ریچارد مکې رورټي (د ۱۹۳۱ ز کال د اکتوبر له ۴ – د ۲۰۰۷ ز کال د جون تر ۸) یو امریکایی فیلسوف و. نوموړي چې د شیکاګو او یېل په پوهنتونو کې زده کړې کړې وې، هم د فلسفې په تاریخ کې او هم معاصره تحلیلي فلسفه کې پراخه لېوالتیا او روزنه ترلاسه کړې وه. رورټي د پرنسټن په پوهنتون کې د فلسفې په برخه کې د سټوارټ پروفیسور په توګه، د ویرجینیا په پوهنتون کې د بشري علومو په برخه کې د کینن پروفیسور په توګه او په سټنفورډ پوهنتون کې د پرتلیزو ادبیاتو د پروفیسور په توګه اوږد او متنوع علمي ژوند لري او د نوموړي په تر ټولو اغېزمنو کتابونو کې: فلسفه او د فطرت هېنداره (۱۹۷۹ز کال)، د رښتین پالنې پایلې (۱۹۸۲ز کال) او شونتیا، تناقص، او پیوستون (۱۹۸۹ ز کال) دي.

ریچارد رورټي
(انګلیسي: Richard McKay Rorty د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ریچارد رورټي

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ اکتوبر ۱۹۳۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
نيويارک[۹]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 8 جون 2007 (76 کاله)[۱۰][۱][۲][۳][۴][۵][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پالو التو  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف[۱۱][۷]
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
پراګماتيزم  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر جان ډېوي[۱۳]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رورټي هغه اوږدمهاله تیوري رد کړه چې ګواکي په بهرنۍ نړۍ کې د شیانو په اړه غوره داخلي انځور د پوهې لپاره اړین شرط دی. د دې پرځای رورټي استدلال وکړ چې پوهه یوه داخلي او ژبنۍ چاره ده؛ په دې معنا چې پوهه یوازې زموږ په خپله ژبه پورې اړه لري. رورټي استدلال کوي چې ژبه له داسې اصطلاحاتو جوړه شوې ده چې لنډمهاله او تاریخي دي او دې پایلې ته رسېږي "[...] چې: له هغه ځایه چې اصطلاحات او لغات د انسانانو له خوا جوړېږي، همدا ډول حقیقتونه هم د دوی له خوا را منځ ته کېږي." د مخکینیو دلایلو منل د هغه څه لامل کېږي، چې هغه ته رورټي "تناقص پلوي" وایي؛ یعني یو داسې ذهني حالت چې په کې خلک په بشپړ ډول پوهېږي چې د دوی پوهه له تاریخي اړخه د دوی په وخت او ځای پورې اړه لري، او له همدې امله یو څه د خپلو باورونو څخه واټن اخلی. خو رورټي دا هم استدلال کوي چې "[...] یو باور لاهم کولای شي، یا لا هم ډېره لېوالتیا را منځ ته کولای شي، د هغو خلکو په منځ کې یوه کړنې ته بڼه وروبښي چې په دې پوهېږي چې دا باور د شونتیا د تاریخي شرایطو په پرتله کوم بل څه نه دی."[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ژوندلیکسمول

ریچارد رورټي د ۱۹۳۱ ز کال د اکتوبر په ۴ نیټه په نیویارک ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د نوموړي مور او پلار، جیمز او وینفرډ روټی، لیکوالان، فعالان او ټولنیز دیموکراتان وو. د هغه مورنی نيکه والټر راؤشينبوش د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د عیسی د زېرې د ټولنيز خوځښت نامتو څېره وه. پلار یې د ژوند په وروستیو کې دوه رواني کړکیچونه تجربه کړل. دوهم کړکېچ، چې د نوموړي د ژوند د ۱۹۶۰ ز کلونو په لومړیو کې را منځ ته شو، ډېر زیان رسوونکی و او "په هغه کې د الهی غیب پوهنې ادعاوې راپورته شوې." په پایله کې، په ځوانۍ کې ریچارد رورټي په خپګان اخته شو او په ۱۹۶۲ ز کال کې یې د رواني وسواس د رنځ له امله شپږ کلنه رواني شننه پیل کړه. رورټي د "ټروتسکي او صحرایي ارغوان ګلونه" تر عنوان لاندې په خپل لنډ ژوندلیک کې د زړه راښکونکې ښکلا او ټولنیز عدالت په یوځای کولو سره د نیو جرسي د کلیوالي ارغوان ګلونو د ښکلا په اړه لیکلنه کوي. د رورټي په اړه د هغه د همکار، جورګین هابرماس، یادښت د رورټي د ماشومتوب متضاده تجربې په ګوته کوي لکه د ښکلو ارغوان ګلونو او د خپل مور او پلار په کور کې د یو کتاب لوستل چې د سټالین په وړاندې د لیون ټروټسکي دفاع کوي، چې له فلسفې سره لومړنۍ لېوالتیا را منځ ته کړه. نوموړی روټي د یو متناقص کس په بڼه وړاندې کوي:  [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د تناقص پلوي راورټي لپاره هېڅ شی سپېڅلي نه دي. کله چې له نوموړي د خپل ژوند په پای کې د "سپېڅلتیا" په اړه وپوښتل شول، سخت دریځه خدای-منکر د ځوان هیګل د ټکو په بڼه ځواب ورکړ: "زما د سپېڅلتیا احساس په دې هیله پورې تړلی دی، چې یوه ورځ به زما کړوسي په داسې نړیوال تمدن کې ژوند وکړي چې مینه په کې یوازینی قانون وي. [۲۵]

رورټي د ۱۵ کلنۍ عمر څخه لږ وړاندې د شیکاګو په پوهنتون کې ګډون ترلاسه کړ، چې په دې ځای کې نوموړي په ​​فلسفه کې (د ریچارد مک کیون تر نظر لاندې) د لیسانس او ​​ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او په ۱۹۵۲ – ۱۹۵۶ ز کلونو کې یې په یېل پوهنتون کې په فلسفه کې پی ایچ ډي (ډوکتورا) ته دوام ورکړ. هغه په ۱۹۵۴ز کال کې له یوې علمي څېرې، امېلي اوکسنبرګ (د هارورډ پوهنتون استاد) سره واده وکړ، چې له هغې څخه يې يو زوی جې روټي پيدا شو. د متحده ایالاتو په په پوځ کې له دوو کلونو وروسته، نوموړي تر ۱۹۶۱ ز کال پورې دری کاله د ويلزلي په کالج کې تدريس وکړ. رورټي خپله مېرمن طلاق کړه او وروسته یې په ۱۹۷۲ ز کال کې د سټینفورډ پوهنتون په بیولوژي کې د اخلاقیات پوهې، ماري وارني سره واده وکړ. دوی د کیون او پیټریشیا په نومونو دوه ماشومان درلودل. پداسې حال کې چې ریچارد رورټي یو "سخت دریځه خدای-منکر" (هبرماس) و، ماري وارني رورټي د مورمون مذهبې ډلې (د راتلونکې ورځې عیسي) پلوه وه. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

رورټي په پرنسټن پوهنتون کې ۲۱ کاله د فلسفې پروفیسور و. نوموړي په ۱۹۸۱ز کال کې، د مک ارتور فیلوشپ ترلاسه کړ، چې زیاتره د "جینیوس اوارډ یا د نابغه جایزه" په نوم یادېږي. د اوارډ په لومړي کال، نوموړی په ۱۹۸۲ ز کال کې د ویرجینیا په پوهنتون کې د کینان پروفیسور په توګه د بشري علومو استاد شو، چې په ګڼو څانګو کې، په ځانګړې توګه په انګلیسي ژبه کې یې له خپلو همکارانو او زده کونکو سره نږدې کار کاوه. رورټي په ۱۹۹۸ز کال کې په ستنفورډ پوهنتون کې د پرتلیزو ادبياتو (او فلسفې) پروفیسور شو، چې په دې ځای کې نوموړي د خپل علمي ژوند پاتې برخه تېره کړه. د دې مودې په اوږدو کې نوموړی په ​​ځانګړې بڼه مشهور و، او یو ځل داسې آوازه شوه چې هغه د "د عصري مطالعاتو د لېږد (پل) پروفیسور" په توګه ګمارل شوی و.[۳۱][۳۲][۳۳]

د رورټي د ډوکتورا رساله، چې  د پټ ځواک د مفهوم تر نوم لاندې یوه تاریخي مطالعه وه، د پاول ویس تر څارنې لاندې بشپړه شوه، خو د نوموړي لومړی کتاب (د اډېتور په توګه)، چې د ژبني بدلون (۱۹۶۷ز کال) تر نوم لاندې و، اساساً په موجوده تحلیلي بڼې کې و، چې په تحلیلي فلسفه کې یې د ژبني بدلون په اړه کلاسیک مقالې راټولولې کړې. خو هغه په کراره د امریکایی فلسفی له غورځنګ سره چې د پراګماتزم یا عملي فلسفې په نوم یادېده، په ځانګړې توګه د جان ډیوي له لیکنو سره آشنا شو. هغه ارزښتمند کارونه چې د تحلیلي فیلسوفانو لکه ویلارډ وان اورمن کوین او ویلفرډ سیلارز له خوا ترسره شوي وو د هغه په ​​فکر کې د پراخ بدلون لامل شو، چې د نوموړي په ​​راتلونکي کتاب، فلسفه او د فطرت هنداره (۱۹۷۹ز کال) کې څرګند شو.  

عمل پلویان زیاتره په دې اند دي چې د فرضیي معنی په ژبني عمل کې د هغې د کارولو له لارې ټاکل کېږي. رورټي د حقیقت او نورو مسلو په اړه عملي فلسفه د ژبې د وټګینسټنین د وروستنۍ فلسفې سره ګډ کړ چې بیانوي چې معنی یو ټولنیز-ژبنی محصول دی، او جملې  د توافق د اړیکې په مفهوم کې نه "اوبدل کېږي:". رورټي په خپل د شونتیا، تناقص، او پیوستون (۱۹۸۹ز کال) اثر کې لیکلي:

حقیقت په دې ځای کې نشته - یعنې د انسان له ذهن څخه په خپلواکه توګه شتون نلري - ځکه چې دلته جملې شتون نلري. نړۍ دلته شته، مګر د نړۍ توضیحات شتون نلري. یوازې د نړۍ توضیحات ریښتیا یا غلط کېدای شي. نړۍ په خپله د انسانانو د توصیفي کړنو له مرستې پرته نشي کولای ځان څرګند کړي."

ډا ډول نظرونه د دې لامل شول چې رورټي د فلسفې زیاتره لومړنۍ انګیرنې تر پوښتنې لاندې راولي — او همدارنګه د دې لامل شول چې هغه له موډرن-نه-وروسته / پرانیست-کوونکی فیلسوف په توګه شهرت ترلاسه کړي. په حقیقت کې، رورټي د ۱۹۸۰ لسیزې له وروستیو څخه تر ۱۹۹۰ ز کلونو پورې، د اروپا د وچې په فلسفي (براعظمي فلسفي) دود تمرکز وکړ او د فریډریش نیچه، مارتین هایدګر، میشل فوکو، ژان فرانسوا لیوټار او ژاک دیریدا اثار یې تر سپېړنې لاندې ونیول. د نوموړي کارونه له دې دورې څخه، شونتیا، تناقص، او پیوستون (۱۹۸۹ز کال) د هایدګر او نورو په اړه مقالې: فلسفې مقالې ۲ (۱۹۹۱ز کال) او حقیقت او پرمختګ: فلسفې مقالې ۳ (ز کال) دي. وروستني دوه آثار هڅه کوي چې د تحلیلي او د اروپا د وچې د فلسفې (براعظمي فلسفې) تر منځ بېلوالی په دې دلیل کم کړي چې دا دواړه دودونه یو بل بشپړوي، نه د دا چې د یو بل مخالف دي.  

د رورټي په وینا: شونې وه چې تحلیلي فلسفه تر خپل تظاهر پورې ژوندۍ پاتې نه شي او داسې نه انګېرل کېدل چې له خپلې وړتیا سر سم لانجې حل کړي. خو بیا هم دې ډول فلسفې، له تظاهر او لانجو څخه د لاس په سر کېدو لپاره د دلایلو د موندلو په بهیر کې، مرسته کړې چې د افکارو په تاریخ کې ځانته مهم ځای پیدا کړي. د تظاهر د وړتیا او قطعیت د سپېړلو څخه لاس اخیستل چې اډمونډ هوسرل له روډولف کارنپ او برټرانډ رسل سره شریک کړل او د دې فکر لپاره یې د نویو دلیلونو په موندلو سره چې دا ډول سپېړل به هیڅکله بریالي نشي، تحلیلي فلسفې داسې یوه لاره وړاندې کړه چې پخوانۍ ساینس پالنه یې په هغه ډول رهبري کړه چې آلماني آرمان پالونکو (ایډیالیسټانو) د تجربې پالنې د رهبرۍ لپاره لاره وړاندې کړه.

د د خپل ژوند په وروستیو پنځلسو کلونو کې، روټي خپلو لیکنو ته دوام ورکړ، پشمول د کلتوري سیاست په توګه فلسفه (د فلسفې مقالې IV)، او زموږ هیواد ته رسیدل (1998)، یو سیاسي منشور چې یو څه برخه یې د ډیوي او والټ ویټمن په لوستلو ولاړه وه چې په هغه کې هغه د هغه څه په مقابل کې چې هغه فکر کوي د ماتې غوښتونکي، لیبرال ضد، د بشریت ضد دریځونو په وړاندې د کیڼ اړخو او براعظمي ښوونځي لخوا ملاتړ شوي د یو پرمختلونکي، پراګماتیک بائیں نظریې دفاع وکړه. رورټي احساس وکړ چې دا د انسانیت ضد دریځونه د نیټز، هیډیګر، او فوکو په څیر شخصیتونو لخوا مشخص شوي. دا ډول تیوریسټان هم د "الوتونکي افلاطونزم" مجرم و چې په هغه کې یې هڅه کوله چې پراخه، مابعدالطبعي، "عالي" فلسفې رامینځته کړي - کوم چې په حقیقت کې د دوی اصلي ادعاګانې د اوسپنې او متقابلو ادعاوو سره مخالفت کوي. د رورټي وروستي اثار، د سټینفورډ پوهنتون ته د هغه د تګ وروسته په معاصر ژوند کې د مذهب ځای، لیبرال ټولنو، مقایسوي ادبیاتو او فلسفې ته د "کلتوري سیاست" په توګه اشاره وکړه.

نوموړي له خپلې مړینې لږ وړاندې، د "د ژوند اور" په نوم یوه مقاله ولیکه، (چې د شعر د مجلې د ۲۰۰۷ ز کال د نومومبر په ګڼه کې خپره شوه)، چې په کې هغه د خپل تشخیص او د شاعرۍ آرامامتیا په اړه ژور فکر وړاندې کوي. په پای کې هغه بیانوي: "ای کاش ما د خپل ژوند یو څه نوره برخه د شعر له کرښو سره تېره کړې وای. دا له دې امله نه چې زه ویره لرم چې هغه حقیقتونه مې له لاسه ورکړي چې په نثر کې د بیان وړ ندي. دا ډول حقیقتونه نشته؛ د هغه مرګ په اړه چې سوینبورن او لینډر پوهېدل، هېڅ نشته، خو ایپیکورس او هایدګر يې په پوهیدو کې پاتې راغلل. خو دا له دې امله چې ما به ډیر بشپړ ژوند کړی وای که ما لږ نوره سپېړنه کړې وای - لکه څنګه چې ما به ډېر نږدې ملګري پیدا کړي وای. هغه دودونه چې د لغاتو بډایه ذخیرې لري بشپړ انسانان دي - یعنې له حیوانتوب څخه لرې شوي - د هغو کسانو په پرتله چې لږ او کمزوري د لغاتو ذخیرې لري؛ نارینه او ښځینه وګړي هغه وخت ډېر بشپړ انسانان دي چې د دوی یادونه د شعر له کرښو ډک وي."[۳۴]

رورټي د ۲۰۰۷ ز کال د جون په ۸ په خپل کور کې د پانقراس د سرطان له امله له نړۍ سترګې پټې کړې. [۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينېسمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118970623  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12035977b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Richard-Rorty — subject named as: Richard Rorty — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/rorty-richard-mckay — subject named as: Richard McKay Rorty — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3812 — subject named as: Richard Rorty — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  6. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=53353 — subject named as: Richard McKay Rorty — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ https://cs.isabart.org/person/76664 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000022251 — subject named as: Richard Rorty — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. پیوستون : 118970623  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  10. Richard Rorty, 1931-2007 — خپرونکی: Telos — د خپرولو نیټه: ۹ جون ۲۰۰۷
  11. پیوستون : 118970623  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12035977b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. Stanford Encyclopedia of Philosophy ID: https://plato.stanford.edu/entries/rorty/ — سرليک: Stanford Encyclopedia of Philosophy — خپرونکی: Stanford University او Center for the Study of Language & Information
  14. Robert Brandom summarizes Rorty's anti-representationalism like so: "In a nutshell, this is how I think Rorty's critique of semantic representationalism goes: Normative relations are exclusively intravocabulary. Extravocabulary relations are exclusively causal. Representation purports to be both a normative relation, supporting assessments of correctness and incorrectness, and a relation between representings within a vocabulary and representeds outside of that vocabulary. Therefore, the representational model of the relation of vocabularies to their environment should be rejected." Brandom, Robert. [[[:کينډۍ:GBurl]] Vocabularies of Pragmatism: Synthesizing Naturalism and Historicism. (In: Rorty and His Critics)] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Malden, Mass. د کتاب پاڼې 160. OCLC 43109795. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-631-20981-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rorty distinguished between knowledge-that and knowledge-how; only language users can have knowledge-that (epistemically valid knowledge) while all life forms, including bacteria and virus, can have "knowledge-how" (know-how). Rorty, Richard. [[[:کينډۍ:GBurl]] Response to Barry Allen. (In: Rorty and His Critics)] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Malden, Mass. د کتاب پاڼي 238–239. OCLC 43109795. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-631-20981-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rorty, Richard (1989). [[[:کينډۍ:GBurl]] Contingency, irony, and solidarity] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Cambridge. د کتاب پاڼې 6, 21. OCLC 18290785. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-35381-5. The world can, once we have programmed ourselves with a language, cause us to hold beliefs. But it cannot propose a language for us to speak. Only other human beings can do that. [...] [S]ince truth is a property of sentences, since sentences are dependent for their existence upon vocabularies, and since vocabularies are made by human beings, so are truths. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Rorty, Richard (1982). [[[:کينډۍ:GBurl]] Consequences of pragmatism: Essays, 1972-1980] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Minneapolis. د کتاب پاڼې 158. OCLC 8222790. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8166-1064-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Rorty, Richard (1989). [[[:کينډۍ:GBurl]] Contingency, irony, and solidarity] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Cambridge. د کتاب پاڼې 189. OCLC 18290785. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-35381-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The ironist spends her time worrying about the possibility that she has been initiated into the wrong tribe, taught to play the wrong language game. She worries that the process of socialization which turned her into a human being by giving her a language may have given her the wrong language, and so turned her into the wrong kind of human being. But she cannot give a criterion of wrongness. So, the more she is driven to articulate her situation in philosophical terms, the more she reminds herself of her rootlessness by constantly using terms like «Weltanschauung,» «perspective,» «dialectic,» «conceptual framework,» «historical epoch,» «language game,» «redescription,» «vocabulary,» and «irony.»" Rorty, Richard (1989). [[[:کينډۍ:GBurl]] Contingency, irony, and solidarity] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Cambridge. د کتاب پاڼې 75. OCLC 18290785. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-35381-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bernstein, Adam (په 11 June 2007 باندې). Richard Rorty, 75; Leading U.S. Pragmatist Philosopher.
  21. "Richard Rorty: The Making of an American Philosopher". press.uchicago.edu. 1931-10-04. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Bruce Kuklick. "Neil Gross, Richard Rorty: The Making of an American Philosopher." Transactions of the Charles S. Peirce Society 47.1 (2011):36.
  23. Casey Nelson Blake, "Private Life and Public Commitment: From Walter Rauschenbusch to Richard Rorty," in A Pragmatist's Progress?: Richard Rorty and American Intellectual History, ed. John Pettegrew (Rowman & Littlefield, 2000), 85. کينډۍ:ISBN
  24. "Jürgen Habermas: Philosopher, poet and friend (12/06/2007)". signandsight. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Jürgen Habermas: Philosopher, poet and friend (12/06/2007)". signandsight. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Richard Rorty, distinguished public intellectual and controversial philosopher, dead at 75" (Stanford's announcement), June 10, 2007
  27. Marchetti, Giancarlo. "Interview with Richard Rorty." Philosophy Now Volume 43, Oct.–Nov. 2003.
  28. Ryerson, James. "The Quest for Uncertainty: Richard Rorty's Pragmatic Pilgrimage" Linguafranca Vol. 10, No. 9. December 2000/January 2001.
  29. Ramberg, Bjørn (August 1, 2009). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – عبر Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Bruce Kuklick. "Neil Gross, Richard Rorty: The Making of an American Philosopher." Transactions of the Charles S. Peirce Society 47.1 (2011):36.
  31. Ramberg, Bjørn (August 1, 2009). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – عبر Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Ryerson, James. "Essay: Thinking Cheerfully." The New York Times Book Review. July 22, 2007: p. 27.
  33. "Richard Rorty, Philosopher, Dies at 75" (NY Times Obituary), June 11, 2007
  34. Rorty, Richard (November 2007). "The Fire of Life". Poetry Magazine. http://www.poetryfoundation.org/article/180185. 
  35. "Richard Rorty, distinguished public intellectual and controversial philosopher, dead at 75" (Stanford's announcement), June 10, 2007
  36. "Richard Rorty, Philosopher, Dies at 75" (NY Times Obituary), June 11, 2007
  37. "Richard Rorty," (short obituary), June 9, 2007.