سیریل رامافوسا
سیریل رامافوسا په انګلیسي Cyril Ramaphosa) زوکړه ۱۷ نوامبر ۱۹۵۲م کال) د سویلي افریقا هیواد ولسمشر دی.
سیریل رامافوسا | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د سویلي افریقا پنځم ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۵ فبروري ۲۰۱۸[۱] Acting: ۱۴ فبروري ۲۰۱۸–۱۵ فبروري ۲۰۱۸ | |||||||
| |||||||
President of the د سویلي افریقا ولسي جرګه | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۷ | |||||||
مرستیال | داوید مابوزا | ||||||
| |||||||
مرستیال ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۶ مې ۲۰۱۴ – ۱۵ فبروري ۲۰۱۸ | |||||||
ولسمشر | جیکوب زوما | ||||||
| |||||||
مرستیال ولسمشر د سویلي افریقا ولسي جرګه | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۲ – ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۷ | |||||||
ولسمشر | جیکوب زوما | ||||||
| |||||||
د سویلي افریقا ولسي جرګهې د ګارډ مشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱ مارچ ۱۹۹۱ – ۱۸ ډسمبر ۱۹۹۷ | |||||||
ولسمشر | نلسون مانډیلا | ||||||
| |||||||
د شخص مالومات | |||||||
پيدايښت | ۱۱
(age اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۲".) | ||||||
تابعیت | سوېلي افريقا | ||||||
ګوند | د سویلي افریقا ولسي جرګه | ||||||
طبی کیفیت | کویډ–19 [۲] | ||||||
اولاد | ۴ | ||||||
عملي ژوند | |||||||
زده کړې | لیمپپو پوهنتون د سویلي افریقا پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | سياستوال ، سوداگر | ||||||
مورنۍ ژبه | وېندايي ژبه | ||||||
کاروونکې ژبه | وېندايي ژبه ، انګرېزي ژبه [۳]، زولو ، خوسايي ژبه ، شمالي سوتویي ژبه | ||||||
د کړنې څانګه | سياست [۴]، سياستوال | ||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
ماتامیلا سیریل رامافوسا (د ۱۹۵۲ز کال د نومبر په ۱۷مه زېږېدلی) د سویلي افریقا یو سوداګر او سیاستوال دی، چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د سویلي افریقا پینځم ډیموکراټیک ولسمشر دی او د ۲۰۱۷ز کال راهیسې د افریقا د ملي کانګرس (ANC) د رئیس په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده. رامافوسا مخکې د اپارټایډ ضد فعال او د سوداګرۍ د اتحادیې مشر او سوداګر و، چې وروسته د ANC د ولسمشر نیلسن منډیلا سکرټر، د افریقا د ملي کانګرس رئیس، د جیکوب زوما مرستیال ولسمشر او له ۲۰۱۴ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د ملي پلان جوړونې د کمیسیون رئیس هم پاتې شوی دی.[۵]
هغه ته یو تکړه مذاکره کوونکی او سټراټیژیست ویل کېږي، چې د سویلي افریقا د ډیموکراسۍ د لېږد پرمهال یې د ANC د ستر مذاکره کوونکي په توګه کار کاوه. رامافوسا په هېواد کې د کانونو د کارګرانو د اتحادیې (NUM) په نامه ډېره پیاوړې اتحادیه جوړه کړه. هغه د مذاکراتو په لړ کې د اپارټایډ د پای ته رسولو او په ۱۹۹۴ز کال کې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د بشپړو ډیموکراټیکو ټاکنو د ترسره کولو په اړه یې له ملي ګوند نه له رولف مایر سره مهمه ونډه لرله. رامافوسا د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره د نیلسن منډیلا انتخاب و. رامافوسا د یوه سوداګر په توګه پېژندل کېږي او خالصه شتمني یې په ۲۰۱۸ز کال کې تر ۶.۴ میلیارد (۴۵۰ میلیون ډالر) نه ډېره وه او ۳۱ ملکیتونه لري. مخکې یې د سویلي افریقا په مک ډونالدز شرکت کې کار کاوه او د MTN د بورډ رئیس او د لونمین بورډ غړي په توګه پاتې شوی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
رامافوسا له ۲۰۱۴ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د سویلي افریقا مرستیال ولسمشر و. هغه وروسته د ۲۰۱۷ز کال په ډسمبر کې د ANC په ملي کنفرانس کې د افریقا د ملي کانګرس (ANC) مشر وټاکل شو. رامافوسا د ملي پلان جوړونې کمیسیون پخوانی غړی دی، چې د هېواد د راتلونکي لپاره د سټراټیژیک پلان جوړولو مسئولیت لري. رامافوسا په ۲۰۱۸ز کال کې د جیکوب زوما له استعفا وروسته پرته له ټولټاکنو د سویلي افریقا ولسمشر شو. رامافوسا د سویلي افریقا په ټولټاکنو کې د ANC له بریا وروسته د ۲۰۱۹ز کال په می کې د خپلې لومړۍ بشپړې دورې لپاره د ملي شورا له خوا یو ځل بیا ولسمشر وټاکل شو. رامافوسا له ۲۰۲۰ز کال نه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د افریقا د اتحادیې رئیس و.[۱۴][۱۵]
سره له دې چې هغه هېواد ته د ډیموکراسۍ د راتګ پلوی و، خو د خپلو سوداګریزو ګټو له امله پرې نیوکه شوې ده، که څه هم په هېڅ ناقانونه فعالیت نه دی تورن شوی. له ګلینکور سره یې جنجالي سوداګریزې معاملې او د ډبرو سکرو له معاملې نه په ناقانونه ډول د ګټې اخیستنې له امله تورن شوی، چې هغه په کلکه دا تورونه رد کړل. ګلینکور په منځني ختیځ کې له توني بلیر شرکت سره د سوداګریزو فعالیتونو له امله د خلکو پام ځانته را واړاوه. زوی یې اندیل رامافوسا هم منلې، چې تر ۲ میلیونه ډېرې روپۍ یې له بوساسا امنیتي شرکت نه ترلاسه کړې، چې دغه شرکت په فساد کې ښکېل و. رامافوسا د ۲۰۱۲ز کال د اګسټ په ۱۵مه د ماریکانا کان کیندونکو د اعتصاب پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه او هغه یې «وحشیانه او جنایتکاره» چلند وباله، چې «ګډ اقدام» ته اړتیا لري. هغه وروسته پر خپلې کړنې پښېمان و او ویې ویل، چې که د کارګرانو له اعتصاب نه مخکې بېړني پلانونه جوړ شوي وای، نو مخه یې نیولای شوای.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
د ژوند لومړي کلونه
سمولرامافوسا د ۱۹۵۲ز کال د نومبر په ۱۷مه د جوهانسبورګ په سویتو کې له ونډایي مور و پلار نه زېږېدلی. هغه د ایرډموټ او متقاعد پولیس سمویل رامافوسا له دریوو اولادونو نه دویم دی. رامافوسا د سویتو Tshilidzi ابتدایي ښوونځي کې او بیا په Sekano Ntoane عالي ښوونځي کې شامل شو. هغه په ۱۹۷۱ز کال کې په وینډا کې د سیباسا له مفافولي عالي لیسې نه فارغ شو او هلته د زده کړیالانو د مسیحي خوځښت مشر وټاکل شو. هغه وروسته په ۱۹۷۲ز کال کې د لیمپوپو ولایت په شمال پوهنتون (Turfloop) کې د حقوقي زده کړو لپاره نوملیکنه وکړه.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
رامافوسا په پوهنتون کې په سیاست کې ښکېل شو او د سویلي افریقا د زده کوونکو له سازمان (SASO) او د تورپوستو وګړو له کنوانسیون سره یوځای شو. دا د دې لامل شو، چې په ۱۹۷۴ز کال کې د ۱۹۶۷ز کال د ټروریزم قانون د ۶مې مادې پر بنسټ د یوولسو میاشتو لپاره پر انفرادي بند محکوم شي، دا محکومېدل یې د فریلیمو د لاریونونو د تنظیمولو له امله و. په ۱۹۷۶ز کال کې د سویتو له ګډوډیو وروسته یو ځل بیا ونیول شو، چې د ټروریزم د قانون له مخې په جان ورسټر سیمه کې د شپږو میاشتو لپاره بندي و. له ازادېدو وروسته په جوهانسبورګ کې د څارنوالانو د شرکت حقوقي منشي شو او د سویلي افریقا له پوهنتون (UNISA) سره یې د مکاتبې له لارې خپلو حقوقي زده کړو ته دوام ورکړ، چې په ۱۹۸۱ز کال کې یې خپل تحصيلي سند ترلاسه کړ.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
ولسمشري (۲۰۱۸ز کال نه – تر اوسه)
سمولرامافوسا د ۲۰۱۸ز کال په فبرورۍ کې د جیکوب زوما له استعفا وروسته، د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ په ۱۵مه له مخالفت پرته د سویلي افریقا د ملي شورا له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. رامافوسا د ولسمشرۍ په توینهیوس مېلمستون کې د لوی څارنوال موګوینګ موګوینګ له خوا لوړه وکړه. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
کله چې رامافوسا ولسمشر شو؛ نو یوه ورځ وروسته په بازارونو کې سهام زیات شول، تر ۲۰۱۵ز کال پورې راند (د سویلي افریقا پولي واحد) لوړو پوړیو ته ورسېد او دولتي سهام هم ورسره لوړ شول.[۴۲][۴۳]
رامافوسا د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ په ۱۶مه خپله لومړۍ وینا وکړه او دا لومړۍ ځل و، چې په ډیموکراټیکه سویلي افریقا کې یو ولسمشر پرته له مرستیاله د هېواد د حالت په اړه وینا کوي. رامافوسا د سویلي افریقا د اقتصادي ودې پر اړتیا، پر ګرځندویۍ، د ځوانانو پر کارموندنې او د کابینې پر راکمولو ټینګار وکړ. هغه د منډیلا د میراث د ژوندي ساتلو پر ارزښت هم تمرکز وکړ.[۴۴]
رامافوسا د ۲۰۲۰ز کال د AU په غونډه کې په افریقا کې له ازادې سوداګرۍ نه ملاتړ وکړ او دا یې د صنعتي کېدلو او په نړیوالو بازارونو کې د سویلي افریقا د ادغام لپاره لوی لامل وښود. رامافوسا د ۲۰۲۰ز کال د AU په غونډه کې دا هم وویل، چې جنیستي تشې باید له مینځه لاړې شي او جنسیتي نابرابرۍ ته دې د پای ټکی کېښودل شي.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
سیاسي بشردوستي
سمولرامافوسا د ۲۰۱۸ز کال د می په ۲۴مه په ښکاره اعلان وکړ، چې هغه به د خپل معاش نیمایي برخه (۳.۶ میلیون رانډ په کال کې) د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر نیلسن منډیلا په درناوي خیراتوي. هغه وویل، چې هدف یې د شتمنو وګړو هڅول دي، چې د خپل معاش یوه برخه د ملت جوړونې لپاره ځانګړې کړي. دا مالي مرسته د نیلسن منډیلا د بنسټ (NMF) له خوا مدیریت کېده.[۴۹]
شخصي ژوند
سمولرامافوسا ډېر محرم شخص دی او د ژوند په اړه یې ډېر معلومات نشته. هغه مخکې له هوپ رامافوسا (۱۹۷۸ز- ۱۹۸۹ز) سره واده کړی و، چې یو زوی یې ترې درلود او بیا یې له سوداګرې نومازیزي متشوتشیسا سره واده وکړ (۱۹۹۱ز- ۱۹۹۳ز کلونه)، چې وروسته یې ترې طلاق واخیست. رامافوسا په ۱۹۹۶ز کال کې له ډاکټرې تشیپو موتسیپ سره واده وکړ، چې دا د سویلي افریقا د کان کیندنې د میلیاردر پاټریک موتسیپ خور وه. رامافوسا پینځه پېژندل شوي بچیان لري. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
رامافوسا په سویلي افریقا کې تر ټولو بډایه کس دی، چې خالصه شتمني یې له ۴۵۰ میلیونه ډالرو نه اوړي او د افریقا فوربس او بلومبرګ مالي مجلو کې راڅرګند شوی دی.[۵۴][۵۵]
رامافوسا د سیریل رامافوسا بنسټ، بنسټ اېښودونکی دی.[۵۶]
سیاست
سمولشخصیت
سمولسرچینې
سمول- ↑ Cotterill, Joseph (۱۵ فبروري ۲۰۱۸). "Cyril Ramaphosa voted in as South Africa's president". Financial Times. خوندي شوی له the original on ۱۵ فبروري ۲۰۱۸. بياځلي په ۱۵ فبروري ۲۰۱۸.
{{cite news}}
: Unknown parameter|dead-url=
ignored (|url-status=
suggested) (help)سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ https://www.abc.net.au/news/2021-12-14/south-african-president-cyril-tests-positive-for-covid-19/100697586 — خپرېدونېټه: ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۱
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20211101285 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20211101285 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ "NPC Commissioners". National Planning Commission. 4 February 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ Mtimka, Ongama. "Ramaphosa has what it takes to fix South Africa's ailing ANC. But ..." The Conversation. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "How Cyril Ramaphosa and Roelf Meyer joined forces to bring democracy to SA". 702. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Ramaphosa has what it takes to fix South Africa's ailing ANC. But ..." TimesLIVE. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ S., Saul, John. South Africa – the present as history : from Mrs. Ples to Mandela & Marikana. Woodbridge, Suffolk. ISBN 9781847010926. OCLC 872681428.
{{cite book}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ tinashe (30 June 2011). "Negotiations and the transition". South African History Online. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ Munusamy, Ranjeni (20 December 2012). "Cyril Ramaphosa: the return of Nelson Mandela's chosen one". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 December 2016. بياځلي په 18 December 2016.
- ↑ "Here are the 20 richest people in South Africa". BusinessTech. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 February 2018. بياځلي په 17 February 2018.
- ↑ "Ramaphosa declares ownership of 31 properties". خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "National Planning Commission". National Planning Commission. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ Simon (February 10, 2020). "South African President Cyril Ramaphosa elected African Union Chairperson as continent vows to "silence the guns," boost trade and close gender gap". Today News Africa. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 February 2020. بياځلي په February 10, 2020.
- ↑ "R2K protest for investigation into MTN and Ramaphosa corruption allegations". Right2Know Campaign. 12 October 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ Turner, Craig McKune and George Turner, Craig McKune, George. "Ramaphosa and MTN's offshore stash". Mail & Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 December 2017. بياځلي په 12 August 2017.
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ "Ramaphosa sells business stakes, creates billion-dollar black-owned company". BizNews.com. 26 May 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ Mawson, Nicola. "Ramaphosa steps down as MTN chairman". ITWeb Technology News. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Cyril Ramaphosa's conflict of interest – Corruption Watch". Corruption Watch. 14 January 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Glencore, Ramaphosa eye 50/50 mining JVs in SA". Moneyweb. 11 October 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Presidency, Glencore slam Ramaphosa Eskom claims". Fin24. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Did Ramaphosa benefit from Eskom coal deals?". خوندي شوی له اصلي څخه په 8 September 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Bosasa paid me R2m, says Andile Ramaphosa | IOL News". www.iol.co.za. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 March 2019. بياځلي په 27 March 2019.
- ↑ "The Ramaphosas' Bosasa money: Same script, different cast". News24. 27 March 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 March 2019. بياځلي په 27 March 2019.
- ↑ Smith, David (24 October 2012). "Lonmin emails paint ANC elder as a born-again robber baron". The Guardian. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 December 2016. بياځلي په 14 December 2016.
- ↑ "Cyril Ramaphosa: The true betrayal | Daily Maverick". Daily Maverick. 26 October 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 November 2017. بياځلي په 6 June 2017.
- ↑ Butler, Anthony (2011). Cyril Ramaphosa. Johannesburg: Jacana. p. 1. ISBN 9781431401840.
- ↑ Matlala, Ngwako Modjadji and Alex. "Ramaphosa 'not born in Limpopo'". The Citizen. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ Village, Youth (25 October 2013). "25 Things you don't know about Cyril Ramaphosa". Youth Village. خوندي شوی له the original on 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ Anonymous (17 February 2011). "Cyril Matamela Ramaphosa". South African History Online. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 February 2018. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Who is Cyril Ramaphosa?". 21 December 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 June 2018. بياځلي په 23 August 2018.
- ↑ www.lesideesnet.com, Les Idées Net -. "African Success : Biography of Cyril RAMAPHOSA". africansuccess.org. خوندي شوی له the original on 6 November 2018. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "South Africa: Overcoming Apartheid". overcomingapartheid.msu.edu. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Deputy President Cyril Ramaphosa | GEC 2017". gec.co. خوندي شوی له the original on 16 March 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Cyril Ramaphosa – the man who wants to make South Africa great". BBC News. 2 August 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ KAUMBI, UAZUVA. "The curious case of Comrade Cyril – Windhoek Observer". خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ "Cyril Ramaphosa has been elected president of South Africa". خوندي شوی له اصلي څخه په 12 June 2018. بياځلي په 8 June 2018.
- ↑ "WATCH: President Ramaphosa takes oath of office". www.enca.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 February 2018. بياځلي په 20 February 2018.
- ↑ "The oath is sealed: Ramaphosa is officially President". خوندي شوی له اصلي څخه په 20 February 2018. بياځلي په 20 February 2018.
- ↑ AP, AFP, Bloomberg (15 February 2018). "South Africa's Cyril Ramaphosa takes oath of office". GulfNews. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 February 2018. بياځلي په 20 February 2018.
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ "Rand rallies over 4% as Ramaphosa takes ANC top job in close contest". Fin24. 18 December 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 December 2018. بياځلي په 25 December 2018.
- ↑ Khanyile, Neo (19 December 2017). "Stocks rally as Ramaphosa seen as watershed". Moneyweb. Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 December 2018. بياځلي په 25 December 2018.
- ↑ Burke, Jason (16 February 2018). "South Africa: Ramaphosa invokes Mandela in first major speech". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 February 2018. بياځلي په 20 February 2018.
- ↑ Merten, Marianne (17 February 2017). "SONA 2018: President Ramaphosa promises to turn the tide of corruption". Daily Maverick. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 December 2018. بياځلي په 25 December 2018.
- ↑ Herman, Paul (16 February 2018). "Ramaphosa promises corruption crackdown at maiden SONA". News24. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 December 2018. بياځلي په 25 December 2018.
- ↑ Gous, Nico (18 February 2018). "Armed Forces Day commemoration will have special meaning this year: Ramaphosa". TimesLIVE. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 November 2019. بياځلي په 9 November 2019.
- ↑ Simon (February 10, 2020). "South African President Cyril Ramaphosa elected African Union Chairperson as continent vows to "silence the guns," boost trade and close gender gap". Today News Africa. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 February 2020. بياځلي په February 10, 2020.
- ↑ "SA leader gives half his pay to charity". BBC News. 24 May 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 May 2018. بياځلي په 24 May 2018.
- ↑ Head, Tom (16 February 2018). "Six things you didn't know about Tshepo Motsepe: SA's new First Lady". The South African. بياځلي په 25 December 2018.[مړه لينکونه]
- ↑ "Women go wild for Ramaphosa son". IOL. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 April 2018. بياځلي په 25 April 2018.
- ↑ Maune, Bernice. "I support and love him, says Ramaphosa's wife following cheating scandal". The Citizen. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 September 2017. بياځلي په 11 November 2017.
- ↑ "Cyril Ramaphosa rejects state house". The Citizen. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 August 2017. بياځلي په 12 August 2017.
- ↑ Huisman, Bienne (12 July 2015). "Cyril Ramaphosa's R30m posh plot". City Press. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 November 2019. بياځلي په 9 November 2019.
- ↑ "Here are 24 of the richest people in South Africa". BusinessTECH. 3 July 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 November 2019. بياځلي په 9 November 2019.
- ↑ Karrim, Azarrah (24 September 2019). "'There is no language that is superior to another' - Ramaphosa celebrates Heritage Day with a focus on African languages". News24. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 September 2019. بياځلي په 9 November 2019.