راضي بالله
د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو العباس محمد الراضي بالله بن جعفر المقتدر بن احمد المعتضد بن طلحه الموفق بن جعفر المتوکل العباسي الهاشمي القرشي ( ۲۹۷) -329 هـ ق) / 907 - 940 ) چي په عامه توګه د الراضي بالله په نوم پیژندل کیږي، په بغداد کي د بنو عباس کورنۍ شلم خلیفه وو.
راضي بالله په ۲۹۷ هجري سپوږمیز ( ۹۰۷زیږدیز) کال کي زیږیدلی وو، او په ۳۲۲ هجري سپوږمیز کي یې د مخکني خلیفه قاهر بالله د خلافت تر ړنګېدو وروسته د واک چاري په لاس کي واخیستې. راضي بالله سره ددې چي د بغداد د عباسي خلافت په تاریخ ډېر ناتوانه واکمن ګڼل کيږي او د خلافت پر مهال یې په مرکزي اسیا، افغانستان، مصر، شام، شمالي افریقا او نورو سیمو کي بېلابېل او پاشلي خپلواک دولتونه رامنځ ته سول، خو خپله نوموړی ډېر نرم خویه، د علم او پوهي مینه وال او د خپلوانو او عامو خلکو په وړاندي سخي انسان وو. راضي بالله پخپله واکمني کومه مهمه جګړه نه ده کړې، بلکي ددې پر ځای یې په خلافت کي دننه اصلاحاتو ته پاملرنه کول. نوموړی په 329 هجري سپوږمیز (940 زیږدیز کال) کي تر شپږ کاله او لس میاشتي خلافت کولو وروسته په 32 کلنۍ کي وفات سو.
- ↑ سرچينې تړی: https://pantheon.world/profile/person/Ar-Radi.