيله ملوث کيږى. مهم علايم : دريښو څوکي پړسيږى ضعيف Tillering زيړ اونرى پاڼي توليدوى . کنترول :علاج يي همغه لمړني بستر خاوره د Formalin 2% محلول سره بايد معامله شى اوهم په اولنى او دوهمى قوري په بسترکى Methyl Bromide استعمال شي. ٣- Damping off (چپه کيدنه) : ددى مرض عامل اRhizoctoniaSolani دي . کنترول: ښه زهکشى شوى خاوره اوبل دBordeaux محلول سپرى کول په بستر باندى. ٤- Katt or Mosaic : د اوايروسى ناروغى ده کوم چى دکيلو د سپږيو (Banana aphids) پواسطه انتقاليږى په پاڼو باندى روښانه شنه داغونه چى يوبل ته موازى وى نبات کم وده او کم Tillers توليدوى . کنترول : د حشره وژونکو منظم استعمال چى دهيل د تر پس او نباتى سپږى کنترول کړى اوبل د katte پواسطه اخته رايزوم د تکثيراو کرلوڅخه مخنيوى کول . ٥- دclump او Rhizome ورستيدل : عامل يي Fusorium oxy sporum دى، د هيل اخته نودي او ساقى ورستيږى او په اسانى سره د رايزوم څخه جلاکيږى او ماتيږى .