جان رالز
جان رالز (۲۱ فبروري ۱۹۲۱ – ۲۴ نومبر ۲۰۰۲ زکال) په لیبرال دودونو کې اخلاقي او سیاسي امریکايي فیلسوف و. رالز په ۱۹۹۹ زکال کې د منطق او فلسفې په برخه کې د رالف شوک جایزه او همدارنګه د ملي انساني علومو مډال ترلاسه کړ؛ دغه مډال هغه ته ولسمشر بېل کلینټون له دې امله ورکړ چې څه ډول د رالز چارو «د سیاسي او اخلاقي فلسفې څانګې بېرته په دې استدلال را ژوندۍ کړې چې هغه ټولنې چې په کې تر ټولو ښه چانس لرونکي کسان له لږ چانس لرونکو کسانو سره مرسته کوي؛ نه یوازې اخلاقي، بلکې منطقي ټولنې هم دي».[۴][۵][۶][۷]
جان رالز | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | سياسي فلسفه [۲]، سیاسي علوم [۲] |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون [۳] |
مؤثر | جان لاک ، امانوېل کانت |
خوځښت | شننيزه فلسفه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
سمول |
په ۱۹۹۰ زکال کې ویل کیملیکا د خپل اثر په سریزه کې لیکلي چې:«په ټولیز ډول دا منل شوې چې د سیاسي اصولي فلسفې بیاځلي زېږون په ۱۹۷۱ زکال کې د عدالت د تیوري په نامه د رالز د اثر په خپرېدو سره پیل شوی». رالز د ۲۰ مې پېړۍ یو له تر ټولو اغېزمنو سیاسي فیلسوفانو څخه ګڼل کېږي. هغه له معاصرو سیاسي فیلسوفانو سره ځانګړی توپیر لري؛ په مکرر ډول د متحده ایالاتو او کاناډا د حقوقي محاکمو له خوا د هغه په نظریاتو استناد کېږي او په متحده ایالاتو او بریتانیا کې د مجربه سیاستوالو له خوا ورته نغوته کېږي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
رالز «د انصاف په توګه د عدالت» په خپله نظریه کې لارښوونه کوي چې د یوې ټولنې غړي باید له برابرو اساسي ازادیو او برابرو فرصتونو برخمن واوسي او په هغو ځایونو کې چې نابرابري شتون لري، تر ټولو ډېره ګټه باید د ټولنې محرومو کسانو ته ورسېږي. رالز د ټولنیز عدالت د دغه اصل د توجیه کولو په موخه د «اصلي ځایګي» په نامه له فکري ازمایښت کار اخلي؛ هغه ازمایښت چې له وګړو څخه په کې غوښتل کېږي چې کوم ډول ټولنه غوره بولي چې په کې ژوند وکړي، که چېرې وه نه پوهېږي چې شخصا به په دغه ټولنه کې څه ډول ځای او ځایګی ولري. رالز د سیاسي لیبرالېزم په نامه خپل بل اثر کې (۱۹۹۳ زکال) کې دغې پوښتنې ته راګرځي چې د غوره ژوندانه د ماهیت پر سر د نظرونو اختلاف ته په پام څه ډول کېدلای شي سیاسي قدرت مشروعیت ترلاسه کړي.
ژوندلیک
سموللومړنی ژوند
سمولرالز د مریلینډ ایالت په بالتیمور کې وزېږېد. هغه د بالتیمور د څارنوالۍ د مخکښ څارنوال ویلیام لی رالز او او د هغه د مېرمنې انابېل سټمب رالز له پنځو زامنو څخه دویم و. رالز غمجن ماشومتوب درلود: [۱۴][۱۵]
د هغه دوه وروڼه له ده څخه هغوی ته د وژونکې ناروغۍ د سرایت له امله مړه شول. ... په ۱۹۲۸ زکال کې هغه په دیفتري/سینه او بغل ناروغۍ اخته شو. له هغه څخه یې ۲۰ میاشتې کوچني ورور د هغه په کوټه کې له ده سره ولیدل او په وژونکي ډول د ده ناروغۍ ورته سرایت وکړ. راتلونکی ژمی رالز د سږو په پړسوب اخته شو او د هغه بل کوچنی ورور ټامي ته یې ترې سرایت وکړ چې له امله یې ومړ. [۱۶]
د رالز ژوند لیکونکی نوماس پوګ د رالز د دغو دوو وروڼو مړینه «د هغه د ماشومتوب د دورې تر ټولو لویه پېښه بولي».[۱۷]
رالز له کالورت ښوونځي څخه له فارغېدو وروسته په کانتیکات کې د کنټ ښوونځي په نامه پروتستانت کلیسا ته اړوند له پوهنتون وړاندې روزنیز ښوونځي کې شامل شو. په ۱۹۳۹ زکال کې له دغه ځای څخه له فارغېدو وروسته، راولز پرنسټون پوهنتون ته لار ومونده. همدلته نوموړی د نورمن ملکلم تر اغېز لاندې راغی چې د لوډوېګ ویتګنشتاین شاګرد و. په پرنسټون کې د وروستیو دوو کلونو پر مهال هغه «په ژوره توګه له الهیاتو او د هغو له نظریاتو سره لېوالتیا پیدا کړه». هغه په خپل ۱۸۱ پاڼې لرونکې تیزس کې چې د «ګناه او ایمان» تر عنوان لاندې یې ولیکه، په پلاجیانېزم یې نیوکه وکړه او «د مسیح صلیب یې بې اثره وباله». د هغه استدلال تر ډېره د یهودانو په اړه د کارل مارکس له کتاب (On the Jewish Question) سرچینه اخیسته چې په دغه نظریه یې په کې نیوکه کړې چې په طبیعي وړتیاوو کې نه مساوت کېدای شي په ټولنه کې د شتمنۍ د ویش ټاکونکی وي. رالز آن له آتئیست کېدو وروسته هم د عدالت د نظریې په نامه خپل کتاب کې پلاجیانېزم ضد استدلالونه تکرار کړل. رالز په ۱۹۴۳ زکال کې په عالي درجې له پرینسټون پوهنتون څخه د هنرونو لیسانس ترلاسه کړ. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
په پوځ کې خدمت
سمولرالز د ۱۹۴۳ زکال په فبروري میاشت کې د متحده ایالاتو په پوځ کې خپل نوم ثبت کړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال رالز د آرام سمندر په سیمه کې د پلي ځواکونو سرتېری و. په دغه دوره کې یې د نوې ګینې په سیمه کې وکولای شول، د برونزي ستوري نښان ترلاسه کړي. نوموړي په فلیپین کې د خدمت پر مهال سختې جګړې تجربه کړې او د وژنو او تاوتریخوالي د دردوونکو پېښو شاهد و. همدا ځای و چې هغه مسیحي ایمان له لاسه ورکړ او آتئیست شو. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د جاپان له تسلیمېدو وروسته هغه د جنرال مک ارتور د اشغال کوونکي ځواک غړی شو او د ډلګۍ مشر ځایګي ته یې وده وکړه. خو د هیروشیما د اټومي بمبارد د آثارو او حیرانونکو پایلو له لیدو وروسته یې په پوځ هم باور له لاسه ورکړ. رالز د یوه سرتېري د تنبیه کولو لپاره له امر سرغړونه وکړه ځکه باور یې درلود چې هر ډول تنبیه؛ توجیه کېدونې نه ده او له همدې امله بېرته د سرتېري درجې ته یې تنزیل وموند. رالز د ۱۹۴۶ زکال په جنوري میاشت کې د تل لپاره پوځ خوشی کړ.[۳۰][۳۱][۳۲]
علمي لاسته راوړنې
سمولرالز د ۱۹۴۶ زکال په لومړیو کې بېرته پرنسټون پوهنتون ته راوګرځېد، څو د اخلاقو د فلسفې په برخه کې خپله دوکتورا ترلاسه کړي. هغه په ۱۹۴۹ زکال کې له مارګاریت وارفیلډ فاکس سره چې د براون پوهنتون څخه فارغه شوې وه؛ واده وکړ. دوی د آن وارفیلد، رابرت لي، الکساندر اموری او الیزابت فاکس په نومونو څلور ماشومان لرل. [۳۳][۳۴]
رالز په ۱۹۵۰ زکال کې له پرنسټون پوهنتون څخه خپله دوکتورا واخیسته او تر ۱۹۵۲ زکال پورې یې تر هغه مهاله په پرینسټون کې تدریس وکړ چې د اکسفورډ پوهنتون د فلوبرایټ فیلوشف لپاره یې سکالرشپ (د کرېسټ کلیسا سکالرشیپ) ترلاسه کړ. په اکسفورډ کې نوموړی د ایزایا برلین او قانوني نظریه ورکوونکي هربرت لیونل آدولوفوس تر اغېز لاندې راغی. امریکا ته له راګرځېدو وروسته یې په کارنل پوهنتون کې په تدریس پیل وکړ.
وروستی ژوند
سمولرالز په ډېر ندرت سره مرکه کوله، تر ډېره هم د توتله توب له امله (چې د هغه د دوه وروڼو د مړینې له امله چې له ده څخه د ناروغۍ د سرایت له امله مړه شوي وو، ورته پیدا شوی و) د عامو وګړو له پام وېرېده. هغه د دغو چارو پر ځای تر ډېره خپلو علمي چارو او کورني ژوند ته متوجه و. [۳۵][۳۶]
رالز په ۱۹۹۵ زکال کې د لومړي ځل لپاره سکته وکړه او تر ډېره بریده یې د کار وړتیا له لاسه ورکړه، خو له دې سره یې وکولای شول د وګړو د حقونو په نامه خپل کتاب چې د نړیوال عدالت په اړه د هغه جامع نظریات یې بیانول بشپړ کړي؛ همدارنګه یې په ۲۰۰۱ زکال کې له مړینې لږ وړاندې د Justice as Fairness: A Restatement په نامه خپل بل کتاب چې د عدالت د تیوري په نامه د هغه په بل اثر باندې یې د نقد په غبرګون کې لیکلی و خپور کړ. رالز د ۲۰۰۲ زکال د نومبر په ۲۴ مه د ۸۱ کلونو په عمر وکړ او د ماساچوستس په مونټ اوبورن هدیره کې خښ کړای شو. [۳۷][۳۸]
فلسفي فکر
سمولرالز خپل درې مهم آثار خپاره کړي. د هغه لومړی کتاب د عدالت د تیوري په نامه و چې په توزیعي عدالت یې تمرکز درلود او هڅه یې په کې کړې وه چې د آزادۍ او برابرۍ د ارزښتونو ترمنځ پخلاینه رامنځته کړي. دویم کتاب یې سیاسي لیبرالېزم و چې په دې مسئله یې په کې بحث کړی و چې څه ډول د مذهبي او فلسفي اختلافاتو لرونکي کسان کولای شي ، د یو دیموکراتیک نظام پر سر هوکړې ته ورسېږي. دریم کتاب یې هم د وګړو د حقوقو په نامه و چې د نړیوال عدالت پر موضوع یې تمرکز درلود.
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118598678 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990006864 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ پاڼه: 4 — ISBN 978-0-415-30108-4 — https://dx.doi.org/10.4324/9780203086605
- ↑ "Rawls" entry in Random House Dictionary, Random House, 2013.
- ↑ Martin, Douglas (26 November 2002). "John Rawls, Theorist on Justice, Is Dead at 82". NY Times.
- ↑ Wenar, Leif (2017). Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2017 ed.). Metaphysics Research Lab, Stanford University.
- ↑ Weinstein, Michael M. (2002-12-01). "The Nation; Bringing Logic To Bear on Liberal Dogma". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2021-09-07.
- ↑ Will., Kymlicka (1990). Contemporary political philosophy : an introduction. Oxford [England]: Clarendon Press. pp. 11. ISBN 978-0198277248. OCLC 21762535.
- ↑ Swift, Adam (2006). Political philosophy : a beginners' guide for students and politicians (Second edition, revised and expanded ed.). Cambridge: Polity. pp. 10. ISBN 978-0745635323. OCLC 63136336.
- ↑ ""Political Philosophy in the Twentieth Century: Authors and Argument" by Catherine H. Zuckert (Ed.)". Cambridge University Press. 2012. بياځلي په 2020-01-21.
- ↑ "Fair Opportunity to Participate". The Canadian Political Science Review. June 2009. بياځلي په 2022-05-14.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "They Work For You search: "John Rawls"". Theyworkforyou.com. بياځلي په 2010-02-26.
- ↑ Moore, Matthew J. (2009). "Political Theory Today: Results of a National Survey" (in انګليسي). Rochester, NY. SSRN 1463648.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ "Obituary: John Rawls". The Guardian. 2012. بياځلي په 2020-01-21.
- ↑ Freeman, 2010:xix
- ↑ Gordon, David (2008-07-28) Going Off the Rawls Archived 2012-02-24 at the Wayback Machine., The American Conservative
- ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ "Daily Princetonian 12 April 1940 – Princeton Periodicals". Theprince.princeton.edu. 1940-04-12. بياځلي په 2013-01-31.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Wenar, Leif (2013-01-01). Zalta, Edward N. (ed.). John Rawls (Winter 2013 ed.).
- ↑ Joshua Cohen and Thomas Nagel, "John Rawls: On My Religion" Archived 2011-06-16 at the Wayback Machine., Times Literary Supplement, 18 March 2009
- ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ Nelson, Eric (2 December 2019). "John Rawls' 'A Theory of Justice' and Jewish Heresy". Tablet Magazine (in انګليسي). بياځلي په 19 April 2020.
- ↑ Article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
- ↑ "His first experience of combat was in New Guinea—a country which saw fighting for almost the whole duration of the Pacific campaign—where he won a Bronze Star." From article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
- ↑ "Thinkers at War – John Rawls". Military History Monthly (in American English). 2014-06-13. بياځلي په 2016-12-06.
- ↑ "One soldier in a dugout close to Rawls stood up and deliberately removed his helmet to take a bullet to the head, choosing to die rather than endure the constant barrage. ... Later Rawls confided the whole experience was 'particularly terrible' ..." From an article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
- ↑ Wenar, Leif (2013-01-01). Zalta, Edward N. (ed.). John Rawls (Winter 2013 ed.).
- ↑ "John Rawls: Theorist of Modern Liberalism". The Heritage Foundation. 13 August 2014. بياځلي په 26 February 2017.
- ↑ Ronald J. Sider; Paul Charles Kemeny; Derek H. Davis; Clarke E. Cochran; Corwin Smidt (2009). Church, State and Public Justice: Five Views. InterVarsity Press. p. 34. ISBN 978-0830874743.
Religious beliefs, argues John Rawls—a Harvard philosopher and self-identifying atheist—can be so divisive in a pluralistic culture that they subvert the stability of a society.
- ↑ From article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
- ↑ "The total obliteration of physical infrastructure, and the even more horrific human toll, affected him deeply ... and the fact that the destruction had been deliberately inflicted by his own side, was profoundly unsettling. He wrote that the scenes still haunted him 50 years later." From an article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
- ↑ From an article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
- ↑ Date from Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
- ↑ Freeman, 2010:xix
- ↑ Rogers, Ben (2002-11-27). "Obituary: John Rawls". The Guardian. بياځلي په 26 August 2018.
- ↑ Rogers, 27.09.02
- ↑ Hinsch, Wilfried (4 October 2003). "Review of The Cambridge Companion to Rawls". بياځلي په 18 October 2020.
- ↑ "John Rawls, influential political philosopher, dead at 81". 2002-12-05.