یو بهیر دی د کوم له مخې چې یو توکی اتموسفیر کې او یا له اتموسفیر بهر، سطحې سره له اړیکې پرته خوځښت کوي. که مونږ چېرې داسې ایروډاینامیک لېفټ کوم چې د خوځښت له ځواک سره تړاو لري او د بالاستیک خوځښت یا پورته لورته د خوځښت ځواک تولید کړو دا چاره ترسره کولای شو.


الوتنه طبیعي الوتونکي لکه مرغان، اسمان څکالی، حشرې کولای شې، همداسې د انسان اختراع کړي ماشینونه هم الوتنه کولای شي لکه الوتکې، چورلکې، بالون، هوایي بېړۍ، راکټونه او توغندي.


د الوتنې مطالعه (aerospace engineering) کوي او په دوه څانګو وېشل شوې رشته ده : د (aeronautics) څانګه د هغو ماشینونو مطالعه کوي چې هوا کې الوتنه کوي، د (astronautics) هغو ماشینونو مطالعه کوي چې له اتموسفیر بهر الوتنه کوي په دې کې بالاستیک هم شامل دي.