رامون امیتریو بیتانسس

رامون امیتریو بیتانسس وای الکان (د ۱۸۲۷ ز کال د اپریل له ۸ – د ۱۸۹۸ ز کال د سپټمبر تر ۱۶) د پورتوریکو د خپلواکۍ مدافع او طبي ډاکتر ؤ. د ګریټو دو لاریس د انقلاب لومړنی پاروونکی ؤ او د پورټوریکو د خپلواکۍ غورځنګ بنسټ ایښودونکی او پلار ګڼل کېږي. له دې امله چې ګریټو د پورتو ریکویانو په منځ کې یو پراخ ملتپال غورځنګ وپاراوه، نو بیتانسس هم "El Padre de la Patria"  (د [پورتو ریکويي] ملت پلار) ګڼل کېږي. هغه اړمنو خلکو ته د خپلو خیریه کارونو له امله د "El Padre de los Pobres"  ("د بې وزلو پلار") په نوم هم یادیږي.  

رامون امیتریو بیتانسس
رامون امیتریو بیتانسس
رامون امیتریو بیتانسس

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ اپرېل ۱۸۲۷[۱][۲][۳][۴]
مړینه 16 سپټمبر 1898 (71 کاله)[۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانسه   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پورټو ريکو   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک طبیب
ډیپلوماټ
خبريال
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) هسپاني [۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
رامون امیتریو بیتانسس
رامون امیتریو بیتانسس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بیتانسس په پورتوریکو کې یو طبیب او جراح او د هغه ځای یو له لومړنيو ټولنیزو روغتیایي متخصصینو څخه ؤ. ده د جراحۍ او د سترګو د معالجې یو بریالی کلینیک جوړ کړ. بیتانسس د غلامۍ د له منځه وړلو پلوی، ډیپلومات، د عامې روغتیا مدیر، شاعر او ناول لیکونکی هم ؤ. د فرانسې په پاریس کې یې د کیوبا او دومینیکان جمهوریت لپاره د استازي او اړیکې په توګه خدمت وکړ.  

هغه چې د فریمسني عقایدو پلوی ؤ، سیاسي او ټولنیزه عمل پالنه یې د دې ډلې د فلسفي د عقایدو تر ژورې اغېزې لاندې راغله.  

لومړني کلونه  سمول

اصل او نسب  سمول

بیتانسس د پورتو ریکو په کابوروجو کې په هغه ماڼۍ کې زیږېدلی، چې اوس د "Logia Cuna de Betances"  ("بیتانسس د ماشومتوب ماسوني کور") په کې دی. د بیتانسس پلار فیلیپ بیتانزوس پونس او مور یې ماریا ډیل کارمن الاکان مونټالو وه، پلار یې یو سوداګر ؤ چې په هسپانیولا کې زیږېدلی و (په هغه برخه کې چې وروسته په دومینیکان جمهوریت بدله شوه، کله چې کورنۍ هلته اوسېدله، کورنۍ نوم یې له بیتانزوس نه په بیتانسس بدل شو)، د مور اصلي ځای یې کابو روجو ؤ او د فرانسوي نسب څخه وه. دوی په ۱۸۱۲ ز کال کې واده وکړ.  

بیتانسس په خپل ژوند کې ادعا وکړه چې یو خپلوان یې، پېدرو بیتانسس، په ۱۸۰۸ ز کال کې د هسپانیولا د هسپانوي حکومت په وړاندې بغاوت وکړ، شکنجه شو، اعدام  شو او جسد یې وسوځول شو او خلکو ته وښودل شو، ترڅو د دوی د نورو هڅو مخه ونیسي. په عین وخت کې، د الکان پلار چې یو بېړۍ وان ؤ، د رضاکارانو د یوې ډلې مشري یې کوله چې په ۱۸۲۴ ز کال کې یې د سمندري غله رابرټو کوفریسي او رامیریز دو آریلانو د نیولو هڅه وکړه او د کوفریسي یو شمېر حمله یې ونیول، چې د دې کار لپاره د هسپانیې د حکومت له لوري وویاړل شو.   [۵][۶]

بیتانسس په شپږو ماشومانو کې څلورم ؤ، د دوی ترټولو مشر د زېږېدو څخه لږ وروسته مړ شو، بیتانسس د ژونديو خویندو او وروڼو په منځ کې یوازینی نارینه ؤ. دا کورنۍ د نن ورځې په سجل او سوابقو کې مختلط نژاده بلل شوې ده. مور یې په ۱۸۳۷ ز کال کې کله چې دی نه کلن ؤ، مړه شوه او پلار یې په ۱۸۳۹ ز کال کې بیا واده وکړ، په هغو پنځه ماشومانو کې چې نوموړي د ماریا ډیل کارمن توریس پاګن څخه درلودل، د رامون ناسکه ورور فیلیپ آډولفو هم شامل ؤ، (د رامون په وینا): آډولفو په سیاست کې یې ګوتي نه وهلې، خو بیا هم د ګریټو دو لاریس څخه څو زره کاله وروسته ونیول شو.    [۷][۸]

پلار یې بلاخره هاکینډا کارمېن وپیرود، چې وروسته په نږدې ښارګوټي هورمیګیرس بدل شو او د ځمکې یو بډایه خاوند شو. هغه  ۲۰۰ جریبه (۰،۸ کیلو متر مربع) ځمکه، د بورې یوه کوچنۍ کارخونه او یو شمېر غلامان درلودل، چې خپلې دندې یې د آزادو کارګرانو سره وېشلې. داسې ګومانونه شته چې د خپل زوی رامون له خوا وهڅول شو او  خپل غلامان یې وروسته آزاد کړل.  [۹][۱۰]

په فرانسه کې لومړي کلونه  سمول

لومړنی تعلیم     سمول

ځوان بیتانسس خپل لومړنی تعلیم د خپلو شخصي ښوونکو څخه چې پلار یې ګومارلي وو، ترلاسه کړ، پلار یې یو فریمېسن ؤ چې په ښار کې یې ترټولو لوی خصوصي کتابتون درلود. د مدني واک او دین په اړه د هغه د مور او پلار فکر بڼې په دې دواړو موضوعاتو کې د ده شخصي باورونه ته بڼه وکړه. کله چې لس کلن ؤ، پلار یې بالاخره هغه فرانسې ته ولېږه، ترڅو په تولوز کې د هغه وخت د "ز کالج رائل" په نوم (وروسته Lycée Pierre-de-Fermat ونومول شو) ز کالج کې زده کړې وکړي. یوه فرانسوي - پورتو ریکويي کورنۍ، ژاک موریس پرووست او ماریا کاوالري بې (چې د کابو روجو اصلي اوسېدونکې هم وه) د هغه د ښوونکو په توګه وټاکل شول. پرووست د پورتو ریکو په مایاګویز کې درمل پلورنځی پرانيست، خو د دې لپاره چې د فارمسي زده کړې یې پای ته نه وې رسولې، اړ شو چې بېرته فرانسې ته (په ځانګړي توګه خپل اصلي ښارګوټي ګریسولس ته) راستون شي. داسې ګمانونه هم شته چې پرووست د بیتانسس د پلار په څېر یو فریمېسن ؤ.    [۱۱][۱۲]

بیتانسس، خپل هېواد ته د پرووست په بېرته راستنیدو کې د دې جوړې ملیتا وکړه او په ښوونځۍ کې د اوسېدو پرمهال د دوی تر نامستقیمې سرپرستۍ لاندې ؤ. هغه په پيل کې د طبیعي او کره علومو سره علاقه وښوده او یو ښه توره وهونکی هم شو. [۱۳]

د کورنۍ قانوني سپين پوست کول     سمول

په داسې حال کې چې رامون په فرانسه کې ؤ، پلار یې هڅه وکړه چې د کورنۍ ثبت نام د "مختلط نژاد" څخه د کابو روجو "سپین پوست" (فققازي) طبقه بندۍ کورنیو ته بدل کړي. کله چې دا پروسه بریالۍ شوه، غوښتونکي ته او د ده کورنۍ ته یې نور قانوني او د ملکیت حقونه ورکړل او اړینه وه چې لور یې، انا ماریا پرېږدي ترڅو د خوزه تیو سره چې قفقازی ؤ، واده وکړي. د بیتانسس د پلار په اړه، دې پروسې دوه ز کاله دوام وکړ او په ۱۸۴۰ ز کال کې رسمي شوه، خو نه مخکې له دې چې د کورنۍ اصل او نسب او دیني تړاو یې عامو خلکو ته څرګند شي، دا هغه څه وو چې دوی ټول یې شرمنده کړل. بیتانسس د دې ټولو سختو آزموینو څخه ډېر ځورېدلی ؤ، ځکه چې هغه لومړی کس و چې دا یې ومنله چې هغه او ټوله کورنۍ یې "بلانکوزکاس" ("سپین پوست"، یوه قانوني اصطلاح) نه وو، بلکې "پریتوزکاس" ("تور پوست"، لکه څنګه چې بیتانسس په خپلو لیکونو کې په دې ملنډې وهلې.) وو. هغه ته دا کړنلاره د ریاکارۍ له بوی ډکه وه.   [۱۴][۱۵]

د طب زده کړې سمول

بیتانسس خپله بکلوریا درجه (د عالي لیسې ډیپلوم) په ۱۸۴۶ ز کال کې ترلاسه کړه. په پورتو ریکو کې له اوږدې رخصتۍ وروسته، د ۱۸۴۸ ز کال څخه تر ۱۸۵۵ ز کال پورې یې د پاریس په طب پوهنځۍ کې د طب زده کړو ته او د ۱۸۵۲ ز کال په اوړي کې یې د مونټ پیلیر په طب پوهنځۍ کې د لنډ وقفې لپاره ځانګړو کورسونو ته دوام ورکړ.   [۱۶]

بیتانسس پاریس ته د رسېدو پر مهال د ۱۸۴۸ ز کال د انقلاب د پایلو او د هغې د سخت غبرګون، د جون ورځو پاڅون شاهد د همغه ز کال په پیل کې ؤ. د هغه راتلونکي سیاسي نظریات په مستقیم ډول د هغه څه پر بنسټ بڼه ومونده چې په ​​هغه وخت کې یې ولیدل او تجربه يې کړل. هغه پخپله "د فرانسې د جمهوریت پخوانی عسکر" ؤ. هغه چې د فرانسې د دوهم جمهوریت له اعلان څخه الهام واخیست، د پورتو ریکو د خپلواکۍ په ګټه يې د پورتو ریکو د خپل اختیارۍ هیلې ( چې د ۱۸۱۰ ز کال راهیسې د پورتو ریکو سیاستوالو له هسپانیې څخه غوښتې) رد کړې.  [۱۷]

هغه په طب کې د جراح او د ډاکتر له لقبونو سره په ۱۸۵۶ ز کال کې فارغ شو. نوموړی (له پیډرو ګیرونیمو ګویکو، د مایاګویز وروستی سیاسي مشر څخه وروسته، چې پورټو ریکو ته د دواړو په راستنېدو سره یې په پای کې د بیتانسس سره په تعامل کې راغی)، دویم پورتو ریکویي ؤ چې له دې پوهنتون څخه فارغ شو. د بیتانسس د ښوونکو په منځ کې، چارلز-اډولف وورتز، جن کرویلیر، جن-باپټیسټ بویلود، آرمند تروسو، الفریډ-ارمند-لویس-ماري ویلپیو او اګسټ نیلتون ګډون درلود. [۱۸][۱۹] 

د پلار مړینه او د کورنۍ اقتصادي ستونزې   سمول

کله چې بیتانسس په فرانسه کې د طب زده کړې کولې، پلار یې (د ۱۸۵۴ ز کال په اګست کې) مړ شو او د خور يې انا ماریا اړ شوه چې د هاکینډا کارمېن اداره په غاړه واخلي. ورثه په ۱۸۵۷ ز کال کې اړ شول چې د فعالیت محصول د ګیلرمو شروډر په ریاست یوه مالک شرکت ته ورکړي.    [۲۰]

پورتو ریکو ته لومړۍ  راستنېدنه سمول

په ۱۸۵۶ ز کال کې د کولرا وبا   سمول

بیتانسس د ۱۸۵۶ ز کال په اپریل کې پورتو ریکو ته راستون شو. په هغه وخت کې د کولرا وبا په ټوله ټاپو کې د خپرېدو په حال کې وه. وبا د ۱۸۵۶ ز کال په جولای کې د پورتو ریکو لوېدیځ ساحل ته لاره پیدا کړه او د مایاګیز ښار ته یې سخت زیان ورسو. په هغه وخت کې بیتانسس یو له پنځو ډاکټرانو څخه ؤ چې اړ و ترڅو  ۲۴۰۰۰ مېشت خلکو ته پاملرنه وکړي. ده او ډاکتر جوز فرانسسکو بسورا (چې له همغه وخته عمري ملګري او همکاران شول) دواړو به د ښار حکومت ته خبرداری ورکاوه او د ښار اداره کوونکي به یې تر فشار لاندې راوړل ترڅو  وقایوي ګامونه واخلي.  

د بېړني غړیتوب صندوق د ښار د یو شمېر بډایه اتباعو له لوري جوړ شو. بیتانتس او بسورا د ښار د غلامانو غیرصحي خوبځایونه وسوځول او د اوسېدونکو لپاره یې یو لنډمهاله کمپ جوړ کړ. د ښار په یوه کنج کې د اضافي هدیرې لپاره یوه لویه ځمکه جلا شوه او بیتانسس یې څنګ ته یو لنډمهاله روغتون جوړ او مدیریت کړ (چې وروسته په دایمي ساختمان کې ځای پرځای شو او د سان انتونیو روغتون، د مایاګیز ښاروال روغتون  شو، چې اوس هم ښار ته خدمت کوي). که څه هم  په ناروغۍ لږ وروسته ټول ښار اخته شو، د بیتانسس میره مور او یو اوښی یې له امله مړه شول. د ۱۸۵۶ ز کال تر اکتوبر پورې بیتانسس اړ ؤ چې د لنډ وخت لپاره په خپله په ټولو عملیاتو باندې پاملرنه وکړي.   [۲۱]

په هغه وخت کې د هسپانوي چارواکو سره خپله لومړۍ شخړه وکړه، ځکه چې بیتانسس د هسپانوي الاصل نظامي رتبو کسانو او افسرانو ته د طبي درملنې وروستی لومړیتوب ورکړ چې په ناروغۍ اخته وو (دوی د ځانګړې او بېړنۍ درملنې غوښتنه وکړه او هغه په ښکاره توګه دوی ته سپکاوی وکړ). بیتانسس د خپل سخت کار له امله چې د ۱۸۵۶ ز کال د کولرا وبا له ناوړه اثراتو څخه یې ډېر پورتوریکويان وژغورل، د ښار د حکومت له لوري وستایل شو. خو کله چې مرکزي حکومت د ښار لپاره د سرجراح پست رامنځته کړ، بیتانسس (چې سرپرست سرجراح ؤ) د یوه هسپانوي تازه وارد په ګټه تېر شو.   [۲۲]

په پای کښې بسورا او بیتانسس په مایاګیز ښار کې د هر یوه په نوم د سړکونو په نومولو سره وویاړل شول. اصلي لاره چې له شمال څخه سویل ته د ښار څخه تېرېږي، د بیتانسس په نوم نومول شوې ده، یو سړک چې د ښار مرکز په مایاګویز کې د پورتو ریکو پوهنتون سره نښلوي، د ډاکتر بسورا په نوم نومول شوی دی.  

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120564241 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hh96z3 — subject named as: Ramón Emeterio Betances — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9794689 — subject named as: Ramon Emeterio Betances — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Ramon Emeterio Betances — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=1917
  5. Dávila del Valle. Oscar G., Presencia del ideario masónico en el proyecto revolucionario antillano de Ramón Emeterio Betances
  6. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París: Biografía del Dr. Ramón Emeterio Betances (1827–1898), Ediciones Puerto, San Juan, Puerto Rico, 2001, pp. 2–7
  7. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, pp. 131–132
  8. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, pp. 6, 14
  9. Felix Ojeda Reyes speculates this in his book, El Desterrado de París, p. 42: "A search of slave registries in Cabo Rojo for the decades of 1840s and 1850s has given us no results. We can assure, however, that by 1869 and following years Dr. Betances is not listed as owning any Negro slaves within the jurisdiction. (...) The only Betances listed as owning a Negro slave in Cabo Rojo, in both the 1869 and 1872 censuses, is Ana Betances Torres (Ramón's half-sister)."
  10. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, pp. 8, 12
  11. Dávila del Valle. Oscar G., Presencia del ideario masónico en el proyecto revolucionario antillano de Ramón Emeterio Betances
  12. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, p. 8. Betances is quoted as saying once that he never saw his mother go to any religious service, and that when his father took him to church, he would stand in the back, close to the door, and not pay much attention to Mass.
  13. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, pp. 8, 17–19
  14. Dávila del Valle. Oscar G., Presencia del ideario masónico en el proyecto revolucionario antillano de Ramón Emeterio Betances
  15. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, pp. 14–17, 20
  16. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, pp. 20, 29–30
  17. Ojeda Reyes, Félix (as told to Collado Schwarz, Ángel), Ramón Emeterio Betances: Padre de la Patria, Médico de los Pobres, Poeta, Diplomático de Puerto Rico y Cuba en Francia. Archived 2013-01-25 at the Wayback Machine.
  18. A nephew (Luis) and a second cousin (José) later graduated from the University of Paris' medical school; the former in the late 1880s, and the latter in the 1920s.
  19. El doctor Ramón Emeterio Betances, higienista social Archived April 1, 2007, at the Wayback Machine., submitted to the Third Betances-Martí Scientific International Conference, Centro de Estudios Martianos, Havana, Cuba, September 2002.
  20. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, p. 40. Ojeda Reyes implies that the plantation was later sold, but does not elaborate on the transaction's details.
  21. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, pp. 33–35
  22. Ojeda Reyes, Félix, El Desterrado de París, pp. 35–36