د کوبیرته پیر بارو
پییر بارو اف کو بېرته (په انگریزي Pierre, baron de Coubertin—Originally Pierre de Frédy ) د جنوري مېاشتې په ۱ نېټه ۱۸۶۳ د فرانسې په پاریس ښار کې پېدا شوی او د سپتمبر په ۲ د۱۹۳۷ کال دسویس په جېنیوا کې له نړی سترگې پټې کړي. پییر بارو د اولیمپک لوبو بیا پېلولو کې اساسي رول لاره . له ۱۵۰۰ کاله وروسته پییر په دې وتوانېد چې د اولیمپک لوبې په ۱۸۹۶ کې بیا پېل کړي. پییر د لوبو پېلولو تر څنگ د اولیپک نړیوالې کمېټې بنسټ ایښودونکی غړی هم وو چې له ۱۸۹۶ نه ېې تر ۱۹۲۵ پورې د همدې کمټې ریاست پر مخ بیوه. پییر په ۱۸۹۰ کې له یو انگرېز سره ملاقات وکړ چې نوم ېې ویلېم پیني بروکس وو چا چې د انگلستان سپورتي ټیمونه د الیمپک لوبې لپاره له ۱۸۶۶ تېار کړي وو او پییر څخه ېې غوښتنه وکړه چې د نړیوال اولیمپک لوبو لپاره هلې ځلې پېل کړي پییر چې دهغه هڅه او هیله ولیده نو نور ېې هم انگېزه د نړیوالو اولیمپک لوبو لپاره زیاته شوه. پییر زیات کوښښ دا هم وکړ چې په لوبو کې ښځې هم گډو وکړي, داول ځل لپاره د انگلستان ۲۶۰ ښځینه لوبغاړو د لوبو لپاره تیاری کړی وو خو بیا هم پییر ته د ښځو نه متنفره ډلو سره مبارزه پاتې وه. له بریا وروسته پییر په ۱۹۲۴ کې له خپل پوسټ نه تقاوت واخیست او په ۱۹۳۷ کې د سویس په جنیوا کې له نړي سترگې پټې کړې
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12088638c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
پییر بارو اف کو بېرته Pierre de Coubertin | |
---|---|
(فرانسیسی: Pierre de Coubertin) | |
د المپېک نړیوالې کمېټې دویم رییس | |
د واکمنۍ دوران ۱۸۷۰ – ۱۹۳۷ | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (فرانسیسی: Charles Pierre Fredy de Coubertin) |
پيدايښت | کينډۍ:زوکړه پاریس، فرانس |
مړینه | کينډۍ:مړینه او عمر جنوري، سویس |
تابعیت | کينډۍ:Country data فرانس |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | تاریخپوه او ښوونکی |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي[۱] |
پېژندل شوی لپاره | د المپېک لوبو بنسټگر |
لاسليک | |
![]() |
|
سمول ![]() |