پېښلیک سمول

ایر برلین اوتکه
د اوتکی چرخش

د 1903 زېږدي کال په دسمبر کې د امريکا په اوهايو ايالت کې دوو وروڼود دټولو مخکنيواړينو تياريو وروسته د خپل پنځولي ماشين د الوزولو لپاره د 1903 زېږدي کال د دسمبرمياشتې 14 مه نېټه وټاکله, خو له بده مرغه د دوى د الوتنې لومړنۍ هڅه بريالۍ نه شوه , بالاخره يې له دې هڅې درې ورځې وروسته يعنې د دسمبرپه 17 مه نېټه خپله يو ماشينه جوړه کړې الوتکې ته په هوا کې څلور ځلې چکر ورکړ او د تل لپاره يې د انسان ډوله الوتونکو د لړ په سرکې ځاى ونيو, دوى له دې وروسته خپلې الوتکې ته افقي سکان ياهغه اله د الوتکې په مخه کې وراضافه کړه چې له شاه څخه مخې ته يا يې برعکس توله ساتي, يوکال وروسته يې يو بل عمودي سکان د الوتکې په شاه کې ځاى پرځاى کړ چې په مرسته يې وکړاى شي الوتکه يو او بل لوري ته متمايله کړي او هم په يو لازم جگوالي کې الوتنه او پرواز وکړي, په دې سربېره دوى بريالي شول چې له دريو اصلي خواوو (اوږدوالي, سور او جگوالي) د الوتکې يو ډول والى يا موازنه وساتي, او نورې کنترولېدونکې الې يې هم د الوتکې په اره بڼه کې ځاى په ځاى کړي.

د الوتکې د چټکتيا او تېز تگ لپاره يې يو گازويلي څلور سلنډره ماشين څخه چې 12 اس ځواکه طاقت يې درلود استفاده وکړه, او د وزن دکمولو لپاره يې د الوتکې په توکو کې له المونيم څخه کار واخيست

د رايټ وروڼو د خپلې ازمويني الوتنې لپاره په شمالي کارولينا کې د Outer Banks سيمه وټاکله, دا داسې سيمه وه, چې د اوسپنې له پټليو او سړکونو څخه لرې وه او دسمندري بېړيو له تم ځايونو څخه يې ډېر ښه مناسب واټن درلود.

رایت ورونه په لومری ازمایش کی17 دسیمبر1903(دا اوتکه اوس مهال واشینگتن دی سی هوایی موزیم کی ده)

د دوى دوه وزرې الوتکې, په لومړنۍ ازموينه کې چې ويلبر رايټ چلوله, د 120 فټه واټن په 12 ثانيو کې طى کړ, او په اخرنۍ او اوږده الوتنه کې چې بياهم ويلبر رايټ چلووله, ددوى الوتکې 852 فټه واټن په 59 ثانيو کې وواهه.

په نړۍ کې د الوتکې دا لومړنى پيلوټ ځوانيمرگ شو او په 1912 زېږدي کال د مى په دېرشمه ومړ.

ورور يې (ارويل) د 1948 زېږدي کال د جنوري په دېرشمه د 72 کلنۍ په منگ مړ شو.

د بشر په لاس د جوړو شويو الوتونکو وسيلو وېشنه سمول

په لومړي سر کې د بشر په لاس جوړ شوي الوتونکي وسايل په دوو ټوليزو ډلو وېشل شوي دي.

1: الوتکې (vliegtuig) هغه وسايل چې په هوا کې الوزي.

2: تشيالي بېړۍ (فضايي الوتکې) (space craft) هغه وسايل چې په فضا کې الوزي.

د الوتکو په بېلابېلو اړخونو به وغږېږو خو په لومړي سر کې د چټکتيا په نظر کې نيولو سره الوتکې په څلورو ډولو وېشل شوې دي.

1: د غږ له چټکتياڅخه په په منډه کې کمزورې (کمې) (subsonische vliegtuigen 0 <M <0.7)

2: د غږ له چټکتيا سره په منډه کې مساوي الوتکې (Transonic Vliegtuig 1,2 <M <0.7)

3: له غږ څخه په چټکتيا کې تېزې الوتکې (Supersonic Aircraft1 <M <5)

4: له غږ څخه په چټکتيا کې ډېرې تېزې الوتکې (Hypersonic Aircraft 5 <M)

ددې ټولو الوتکو توپير په دې کې دى, چې له غږ (صوت) څخه په چټکتيا کې څومره تېزې دي. مانا داچې صوت په يوه ثانيه کې 267 متره واټن وهي ايا دوى په يوه ثانيه کې له 267 متره څخه کم يا که ډېر واټن طۍ کوي.

M مساوي کېږي د الوتکې د سرعت نسبت د الوتکې دغږ پر سرعت اوهغه جگوالي چې الوتکه په هغه کې پرواز کوي.

د وزرونوپه نظر کې نيولو سره د الوتکو ډولونه

1: ثابت وزر لرونکې الوتکې (vaste vleugel Aircraft)

2: څرخېدونکي وزر والې الوتکې (Rotary vleugel Air craft)

لومړني ډول ته يې الوتکه او دويم ډول ته يې چورلکه (هليکوپټر) وايي. الوتکې عموما د ثابتو (نه ښورېدونکو) وزرونو درلودونکې وي, او د الوتنې په مهال يې وزرونه نه څرخي.

خو چورلکې بيا هغه الوتکې دي چې د الوتنې په وخت کې يې وزرونه په يوه چورلېز (محور) څرخي.

د سورلۍ يا پيلوټ په نظرکې نيولو سره د الوتکې (د بشر په لاس جوړ شوي هغه شيان چې په هوا کې الوزي) ډولونه.

د پيلوټ يا ورسره ناستې عملې په نظرکې نيولو سره الوتکې په دوو ټوليزو ډلو وېشل شوې دي.

1: پيلوټ لرونکې الوتکې (bemande vliegtuigen)

2: بې پيلوټه الوتکې (onbemande vliegtuigen)

په بې پيلوټه الوتکو کې لارښوونه کېدونکي توغندي, نه لارښوونه کېدونکي توغندي (Rocket) او هم له لرې څخه کنټرولېدونکې الوتکې (RPV) (op afstand bestuurd voertuig) او نور ... راځي.

د وزن په نظر کې نيولو سره د الوتکې ډولونه سمول

د وزن په نظرکې نيولو سره الوتکې په کلي ډول په دوو ډلو وېشل شوې دي.

1: هغه الوتکې چې د هوا اړوند ازموينوڅخه درنې وي (zwaarder dan Aircraft)

2: هغه الوتکې چې د هوا اړوند ازموينو څخه سپکې وي (lichter dan Aircraft)

په دې دويمه ډله کې يې بالون (ballon), هوايي کښتۍ (Air schip) او همداسې نور راځي.

د مانورکوونکو الوتکو ډولونه: سمول

د مانور د ځواک د لرلو له مخې الوتکې په څلورو بېلابېلو ډلو وېشل شوې دي

غيرمانوري الوتکې (Normal (Niet Aerobatic) Aircraft)

نيمه مانوري الوتکې (Utility (semi Aerobatic) Aircraft)

مانوري الوتکې: (Aerobatic Aircraft)

ډېرمانورې الوتکې: (hoge wendbaarheid Aircraft)

له بلې خوا د وزن, کېناستلو د ډول, د رادار څخه دپټېدلود ځواک د درلودلو (Stealth) په نظرکې نيولو سره الوتکې په بېلابېلو ډولونو وېشل شوې دي.

دنظامي الوتکو ډولونه (Military Aircraft)

1: بم اچونکې الوتکې

2 لاره نيونکې الوتکې

3: جنگېدونکې الوتکې 4: ښکاري الوتکې

5: د هوايي لېږ رالېږد الوتکې

6: د جاسوسۍ او پېژندلو الوتکې

7: له رادارڅخه پټې الوتکې (stealth)

8: د سون توکو رسونکې الوتکې

9: نژدې ملاتړ کوونکې الوتکې

10: د گشت الوتکې

11: د پوځي زده کړيزې الوتکې د اوبتل ضد الوتکې

د چټک غبرگون الوتکې

د هوايي قوماندې الوتکې

15: مخابراتي الوتکې

16:د موخې الوتکې

17:د تاوتريخواپي ضد الوتکې

18: څارونکې الوتکې

19: سمندري څارونکې الوتکې

20: ازمايښتي الوتکې

ټانک ضد الوتکې

کښتۍ صد الوتکې

د هوايي دفاع الوتکې

== د الوتنې د ميکانيزم له پلوه د الوتکو ډولونه ==

1: عمودي الوتونکې الوتکې

2: مخامخ په ځمکه ناسته کوونکې الوتکې (چې په ځمکه دکېناستلو پر وخت مزل نه کوي)

3: لنډ بانډ درلودونکې (يانې د 150 متره په ساحه کې ناسته کوونکې الوتکې

4: په وچه کې کېناستونکې الوتکې (هغه الوتکې چې موږ ورسره هر وخت سر وکار لري, مسافر او بار وړونکې الوتکې)

5: د اوبو پر سر ناسته کوونکې الوتکې

6: په کښتيو کې ک