رامسي مکډونالډ
جېمز رامسي مکډونالډ، د شاهي ټولنې غړی (Fellow of the Royal Society) (اصلي نوم یې جمېز مکډونالډ رامسي، د ۱۸۶۶ ز کال د اکتوبر له ۱۲ نه د ۱۹۳۷ ز کال د نومبر تر ۹ مې پورې) د بریتانیا اول لومړی وزیر و چې د کارګر ګوند غړی او په ۱۹۲۴ ز کال کې یې د نهه میاشتو لپاره د کارګر ګوند لږه کی حکومت پرمخ یووړ او د ۱۹۲۹ ز او ۱۹۳۱ ز کلونو تر منځ یې بیا دا چوکۍ ترلاسه کړه. نوموړي د محافظه کار ګوند تر برلاسی لاندې د ولسي حکومت مشري وکړه چې د کارګر ګوند د یوازې څو غړو له خوا یې ملاتړ کېده. په پایله کې مکډونالډ له کارګر ګوند نه وشړل شو.
رامسي مکډونالډ | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۱۲ اکتوبر ۱۸۶۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] | ||||||
مړینه | 9 نومبر 1937 (71 کاله)[۹][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] اتلانتيک سمندر | ||||||
د مړینې لامل | زړه نابری | ||||||
تابعیت | برېتانيا
د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷) | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۲ جنوري ۱۹۲۴ – ۴ نومبر ۱۹۲۴ |
|||||||
| |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۵ جون ۱۹۲۹ – ۷ جون ۱۹۳۵ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال [۱۰]، خبريال ، ډیپلوماټ | ||||||
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه [۱] | ||||||
لاسليک | |||||||
وېبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
مکډونالډ د کایر هارډي او ارتور هېنډرسن سره یو ځای، په ۱۹۰۰ ز کال کې د کارګر ګوند له درېیو اصلي بنسټ ایښودونکو نه و. نوموړی د ۱۹۱۴ ز کال نه مخکې د پارلمان د کارګرو غړو مشر و. له ۱۹۱۴ ز کال نه وروسته د نړیوالې جګړې سره د مخالف له امله یې په مسلک کې یو څه ځنډ را منځ ته شو، خو له ۱۹۲۲ ز کال نه وروسته بېرته د کارګر ګوند مشر شو. د کارګر ګوند دویم حکومت (۱۹۲۹ – ۱۹۳۱ز) د ستر ناورین تر اغېز لاندې و. نوموړي ولسي حکومت رامنځته ته کړ، تر څو ریاضتي سیاست (دلګښت کموالی) پلی کړي او د سزو زرو له معیار نه ملاتړ وکړي، خو دا ګامونه د اېنورګورډن له پاڅون نه وروسته پرېښودل شول او هغه په ۱۹۳۱ ز کال کې د اقتصاد د ښووالي لپاره، "د یوې روغیایي نسخې" په لټه کې ټول ټاکنې را وبللې. ولسي ائتلاف په لوی توپیر ټاکنې وګټلې او د عوامو په مجلس کې د کارګر ګوند چوکۍ شاوخوا ۵۰ ته راټيټې شوې. نوموړی له روغتیايي ستونزه سره مخامخ شو او په ۱۹۳۵ ز کال کې د لومړي وزیر چوکۍ ته له نومانۍ نه په شا شو او په ۱۹۳۷ ز کال کې تر تقاعد پورې د شورا د رئیس په توګه پاتې شو. نوموړي د همدې کال په وروستیو کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د مکډونالډ د خپلو ویناوو، مقالو او کتابونو پر مټ اغېزمن تیوریسن شو. تاریخ لیکونکی جان شیفرډ وايي چې: "د مکډونالډ طبیعي وړتیاوې، لکه: د هغه زړه راښکونکی ظاهر، ښایسته ځانګړتیاوې او هڅونکې ویناوې چې په غوره لوړه لهجه وړاندې کېدې، له نوموړي نه مشهور کارګر مشر جوړ کړ". مکډونالډ له ۱۹۳۱ ز کال نه وروسته په پراخه اوسخته توګه د کارګر غورځنګ له خوا د خپل خوځښت پر وړاندې د غدار په توګه وغندل شو. له ۱۹۶۰ کلونو نه را په دې خوا، تاریخ پوهانو د نوموړي له شهرت نه دفاع کړې، چې د کارګر ګوند په بنسټ کې د نوموړي پخوانۍ ونډه ارزښتناکه ګڼي، د ستر ناورین پروړاندې د هغه کړني یادوي او نوموړی، د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ز لسیزو په اوږدو کې د سیاسي جوړښتونو مخکښ بولي. [۱۱]
د ژوند لومړي کلونه
سموللاسیموت
سمولمکډونالډ د سکاتلنډ، مورای، لوسیموت په ګریګوري سیمه کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې چې د کروندګر، جان مکډونالډ او اېن رامسي، چې د کور وینځه وه، نامشروع زوی و. د زېږون پرمهال (دقیق) د جیمز مکډونالډ رامسي په نوم ثبت شوی، خو نوموړی د جېمي مکډونالډ په نوم یادېده. په ۱۹مې پېړۍ کې په پریسبتر مذهبه سکاتلنډ کې نامشروع اولاد یوه جدي سرغړونه وه، خو په شمال او شمال ختیځ کروندګرو ټولنو کې دا لویه ستونزه نه ګڼل کېده. په ۱۸۶۸ ز کال کې د کرنې په برخه کې د ماشومانو، ځوانانو او ښځو د ګومارنې په اړه د شاهي کمیسیون یو راپور څرګنده کړه چې، د نامشرع اولادونو کچه شاوخوا ۱۵ سلنه وه – یعنې هر شپږم ماشوم له بې واده اړیکې زېږېدلی و. د مکډونالډ مور الویز ته نږدې د کلایډل په کرونده کې، چې پلار یې هم دلته کار کاوه، وینځه وه. دوی هوډ درلود چې واده وکړي، خو واده د بېلابېلو لاملونو له امله و نه شو، ښایې دوی د دعوا له امله پرېکړه کړې وي چې واده و ونه کړي، یا دا چې د اېن مور ایزابیلا رمسي، د خپلې لور لپاره دا سړی نه و خوښ او د واده مخه یې ونیوله. [۱۲][۱۳][۱۴]
رامسي مکډونالډ له ۱۸۷۲ ز کال نه تر ۱۸۷۵ ز کال پورې د لاسیموته په سیمه کې د سکاتلنډ د وړیا کلیسا په ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې ترلاسه کړې او وروسته د ډریني سیمه ییز ښوونځي ته لاړ. په ۱۸۸۱ ز کال کې نوموړی د ۱۵ کلنۍ په عمر د دوبي له دورې وروسته ښوونځی پرېښود او په نږدې کرونده کې یې کار پیل کړ. هغه د ۱۸۸۱ز کال د ډسمبر په میاشت کې د ډریني په سمه ییز ښوونځي کې مرستیال ښوونکی وټاکل شو. نوموړي په ۱۸۸۵ ز کال کې بریسټول ته ولاړ، ترڅو د مورډانت کرافټون د مرستیال په توګه دنده ترسره کړي. کرافتون یو روحاني و چې هڅه یې کوله، په سینټ سټیفن کلیسا کې د هلکانو او ځوانانو ټولنه جوړه کړي. رامسي مکډونالډ په بریسټول کې د دیموکراتیک فدراسیون سره یوځای شو، چې یو سخت درېځه بنسټ و، چې څو میاشتې وروسته یې نوم د سوسیال دیموکراتیک فدراسیون (SDF) ته واوښت. کله چې دا ټولنه د برسټول سوسیالیست ټولنه شوه، نوموړی په دې ډله کې پاتې شو. د ۱۸۸۶ ز کلونو په لومړیو کې نوموړی لندن ته کډه شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
په لندن کې د سوسیالیزم په لټه کې
سمولپه فلیټ سټریټ کې د سایکل ځغاستې په هېوادنۍ اتحادیه کې په لیک پاکټونو باندې د پتې لګولو د لنډ مهاله دندې نه وروسته، نوموړی وزګار شو او اړ شو چې هغه په لږو هغو پیسو خپلې شپې او ورځې تېرې کړي چې نوموړي په بریسټول کې سپما کړې وې. وروسته هغه د کوپر، باکس د شرکت په ګودام کې د رسیداتو د کاتب په توګه دنده وموندله. نوموړي په دې وخت کې خپل سوسیالیستي اند پراخ کړ او د چارلز فتزجېرلاد له سوسیالیستي اتحادیې سره یو ځای شو چې د SDF په پرتله یې کړنې پراخې وې او د پارلماني نظام له لارې یې سوسیالیستي لیدلوري ته وده ورکوله.د ۱۸۸۷ ز کال د نومبر په ۱۳ مه نېټه مکډونالډ د ټرافالګر په واټ کې د خونړۍ یکشنبې شاهد و او په ځواب کې یې نوموړې د پال مال د جرېدې له لارې (د ټرافالګر د چوک په یاد: په ۱۸۸۷ ز کې د توری ترهګري) تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه. [۲۰][۲۱][۲۲]
مکډونالډ د سکاتلنډ په سیاست کې خپله لېواتیا ساتلې وه. د ګلډسټون د آیرلینډ د کورني واک د چارو لومړي قانون، په اډینبورګ کې د سکاتلنډ د کورنیو چارو د اتحادیې بنسټ ته انګېزه را منځ ته کړه. مکډونالډ د ۱۸۸۸ ز کال د مارچ په ۶ مه نېټه په لندن کې د سکاټلنډیانو په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چې په خپل نوښت سره یې د سکاټلنډ د کورنیو چارو د ټولنې د لندن عمومي کمیټه را منځ ته کړه. هغه د سکاتلنډ له کورنۍ واکمنۍ نه د یو څه مودې لپاره ملاتړ وکړ، خو د لندن مېشته د سکاتلنډیانو ترمنځ د لږ ملاتړ شاهد و، خو مکډونالډ د سکاتلنډ د سیاست او د کورنۍ واکمنۍ په اړه خپله لېوالتیا هېڅکله له لاسه ورنه کړه. نوموړي د (سوسیالیزم: انتقادي او رغنده) تر نامه لاندې مقاله کې، چې په ۱۹۲۱ ز کال کې خپره شوه، لیکلي: "د انګلیسي کلیسا اصولو ته د سکاتلنډ اړول، د دې هېواد د ښوونې، موسیقۍ، ادبیاتو او نبوغ د زیانمنولو لپاره ګام دی او هغه نسل چې تر دې اغېز لاندې وده کوي، له خپل تېرتاریخ نه یې ریښې غوڅېږي." [۲۳][۲۴][۲۵]
په ۱۸۸۰ ز کلونو کې مکډونالډ ته زده کړې د سیاست په پرتله لاهم ډېر ارزښت درلود. د ۱۸۸۶ او ۱۸۸۷ ز کلونو تر منځ مکډونالډ د برکبیک په ادبي او علمي انستیتیوت (اوس د لندن برکبیک پوهنتون) کې د نباتاتو، کرنې، ریاضیاتو او فزیک په برخه کې زده کړې وکړې، خو له آزموینو نه یوه اونۍ مخکې، د ناڅاپه روغتیايي ستونزو له امله ستومانۍ نوموړی ناکام کړ، چې دې کار د نوموړي لیدلوري د علمي مسلک په اړه پای ته ورساوه، خو وروسته په ۱۸۹۵ ز کال کې نوموړی د دې انستیتیوت مشر وټاکل شو او په ورستیو کلونو کې یې د برک بیک له ماموریت سره ډېره لېوالتیا څرګنده کړه. [۲۶][۲۷]
مکډونالډ په ۱۸۸۸ ز کال د توماس لو د خاص منشي په توګه دنده ترلاسه کړه. توماس د چای سوداګر او یو سخت درېځه سیاستوال و. په ۱۸۹۲ ز کال کې توماس د ویسټ اسلینګټن په استازیتوب د لیبرال ګوند نه پارلمان ته لاره وموندله. په دې وخت کې ډېری دروازې مکډونالډ پر مخ پرانیستل شوې: نوموړي د لیبرال ولسي کلب او د لیبرال او رادیکال ورځپاڼو اداري دفترونو ته لاسرسی وموند. نوموړي ځان د رادیکال او کاګر سیاستوالو تر منځ د لندن بېلابېلو رادیکال کلبونو ته وښود. مکډونالډ د ټاکنیزو هلو ځلو په برخه کې ارزښتناکه تجربه او اړیکې ترلاسه کړې. په همدې وخت کې نوموړي د توماس سره دنده پرېښوده او د آزاد ژورنالیست په توګه یې کار پیل کړ. نوموړی په بل ځای کې د یو څه مودې لپاره د فابیان ټولنې د غړي په توګه، د لندن اقتصاد پوهنځي او نورو ځایونو ته ولاړ او هلته یې لکچر وړاندې کړ. [۲۸][۲۹]
سرچینې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb13082267j — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Ramsay-MacDonald — subject named as: Ramsay MacDonald — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gt66nq — subject named as: Ramsay MacDonald — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11439 — subject named as: James Ramsay MacDonald — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p21868.htm#i218676 — subject named as: Rt. Hon. James Ramsay MacDonald — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1266036 — subject named as: Ramsay Macdonald — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038916.xml — subject named as: James Ramsay Macdonald — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=37820 — subject named as: James Ramsay MacDonald — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — نسخهدريم — موضوع: Макдональд Джеймс Рамсей — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-ramsay-macdonald — خپرېدونېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
- ↑ Shepherd 2007، مم. 31–.
- ↑ Marquand 1977، م. 5.
- ↑ Marquand 1977، م. 6.
- ↑ Marquand 1977، مم. 4–5.
- ↑ Bryher, Samual: An Account of the Labour and Socialist Movement in Bristol, 1929
- ↑ Elton, p.44
- ↑ Marquand 1977، مم. 9, 17.
- ↑ Marquand 1977، م. 15.
- ↑ Marquand 1977، م. 12.
- ↑ Tracey, Herbert: J. Ramsay MacDonald, 1924, p. 29
- ↑ Marquand 1977، م. 21.
- ↑ Marquand 1977، م. 20.
- ↑ MacDonald, James Ramsay (1921). Socialism: critical and constructive. Cassell's social economics series. Cassell and Company Ltd.
- ↑ Morgan, J. Ramsay MacDonald (1987) p. 17
- ↑ Marquand 1977، م. 23.
- ↑ "Letter from Ramsay McDonald to Birkbeck College – Birkbeck, University of London". Google Arts & Culture (in انګليسي). بياځلي په 11 April 2020.
- ↑ Elton, pp. 56–57
- ↑ Conor Cruise O' Brien, Parnell and his Party 1957, p. 275
- ↑ Marquand 1977، م. 22.