رونالد دورکین
رونالد مایلز دورکین (په انګلیسي: Ronald Myles Dworkin؛ پیدایښت: ۱۱-ډسمبر-۱۹۳۱؛ مړینه: ۱۴-فبروري-۲۰۱۳ز) د QC ویاړ ګټونکی او د بریتانیا د اکاډمۍ غړی، یو امریکایي فیلسوف، حقوقپوه او د متحده ایالاتو اساسي قانون څېړونکی ؤ. د مړینې پر مهال، په نیویارک پوهنتون کې د فرانک هنري سومر د حقوقو او فلسفې استاد او د لندن پوهنتون په کالج کې د حقوقپوهنې پروفیسور ؤ. دورکین پخوا د یالې په حقوقو پوهنځي او د آکسفورډ په پوهنتون کې تدریس کړی دی او هلته د حقوقپوهنې پروفیسور او د نامتو فیلسوف «هربرت لیونل ادولفوس هارت» ځایناستی ؤ. دا چې دورکین هم په حقوقي او هم په سیاسي فلسفه کې اغېزناکه ونډه درلوده، په ۲۰۰۷ز کې یې د «ابتکاري علمي فعالیت» په پار، د هولبِرګ د یاد په ویاړ نړیواله جایزه وګټله. د حقوقي مطالعاتو مجلې د یوې پلټنې لهمخې، دورکین د شلمې پېړۍ په لړ کې دوهیم ستر او مطرح حقوقي څېړونکی دی. له مړینې وروسته یې، د هاروارډ حقوقي څېړونکی «کاس سنستین» څرګنده کړه چې، «دورکین په وروستیو سلو کلنو کې تر ټولو مهم او ستر حقوقي فیلسوف پاتې شو، او کېدای شي د دغه نوملړ په سر کې پاتې شي». [۳][۴][۵][۶]
رونالد دورکین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | قانون ، سياسي فلسفه |
کار ورکوونکی | د نيويارک پوهنتون |
مؤثر | جان رالز |
تحریک | شننيزه فلسفه |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د هغه «حقوق د یوې بشپړتیا په توګه» تیوري، څرنګه چې د «قانون ټولواکمني» تر سرلیک لاندې کتاب کې یې وړاندې شوې ده، څرګندوي چې قضات قانون د منطقي اخلاقي اصولو پر بنسټ، په ځانګړې توګه عدالت او انصاف لهمخې ژباړي، چې دغه نظریه د قانون د ماهیت په هکله تر ټولو اغېزناکه نومهاله تیوري ده. دورکین د متحده ایالاتو د اساسي قانون له «اخلاقي لوستلو» او د قانون او اخلاقو له تفسیرپالې تګلارې څخه ملاتړ ښوده. هغه په وار، وار سره پر نومهالو سیاسي او حقوقي سکالوګانو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د سترې محکمې پر اړوند مسایلو باندې تبصره کړې ده، چې ډېري یې د «The New York Review of Books» په مجله کې د موندلو وړ دي.[۷]
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې سمول
رونالد دورکین په کال ۱۹۳۱ز د امریکا د رود ایسلند په پرووېدنس کې زېږېدلی ؤ؛ پلار یې دېوېډ دورکین او مور یې مادلین (تالامو) نومېده. کورنۍ یې یهوده وه. هغه په ۱۹۵۳ز کې د هاروارډ له پوهنتون څخه د A.B. سند په ترلاسه کولو سره فارغ شو، چېرې چې په فلسفه کې یې تخصص ترلاسه کړ او د ځلمیتوب په کلونو کې «فای بېتا کپا» ته لاره ومونده. وروسته د آکسفورډ مګدالن کالج کې شامل شو او هلته د رودز څېړونکی او د «سېر روپرت کراس» او «ژ. ھ. ک. موریس» شاګرد ؤ. په آکسفورډ کې د وروستیو ازموینو په سرته رسولو سره، ازمویونکي د هغه د لیکنې تر اغېزې لاندې راغلل او لوستلو ته یې د حقوقپوهنې پروفېسور (ھ. ل. ا. هارت) راوبلل شو. وروسته ورته د لومړۍ درجې B.A سند ورکړل شو. له هغو وروسته، دورکین د هاروارډ حقوقو پوهنځي ته لاړ او په ۱۹۵۷ز کې یې د حقوقپوهنې ډوکتورا سره له ستاینلیک ترلاسه کړل. وروسته د متحده ایالاتو د دوهیمې حوزې په استیناف محکمه کې د قاضي «لِرند هند» منشي شو. قاضي «هند» له دورکین څخه د داسې یوه «حقوقي منشي» په توګه نوم اخلي «چې ټولو منشیانو ته یې ماته ورکړه» او دورکین هم قاضي هند خورا اغېزناک او ښه لارښود په نامه یادوي.[۸][۹][۱۰]
کاري ژوند سمول
دورکین ته، وروسته لهدې چې د قاضي لِرند هَند منشي شو، وړاندیز وشو ترڅو له قاضي فلیکس فرانکفورتر سره د منشي په توګه کار وکړي. هغه دغه وړاندیز رد کړ او د نیویارک ښار له ستر حقوقي شرکت «سولیوان او کروموېل» سره یې کار پیل کړ. وروسته دورکین د یالې په حقوقو پوهنځي کې د استاد په توګه وګومارل شو او هلته یې د وېسلي ن. هوهفېلډ پر حقوقي مسند کښېناست.[۱۱]
په ۱۹۶۹ز کې، دورکین د آکسفورډ د حقوقپوهنې بست ته وګومارل شو او هلته د ھ. ل. ا. هارت ځایناستی ؤ (چا چې په آکسفورډ کې د دورکین ازموینه په یاد وه او هغه سره یې د دغه بست په اخېستلو کې مرسته وکړه) او وروسته یې د آکسفورډ پوهنتون د کالج غړیتوب ترلاسه کړ. له آکسفورډ څخه له تقاعد وروسته د لندن پوهنتون په کالج کې د حقوقپوهانو پروفېسور په توګه وټاکل شو او هلته یې د حقوقپوهنې بېنتام پروفېسور لقب ترلاسه کړ. دورکین د نیویارک پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د فرانک هنري سومر د حقوقو استاد او په نیویارک پوهنتون کې د فلسفې استاد ؤ او هلته یې تر ۱۹۷۰ز لسیزې پورې تدریس وکړ. هغه له ټوماس نېګل سره په حقوقي، سیاسي او ټولنیزو سیمینارونو کې د ښوونکي او روزونکي په توګه ونډه واخېسته. دورکین د څوګونو لسیزو په اوږدو کې د «The New York Review of Books» له مجلې سره همکار پاتې شو. هغه د اولیور وندل هومز لکچرونه هاروارډ، د ستورز لکچرونه یالې، د انساني ارزښتونه په هکله د «تانر» لکچرونه ستنفورډ او د سکرېبنر لکچرونه یې په پرېنستون کې تدریس کړل. د ۲۰۱۱ز په جون کې هغه د لندن یوه خصوصي کالج «د انساني علومو نیوکالج» سره کار پیل کړ.[۱۲][۱۳]
خصوصي ژوند او مړینه سمول
له قاضي «لرند هند» سره د دندې ترسره کولو پر مهال، دورکین له خپلې راتلونکې مېرمن «بتسي رُس» سره وپېژندل او د آنتوني او جنیفر په نومونو یې دوهګوني زامن وزېږېدل. بتسي د نیویارک د یوه تکړه سوداګر لور وه او له دورکین سره یې په ۱۹۵۸ز کې واده وکړ او په ۲۰۰۰ز کې د سرطان لهامله مړه شوه. د بتسي له مړینې وروسته، دورکین د نامتو پیانوغږوونکي آلفرېد برندل له کونډې مېرمن «اېرېنه برندل» سره واده وکړ. [۱۴][۱۵]
دورکین د وینې سرطان لهامله، د ۲۰۱۳ز کال د فبروري پر ۱۴مه نېټه، د ۸۱ کلونو په عمر، په لندن کې مړ شو او له هغه څخه دوهیمه مېرمن، دوه ماشومان او دوه لمسي پاتې شول.[۱۶][۱۷][۱۸]
چاپ شوي آثار سمول
د لیکوال په توګه سمول
- حقونه جدي وګڼئ؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۷ز.
- یوه اصولي سکالو؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۵ز.
- د قانون ټولواکمني؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۶ز.
- په زړښت کې د عقل د زوال فلسفي مسایل؛ واشنګټن، ډيسي: د متحده ایالاتو دولتي مطبعه؛ ۱۹۸۷ز.
- بریتانیا لپاره یو حقوقي منشور؛ آن آربور، میشیګان: د میشیګان پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۰ز.
- د ژوند حاکمیت: د جنین سقط، اتانازي او فردي ازادۍ په هکله یو استدلال؛ نیویارک: آلفرېد ا. نوپف؛ ۱۹۹۳ز.
- د ازادۍ قانون: د امریکا د اساسي قانون اخلاقي لوستنه؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۶ز.
- حاکم فضیل: برابري په تیوري او عمل کې؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۰ز.
- قضات د چپنې دننه؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۶ز.
- ایا دلته د دېموکراسي امکان شته؟: د یوه نوي سیاسي بحث اصول؛ پرېنستون، نیوجرسي: د پرېنستون پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۶ز.
- د سترې محکمې ډله: د سترې محکمي نوی ښياړخه بلوک؛ نیویارک: د New York Review Books مجله؛ ۲۰۰۸ز.
- د چيژګي لپاره عدالت؛ کمبرېج، ماساچوست؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۱ز.
- دین پرته له خدایه؛ کمبرېج، ماساچوست؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۳.
د اېډېټور په توګه سمول
- د حقوقو فلسفه (په فلسفه کې د آکسفورډ مطالعات)؛ اېډېټور؛ نیویارک: د آکسفورډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۷ز.
- نیمګړې او بدې ټاکنې: د بوش او ګور مناظره، ستره محکمه او امریکایي دېموکراسي؛ اېډېټور؛ نیویارک: نیوپرېس خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۲ز.
- له لېبرال ارزښتونه څخه دېموکراتیکو ارزښتونه ته اوښتنه: د ژانوس کیس په ویاړ د مقالو ټوله؛ اېډېټور؛ بوداپِست: د مرکزي اروپا پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۴ز.
سرچينې سمول
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118844768 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n50051675 — د نشر نېټه: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: Library of Congress
- ↑ Khouryyesterday, Jack (February 15, 2013). "Ronald Dworkin dies at 81 – Haaretz – Israel News". Haaretz.com. د لاسرسينېټه May 31, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Ronald Dworkin". New York Review of Books. Nybooks.com. Accessed September 29, 2009.
- ↑ Shapiro, Fred R. (2000). "The Most-Cited Legal Scholars". Journal of Legal Studies. 29 (1): 409–426. doi:10.1086/468080. S2CID 143676627. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The Most Important Legal Philosopher of Our Time". Bloomberg. February 15, 2013. د لاسرسينېټه May 31, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Freedom's Law: The Moral Reading of the American Constitution. Ronald Dworkin. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. 1996. via Google Books.
- ↑ (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin obituary. The Guardian.
- ↑ Dworkin, Ronald (1996), Freedom's Law: The Moral Reading of the American Constitution, Oxford: Oxford University Press, ISBN 978-0-19-826470-5.
- ↑ (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81.
- ↑ (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81.
- ↑ "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر June 8, 2011 باندې. د لاسرسينېټه June 8, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) - ↑ "Ronald M. Dworkin – NYU School of Law – Overview". Its.law.nyu.edu. د لاسرسينېټه February 14, 2013. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin obituary. The Guardian.
- ↑ (په February 15, 2013 باندې). Professor Ronald Dworkin: Legal philosopher acclaimed as the finest of his generation.
- ↑ (په February 15, 2013 باندې). Professor Ronald Dworkin.
- ↑ . Ronald Dworkin, Legal Scholar, Dies at 81. New York Times.
- ↑ The Associated Press (February 14, 2013). "LONDON: US legal scholar Ronald Dworkin dies in UK aged 81". MiamiHerald.com. د لاسرسينېټه February 14, 2013. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)