بي‌-ډي-ايس-ايم

په جنسي اړيکو کې د ارواپوهنې يوه پېژندل شوې اصطلاح

بي ډي اېس ايم (په انګرېزي: BDSM) د جنسي اړيکې لپاره د شهوت له مخې يو ډول تګلاره او ماډل دی چې پکې کس تړل کېږي ترڅو پر جنسي شريک د غلبې احساس وکړي، همداراز ښځې هم په دې حالت کې خوښوي چې دبدن ځينې غړي يې تړل شوي وي او په بشپړه توګه د خپل جنسي پارټنر يانې نارینه تر ولکې لاندې وي. دا کړنه او خوښه د نړۍ په ډېرو برخو کې دود ده چې د شهوت سړولو پرمهال خلک ورڅخه کار اخلي. په لږ واضح ډول؛ يو سړی غواړي د سکس پرمهال ښځه وتړي او دا احساس وکړي چې په بشپړه توګه يې تر ولکې لاندې ده يا په هر دليل له دې کاره خوند اخلي نو دا کار کوي، يا په ورته توګه يوه ښځه له دې حالته خوند اخلي.

د BDSM له کورنۍ څخه د «بانډج» په نوم کړنه، د سکس پرمهال ښځه په ځانګړي ډولونو تړل کېږي

څېړنو ښودلې چې په نړۍ کې له ۱۵ څخه تر ۲۰٪ نارینه خوښوي چې د BDSM په ماډل سکس وکړي همداراز له ۱۲٪ څخه تر ۱۵٪ ښځې خوښوي چې د سکس پرمهال يې بدن وتړل شي او دا ډول کړنه ورسره وشي. د بي‌ډي‌ايس‌ايم بنسټ د دواړو اړخونو رضایت دی. که چېرته له دوو شريکانو یو يې راضي نه وي نو يو جرم بلل کېږي او له رضايت پرته دا کارونه ترسره کېدلای هم نشي. ترسره کوونکي بايد په بشپړه توګه چمتوالی ولري، ځکه يو يې د غلامۍ رول لوبوي او بل يې د خدايتوب.

لغات پېژندنه

سمول

بي‌ډي‌اېس‌اېم د درېيو مهمو برخو لنډیز دی:

 
د BDSM لغوي جوړښت

که څه هم دلته ترټولو مهمه برخه یې د سادو مازوخيزم اروايي برخه ده خو ترڅنګ يې ځکه دا نورې اصطلاح ګانې اضافه شوي چې ترڅو په واضح توګه بي‌ډي‌ايس‌ايم او هغه کړنې چې پکې ترسره کېږي، تعريف شي.[۱]

ارواپوهنه

سمول

پرويډ او نورو فعالانو ادعا کړې ده چې بي‌ډي‌ايس‌ايم په ماشومتوب کې د ناوړه ګټه اخيستنې پايله ده. خو څېړنې ښيي چې د دې ادعا د سم يا ناسم ثابتولو لپاره تر دې دمه کوم ثبوت شتون نه لري.[۲] تر ډېره، څېړنو ښودلې؛ هغه کسان چې په ماشومتوب کې د ځورونې او شخصيت وژنې سره مخ شوي وي په لويوالي کې د bdsm کړنو ته لېوالتيا لري او په دې ډول اختلالاتو اخته کېږي. (البته څېړونکي دې کار ته د اختلال يا ناروغۍ نوم نه ورکوي، د يوې نورمالې کړنې او خوښې په توګه يې معرفي کوي).[۳] د ځينو شواهدو او څېړنو له مخې دا امکان لري چې د bdsm انتخابوونکي/ټاکونکي کسان په ماشومتوب کې د ځورونې سره مخ شوي دي. همداراز ډېری هغه کسان چې بي‌ډي‌ايس‌ايم په ژوند کې د يوې نورمالې کړنې او تګلارې په توګه ترسره کوي دا ښکاره شوې چې دوی پخوا په ماشومتوب کې د ځورونې او تاوتريخوالي سره مخ شوي دي.[۴]

خو په اصل کې؛ دا پوښتنه شتون لري چې ولې يو انسان په ساديزم او مازوخيزم اخته وي او ولې د شکنجې او مرييتوب چلندونه خوند ورکوي. ځینې ځوابونه شتون لري چې په هر دغه ډول انسان پورې اړه لري، هر دغه ډول انسان بېلابېل ځوابونه لري. د ځينو لپاره تسليمېدل يا د بل چا په ولکه کې اوسېدل د سټريسي او مسؤليتي ستونزو څخه د تېښتې لپاره یوه درملنه ده، يعنې دغه کس د ګناه احساس، د ډېرو مسؤليتونو احساس يا سټریس لري او په دې کار سر راحت او هوساينې کوي. د ځینو لپاره بيا تسليمېدل او د ځواکمن انسان تر ولکې لاندې اوسېدل د امنيت او ساتنې احساس ورکوي. دغه کس د جنسي شريک سره له مخکې د رضايت په توګه توافق کوي، او دغسې کړنې ترسره کوي. خو له بل پلوه ولکه ټينګوونکی يا هغه څوک چې په دې کړنې کې د فاعل په توګه عمل ترسره کوي، د بل انسان له ځورونې او درد څخه خوند اخلي. که څه هم د دې موضوع په اړه پوهېدل سخته ده چې ولې داسې کړنې د جنسي خوند اخيستنې لامل کېږي خو څه ناڅه څېړنې او تجربې تر دې دمه شتون لري. جوزف مرلينو چې ليکوال او ارواپوه دی په يوې مرکې کې يې وويل د بي‌ډي‌اس‌ايم کړنو څخه خوند اخيستونکي دواړه جنسي شريکان که د يوبل په خوښه دغسې کړنې ترسره کوي اروايي ستونزه نه ده او يوه نورماله کړنه ده.

نوموړی وايي: يوازې په هغه وخت کې دغه کړنه ناروغي بلل کېږي چې له دوو څخه يو يې راضي نه وي يا په کړنې کې ډېر ځورېږي چې ټولنيز ژوند يې له اختلالاتو سره مخ کړي. له دې پرته دغه کړنه يوه ناروغي نه ده. خو که چېرته زه له دغه کس سره مخامخ خبرې وکړم چې په ژوند کې يې څه تېر شوي او کومو تجربو دې کار ته هڅولی دی، هغه مهال ښايي نور نظرونه ولرم.[۵]

قانوني حالت

سمول
 
که څه هم په BDSM کې جنسي کړنې ترسره کېږي خو جنسي شهوتي کارونه د دغه کار اصلي برخې نه دي، يعنې يو څوک پرته له دې چې سکس وکړي د بي‌ډي‌ايس‌ايم کورنۍ پورې اړوند کارونه ورسره کوي، لکه تړل، ولکه ټينګول او ....[۶] په عکس کې ښکارېږي چې چې شهوتي ځورونې پرمهال د ښځې واژن شکنجه کېږي.

اتریش

سمول

د سزايي قانون د ۹۰يمې مادې له مخې، د بدن زخمي کېدل او چاته جسمي تاوتريخوالی رسول که چېرته د فرد په خپله خوښه وي جرم نه دی او ترسره کوونکي ته سزا نشته. په دې قانون کې راغلي يوازې هغه مهال ترسره کوونکي ته سزا شته چې بل چاته په اخلاقي توګه زيان ورسوي يعنې په زور او جبر دا کړنه ورسره وکړي. خو زيان بيا تر زيان پورې وي، که چېرته قرباني له غټ زيان سره مخ شي ښايي په قوانينو کې ځينې بدلونونه راشي.[۷]

کاناډا

سمول

په ۲۰۰۴ زېږديز کال کې په د کاناډا يو قاضي په محکمې کې وويل: هغه ويډيوګانې چې د BDSM فعاليتونه پکې ښکاره کېږي بدې نه دي او د تاوتريخوالي په توګه نه پېژندل کېږي. خو په دې شرط چې دواړه ترسره کوونکي لويان وي او دغه کړنه د يوبل په خوښې او رضايت سره کوي. په ۲۰۱۱ کال کې د کاناډا سترې محکمې يو حکم صادر کړ چې پکې ويل شوي وو: د يو ناخبره کس سره هرډول جنسي کړنه جرم بلل کېږي که دا کړنه د قرباني په خپله خوښه وي يا نه، خو چې له کړنې او موضوع څخه ناخبره او نادرکه وي بايد ورسره دا کړنه ونشي.[۸]

جرمني

سمول

د جرمني د سزايي قانون د ۱۹۴يمې مادې له مخې، دغه ډول ځورونې يوازې هغه مهال د جرم په توګغ دي چې د قرباني په خپله خوښه نه وي ورسره شوي.[۹]

امريکا

سمول

د امريکا فدرالي قانون د bdsm په اړه کوم خاصه سزا يا قانون په پام کې نه لري[۱۰] خو هر ايالت په دې برخه کې ځانته ځانګړي قوانين لري، تر ډېره په ټولو ایالتونو کې د بي‌ډي‌ايس‌ايم قوانين يو ډول دي او که د خوښي په حال کې وي سزا نشته.[۱۱]

ورته ليکنې

سمول

بهرني لېنکونه

سمول

سرچينې

سمول
  1. Philosophizing About Sex Archived 5 June 2021 at the Wayback Machine., PT 244
  2. Richters, Juliet; De Visser, Richard O.; Rissel, Chris E.; Grulich, Andrew E.; Smith, Anthony M.A. (1 July 2008). "Demographic and Psychosocial Features of Participants in Bondage and Discipline, "Sadomasochism" or Dominance and Submission (BDSM): Data from a National Survey" (PDF). The Journal of Sexual Medicine. 5 (#7): 1660–1668. doi:10.1111/j.1743-6109.2008.00795.x. ISSN 1743-6109. PMID 18331257. خوندي شوی له the original (PDF) on 20 October 2016.
  3. Jozifkova, Eva (11 August 2013). "Consensual Sadomasochistic Sex (BDSM): The Roots, the Risks, and the Distinctions Between BDSM and Violence". Current Psychiatry Reports (in انګليسي). 15 (#9): 392. doi:10.1007/s11920-013-0392-1. ISSN 1523-3812. PMID 23933978.
  4. Cook-Daniels, Loree; Munson, Michael (5 May 2010). "Sexual Violence, Elder Abuse, and Sexuality of Transgender Adults, Age 50+: Results of Three Surveys". Journal of GLBT Family Studies. 6 (#2): 142–177. doi:10.1080/15504281003705238. ISSN 1550-428X.
  5. Interview with Dr. Joseph Merlino, David Shankbone, Wikinews, October 5, 2007.
  6. {{cite book}}: Empty citation (help)
  7. "Strafgesetzbuch (StGB)" (PDF). Legislation Online (in الماني). خوندي شوی له the original (PDF) on 19 April 2019. بياځلي په 25 May 2018.
  8. Mike Blanchfield (27 May 2011). "Woman can't consent to sex while unconscious, Supreme Court rules". The Toronto Star. خوندي شوی له the original on 30 May 2011. بياځلي په 27 May 2011.
  9. Decision of the Bundesgerichtshof, 26 May 2004, 2 StR 505/03, which may be found at: BGHSt 49, 166 (bundesgerichtshof.de Archived 18 November 2018 at the Wayback Machine.)
  10. "The PEOPLE of the State of New York, Plaintiff, v. Oliver JOVANOVIC, Defendant". FindLAw. September 25, 1997. خوندي شوی له the original on 13 April 2021. بياځلي په April 13, 2021.
  11. "New Jersey Criminal Offenses". njlawman.com. خوندي شوی له the original on 4 November 2016. بياځلي په 28 November 2016.