سمبالښت (بي-ډي-ايس-ايم)

سمبالښت (په انګرېزي: Discipline) د بي‌-ډي-ايس-ايم له کورنۍ څخه يوه کړنه ده چې پکې يو تن يې ولکه لرونکی او بل يې مريی او ولکه منونکی وي، په داسې حال چې دواړه له خپلو حالتونو څخه خوند اخلي. سمبالښت په دې مانا دی چې ولکه نيونکی د خپل شريک يانې ولکه منونکي او مفعول لپاره ځينې قوانين پلي‌ کوي، د بېلګې په توګه؛ د ځينو کړنو غوښتنې کوي، همداراز ښکنځل او ورته نور کارونه ورباندې عملي کوي، ترڅو هغه ته د مرييتوب احساس ورکړي، د خپل خدايتوب څخه خوند واخلي او همداراز مريی هم له خپل رول څخه خوند او شهوت ترلاسه کوي.[۱]

په BDSM کې سمبالښت بېلابېل کړنې او چلندونه لري، د بېلګې په توګه؛ د کس تړل يا بانډج، لوڅول، ښکنځل کول او ورته د غلامۍ احساس ورکول. په بي‌-ډي-ايس-ايم کې د دواړو خواوو بشپړ رضايت ته اړتيا ده. دا کړنې هغه مهال کېدای شي چې ولکه نيونکی او غلام يا ولکه منونکی دواړه له خپل حالته خوند واخلي.

موخه

سمول

په BDSM کې د دې تمرین ترسره کولو اصلي موخه د نویو کسانو روزنه ده. کله چې د بي‌-ډي-ايس-ايم هغه اصلي لارې چارې رعایت نشي نو مفعول کس ته سزا ورکول کېږي، دا سزا ښايي فيزيکي وي يعنې کس په لرګي ووهل شي، خو کله کله رواني اړخ هم لري، يانې مفعول ته ښکنځل او سپکاوی کېږي يا هم دا چې وهل او ښکنځل دواړه په يوه وخت کې ترسره کېږي.

د دې تمرینونو موخه د نویو زده کونکو روزنه ده. دوی تر کومې کچې دغه کړنه زده ده او په راتلونکي کې څنګه ښه کېدای شي. د سزا ډول او اندازه هم د هغه په تېروتنې پورې تړاو لري؛ د مثال په توګه، کله چې په دواړو جنسي شريکانو کې يو يې غلام او بل يې خدای يا بادار وي، غلام په سمه توګه ونشي کولای چې وڅملي يا هغه کړنه ترسره کړي چې بادار يا ولکه ټينګونکی يې ورڅخه وغواړي، نو په دې حالت کې د غلام لپاره د ښکنځلو يا وهلو سزا ټاکل کېږي.

د يادونې وړ ده چې دا کړنې د ساديستي فعاليتونو سره توپير لري. دا کړنې د دواړو کسانو د رضايت په حالت کې ترسره کېداي شي. د دې عذابونو او تاوتريخوالي ټوله موخه د ولکه ټينګوونکي او غلام خوښي ده. بله مهمه خبره دا ده چې د دې ټولو کړنو لپاره له مخکې بايد خبرې او توافق سره شوی وي، که نه نو، دا ډول کړنې کولای شي ډېرې زيانمنې واوسي‌.

اړونده ليکنې

سمول

سرچينې

سمول
  1. =https://en.wikipedia.org/w/index.php?title=Discipline_(BDSM)&oldid=898478489%7Cعنوان=Discipline (BDSM)|ژبه=انګرېزي}}