سوخوی سو ۳۵ ( په روسی : Cy-35) د جېت د برید کوونکی ښکاری الوتکو د څلورم نسل ( پښت) یو ډول الوتکه ده چې په ۱۹۸۸ کال کې د سوخوی سو ۲۷ تر عصری کولو وروسته جوړه شوه . د سوخوی سو ۳۵ لمړی الوتنه د جون په میاشت کې په ۱۹۸۸ کال کې عملی شوه. روسی پوځ د هغی الوتکې څخه په رسمی ډول د ۱۹۹۵ څخه کار واخیست.
ټوليز مالوماتعمومي مالومات | |
---|
ډیزاینر | |
---|
ځانګړې وېشنيزه | |
---|
د خدمت پیل |
۱۲ فبروري ۲۰۱۴ |
---|
هېواد | |
---|
چلوونکی | |
---|
کارول | |
---|
کچه او لوړوالیلوړوالی |
۵٫۹ متر |
---|
اوږدوالۍ |
۲۱٫۹ متر |
---|
د وزر پراخوالی |
۱۵٫۳ متر |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
توصیف
سوخوی سو ۳۵ کولای سی پر هوایی او ځمکنی هدفونو برید وکړی. دغه الوتکه هم کولای سی په شپه کې او د اورېدولو په وخت کې جگړه وکړی. په الوتکه کې دوه رادرونه نصبیږی چې دN-011,N-015.په نومونو یادېږی. دN-011رادرکولای سی دریش هدفونه تعقیب وکړی ( وڅاری). د N-015رادر د الوتکې د شا په برخه کې پروت دی. نوموړی رادر کولای سی د سوخوی تر شا بریدکوونکی الوتکی تعقیب وکړی. سوخوی سو ۳۵ کولای شي پر اته هدفونو یوځل برید وکړی. د پیلوټ کابین په مخه کې د انفرا رید سینرور نصبېږی.
سوخوی سو ۳۵ دوې د ټوربوجت ماشینونه لری چې د Ljulka AL-35F په نوم یادېږی.
وسلې
د سوخوی سو ۳۵ په الوتکه کې یو ماشیندار نصبېږی چې د مرمی کالیبر یی ۳۰ م.م. دی.
د سوخوی ښکاری الوتکه کولای سی ۱۲ عصری رهبری راکتونه ولری چی د الوتکې تر تنې او وزرې لاندی نصبېږی. دغه راکتونه د رادار، لیزر (laser) او د اینفراریډ (infra red) د وړانگې (شعاع) رهبری کېدلای سی.
ځانگړنې
- د الوتکې ډول : ښکاری الوتکه
- دالوتکې د سورلی شمېره: ۱ پيلوټ (سو-۳۵، سو-۳۵ بې ام، سو-۳۵ اس) / ۲ پیلوټان (سو- ۳۵ یو بې)
- جوړونکى شرکت:سوخوی
- د ماشینونو محرکه ځواک :
- اوږدوالى:۲۲،۲متره
- سور:۱۵،۵متره
- جگوالى:۶،۴متره
- خالص وزن:۱۷۵۰۰ كيلو گرامه
- له بارسره اخري وزن:۳۴۰۰۰ كيلو گرامه
- د چټکتيا اخري حد : ۲۴۵۰ كيلو متره په ساعت کې
- له ځمکې څخه په لوړه ارتفاع کې الوتنه: ۱۸۰۰۰ متر
- په يوه ساه الوتنه (په هوا کې بې له تېل سون ټوکواخيستلو): ۴۰۰۰ كيلومتره
- وړونکې وسلې: ۸۰۰۰ كيلو گرامه
د سوخوی سو ۳۵ ډولونه
- سوخوی سو ۳۵ ( Su-35)
- سوخوی سو ۳۵ بې ام ( Su-35BM )
- سوخوی سو ۳۵ س ( Su-35S)
سرچینی