پوهاند سيال کاکړ (په انگرېي: Syal Kakar)' (۱۳۱۴ لمريز لېږدي کال، پښين، سرانان - د ۱۴۰۱ ل ل کال د غبرگولي ۲۸، کوټه)، (۱۹۳۵ زېږدي کال - د ۲۰۲۲ ز کال د جون ۱۸) د لوی افغانستان یو پښتو ژبی ليکوال، شاعر او څېړنکی وو.

مخينه

پوهاند ولي محمد خان، چې په سيال کاکړ اوڅار دی، په ۱۹۳۵ ز کال د پښين په سرانانو کې زېږېدلى دى. هغه د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړې ده.

سيال کاکړ لومړنۍ زدکړې په خپل کلي او پښين کې ترسره کړې او وروسته د لوړو زدکړو لپاره د کوټې پېښور او د لاهور پنجاب پوهنتون ته تللى دى. پوهاند سيال كاكړ په پارسي، پښتو او اردو ژبو كې د ماسټرۍ بری ليک تر لاسه كړی دی. همدارنگه يې د (بي اې) بري ليک هم د پنجاب له لايلپور (فيصل اباد) ښاره تر لاسه كړی دی. نوموړى د پښتو تر څنگ په پارسي، اردو، براهوي، انگرېزي او پنجابي ژبو هم ښه پوهېده او روانې خبرې يې پرې كولاى شوای.

د کابل پوهنتون پښتو څانگې استاد سمیع وحدت د ښاغلي کاکړ په اړه وايي: "سیال کاکړ سوېلي پښتونخوا کې د پښتو ادبیاتو څانگه پرانېسته. لیکنې یې دوه ځانگړې پېرزوینې لري، یوه دا چې د پښتو فلکلور یې پښتنو او نورو ته ورمعرفي کړ. بله دا چې په تذکره لیکنه کې یې لوی لاس درلود. (د کسې د لمنې پښتانه ليکوال) اثر یې یوه ښه بېلګه ده."

ښاغلی وحدت زیاتوي، پوهاند ولي محمد خان یو ښه شاعر هم وو چې په پښتو او پارسي یې شاعري کړې ده.

"سیال کاکړ تخلیقي ادبیاتو کې ځلانده نوم لري، دی هم ښه خلیق او ښه محقق و. د پښتنو په ځمکو ډېر گرځېدلی دی او تر بل هر چا یې د پښتنو فلکور ښه راټول کړی او دا یې حق دی چې پښتانه یې تل یاد ژوندی وساتي." دی وايي، ښاغلي کاکړ د افغانستان اکا‌ډمي ته ۴۵۰۰ ټوکه کتابونه ورکړي وو چې په دې کې ۱۳۳ یې قلمي نسخې وې.

لیکوالان وايي، د افغانستان پلازمېنه کابل په اکاډیمۍ کې د ولي محمد سیال کاکړ کتابتون په نوم یوه بېله څانگه شته.

پوهاند ولي محمد خان پر پښتو سربېره پارسي، اردو، براهوي، انگرېزي او پنجابي ژبې هم زده وې.

دندې

په۰ ۱۹۶۴ م کال يې د استاد په توگه پر خپل کار پېل وکړ.

پښتو ادب کې ونډه

ښاغلي کاکړ د پښتو پر فولکلوري ادب او دغه ډول نورو ادبي برخو کې تر ۳۶ ډېر کتابونه ليکلي دي. هغه د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو څخه دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړې ده. هغه له ژوبه تر بورى او دغه ډول له سيوۍ تر کندهاره په لر او بر کې د ولسي ادبياتو ورکه شاعري په خپلو ليکونو کې د تل لپاره ژوندۍ وساتله.

کاکړ تر خپله وسه د پښتنو په لر او بر کې خوله په خوله ويل شوې لنډۍ، کاکړۍ غاړې، انگۍ، متلونه، ساندې، برغازۍ، چيغيان راټول کړي او د تاريخ په پاڼو کې يې ژوندۍ ساتلي دي.

مړينه

پوهاند ولي محمد خان (سيال کاکړ) د اوږدې ناروغۍ په پایله کې د ۲۰۲۲ ز کال د جون پر ۱۸ په کوټه ښار کې د ۸۷ کلونو په عمر ومړ او په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې څای شه.


چاپ شوي آثار

۱. (غاړې) كاكړۍ غاړې او څېړنه.

۲. پښتني افكار (پښتو كيسۍ).

۳. سپېڅلي گايونه (متلونه).

۴. چيغيان (د پښتني فولكلور يو ډول).

۵. گرانې ملغلرې (شعري ټولگه).

۶. پښتني جام (شعري ټولگه).

۷. پښتني فولكلور.

۸. ملي دردونه (شعري ټولگه).

۹. غورځنگ (شعري ټولگه).

۱۰. كاكړۍ (كاكړۍ غاړې).

۱۱. ترينو (د وڼېڅي لهجې په اړه څېړنه).

۱۲. ملي ادب (متلونه).

۱۳. مزارات (د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو مزارات).

۱۴. د كسې د لمنې پښتو ژورناليزم.

۱۵. پښتني نومونه.

۱۶. پښتو مترادفات.

۱۷. فولكلوري طب.

۱۸. ادبي څېرې (انځوريزه تذكره).

۱۹. د کسې د لمنې پښتانه ليکوال (ادبي تذكره، دوه ټوكه).

۲۰. پښتو او پښتانه په سهېلي پښتونخوا كې (دوه ټوكه).

۲۱. فولكلوري سوغات (د اتڼ نارې).

۲۲. فولكلوري سندرې.

۲۳. پښتو نكلونه.

۲۴. فولكلوري جواهر (د ښادۍ بدلې).

۲۵. د كوشنيانو ادب.

۲۶. د كوشنيانو ژبه.

۲۷. انگۍ (د پښتني فولكلور يو لرغونى او په زړه پورې منظوم ډول).

۲۸. منظومه تذكره.

۲۹. ادبي انځور (مقالې).

۳۰. سنگر (شعري ټولگه).

۳۱. كاكړۍ (د كاكړۍ لهجې په اړه څېړنه).

۳۲. نثري انځور (مقالې).

۳۳. پخوانۍ غاړې (ازادې غاړې).

۳۴. غوره انځور (شعري ټولگه).

۳۵. گنجينه ادب فارسى (فارسي مقالې).

۳۶. خزينه دانش (فارسي مقالې).

۳۷. زرين انځور (مقالې).


سرچينې

۱. https://www.bbc.com/pashto/arts-and-literature-61852273

۲. https://www.mashaalradio.com/a/31903896.html

۳. https://www.voadeewanews.com/a/6633054.html

۴. https://dawatmedia24.com/?p=144851