راجر کېسمينټ

راجر ډيويډ کېسمينټ (زوکړه: ۱۸۶۴ د سپټمبر ۱، مړينه: ۱۹۱۶ د اګسټ ۳) د ښاغلي راجر کېسمينټ په نوم هم پېژندل کېږي، د ۱۹۱۱ او ۱۹۱۶ز کالونو تر منځ يې د سينټ مايکل او سينټ جورج خورا ځانګړې رتبه “CMG” درلوده او په اصل کې يو ديپلومات او ايرلينډي ملتپال و، چې د لومړۍ نړيوالۍ جګړې پ رمهال د خيانت له امله په دار وځړول شو. نوموړي د برتانيې د بهرنيو چارو ادارې لپاره د سياسي استازي په توګه کار وکړ، د انسان دوست فعال او وروسته د شاعر او ايستر پاڅون “Easter Rising” د مشر په توګه وپېژندل شو. نوموړی چې د شلمي پېړۍ د انساني حقونو د پلټو د پلار په توګه يادېږي، په ۱۹۰۵ز کال د کانګو په اړه د چوکاټ راپور “Casement Report” له امله درنښت او په ۱۹۱۱ز کال کې د پيرو “Peru” د ربړ صنعت کې د انساني حقونو د ناسمو کارولو په اړه د خپلو مهمو پلټنو له امله ورته د نایټ اشرافي وړ نوم ورکړل شوی و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

راجر کېسمينټ
(انګلیسي: Roger Casement د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
راجر کېسمينټ
راجر کېسمينټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ سپټمبر ۱۸۶۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 3 اگسټ 1916 (52 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نظربندۍ مقام د لندن برج   د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آيرلينډ
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ډیپلوماټ
ليکوال
شاعر
سياستوال
قونسلګري   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کېسمينټ افريقا کې د يو ځوان په توګه د برتانيې د استعماري خدمت “British Colonial Service” ادارې سره له يو ځای کېدلو څخه وړاندې، په لومړي ځل د سوداګريزو ګټو لپاره کار وکړ. نوموړی په ۱۸۹۱ ز کال کې برتانوي کونسل وټاکل شو او دا مسلک يې له ۲۰ کالونو څخه د زياتې مودې لپاره وڅاره. کېسمينټ چې له بوير جګړې “Boer War” او د بومي خلکو پر وړاندې د استعماري ظلمونو په اړه له خپلو پلټنو څخه اغېزمن شوی و، پر امپرياليزم باور نه کولو ته يې وده ورکړه. نوموړی په ۱۹۱۳زکال کې له کونسلي خدمتونو څخه له لاس اخېستلو [تقاعد] وروسته، د ايرلينډ د جمهوريت غوښتنې او نورو بېلتون پالو خوځښتونو سره نور هم ښکېل شو.

کېسمينټ هڅې وکړې چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د ۱۹۱۶ز کال ايستر پاڅون “Easter Rising” لپاره د جرمني پوځي مرستې تر لاسه کړي، چې د ايرلينډ د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه و. نوموړی د ستر خيانت په تور ونيول شو، محکوم شو او په دار وځړول شو. له نوموړي څخه يې د نايټ اشرافي حيثيت او نور وياړونه بېرته واخېستل شول. له محاکمې څخه مخکې د برتانيې حکومت ځيني اخيستنې خپرې کړې، چې ويل کېږي د «تور ورځني يادښتونه:Black Diaries» په نوم د نوموړي له خصوصي ورځنيو يادښتونو څخه و، چې د ورته يا همجنس فعاليتونو په اړه يې پراخه معلومات وړاندې کړل. د همجنس پالنې په اړه د وار له مخه شته نظرياتو او شته قوانينو په پام کې نيولو سره، دې موادو پر کېسمينټ د زړه سوي يا نرمښت ملاتړ زيانمن کړ. د يادو ورځنيو يادښتونو په اړه بحثونو دوام وکړ: په ۲۰۰۲ ز کال کې د پرتلنې لاسي ليکل شوې څېړنه دې پايلې ته ورسېده، چې کېسمينټ نوموړي يادښتونه ليکلي وو، مګر لا هم د ځينو له لوري يوه د بحث وړ موضوع وه. [۱۵][۱۶]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې سمول

کېسمينټ د دوبلين په يوه انګرېزي او ايرلينډي ګډه کورنۍ کې زېږېدلی دی او د ماشومتوب په خورا لومړيو کې په “Doyle’s Cottage”، لاوسن ټيررېس او سانډيکوف کې چې اوس نه شته، مګر د ننۍ د فيټزګيرالد شرابخانې او د بټلر پانټري په نوم د پخو خواړو خرڅلاو د ځای تر منځ پر سنډيکوف سړک باندې پروت و. [۱۷]

د نوموړي پلار د ډراګونس د پاچا د خپل کنډک جګړن راجر کېسمينټ “Captain Roger Casement”، د هيو کېسمينټ زوی و. پلار يې د بېړيو د بيلفاسټ نومي تم ځای سوداګر و، چې تاوان يې وکړ او وروسته استراليا ته لاړ. جګړن کېسمينټ د ۱۸۴۲ز کال افغان مبارزه کې دنده تر سره کړې وه. نوموړي د ۱۸۴۸ز کال د هنګري اوښتون کې په خپله خوښه د جنګېدلو په موخه اروپا ته سفر وکړ، مګر ويلاګوس کې له غاړه ايښودنې يا تسليمېدلو “Surrender at Vilagos” څخه وروسته راورسېده. وروسته له هغې چې ياده کورنۍ انګليستان ته کډه شوه، د راجر مور ان جوفسن يا جوفسن چې د دوبلين له يوې انجيل پلوې کورنۍ څخه وه، نوموړي ته د درې کلنۍ په عمر رايل وېلز کې د رومن کاتوليک په توګه په پټ ډول د تعميد غسل ورکړ. که څه هم هغه پادري چې په ۱۹۱۶ز کال يې د کېسمينټ د تعميد دود تر سره کړ، په روښانه ډول وويل چې ادعا شوی د تعميد ياد دود په ابيريستوېت “Aberystwyth” کې تر سره شوی، چې له رايل څخه ۸۰ ميله لرې پرته ده. د نوموړي پادري وينا دا پوښتنه راپورته کوي، چې ولې داسې يوه مهمه پېښه هم بايد دومره ژر له ياده ووځي يا په ناسم دول ياده شي. [۱۸][۱۹][۲۰]

د ۱۸۹۲ز کال د يو ليک له مځې کېسمينټ په دې باور و، چې مور يې د کونټي کورک د مالو “Mallow, County Cork” د جيفسن کورنۍ “Jephson family” له پښت څخه وه، مګر د يادې کورنۍ تاريخپوهان په دې اړه هیڅ دليل نه وړاندې کوي. کورنۍ انګلېنډ کې په يو څه بېوزلۍ کې ژوند وکړ او کله يې چې مور مړه شوه، راجر نهه کلن و. پلار يې کورنۍ له پلارنيو خپلوانو سره د اوسېدلو په موخه، بېرته د ايرلينډ کونټي انتريم “County Antrim” ته وېوړه. کله چې کېسمينټ ۱۳ کلن و، باليمينا “Ballymena” کې يې پلار مړ شو او د خپلوانو (“Youngs” او “Casements”) په خيرات پورې تړلی پاتې شو. نوموړي د باليمينا په ډايوسيسان ښوونځي نومي ښوونځي کې زده کړې وکړې، چې وروسته باليمينا اکاډمي “Ballymena Academy” شوه. په ۱۶ کلنۍ کې يې ښوونځی پرېښود او د ايلډر ډيمپسټر “Elder Dempster” په نوم د ليورپول د بېړۍ چلونې له شرکت سره د ميرزا په توګه د کار کولو په موخه انګلينډ ته لاړه؛ د شرکت مشري د الفرد ليويس جونس “Alferd Lewis Jones” په غاړه وه.[۲۱][۲۲][۲۳]

د راجر کېسمينټ ورور توماس هيو جيفسن کېسمينټ (۱۸۶۳ – ۱۹۳۹زکال) په سمندر او وروسته د سرتېري په توګه سرګردانه ژوند درلود او وروسته يې د ايرلېنډ د ساحلي ساتونکي خدمت “Irish Goastguard Service” څانګې په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. هغه د ډينيس جانستون د «زيړ سيند کې سپوږمۍ: The Moon in the Yellow River) تر سرليک لاندې ننداره کې د کرکتر الهام و. نوموړی د ۱۹۳۹ ز کال د مارچ په ۶ د دوبلين په لوی کانال “Dublin’s Grand Canal” کې ډوب شو، چې د ځان وژنې ګواښ يې کاوه. [۲۴][۲۵]

د کېسمينټ په اړه کتنې سمول

د کېسمينټ په ياد کې چې د هغه د راتلونکي برخليک په اړه په پوهېدونکي ډول د پوهې له مخې رنګ شوی دی، ايرنيسټ هامبلوچ چې برازيل لپاره د کونسلر په توګه د کېسمينټ د دندې پر مهال د هغه مرستيال و، کېسمينټ يې د تمې خلاف شخصيت ياد کړ: لوړ، بې ډوله يا ساده؛ «په پراخه کچه مودب»، مګر د نوموړي په اړه د ځان ښودنې په ښه چلند سره؛ لکه څرنګه چې هغه د خپل ساتونکي له لورې له نيول کېدلو څخه وېرېده. «يو اسانه خبرې کونکی او روان ليکوال»، نوموړي کولی شول «يو حالت يا قضيه روښانه کړي، مګر په اړه يې دليل نه شو ويلی». د هغه تر ټولو ستر جادو د هغه خوندور غږ و، چې له امله يې هغه بشپړ بې هوښه ښکارېده. سترګې يې مهربانه وې، مګر خندا په کې نه حس کېدله: «د طنز يو احساس ښايي هغه له زياتو شيانو څخه ژغورلی وی». [۲۶]

د کېسميڼټ په اړه د جوزف کونراد لومړني تاثرات، چې له نوموړي سره کانګو کې له مخامخ کېدنې څخه يې تر لاسه کړل: «د ښه بخت يوه مثبته برخه «خورا هوښيار او خورا خواخوږي فکرونه، خبرې او ښه والی» و. د کېسمينټ له نيولو او محاکمې څخه وروسته، کونراد يو څه نيوکه ييز فکرونه درلودل: وار له مخې په افريقا کې ما قضاوت وکړ، چې هغه يو داسې سړی و، چې په سم ډول يې خبرې کولې، مګر هيڅکله له ذهن څخه خبرې نه کوي. زما موخه بېړا يا ساده اوسېدل نه دي. زما مطلب دا دی، چې ټول احساساتي و. هغه د احساساتي ځواک له لارې خپله لاره او يوازې طبيعت جوړ کړ، چې په رښتيا ويرجنه څېره وه». [۲۷]

کانګو او د کېسمينټ راپور سمول

کېسمينټ کانګو کې هنري مورټون سټانلي “” او له ۱۸۸۴ز کال څخه د افريقا نړيوالې ټولنې “” لپاره کار وکړ؛ دا ټولنه د بلجيم د پاچا دويم ليوپولډ لپاره د نوموړي د هغه څه د بريا پر وړاندې د يو مقاومت په توګه وپېژندل شوه، چې وروسته د کانګو ازاد دولت “Congo Free State” په نوم ياد شو. کېسمينت اړيکو ته د پرمختګ ورکولو په موخه يوه اند تولونه (سروې) کې کار وکړ او له کانګو سيند څخه د ښکته ۲۲۰ميله اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې يې خلک وګومارل او د هغوی څارنه يې وکړه، چې پورتنۍ کانګو “Upper Congo” ته د لېږد رالېږد او سوداګرۍ د ښه کولو په موخه د ځړوبو له امله د بېړيو د تګ راتګ وړ نه دی. نوموړي د خپل سوداګريز کار پر مهال افريقايي ژبه زده کړه. [۲۸]

کېسمينټ په ۱۸۹۰ زکال له جوزف کونارد سره وکتل، چې کانګو ته د «د بلجيميانو پاچا» نومي سوداګريزې کښتۍ د چلولو په موخه راغلی و. دواړو له دې نظريې څخه الهام اخيستی و، چې «اروپايي استعمار به لويې وچې ته اخلاقي او ټولنيزه وده راوړي او اوسېدونکي به يې له غلامۍ، بې دينۍ او نورو بربريتونو څخه ازاد کړي». هر يو يې ښايي ډېر ژر د خپلې تېروتنې د کښښ په اړه زده کړي وي. کونراد په ۱۸۹۹ زکال «د تيارې زړه:Heart of Darkness» تر سرليک لاندې خپل لنډ ناول خپور کړ، چې استعماري ناروغان يې پلټل. کېسمينټ وروسته حالتونه يا شرايط رابرسېره کړل، چې نوموړړي د برتانوي حکومت لپاره د رسمي پلټنې پر مهال کانګو کې وموندل. په دې جوړښتي کالونو کې نوموړي له هيربيرت وارډ “Herbert Ward” سره هم وکتل او دواړه اوږدمهاله ملګري شول. وارد په ۱۸۸۹ز کال افريقا پرېښوده او خپل وخت يې هنرمند کېدلو لپاره ځانګړی کړ، مګر هلته تجربې يې کار سخت تر اغېزې لاندې راوست. [۲۹]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12254829q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Roger-Casement — subject named as: Sir Roger Casement — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dj5jn3 — subject named as: Roger Casement — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4128 — subject named as: Roger David Casement — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p36370.htm#i363693 — subject named as: Roger David Casement — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/casement-roger-david — subject named as: Roger David Casement — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0015698.xml — subject named as: Roger David Casement — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14647 — subject named as: Roger David Casement — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. subject named as: Sir Roger David Casement — Dictionary of Irish Biography ID: https://doi.org/10.3318/dib.001532.v1 — سرليک: Dictionary of Irish Biography — خپرونکی: Royal Irish Academy
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12254829q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. "Ruairí Mac Easmainn/Roger Casement: The Global Imperative". The University of Notre Dame & The University of Limerick. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Kerry marks first anniversary of Casement execution – Century Ireland". RTÉ.ie. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Humanities InstituteRoger Casement: A Human Rights Celebration (1916–2016)". Dhi.ucdavis.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Roger Casement: Ten facts about the Irish patriot executed in 1916". The Irish Post. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. For an overview of the controversy see Angus Mitchell (ed.), "Phases of a Dishonourable Phantasy", Field Day Review, 8, 12, pp. 85–125 (Dublin: 2012)کينډۍ:ISBN?
  16. Mitchell, Angus, المحرر (2016). One Bold Deed of Open Treason: The Berlin Diary of Roger Casement 1914–1916. Merrion Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dr Noel Kissane (2006). "The 1916 Rising: Personalities & Perspectives (an online exhibition)" (PDF). National Library of Ireland/Leabharlann Náisiúnta na hÉireann. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Angus Mitchell, Casement, Haus Publishing, 2003 p. 11.
  19. Brian Inglis (1974, op cit.) commented at p. 115 that "..although she allowed the children to be brought up as Protestants, she had them baptised 'conditionally' when Roger was four years old."
  20. Bureau of Military History, Dublin; file of Fr. Cronin (1951), WS 588, p. 2.
  21. Sawyer R. Casement the Flawed Hero (Routledge, London 1984), quoted at pp. 4–5. کينډۍ:ISBN
  22. Maurice Denham Jephson, An Anglo-Irish Miscellany, Allen Figgis, Dublin, 1964.کينډۍ:ISBN?
  23. Séamas Ó Síocháin, Roger Casement, Imperialist, Rebel, Revolutionary, Lilliput Press, 2008, p. 15; کينډۍ:ISBN
  24. "Casement, Thomas Hugh ('Tom')". Dictionary of Irish Biography. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Thomas Hugh Jephson Casement profile Archived 16 August 2017 at the Wayback Machine., genealogy.metastudies.net; accessed 16 August 2017.
  26. Hambloch, Ernest (1938). British Consul: Memories of Thirty Years' Service in Europe and Brazil. London: George G. Harrap & Co. د کتاب پاڼي 71, 76. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Meyers, Jeffrey (1973). "Conrad and Roger Casement". Conradiana. 5 (3): 64–69. JSTOR 24641805. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Giles Foden . The Dream of the Celt by Mario Vargas Llosa – review.
  29. Liesl Schillinger, "Traitor, Martyr, Liberator" Archived 17 August 2017 at the Wayback Machine., The New York Times, 22 June 2012, accessed 23 October 2014