ستانه مير زهير شينواری (زوکړه ۱۳۳۲ ل کال، ننگرهار ولايت، هسکه مېنه) يو افغان پښتو ژبی اديب، ليکوال او ژباړن دی. په پښتو ژبه يې گڼ شمېر کتابونه چاپ شوي دي.

زهير شينواری

مخينه

ستانه مير زهير پر ۱۳۳۲ ل کال د ننگرهارولايت د شينوارو د هسکې مينې ولسوالۍ د ثناخېلو د سيوري په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کابل په رحمان بابا لېسه کې پر ١٣٣٩-١٣٥٠ ل کلونو پای ته رسولې دي. لوړې زده کړې يې د کابل په پولي تخنيک انستيتوت کې پر (١٣٥٢ - ١٣٥٦،٦٤_١٣٦٥ ل) پای ته رسولې او د ماسترۍ درجه يې تر لاسه کړې ده.

ښاغلي ستانه مير زهير د ستاژ دوره پر ۱۳۶۶ او ۱۳۶۷ ل کلونو د وزبکستان په علومو اکاډمۍ کې ترسره کړې ده. تر دې وروسته يې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د څېړونکي درجه په برخه شوې.

دندې

ليکوال ستانه مير زهير پر ۱۳۵۷ ل کال د کانو او صنايعو وزارت په جيوانجنيرۍ ډيپارټمنټ کې دنده درلوده. پر (١٣٥٨ - ١٣٦٣) لمريزو کلونو د ښوونې او روزنې وزارت د تاليف او ترجمې رياست د جغرافيې د ډيپارټمنټ مسلکي غړی او د جغرافيه د بولټن مسول مدير وو. پر ۱۳۶۵ ل کال د ساختماني چارو وزارت د لارو او ډگرونو رياست د پروژه سازۍ په امريت کې د جيوانجنيرۍ مدير وو. پر ۱۳۶۵-۱۳۷۳ لمريزو کلونو يې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ځمکپېژندنې انستيتوت د جيولوجي ډيپارمنټ کې دنده درلوده. پر ۱۳۷۴-۱۳۸۴ لمريزو کلونو يې د بي بي سي راډيو د نوي کور نوي ژوند پروژه کې دنده ترسره کوله.

غير رسمي دندې : ستانه مير زهير د مسلکي زده کړو تر څنگ له کو چنيوالي څخه د پښتو ژبې له ادب سره هم مينه لرله. د همدغه ذوق او مينې له برکته يې په يوولسم ټولگي کې زده کړه کوله چې په ښوونځي کې د يوې ديوالي جريدې مسوليت هم ور په غاړه شو؛ تل يې په ادبي محافلو او مشاعرو کې برخه اخيستې او وخت ناوخت يې د ادب په مختلفو برخو کې قلم هم چلولی دی.

کله چې پر ١٣٥٠ ل کال په ليندۍ مياشت کې له دولسم ټولگي څخه فارغ شو نو په هغه وخت کې د دوامداره مظاهرو له امله پوهنتون رخصت شوی وو او د نوي کال لپاره يې د دولسمو ټولگيو د فارغانو څخه د کانکور ازموينه نه اخيسته. له دې لامله د ١٣٥١ ل کال په نيمايي کې د پښتو ټولنې د زيري په اونيزه خپرونه کې د مسلکي غړي په تو گه وگومارل شو. تر ١٣٥٢ ل کال د ثور تر مياشتې پورې يې په همدې اخبار کې کار کاوه.

د ١٣٥١ ل کال له پيل او د ١٣٥٢ ل کال تر پيله پورې يې په حق الزحمې توگه د هېواد ورځپاڼې د «ستاسو صفحې» متصدي هم وو. د ١٣٥٦ ل کال په دويمه نيمايي کې په داسې حال کې چې د کابل پولي تخنيک د پپنځم کال محصل وو، د پښتو ټولنې د لرغوني ادب په برخه کې د خوشال خان خټک د راټولو شوو اشعارو په نقل، مقابله او پاکنويس کې په حق الزحمي توگه همکاري لرله.

د ١٣٥٧ ل کال د ورستيو مياشتو څخه شروع او د ١٣٦٠ ل کال تر پيله په حق الزحمي توگه په راډيو افغانستان کې د هنر او ادبياتو د څانگې (کورني ژوند) د خپرونې د پښتو مطالبو ليکوال وو. د ١٣٧٤ ل په غبرگولي مياشت کې په پېښور کې د افغانستان لپاره د بي بي سي راډيو د (نوي کور، نوي ژوند) د ډرامې د ليکوال په توگه مقرر شوی او تر اوسه په همدې برخه کې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

چاپ شوي آثار يې

  1. د زهرو گل - تصويري لنډه کيسه، دGTZ موسسې له خوا ، کابل چاپ
  2. نوی ژوند _ تصويری لنډه کيسه، د GTZ موسسې له خوا په 2008 م -کابل چاپ
  3. د عامه پوهاوي لارښود . STEP- کاونټر پارټ انټرنشنل د ټاکنو څخه د ملاتړ بهير، ١٣٨٨ ل کال چاپ
  4. زما له مينې نه توبه ده ، د لنډو کيسو ټولگه _ ١٣٨٩ ل کال چاپ
  5. د نصرالدين ټوکې (ژباړه) ، د الازهر د کتابپلورنځي چاپ
  6. جنگ های بيست ساله وتباهي ذخاير معدني افغانستان - د افغانستان د مطالعاتو مرکز_ پيښور چاپ
  7. په افغانستان کې زلزلې - داريک د گرځنده کتابونو اداره _١٣٧٨کال پيښور چاپ
  8. د افغانستان کاني زيرمې - داريک د گرځنده کتابونو اداره _ پيښور چاپ
  9. په افغانستان کې د منرالي اوبو جينې - د ١٣٨٤ل کال چاپ _ د افعانستان د کلتوری ودې ټولنه_ جرمني ( د انجنير شيرشارشاد سره په گډه ليکل شوی )
  10. د زلزلې له خطرونو به څنگه ځان ساتو؟ ( دتير فنډ موسسه ١٣٨٦ ل کال
  11. بايو گاز - ژباړه ، داريک د گرځنده کتابونو اداره _ پيښور چاپ

هغه اثار چې په گډه يې د نورو سره ليکلي

  1. د ښونځيو د پنځم ، اووم ، اتم ، نهم او لسم ټولگيو د جغرافيه کتابونه - ١٣٥٨- ١٣٦٣ کالونه
  2. اريانا دايرة المعارف - لومړی ، دويم ، دريم ، څلورم او پنځم ټوک، د علومو ا کاډمی ١٣٨٦-١٣٩٠ کال

ناچاپ اثار

  1. ودانيز توکي ( ناچاپ )
  2. غيرتي لا لا - د طنزونو ټولگه ناچاپ
  3. د ازادو شعرونو ټولگه _ ناچاپ
  4. خپل کمپوټر به څنگه ساتو ؟

سرچينې

  1. http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=333