سید مرچ آغا

ارواښاد پير کامل سيد نوراحمد شاه آغا چې د سید مرچ آغا، مرچ آغا، پیر آغا، آغا بابک او د کندهار پیر په نامه هم پېژندل کېږي؛ البته اصلي نوم يې بيا نوراحمد وو. سید پیر اغا د افغانستان د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان په سيمه کې زېږېدلی او هلته لوي سوی وو.

سید مرچ آغا
آغا بابک
ارواښاد پير کامل سيد نوراحمد شاه آغا
د ښاغلي حاجی آغا مبارک انځور، د لونګۍ سره.
د ښاغلي حاجی آغا مبارک انځور، د لونګۍ سره.
د ښاغلي حاجی آغا مبارک انځور، د لونګۍ سره.

د شخص مالومات
اصلي نوم نوراحمد شاه
زېږېدنه ۱۹۲۶
کندهار، افغانستان
مړینه ۲۰ مې، ۲۰۱۱
هند
هديره د مرچ آغا زیارت، زوړ کندهار، کندهار، افغانستان
پټنوم پير آغا
پلرنی ټاټوبی کندهار
اولاد
  • ابراهیم شاه آغا (کشر زوی)
خپلوان
  • سيد مير احمدشاه آغا/منک آغا (پلار)
  • سيد محمد عظيم آغا (نيکه)
  • سيد رسول آغا/حاجی نيکه (ورنيکه)
  • سید محمد غوث آغا (آکا)
عملي ژوند
کار/مسلک
  • سيد
  • پير
یادښتونه دده جنازه د افغانستان تر ټولو لويه جنازه وه، په جنازه کې راټول سوو وګړو شاوخوا ١١ کيلومتره ځمکه نيولې وه.
د کندهار ولايت د راتب پوپل د Watan Risk Management سيکيورټي شرکت موټر؛ چي د مخ پر هنداره يې د مرچ آغا عکس موښلول سوی دی

محترم پیر آغا د کندهار په خلګو کې ډېر لوړ مقام درلود، او د کندهار پر ډېرو ټکسيانو او نورو موټرو دده عکسونه هميشه لګېدلي وي. ښاغلي مرچ آغا په زرګونو مريدان درلودله. دده تر مرګ وروسته هم دده د کورنۍ مقام او اهمیت پر خپل ځای پاته دی، خو هغونه نه لکه څونه چې دده په ژوند کې وو.

شخصي ژوند

سمول

نوراحمد شاه آغا چی خلکو د مرچ آغا او حاجی آغا په نامه پيژانده. هغه د سيد مير احمدشاه آغا (مشھور; په منک آغا) زوی، دسيد محمد عظيم آغا لمسی او د سيد رسول آغا (مشھور په حاجی نيکه) کړوسی وو. د ارواښاد حاجی آغا له قوله، داسی معلوميږی چی دده مبارک نيکه (حاجی نيکه) له نن څخه دوې پيړۍ وړاندي د سويلي پښتونخوا د پښين د علاقې څخه دکندھار ښار ته ھجرت راکړی وو. دده مبارکه کورنی دساداتو د پيژندل سوي سلسلې له يوی لويی کورنۍ (ښادی زيو) سره تړاو لری. دعيارانو او کاکه ګانو قافلې سالار (مرچ آغا مبارک) په ١٣٠۵ ھجری شمسی کال دکندھار دنوی ښار په شپږمه ناحيه کی دنيا ته راغلئ چی د پلار يوازينی اولاد وو. ارواښاد حاجی آغا مبارک چی کله تنکی ځوان وو، مبارک پلار يی له نړی څخه سترګي پټي کړې او ده ته د مسؤليتونو لوی پېټی ور په غاړه سو، چی د ژوندانه تر پايه يی دا پيټی په ډير متانت او ځوانمردی سره، په خپلو اوږوباندی يووړ. دحاجی آغا په ټولو اولادونو کي دده، نيکي، صافي او ښيګڼې لکه ميړانه، ميلمه پالنه، سخاوتمندي، غريب نوازي، کمينی، تواضع او بردباری له ورايه څرګنديږی. حاجی آغا مبارک يوريښتينی درويش اود عيارانو او ځوانمردانو د آسمان يوځلانده ستوری و. دده دځوانمردی او ميړانی انګازی دھيواد په ګوټ ګوټ کی اوريدل کيدی اوھر ځای به دعيارانو ټولګی لکه پتنګان، دده پر شاوخوا راټول وو. حاجی آغا مبارک د عياری، کاکه ګی اوميړانی، يوه نمونه اوسمبول و، دنورو لپاره قربانی او ځان ښندنه دده دژوندانه يوه مھمه برخه وه او په دی الره کی يی دزړه له کومی ھلی ځلی کړی دی، آن تردی چی خپل خوږ ژوند يی ھم دخلکو دخدمت او ھوساينې په لاره کی له خطر او ستونزو سره مخامخ کړی و، اوپه دغه سپيڅلی الره کی څو څو ځله ټپی سوی ھم و. حاجی آغا په خپلو نيکو اوصافو اوځوانمردي سره دخلکو زړونه داسی ښکار کړي وو چی ده ته يی دعارفانو په اصطلاح دزړنو دسلطان مقام ورکړی و. حاجی آغا په ريښتيا د خلکو دزړنو ښکارچی و، او ھرڅوک به چی دده په حضور مشرف سول، په لومړی کتنه کي به دده مبارک، دنيکو اوصافو او ځوانمردی ګرويده سو. پر دې ټولو سربيره، د درويشانو قافله سالار حضرت مرچ آغا رحمة الله عليه، د فقيری اودرويشی له ښکلي نړۍ څخه را بھر نسو، دنوي شان او شوکت او په ټولنه کی لوړ مقام دده په روح اوروان ھيڅ ډول اغيزه ونه کړه او ترپايه ددغه جاويدانه کاروان سردار او لارښوود، پاته سو. حاجی آغا د دنيايي تجمل او لذتونو څخه بيزاره وو او ھميش يې دريښتينو درويشانو او فقيرانو په څير ژوند تيراوه، ده ھوساينه او لذتونه دنورو خلکو لپاره غوښتل او خپله يی په خاورين کور او خاورين کنډولی قناعت کړی و. ده مبارک ھيڅ کله ددنيا په ټولولو پسی ھڅه نه وه کړی او کوم څه به يی چی درلودل ھغه به يی ھم د نورو خلکو سره په ډيره سخاوتمندی شريک کول. دده دمريدانو دا ادعا چی وايی: (دخدای شکردی،چی زمونږ پير سخی او ځوانمرده دی)، ډيره په ځای اوله شک څخه ليری خبره ده. دده ښکلی دربار به ھميشه له دوستانو، شاکرينو، ملنګانو او انډيواالنو څخه ډک و، اود ډيرو بی پناھو خلکو پناھګاه وو. حاجی آغا مبارک به ډير وخت په خپلو ولسونو ميلمنو ته د ښوروا اونورو خوړو ديګی پخاوه، او په خپله به يی دميلمنو په خدمت کی ايښود، ده مبارک به ويل:(( پنځوس کاله می په خپلو السونو انډ يواالنو ته ډوډی ورپخه کړی ده)). دا د حاجی آغا مبارک دميلمه پالنی او سخا لوړه مرتبه وه چی الله تعالی ده ته وربخښلیې وه، او ده مبارک دژوند ترپايه، په ډيره خوښی دھغه پالنه کوله او خپل خوږ ژوند يی دی سپيڅلی الری ته، وقف کړی و. حاجی آغا مبارک دتعصب، ظلم ، ناروا، زورزياتی او توپير څخه بيزاره و اودريښتينو عارافانو په څير يی دانسان لوړی مرتبی اومقام ته د درناوی په سترګه کتل. دده په دربارکی ھيڅ ډول توپير او تبعيض موجود نه وو. دربار به يی دھرقوم او قبيلی له وګړو څخه ډک و: څوک به دھيواد دشمال څخه، څوک دجنوب او څوک ھم دختيځ اويا لويديځ څخه و او په بيلو بيلو ژبو به يی خبری کولی. ولی دده ددربار يوه ژبه وه، ھغه ھم دمحبت اووروګلوی ژبه ، داسالمی او افغانی پيوستون ژبه وه، دځوانمردی اوقربانی ژبه وه. د ده په قلمروکی لوړ او ټيټ نه و،دارا او ناداره نه و،زورور او کم زوری نه و. دده دربار ته ګدا اوسلطان په يو شان راتلل اودده غيرت او ميړانی ته به يی دتعظيم اودرناوی لپاره سر کښته کوو. دده عالی شخصيت دسيمی ، رنګ اونژاد دمحدودی او تنګی نړی څخه ډيراوچت اوپراخه و. حاجی آغا مبارک د افغانستان دخلکو دجھاد کلک مالتړی وو او خپل شاکرين او مريدان به يی دپرديو ديرغل په مقابل کی ھڅول او پخپله يی ھم ټول وخت دمجاھدينو ترڅنګ دھيواد دژغورلو لپاره د جھاد په تودو سنګرونو کی شپی اوورځی سبا کولی. دده جھاد اومبارزه په خاصه توګه دبھرنی تيری په وړاندی متمرکزه وه، او د خپل منځی جګړو اوسياليو څخه سخت بيزاره وو. حاجی آغا به تل ويل:(( ټول په دی ھيواد کی مسلمانان دی، ولی يو بل سره وژنی؟)).

په سندرو کې

سمول

سرچینې

سمول