سادومازوخيزم

سادو مازوخيزم يا بل‌ځورول او ځورغوښتنه (په انګرېزي: Sadomasochism) د ساديزم او مازوخيزم له دوو کليمو څخه جوړېږي چې يو يې (بل ځورونه) او بل يې مازوخيزم(ځان ځورونه) ده دا يو شخصيتي اختلال دی. که چېرته يو څوک د بل چا له ځورولو او ورته د ښکنځلو او سپکاوي کولو څخه خوند اخلي دې ته ساديزم ويل کېږي. او که يو څوک د بل چا لخوا د ځان له ځورونې او سپکاوي څخه خوند اخلي دې ته بيا مازوخيزم ويل کېږي چې د اروايي ارضا لامل ګرځي.[۱] دغه کړنې هغه مهال ترسره کېږي چې دواړه جنسي شريکان (يو يې په ساديزم اخته وي بل يې په مازوخيزم) د يو بل سره جنسي اړيکې ټينګوي، دوی له مخکې د يوبل رضايت حاصلوي. په جنسي اړيکو کې يو يې له مرييتوب يا مازوخيزم څخه خوند اخلي او بل يې له ساديزم (بل ځورونې او خدايتوب) څخه خوند اخلي او په دې توګه شهوتي انزال ته رسېږي او د BDSM اړونده کړنې ترسره کوي.

د جو شوسټېر يو هنري انځور چې په ۱۹۵۰ کې جوړ شوی دی. د سادومازوخيزم کړنه ښيي

ريښه پېژندنه

سمول

ځورول او جنسي ځورغوښتنه دواړه ستره تړلي دي، د جنسي اړيکو پرمهال دواړه يوبل ته اړتيا لري چې هر يو يې خپل رول ولوبوي، يعنې؛ يو يې بل وځوروي، ځورونکی د خپل شريک له ځورولو څخه خوند اخلي او هغه چې ځورېږي له خپل ځورېدو او مرييتوب څخه خوند او شهوت ترلاسه کوي. کله کله ښايي هغه چې ځورېږي (مفعول) ډېر سخت ژوبل شي يا آند دا چې خپل ژوند له لاسه ورکړي، ځکه چې په دې کړنې کې وهل او تړل شتون لري.

ځينې څېړونکي او ارواپوهان په دې باور دي چې د ساديزم او مازوخيزم اختلالاتو لاملونه د ماشومتوب سره تړاو لري، دوی په دې باور دي هغه کسان چې په ساديزم او مازوخيزم اخته دي په ماشومتوب کې له ځورونې، سپکاوي، جنسي تېري او تاوتريخوالي سره مخ شوي دي، ځکه خو په لويوالي کې په داسې رواني ناروغۍ اخته کېږي.

په ساديزم او مازوخيزم اخته کسان هر يو په خپلو حالتونو کې؛ له ځورېدنې او ځورولو څخه خوند اخلي او په دې توګه روحي او جنسي انزال ته رسېږي، که چېرته دغه کار ورسره ونشي نو ژوند او ورځني چارې يې له ستونزو سره مخ کېږي. ډېری څېړونکي او ارواپوهان دغه کړنه يوه ناروغي معرفي کوي خو ځينې بيا په دې باور دي چې دا د هر انسان شخصي خوښه ده او هرڅوک د ځان اختيار لري. خو سربېره پر دې ټولو؛ دغه کړنې تر ډېره يو اختلال بلل کېږي.

لغات

سمول

د مازوخيزم (ځان ځورونې يا ځورغوښتنې) لغات په نولسمه پېړۍ کې وروسته له هغه راپيدا شو چې د يوه اتريشي کيسه ليکونکي «ليوپولډ فون زاخر-مازوخ» په يوې ليکل شوي کيسې کې خلکو د نورو لخوا ځان‌ځورېدلو څخه جنسي خوند اخیسته. مازوخ په اصل کې د دغه ليکوال نوم دی، دا ليکوال خپله په دې ستونزې نه وو اخته بلکې هغه څوک چې نوموړي یې په کيسې کې يادونه کړې وه دغه ستونزه يې درلودل، ځکه خو دغه نوم ورباندې کېښودل شو. د مازوخ په يوه مشهوره کتاب «ونوس» کې د يوې ښځې کيسه رانغاړل شوې، د دغې ځوانې ښځې نوم سورين ده، د دوی د کور په ګاونډ کې یو ښکلی ځوان ويني او ورباندې مئينه کېږي. کله چې سورين يوه ورځ د يوه بدمعاش لخوا بندي شي نو يو پټ ځای ته يووړل شي، هغه بدمعاش له دې ځوانې ښځې سره په بد چلند خبرې کوي او په زوره يې جامې ورڅخه باسي، جنسي تېری ورسره کوي او د بدن پر ښکلو ځايونو يې وهي. سورين د لومړي ځل لپاره له دې حالت څخه خوند اخلي. کله چې بدمعاش نوموړې ښځه وروسته له خپل شهوت سړولو څخه بېرته خوشې کړي نو سورين دا ځل خپل هغه ګاونډي ځوان ته زړه ښه کوي او په ډاډه زړه ورته وايي چې خوښ مې يې، سورين چې ډېره ښکلې وه هرچا منل او زړه يې غوښتل چې ورسره واوسي، وروسته له هغه ځوان سره خبرې کوي او ورته وايي چې له ځان ځورونې څخه خوند اخلي. او همداسې ټوله کيسه دوام مومي.

مازوخيزم

سمول

اروايي مازوخيزم

سمول

په اروايي مازوخيزم اخته کس په اروايي توګه له ځورونې څخه خوند اخلي، يعنې په خبرو، ښکنځلو او سپکاوي، روحي او جنسي ارضا ته رسېږي. دغه ډول کس د بل چا لخوا په روحي ډول خوند ترلاسه کوي.

فيزيولوژيکي مازوخيزم

سمول

فيزيولوژيکي مازوخيزم د اروايي ډول سره ډېر توپير لري او د هغه په پرتله ډېر خطرناک دی، په دې ډول حالت کې کس يوازې په خبرو سره ارضا او خوند ته نشي رسېدلای، دا ډول کس د فيزيکي ځورونې څخه خوند اخلي، يانې دا چې بايد د يو چا لخوا وتړل شي، ووهل شي، او په شديده توګه له تاوتريخوالي او ځورونې سره مخ شي، د مرييتوب احساس ترلاسه کړي.

احساسي مازوخيزم

سمول

په احساسي مازوخيزم اخته کسان د خيالونو او احساساتو له اړخه خپل ځان خوند ته رسوي، دوی تل له ځان خيالونه او فکرونه کوي چې د نورو کسانو لخوا ځورېږي او وهل کېږي، په دې توګه خوند ترلاسه کوي.

ساديزم

سمول
 
سادومازوخيزم يا ځورول او ځورېدل

ساديزم په اصل کې د يو چا له ځورولو څخه د خوند ترلاسه کولو ته ويل کېږي، دغه ځورول په جنسي، فيزيکي او يا کلامي ډول وي، په ساديزم اخته کس له دې حالت څخه خوند اخلي او يا په جنسي ډول ارضا کېږي. دا کسان يو چاته د سپکاوي رسولو او ځورولو څخه خوند اخلي، په جنسي برخه کې هغه کړنې چې د تاوتريخوالي څخه ډکې وي ترسره کوي يې، د بېلګې په توګه خپل جنسي شريک وهي، سپکې خبرې او ښکنځل ورته کوي او له دې حالت څخه خوند اخلي. د دې ډول کسانو د درملنې لپاره ځينې اروايي لارې چارې شته خو بياهم کومه پايله نه لري، دغه کسان خپله غواړي چې همداسې پاتې شي او په خپل لاس کې يې نه ده.

د ساديزم ډولونه پر لاندې ډول دي:

الف: ذهني ساديزم – يو کس د بل چا ځورول په ذهن کې له ځان سره جوړوي، خو په فيزيکي ډول څوک نه ځوروي.
ب: احساسي ساديزم – يو کس د بل چا له شخصيت وژنې او سپکاوي څخه خوند اخلي.
ج: بدني ساديزم – په فيزيکي ډول بل کس ته ځورونه ورکوي، وهي يې، تړي يې آند‌ تر دې چې وژني يې.

د ارواپوهنې علم له پلوه دغه کړنه اوسمهال د سادومازوخيزم ترنامه لاندې مشهوره ده، له ۲۰۰۰ ميلادي کال څخه راپدېخوا دغه کړنې پېژندل شوي او رو رو په ډېرېدو دي. د دې چلندونو ساینسي تعریفونه په تېرو لسیزو کې په بنسټیز ډول بدل شوي او د نوي ساینسي څیړنو سره سم نوي شوې دي. په ۱۹۸۰ کې ځورونه د اروايي ناروغۍ په توګه پېژندل کېدل خو په ۱۹۹۴ کې د شخصيت څرنګوالي نوم ورکړل شو.

د ساديزم کليمه د يوه فرانسوي ليکوال «مارکي دو ساد» څخه رااخيستل شوې ده. نوموړي په خپلو اثاو کې د بل ځورونې څخه د خوند اخيستنې ډېر مثالونه او کيسې راټولې کړې دي او ډولونه يې بيان کړي دي.

په ۱۸۸۶ کې يو اترشي ارواپوه دغه کليمه په خپلو علمي څېړنو کې د اروايي تعريفونو په ډلې کې ثبت کړه. ته هغه وروسته په رسمي بڼه دا کليمه پراخه شوه چې تر ننه د يوه رسمي اروايي تعريف په توګه پېژندل کېږي.

د ځوانانو ترمېنځ

سمول

ځان ځورونه او ځورغوښتنه د روحي ستونزو سره نږدې تړاو لري. په همدې دليل هغه ډلې او سازمانونو چې له دې ډول کسانو څخه ملاتړ وکړي رامېنځته کېدل يې ډېره مهمه موضوع بلل شوې ده ځکه چې: ځانوژنه تر ۲۵ کلونو کم عمره کسانو کې دويمه لویه وژونکې مسله ده. د بي بي سي د راپور له مخې په بريټانيا کې د نجونو لخوا د ځورغوښتنې کچه خورا ډېره لوړه شوې ده.

ځورول او ځورغوښتنه

سمول

ډېری کسان په خپلو جنسي اړيکو کې له ځينو وړو دردوونکو کارونو څخه کار اخلي، لکه په غاښول او داسې نور واړه کارونه... کله چې دواړه جنسي شريکان له دې ډول کړنو څخه خوند اخلي د جنسي شهوت او خوند کچه لوړوي. خو په ځورولو او ځورغوښتنې اخته کسان نه يوازې دا چې داسې واړه کارونه خوند نه ورکوي بلکې د تاوترخوالي تر کچې دردوونکي کارونو کوي او يوازې له همدې لارې جنسي شهوت ته رسېږي.

ځوروونکی يعنې په ساديزم اخته کس هغه مهال جنسي خوند ته رسېږي چې خپل جنسي شريک ته سپکاوی وکړي، وې وهي او ورته نور د تاوتريخوالي کارونه ورسره وکړي. او ځورغوښتونکی يعنې هغه څوک چې په مازوخيزم اخته دی، د خپل جنسي شريک لخوا د رټلو، ښکنځلو، سپکاوي، وهلو، تړلو او ورته نورو کړنو څخه خوند اخلي او جنسي لذت ته رسېږي. ځورول او ځورغوښتنه کېدای شي د دوو همجنسانو لخوا ترسره شي، او همداراز ښايي په نورمالو شريکانو يعنې نارینه او ښځينه وو کې هم ترسره شي. د روغتيا او ارواپوهنې له اړخه د جنسي ځورغوښتنې او ځورولو په اړه دقیق مالومات نشته په دې برخه کې څېړنې روانې دي.

ځانګړتياوې

سمول

د جنسي ځورغوښتنې او ځورولو په برخه کې څو مهمې ځانګړتياوې شتون لري چې خامخا بايد عملي شي:

  • د دې په اړه خبرې کول او له مخکې رضايت حاصلول، چې څوک به ځوروونکی او څوک به ځورمنونکی وي.
  • د دواړو جنسي شريکانو شعوري پوهاوی، هر يو بايد د خپل رول په اړه کافي مالومات او اشنايي ورسره ولري.
  • د دواړو خواوو بشپړ رضايت.
  • جنسي اشتيها
  • د دواړو پوهاوی؛ د دې په اړه چې دا کړنه د ځورېدنې او ځور رسونې ډکه ده.[۲]

ځينې لاملونه

سمول

څېړنې دا هم په ګوته کوي چې: هغه کسان چې په جنسي ځورغوښتنې اخته وي ښايي په ماشومتوب کې يې دردناکې او د تاوتريخوالي ډکې سختۍ تجربه کړي وي چې په لويوالي کې د جنسي خوند لپاره ځورېدنې او غلامۍ ته غېږ پرانيزي. په ځورغوښتنې ۳۰٪ اخته کسان تل په ژوند کې د ځورغوښتنې خيالونه او فکرونه هم لري.

اړونده ليکنې

سمول

سرچينې

سمول
  1. هغه چې په ساديزم اخته دی؛ د بل چا له ځورونې او ورته د سپکاوي کولو څخه خوند اخلي. هغه چې په مازوخيزم اخته دی: د بل چا لخوا د ځان د ځورونې او سپکاوي ترلاسه کولو څخه خوند اخلي، د جنسي اړيکو پر مهال د مريي په څېر فعاليتونه کوي او زړه يې غواړي چې ووهل شي وتړل شي، په دې شکل روحي او جنسي انزال ته رسېږي.
  2. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named ReferenceA