سټېسي ابرمز

سټېسي ابرمز (فونوتیکي سمبول یې /ˈeɪbrəmz/؛ د ۱۹۷۳ کال د ډېسمبر په ۹مه زېږېدلې) یوه امریکایۍ وکیله، د رایو د حقونو فعاله او سیاستواله ده چې له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې يې د جورجیا په پارلمان کې خدمت وکړ او له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې يې د لږکیو د مشرې په توګه خدمت وکړ. ابرمز د دیموکرات ګوند له غړو څخه وه، په ۲۰۱۸ کال کې يې د رايې ورکوونکو له ځپنې سره د مبارزې په موخه د فېر فايټ/منصفانه مبارزې په نوم سازمان رامنځته کړ. د رایو د حقونو یوه فعاله، چې په جورجیا کې د رایې ورکوونکو د شمېر د ډېرولو لپاره د خپلو پراخو هڅو له امله پېژندل شوې ده، چې له ډلې يې د ۲۰۲۰کال په ټاکنو کې په لږ توپير سره د جوبایډېن بریا یادولی شو او د جورجیا د ۲۰۲۰-۲۰۲۱ کال ټاکنې چې د متحده ایالاتو د سنا په منظم ډول برابرې شوې ځانګړې ټاکنې وې او د سنا کنترول یې ديموکراتانو ته په لاس ورکړ.  [۵][۶][۷][۸][۹]

سټېسي ابرمز
سټېسي ابرمز

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۹ ډيسمبر ۱۹۷۳[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل افريقايي امريکنۍ [۲]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
دين میتودیزم [۳]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه سياست [۴]،  د رای حق [۴]،  ادبيات [۴]،  تشبُث [۴]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ابرمز په ۲۰۱۸ کال کې د جورجیا په لومړنیو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نومانده وه او لومړنۍ افریقایۍ - امریکایۍ ښځینه نومانده وه چې په متحده ایالاتو کې د اصلي ګوند استازې شوه. هغې په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي نوماند برېن کېمپ له خوا ماته وخوړه خو تسلیم نه شوه او کېمپ یې د جورجیا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د رایې ورکوونکو په ځپنه تورن کړ. حقیقت پلټونکو او خبریالانو د غلا شویو ټاکنو د ادعا اثبات خورا ستونزمن وموند.  د ۲۰۱۹ کال په فبروري کې ابرمز لومړنۍ افریقایۍ - امریکایۍ ښځه وه چې د اتحادیې وضعیت ته یې د اتحادیې له ادرسه ځواب ورکړ. هغې د ۲۰۲۱ کال د ډېسمبر په لومړۍ اعلان وکړ چې هغه به په ۲۰۲۲ کال کې بیاځلي ځان د جورجیا د واکمنۍ په ټاکنو کې نوماند کړي او وروسته له هېڅ ډول مخالفت پرته د دیموکرات ګوند نومانده شوه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ابرمز د یوې لیکوالې په توګه هم په دواړو داستاني او غیر داستاني لیکنو کې بریالۍ وه. زموږ وخت اوس دی او له بهر څخه مشرتوب د هغې مشهور غیر داستاني کتابونه دي چې د نیویارک ټایمز تر ټولو ډېر پلورل شوي کتابونه وو. ابرمز له سیاست څخه بهر تر ۲۰۲۱ کال پورې ۸ داستاني کتابونه د سلینا مونتګومري له مستعار نوم سره خپاره کړل. حال دا چې د عدالت خوب په نوم اثر په ۲۰۲۱ کال کې د هغې په اصلي نوم خپور شو. ابرمز همداراز د سټېسي د خارق العاده کلیماتو په نوم د ماشومانو لپاره هم یو کتاب ولیکه چې د ۲۰۲۱ کال په ډېسمبر کې خپور شو.

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې

سمول

هغه د خپلو شپږو خویندو او وروڼو دویمه وه. ابرمز د وېسکونسېن په مډېسون کې د رابرټ او کارولین ابرمز  په کور کې نړۍ ته راغله او د میسي سي پي په ګلف پورټ کې لویه شوه. کورنۍ يې په ۱۹۸۹ کال کې د جورجیا اتلانټا ته کډه شوه چېرته چې د هغې مور او پلار په اېموري پوهنتون کې خپلې مذهبي/ عقیدتي زده کړې بشپړې کړې. هغوی مېټوډېست ملان شول او بېرته له خپلو درېیو کوچنیو ماشومانو سره میسي سي پي ته راوګرځېدل حال دا چې ابرمز او دوه نور خویندې او وروڼه یې په  اتلانټا کې پاتې شول. هغه د اوونډال په عالي لیسه کې زده‌کړې وکړې. او په ۱۹۹۱ کال کې د هغې لومړۍ درجې زده کوونکې په توګه فارغه شوه چې د فراغت د جشن وروستۍ ویناوالي یې وکړه. هغه په ۱۹۹۰ کال کې د ټیلورېډا ټولنې د اوړنۍ برنامې لپاره وټاکل شوه. په ۱۷ کلنۍ کې چې لا زده‌کوونکې وه د کانګرېس د کمپاین لپاره د ټایپېستې په توګه وګمارل شوه او وروسته د کمپاین د ویناوالۍ په بهیر کې د هغې د پرمختګ پر بنسټ د یوې وینالیکونکې په توګه وګمارل شوه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

امبرز په ۱۹۹۵ کال کې د کثیرالرشتوي زده‌کړو (سیاسي علوم، اقتصاد او تولن‌پېژندنه) د هنر په څانګه کې د مګنا کم لاډو له سپېلمن کالج څخه خپله لیسانس درجه تر لاسه کړه. هغې په کالج کې د تحصیل په بهیر کې د اتلانټا د ښاروال مینارډ جکسون په دفتر کې د ځوانانو د خدماتو په برخه کې کار کاوه. هغې وروسته د متحده ایالاتو د چاپېریال ساتنې په اژانس کې د کار زده‌کوونکې په توګه کار وکړ. ابرمز په ۱۹۹۲ کال کې د لومړي کال د زده‌کړیالې په توګه د جورجیا ایالت د کاپيټول د پړاوونو په یو لاریون کې برخه واخیسته چې په ترڅ کې يې د جورجيا دولت د بیرغ په سوځولو لاس پورې کړ، چې هغه مهال د کفېدراسیون د جګړو بیرغ و. دا بیرغ په ۱۹۵۶ کال کې د مدني حقونو ضد غورځنګ په توګه د ایالت په بیرغ کې ورزیات شوی و. [۲۳][۲۴][۲۵]

ابرمز د هري اېس. ترومن د زده‌کړو د مالي ملاتړ/سکالرشېپ لرونکې په توګه د استېن په تګزاس پوهنتون کې د LBJ (Lyndon B. Johnson School of Public Affairs) ښوونځي د عامه اړیکو په پوهنځۍ کې د عمومي سیاست په برخه کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې او له یاد پوهنتون څخه يې په ۱۹۹۸ کال کې د عامه اړیکو په برخه کې خپله ماستري واخیسته او په ۱۹۹۹ کال کې يې د يېل د حقوقو له ښوونځي څخه د حقوقو په څانګه کې خپله د دوکتورا درجه ترلاسه کړه. [۲۶]

سوداګریزه او حقوقي دنده

سمول

ابرمز د حقوقو له پوهنځۍ څخه تر فراغت وروسته په اتلانټا کې د ساترلڼد اسبېل او برېنان په حقوقي شرکت کې د مالیاتي وکیلې په توګه په کار شوه او له ماليې څخه پر معافو سازمانونو، روغتیاپالنې او عمومي مالي چارو يې تمرکز درلود. په ۲۰۱۰ کال کې کله چې ابرمز د جورجیا د عمومي اسامبلې غړې وه، د نو-کروپ (په رسمي ډول NOWaccount Network Corporation) په نوم د مالي خدمتونو شرکت بنسټ اېښودونکې او لویه مرستیاله شوه.  [۲۷][۲۸]

ابرمز د سېج وورک (Sage Works) په نوم د حقوقي مشورې د یو شرکت عملیاتي مدیره ده چې د اتلانټا ډریم او د ښځو د باسکېت‌بال ټولنې له مشتریانو څخه استازولي کوي. [۲۹]

نورېش او اوس

سمول

ابرمز په ۲۰۱۰ کال کې د نورېش شرکت بنسټ کېښود په لومړیو کې د نویو زېږدلو ماشومانو او هغو ماشومانو پر څښاک تمرکز درلود چې نوی پل اخلي، وروسته یې نوم په نوو (Now) بدل شو او د خپلې سوداګرۍ بڼه يې د کوچنیو کارو بارونو لپاره پر یوه حل لاره متمرکزه کړه. اوس‌مهال په ۲۰۲۱م کال کې ۹.۵ میلیونه ډالره سېریس اې (د یو شرکت د مالي تامین لومړني مهم دور ته ویل کېږي چې د زیان منونکې پانګونې سره مل وي، ژباړن) ته لوړ شو. [۳۰][۳۱]

سیاسي دنده

سمول

ابرمز په ۲۰۰۲ کال کې د ۲۹ کلنۍ په عمر د اتلانټا ښار مرستیاله لویه څارنواله وټاکل شوه. [۳۲][۳۳]

د جورجیا عمومي اسامبله

سمول

ابرمز په ۲۰۰۶ کال کې د بیاځلي نه نوماندۍ لپاره د جوان مک کلېنټون تر اعلان وروسته د جورجیا ولسي جرګې ته له ۸۹مې حوزې څحه نومانده شوه. ابرمز د دیموکرات ګوند په مقدماتي ټاکنو کې د پخواني ایالتي قانون جوړوونکي جورج مډوکس او سیاسي فعال ډېکسټر پورټر پر وړاندې ګډون وکړ. هغه له خپلو دوو سیالانو څخه مخکې شوه او د ۵۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په لومړنیو ټاکنو کې بریالۍ شوه او د ټاکنو له دويم پړاو څخه په شا شوه. [۳۴]

ابرمز د ۸۹مې هاوس سیمې استازې وه چې د اتلانټا ښار او د ډيکالب غیر قانوني کاونټۍ په‌کې شامله ده او د کانډلېر پارک، سېډر ګروو، کولمبیا، دروېډ هېلز اېج‌ووډ، هایلنډ پارک، کېلي لېک، کرېک‌ووډ، لېک‌کلر، سویلي ډېک‌لب، ټوني والي او ټېلسون سیمې يې پوښلې. هغې د اخلاقو، غیرمدني قوانینو قضیو او د لارو او وسیلو په تخصصي کمېټو کې خدمت وکړ. [۳۵][۳۶][۳۷]

د ۲۰۱۰ کال په نوامبر کې یوې دیموکراتیکې ډلې ابرمز د وېرجل فلوډ پر وړاندې د لږکیو د مشرې په توګه د ډوبوزپورټر ځای‌ناستې وټاکله. د لږکیو د مشرې په توګه د ابرمز تر ټولو مهم ګام د هوپ/ HOPE (تکړه زده‌کړیالانو ته ښوونیزه مرسته) بورسیې خپرونې د سموونې لپاره د جمهوریت غوښتونکي واکمن ناټان ډېل له دولت سره مرسته وه. هغې د ۲۰۱۱ کال له قانون څخه ملاتړ وکړ چې د جورجیا د زده‌کړيالانو لپاره يې د بورسیې د لګښتونه په کمولو سره د هوپ/ HOPE برنامه خوندي کړه او له یو سلنه ګټې سره یې د زده‌کړیالانو د مالي تامين لپاره د پور د ورکړې يوه برنامه جوړه کړه. [۳۸][۳۹]

د ټایم مجلې د راپور له مخې ابرمز «په پام‌وړ ډول کولی شي په‌خپل ځان وویاړي چې په یوازې ځان یې د جورجیا په تاریخ کې تر ټولو لوی مالیاتي زیات‌والی ودراوه.» امبرز په ۲۰۱۱ کال کې استدلال وکړ چې پر عاید د مالیاتو د کمولو لپاره د جمهوري غوښتونکو وړاندیز او په ورته حال کې د کېبل پر خدمتونو د مالیاتو ډېرول د ډېرو خلکو له خوا د ورکړل شویو خالصو مالیاتو زیات‌والي پر لور ځي. هغې دا لایحه تجزیه او تحلیل کړه او پایلو يې وښوده چې د جورجیا خلک به د مالیاتو ۸۲ سلنه زیات‌والي شاهدان وي او د خپل تحلیل يوه یوه پاڼه يې په مجلس کې د هر قانون جوړوونکي د میز پر سر کېښوده. دا لایحه په پر لپسې ډول له ماتې سره مخ شوه. [۴۰]

سرچينې

سمول
  1. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n2018002688 — خپرونکی: کانګرس کتابتون
  2. https://www.cnn.com/2018/05/22/politics/georgia-governor-race-stacey-abrams/index.html
  3. https://justfacts.votesmart.org/candidate/biography/67385/stacey-abrams
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0300016 — د نشر نېټه: ۱۸ اپرېل ۲۰۲۳
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Multiple sources state that Abrams did not concede:
    • Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
    • Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
    • Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
    • Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
    • Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. * Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
    • Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
    • Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
    • Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. کينډۍ:Cite tweet
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). (pg. 7)
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  33. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  34. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  35. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  36. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  37. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  38. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  39. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  40. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).